عبدالمالک همت
ستره عالمه عايشه بنت محمد حراني رحمها الله
درنو لوستونکو! په دې ليکنه کي موږ تاسي ته د اسلام د نامتو عالمو ښځو له ستري ډلي څخه يوه يوه ستره عالمه در پېژنو. دغه په اسلامي علومو، په تېره په حديث پوهنه کي نامتو عالمه له نن څخه د هجري قمري کال په حساب اته سوه لس کاله د مخه زېږېدلې ده. که موږ زموږ د ټولني د نن مهال د ډېرو ښځو د علم او پوهي کچي ته وګورو چي په صفر کي ضرب ده، نو به اريان سو چي هغه مهال دغسي عالمه ښځه څنګه پيدا سوه. رشتيا داده چي موږ په خپلو ښځو ډېر ملامت يو. موږ د ډول ډول ناسمو او ناوړو خبرو تر تاثير لاندي په تلو سره ان خپلو ښځو ته دونه موقع لا نه ده ورکړې چي لږ تر لږه د خپل لمانځه او اوداسه او کور کاله د اوډلواو د اسلام ډېر اړين مسايل لا زده کړي. خو په نورو اسلامي ټولنو او هيوادونو کي خبره نه داسي وه او نه داسي ده. ښځه که په نورو اسلامي ټولنو کي، پر دغو ټولنو باندي د مسلطو ظالمانو د ظلمونو تراغېز لاندي هر څونه کړېدلې وي وي به، خو لکه چي پوهيږو اسلام نه پر ښځه او نه پر نر باندي ظلم ته اجازه ورکوي او نه څوک د علم او پوهي له ترلاسه کولو څخه راګرځوي، بلکي اصله خبره داده چي د اسلام مبارک دين ښځه او نارينه دواړه د علم ترلاسه کولو ته هڅوي. تاسي به د عايشې حراني په ژوند ليک کي ولولئ چي هغې څنګه له لويو لويو استادانو څخه علم ترلاسه کړ او څنګه يې بيا پخپله د درس او تدريس چاري پر مخ بېولې. دا خبري به په موږ کي ځينو ته نابلدي وايسي، خوحقيقت دادى چي په نوره اسلامي نړۍ کي داعادي خبري دي، له دې امله دى چي موږ په اسلامي نړۍ کي په زرګونو دغسي ستري عالمي، د قرآن مفسري، محدثي، اديبي او د دغو علومو د درس او تدريس په چارو بوختي ښځي لرو.
ښه، راسئ د دې ستري عالمي ښځي په ژوند او علمي کچه ځان خبر کړو، نارينه يو که ښځينه د هغې کړه وړه خپل سرمشق وګرځوو او د هغې غوندي د علم د ښکلي او ځلاندي ډېوي پتنګان سو.
په يوه اردو کتاب کي چي د حضرت بي بي فاطمې رضي الله عنها او سلونورو عالمو ښځو په هکله څرګندوني لري، د عايشې حراني په هکله داسي ليکي:
عايشه داسي يوه ښځه وه چي د علم تږې وه. د هغې وخت د کتابونو سره په ملګرتيا کي تېرېدى. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د احاديثو لويه عالمه سوه. زهد او سخاوت د هغې صفت وو. پر علم ښوولو باندي يې اجوره نه اخيسته، بلکي د کاليو خياطي يې کول او هغه هم ډېر لږ وخت. او د خياطۍ له مزدورۍ څخه يې خپل ژوند تېراوه او نورو ته يې صدقه هم ځني ورکول.
عايشه په ٦٢٠ هجري قمري کال په حران نومي ښار کي وزېږېده، هلته لويه سوه او په هغه ښارکي يې د ښووني او روزني لومړني پړاوونه تېر کړل.
لوړي زده کړي:
عايشې لوړي زده کړي د حران په ښار کي د حديثو او فقهي له نامتو او ثقه عالمانو څخه تر لاسه کړې. دا له هغو ښڅو څخه وه چي ټول پام يې د علم حاصلولو ته اړولى وو. نور ټول کارونه يې يوې خواته کړي وه، يوازي يې د علم ترلاسه کولو ته ځان وقف کړى وو. د علم شوق له کوچني والي څخه د هغې لمن ونيول. د عامو کوچنيانو غوندي يې د بازيو سره مينه نه درلوده، صرف داوه او کتاب. وايي چي د علم سره د هغې مينه تردې کچي رسېدلې وه چي هر ځاى به تله کتابونه به ورسره وه او د عالمانو په لټه کي به وه او علمي استفاده به يې ځني کول.
د حديث پوهني سره مينه:
هغې د حديثو او د هغو د اړوندو پوهنو سره زياته مينه درلوده. له دې امله وو چي دې په حديث پوهنه کي دونه علم تر لاسه کړ چي د حران له لوړو حديث پوهانو څخه وپېژندل سوه. خلکو به دا د حران د محدثي په نامه يادول.
هغې د خپل مهال له نامتو حديث پوهانو څخه د حديثو علوم ترلاسه کړل د هغې په استادانو کي دغه کسان د يادوني وړ دي: اسماعيل بن الواقي، فرح القرطبي، محمد بن عبدالهادي، ابراهيم بن خليل او ابن عبدالدائم. دا هغه حديث پوهان دي چي هغې په بنسټيزه توګه د احاديثو علم او د حديثو د روايت اجازه ځني ترلاسه کړې ده. دغه اشخاص د دغه مهال د لوړي پوړۍ حديث پوهان وه او خلکو له ليرو ليرو ځايونو څخه سفرونه کول او د حديثو د پوهي د ترلاسه کولو په موخه د دوى خدمت ته حاضرېدل.
عايشې د حديث پوهني په اړه د خپلو څېړنو او مطالعو له مخي دونه ارزښت موندلى وو چي په ځينو مسايلو کي له نورو محدثينو څخه بېله ګڼل کېدل. او په دې علم کي د دې تفرداتواو ځانګړتياوو ډېر شهرت موندلى وو. د تفرداتو په هکله ځينو حديث پوهانو د دې سره اختلاف وکړ او څه اعتراضونه يې هم پر وکړه. خو دي خپل دريځ سم او صحيح باله او دغو اعتراضونو ته يې ارزښت نه ورکاوه. هغې به ويل ما د خپلو څېړنو په رڼا کي خپل موقف غوره ګڼلى دى. که څوک اختلاف ورسره لري او زما د دريځ منلو ته نه وي چمتو، نو دا د هغو حق دى. د علم پر بنسټ هرڅوک د اختلاف حق لري، څوک چي د چا سره په کومه مسئله کي اختلاف وکړي، نو هغه دي په پراخه ټنده وزغمي او په حوصله دې جواب ووايي.
د عالمانو نصيحتونه:
هغې به ويل: عالمانو ته ښايي چي له خپل تعريف او ستايني څخه خوشاله نه سي. که په هغو کي د ځان ستايلو او تعريف خوښولو جذبه پيدا سي، نو د ژورو علمي څېړنو کار په ټپه دريږي، او د زيات تحقيق مينه کډه باروي. کم حوصله کېدل او ځان ستايل دواړه د علم وژونکي باله سي. د نورو ټيټ ګڼل او خپل ځان لوړ بلل د عالمانو خاصه نه بلل کيږي. دغه ډول غرور علم ته سخت تاوان رسوي. له دې څخه د علم خاوندان بايد په کلکه ډډه وکړي.
سترو علماوو ويلي دي چي خپل ځان عالم بلل او نور په جاهل ګڼلو سره تحقيرول د عالمانو خورا بده ناروغي ده. چي د علم لپاره زښته زياته تاواني ده او د هغه د پرمختګ ورونه تړي... . عايشه بنت محمد له دې ناروغۍ څخه خوندي پاته سوې وه. په داسي حال کي چي عالمو ښځو ته دغه ناروغي ژر پېښيږي. او د يوڅه پوهي درلودونکې ښځه په غرور او تکبر اخته کيږي.
علمي سفرونه او درس ورکول:
عايشه د علم ترلاسه کولو لپاره دمشق ته هم ولاړه، هغه مهال دمشق د حديثو د سترو سترو عالمانو مرکز وو. د ژوند په وروستيو وختونو کي هغه په دمشق کي اوسېده. د دغه ځاى له ځينو پوهانو څخه د پوهي ترلاسه کولو وروسته يې خپل ځان ته د درس ورکولو بېل درس ځاى سمبال کړ. هغې د دمشق د اموي جامع جومات په يوه کنج کي چي د يوې ستري مدرسې حيثيت يې هم درلود د حديثو درس ورکاوه.
د دې له نامتو شاګردانو څخه يو هم ابن بطوطه دى، ابن بطوطه يو نامتو مسلمان سيلاني دى چي پنځه ويشت کاله يې د بېلو بېلو هيوادونو سياحت وکړ او افغانستان ته هم راغلى وو. بيايې خپل يونليک ( سفرنامه ) په عربي ژبه وليکل. چي وروسته د نړۍ په ژونديو ژبو وژباړل سو. دغه سيلاني په ٧٢٦هـ کال دمشق ته په رسېدو سره د دغي عالمي ښځي د درس حلقې ته شامل سو او د احاديثو د علم د ترلاسه کولو شرف يې ځني حاصل کړ.
د عايشې زهد او تقوا:
عايشه لکه څنګه چي ستره عالمه وه، همدغسي ستره زاهده هم وه. هيڅکله د شتمنو دروازو ته نه درېده. او د چا په مخ کي يې د خپلو اړتياو يادونه نه کول. د دې د شاګردانو کړۍ خورا پراخه وه. په هغو کي د حکومت ډېر لوى چارواکي هم وه، خو دي له هيڅ يوه څخه د هيڅ شي غوښتنه نه کول. ټولو ته يې په وړيا توګه درس وايه. د دمشق د جامع جومات له چارواکو څخه يې هم څه نه غوښتل. د خلکو کالي به يې رغول او له دې لاري يې د ژوند اړتياوي پوره کولې. دا کار يې هم دونه لږ کاوه چي مازي يې قوت لايموت په برابراوه. ډېر وخت يې درس ته وقف کړى وو. د اړو شاګرانو سره يې هم له دې لږ عايد څخه مرسته کول. د اړو سره خواخوږي يې تر دې کچي وه چي د کوم بې وزلي د تکليف په ليدو به يې خپل تکليف هېر کړ او چي وس يې رسېدى مرسته يې ورسره کول. دغه لويه عالمه او زاهده ښځه په ٧٢٦هـ کال د (٨٦) کالو په عمر وفات سوه.