سلفيان پېژنئ؟
ليکوال:محمدنسيم افغان
دسلفيانوپه اړه متضادي خبري کيږي،نولدې کبله ومي غوښتل چي پدې اړه خپل معلومات له درنولوستونکوسره شريک کړم،څوددوی سره دحق په موندلوکي مرسته وکړي.
سلفيان چي ځانونه داهل حديثوپه نامه سره هم يادوي،دوی څه غواړي؟څه نظرلري؟اودکوم هدف لپاره کارکوي؟
داداسي پوښتني دي چي زماپه فکرځوابول يې اسان کارندی،پدې چي که يوسلفي ليکوال پدې اړه ليکنه کوي،نوزمونږهيوادوال داسي آموخته شوي دي چي دخپل مخالف دخبري اورېدوته چمتوندي.
له بده مرغه زمونږځيني ملايان صاحبان داسي دي چي دوی ځان ته کومه تګلاره لري،په هغې باندي په کلکه روان دي،که ترې ددليل پوښتنه وکړې؟ځواب نشي درکولای،خوپرخپل مخالف به په سختۍ اودلاورۍ سره فتوالګوي .
پوښتنه داده چي ددې وجه څه ده؟ولي هغوی سره ددې چي مروج نصاب تعليم يې ټول لوستی دی،
دوی ولي نشي کولای،دخپلي عقيدې اوتګلاري لپاره دلائل ووايي.
زماپه فکرددې لوی اواساسي علت دادی چي مونږدالله پاک دين په صحيح توګه ندی لوستی.
که مولوستی وای،نوبيابه نه دومره تعصب وای اونه به دومره ناخبرتياوای.
زمونږددين بنياددوه شيان دي:دالله پاک مقدس کتاب قرآن کريم اودرسول الله صلی الله عليه وسلم نبوي احاديث .
دشريعت نوردلائل لکه اجماع اوقياس هغه پدې دووکي دننه دي،که ترې بهروي،هغه اجماع اوقياس نه منل کيږي .
داخبري دحنفي فقهي داصولوپه کتابونوکي هم ليکلې دي.
خومتاسفانه زمونږاکثره ملايان هغوی قرآن کريم په تفسيرنه لولي،که يې لولي،دنحوي ترکيب دزده کړي لپاره يې لولي،مقصديې دانه وي چي ځان پدې وپوهوي چي راشه دالله کتاب ولوله،څه وايي؟
احاديث خوبېخي داسي بولي چي هيڅ دعمل وړيې نه بولي،دااراده نه وي ورسره چي زه بايدپه احاديثوعمل وکړم،دپيغمبرعليه السلام په طريقوعمل وکړم.
زمونږاکثره ملايان صاحبان خپل قيمتي دځوانی عمرپه منطقواونوروعلوم آليه کي مصرفوي.
په دغه عمرکي دتفسيراواحاديثومطالعه هم نکوي،يوازي دومره به يې کوي،که يې امامتي نيولې وي،دجمعې دتقريرلپاره به يوڅه کتاب ګوري،خوهغه هم کيسې بيانوي،فلاني پيرداسي وکړل،فلانی ښه سړی داسي وو،فلانی داسي وو.
تردې مخکي به دقرآن کريم درس خلګودګمراهۍ لامل باله،ويل به يې چي قرآن کريم په ترجمه مه لولئ،سړی ورباندي ګمراه کيږي.
دقرآن کريم دترجمې لپاره څوارلس علوم ضروري دي بيابه يې ترجمه کوي.
دليل به يې داوايه چي که څوک ترجمه کوي،ديوه لفظ معنی ترې غلطه شي،پدې سره ګمراه څه چي دکفرخطره ورباندي شته.
دوی ته وايوچي که دلفظ دغلطتياله امله دکفرخطره شته،نوبياخوبه بې ترجمې لوستل هم نعوذبالله دګمراهۍ سبب کيږي،ځکه څوک چي قرآن کريم زده کوي،له هغه څخه دزده کړي په وخت کي ډېري غلطۍ کيږي .
خوحقيقت دادی چي دايوازي دشيطان دوکه وه،پدې سره يې له قرآن کريم څخه بندول.
دازمونږستونزي دي،که داستونزي حل شي انشاءالله مونږته به دډېروخبرومعلومات وشي ـ
اوس به راشودسلفيانودتعارف مسئلې ته.
سلفيان داسي خلګ دي چي دوی وايي،مونږهغه عقيده خپلوواوعملي کوويې کومه چي له سلف صالحينوڅخه رانقل شوې ده.
په اعمالوکي دوی وايي چي مونږپرته له کومي واسطې په قرآن کريم اواحاديثوباندي عمل کوو.
داددوی دمذهب لنډتعارف دی.
اوس خلګ چي پدوی پسي څه وايي؟
ددې ځواب دادی لکه څنګه چي مومخکي يادونه وکړه چي دلته دوه خبري دي،يوله دين څخه ناخبرتيااوبل تعصب .
ځيني خلګ دناخبرتياله امله خبري ورپسي کوي اوځيني يې دتعصب له امله ورپسي کوي .
که داسي وشي چي انسان تعصب پرېږدي،ددې پرځای چي دخلګونه داورېدلوخبروپربنسټ ورباندي فتواوي ولګوي،راولاړشي،پخپله ددوی کتابونه ولولي چي دوی څه وايي؟دابه دحقيقت په موندلوکي انشاءالله دانسان سره ډېره مرسته وکړي .
نه يوازي دسلفيانوپه اړه بلکي بايدکوښښ وشي چي دهرچاپه اړه څه خبره وشي،دهغې دسپيناوي لپاره دهغه خبري واورېدل شي،يادهغه کتابونه ولوستل شي،دابه دبې ځايه مخالفتونوپه له مينځه وړلوکي دانسان سره ډېره مرسته وکړي .
الله پاک په قرآن کريم کي فرمايي:فبشرعبادي الذين يستمعون القول فيتعون احسنه (القرآن)
(زماهغوبندګانوته زېری ورکړه چي خبره اوري،نودښائسته تابعداري يې کوي)
ددې آيت په رڼاکي ويلی شوچي دهغه چاتګلاره بالکل غلطه ده،چي خپل شاګردان ياعوام خلګ دنورواسلامي مسلکونودلارويانودخبروله اورېدوڅخه منع کوي.
خوسلفيان يوه خبره کوي،هغه دډېرواحنافودغصې لامل ګرزي،هغه داچي په فقه کي غلطۍ شته.
ددې خبري ځواب مونږپخپله فقه کي هم موندلی شو،رابه شودفقه حنفي معتبرکتاب درمختارته هغه څه وايي؛
داتاسووګورئ،خبره ډېره اسانه اوواضحه ده،دشخړواوتعصباتوضرورت نشته .
اذاسُئلناعن مذهبناومذهب مخالفناقُلناوجوباًمذهبناصواب يحتمل الخطاء ومذهب مخالفناخطاءيحتمل الصواب .(الدرالمختارص:36ج:1)
(کله چي له مونږڅخه زمونږدمذهب اوزمونږدمخالف دمذهب اوزمونږدمخالف دمذهب په اړه پوښتنه وشي(چي ستاسومذهب څنګه دی اوستاسودمخالفينو:امام مالک،شافعي،احمدمذهب څنګه دی؟)
مونږبه خامخا(په ځواب کي)داسي وايو:زمونږمذهب حق دی،خوکېدای شي چي غلط وي،دمخالف مذهب موخطاءدی،خوکېدای شي چي حق وي) بيايې ددرمختارپه شرح شامي کي ددې خبري دليل داسي ويلی دی چي ځکه زمونږځواب داسي دی،چي زمونږمذهب حق دی،خوکېدای شي چي غلط وي،لان المجتهديُصيب ويُخطئُ
مجتهدحق ته هم رسيږي اوخطاءکيږي هم.
که څوک ووايي چي امام صاحب په يوه خبره کي هم ندی خطاءشوی،هره خبره يې صحيح ده!!
ددې سړي دخبري منشأبې خبري ده،ځکه که څوک دحنفي فقهي کتابونه وګوري،نوددې خبري ابطال به ورته ډېرښه جوت شي،هلته يې ټولي خبري دامام صاحب مفتی به ندي ګرزولې.
په ځينويې فتوی نده ورکړي،داولي؟داځکه چي دوی ته يې قول کمزوری معلوم شوی دی.
داسي مسئلي په سلګونونه بلکي په زرګونودي چي فتوی دامام صاحب پرقول نده ورکول شوې.
بلکي دصاحبينوپرقول فتوی ورکول شوې ده .
زمادليکني مطلب دادی چي که مونږدهرچاپه اړه معلومات غواړو،نوبايددهغه له خولې يې واورو،يايې دهغه له کتابومعلوم کړو.
پدې کارسره انسان ګناهګارکيږي هم چي دچاپه باره کي څه واوري،بس هغه بيانوي،نورتحقيق نکوي
په حديث شريف کي راغلي دي کفی بالمرءکذباان يحدث بکل ماسمع
دانسان لپاره دادروغ بس دي،چي هره اورېدلې خبره کوي.
دحديث مطلب واضح دی چي هغه څوک پوره دروغجن دی،څوک چي هره اورېدلې خبره بيانوي.
مسلمان بايدله تحقيق څخه کارواخلي،په چاويل،دوی ويل پسي به نه ګرزي ..
بله پوښتنه داده چي سلفيان په امامانوپسي بدوايي،داهم داسي خبره ده چي فکرکوم کوم دليل اوحقيقت نلري ځکه که مونږدسلفيانوصاحبانوکتابونه ولولوياله هغوپوښتنه وکړو،هغوی داخبره په کلکه ردوي اوداپه ځان پسي بهتان بولي.
دبېلګي په ډول دشيخ عبدالسلام رستمي صاحب کتابونه شيخ امين الله سلفي صاحب کتاب دتقليدحقيقت
اوداسي نور.
دارنګه ښاغلی مؤمن مهاجرصيب چي ليکني کوي،هغه هم دسلفي نظريې درلودونکی شخص دی،هغه هم داخبري په کلکه ردوي اوداسي وايي: زه په پوره اخلاص وایم چي والله! امام ابوحنیفه ته په هومره درناوي دزړه له کومي قایل یم څومره چي له یومخلص مسلمان،مجتهد،فقیه اومحدث عالم سره ښایي زه دامت په امامانوکي دیوه ترمنځ هم توپیرنه شم کولای والله چي کله دیوه مناقب ګورم دبل هغه راڅخه هېروي اوچي دبل ګورم دبل هغه راڅخه هېروي . دوئ په بڼ کي دهغوښکلوګلانوپه څېردي چي له منځه یې دیوه انتخابول دوجدان پرخلاف وي . په عمومي توګه په احنافوپه کي توپیرشته . له دې هیڅوک سترګې نه شي پټولای اودایوروښانه حقیقت دی !!
دادامامانوپه اړه دښاغلی مهاجرصيب څرګندوني دي،چي يوسلفي المسلک شخصيت دی .پوښتنه داده چي ولي سلفيان پدې سيموکي دومره منفوردي،خلګ يې په بدونومانوسره يادوي،ډول ډول خبري ورپسي کوي،دې سوال ته ښاغلی مهاجرصيب داسي ځواب وايي:
دلته بایدواضحه کړم چي په دې سیمه کي داسلام له اصلي سرچینوڅخه دخلکودناخبرۍ په وجه هغه کسان خورا ډېربدنام شوې چي کوښښ کوي ددې سیمې په ټولنوکي دمروجوغیراسلامي عقیدواوبدعاتومخه ونیسي ښه بېلګه یې په خپله په حنفي مذهب کي دپنچ پیریانوډله ده،هغوی دومره بدنام اورټل شوي چي ډېری خلک دهغوی اوپه اصطلاح سلفیانوترمنځ توپیرهم نه شي کولای حال داچي هغوی خوراکلک حنیفیان دي . همدې وجوهاتو مقابل لوری هم ځینوسختیوته اړایستلی دی،ځکه انسان کمزوری دی کله چي په هغه پسي بدویل کېږي نوهغه هم پر قراره نه کښېني چي مخالف یې څه پسي وايي دی یې لس چنده پسي وايي . ددې حالت اصل عامل زموږهغه علماء دي چي داصلاح پرځای دې اختلافاتوته دهواورکولوهڅې کوې،په کارخوداوه چي هغوی په خپله خواکي خامۍ هم اصلاح کړې وای اوله هغونورویې هم غوښتي وای چي دغه تېروتني درپکې دي اصلاح یې کړی .زه خوپه دې نظر نه یم چي له رفع الیدین پرته لمونځ نه صحیح کېږي اوکه څوک الحمدلله په امام پسي ونه وايي دهغه لمونځ نه شته البتة داهرومرووایم چي درفع الیدین اوقرآت خلف الامام دلائل ترهغونوروقوي دي . په دې کي که له ماسره څوک اختلاف لري ودې لري دایې حق دی . زه یې نه منعه کوم خوکه زماپرخلاف لیکنه وکړي نوزه مجبوریم چي ځواب ورکړم زه یوازي دخپل موقف دفاع کوم . هو! پرداسي موضوعاتوهم لیکنې کوم چي زماپه انددبدمرغیو اصلي سرچینې دي چي یوپکي ړوندتقلیددی!!
په پای کي زه درنوليکوالانوته بلنه ورکوم چي که ددوی سره پدې اړه ډېرمعلومات وي،مهرباني دي وکړي،راسره شريک دې کړي،څومونږترې استفاده وکړو.
پای