Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - بایرن مېشتوافغانانوخپل سوغات حامد کرزي ته دپولیسو په لاس ورولېږه
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار ; رقـم - نسیم ستوری ; آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری ; مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی ; جنرال سید عبدالقدوس سید- موزیم ها ، مجاهدین و سرنوشت شگفت انگیز گنجینه های طلا تپه
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
خبرتیاوې او پیغامونه
 
بایرن مېشتوافغانانوخپل سوغات حامد کرزي ته دپولیسو په لاس ورولېږه
Saturday, 06.02.2010, 03:17pm (GMT)

۰۵ـ۰۲ـ۲۰۱۰

موږ بایرن مېشتوافغانانوخپل سوغات حامد کرزي ته دپولیسو په لاس ورولېږه

 

نن دجمعې په مباره که ورځ موږ خوراهڅه وکړه چې دمونشن په ښار کې خپل برابر شوی سوغات په مصویر  ډول سره لاس په لاس  دکابل ارګ مشر حامدکرزي ته ورکړوخوزموږ  وړاندوینه  په ځای وه موږ دسختوامنیتي کړیو او تیاریوله کبله پولیسو وړاندې پرې نه ښودو.

دجرمني دبایرن پولیس خوراپیاوړي،سپېڅلي اونامي پولیس دي پولیس باید همداسې وي لنډه داچې اخېرمو پولیسو ته  قناعت ورکړ خپل برابر شوی سوغات مو په مصویر ډول ورښکاره او دا داتو کلونوناخوالې مو ورته په سړه سینه تشرېح کړې  هغوی  موږ ته هم قناعت راکړ اووعده یې راکړه چې زموږ سوغات به دوی حاجي کرزي ته ورسوي .

خوکه بیا هم زموږ سوغات ورته ونه  رسېد نو ښه به وي چې د ښاغلي کرزي  ویاندان او نوریاران  یې  له  انترنیت پاڼوڅخه ورواخلي باید زیاته کړوچې دادمظلوم اوکړېدلي افغان  ولس سوې نارې دي چې په  شعر اوتصویرونو کې ځای شوې دي  هیله ده چې  ښاغلی حامد کرزی یې واوري او افغان ولس ته  رجوع وکړي، هر څه ورته په ډګر ووايي  اونور دغلیمانو له  تخرګ  څخه غوږونه راوباسي خپل کړېدلی ولس ورخپل اودادلستوڼي ماران له ځانه لرې کړي .

ارګ مشرحامدکرزی پرون مونشن ښار ته راورسېد خوموږ لا دوه ورځې دمخه دا لاندې سوغات ورته برابر کړی و موږ لازمه وګڼله  چې باید حاجي صاحب له موږ څخه  تش لاس ارګ  ته وا نه الوزي  خیر که موږ  په دې پردېسي کې  ډېرڅه نه لرو هغه متل دی چې په ډېرو لېوني خوښیږي، دا لږ څه به په لاندې  شعر کې دسوغات  په  ډول ورته ډالۍ کړو .

ګرانو خویندو او وروڼو!

دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنې له بل هرچا څخه مخکې دلندن کنفرانس محکوم کړی او دایې صرف یوه غولونه، افغان ولس ته یوه بله لومه اود وخت   ضایع ګڼلې ده دافغانستان  دستونځې  رښتینی حل  پاکه اراده او

سپېڅلتیاغواړي  خوله بده مرغه چې حاجي کرزی صادق نه دی که وای نو بیا یې ولې جنګي جنایتکاران په تېره بیاخوني دوستم، محقق اوخلیلي له ځان  څخه  نه  تنهارا تاوبلکې ورځ  په ورځ  یې پسې چاغوي همدا راز حامد کرزی له  ښکېلاکګرو په تېره بیا له پېرنګیانوسره پټې معاملې لري ځکه  خو خپل ولس غولوي اوهرڅه  ورڅخه پټوي  ددې ترڅنګ حامدکرزی په پټه اوښکاره هم له خپل قام سره جفا کوي هم زموږ بنسټیز قانون ترپښولاندي کوي، ښکېلاکګرو ترکاسولاندې نیم کاسې راوړې  حامدکرزی پرې خبر او ورسره شریک دی خو بیا هم له ولس څخه هر څه پټوي .

عزیزانو!

لازمه ګڼو چې له  ټولوهغوویبپاڼواو ویبلوګ  چلوونکوڅخه  مننه وکړوکوموچې  تل له  موږ سره  خپل اخلاص ښودلی او زموږ لیکنې یې تل په خورا مینه اوزحمت  خپرې کړې  دي زحمت په دې یادوم چې له ځینولیکنو سره یو ځای دانځورونوخپرول  ډېروخت  اوستونځه  غواړي  دا لاندې شعر به هم یو شمېرقدرمنو ویبپاڼواو ویبلوګ چلوونکو ته ستونځمن وي خوبیا هم موږ ورڅخه  هیله کوو چې خپل وس راڅخه ونه  سپموي  ترڅوټولو قدرمنو لوستونکي  ته  زموږ غږ  په  پوره  ډول سره دتصویرونو په مرسته  ورسیږي .

باید زیاته کړوچې دالاندې شعر دګران استادښاغلي  ډاکترمحمدصادق  فطرت ناشناس  دهغې سندرې په قالب کې لیکل شوی په کومه کې چې وايي  (په دواړو لاسو مې نیولې ستا لمن محبوبا هو ما په  دواړو لاسو محبوبا) دلته  له فطرت  صاحب څخه  هم مننه کوم او هم بخښنه ورڅخه غواړم چې دکاپي جرت  مې کړی  دی البته  له  هغو کسانوڅخه هم مننه کوم چې دا لاندې انځورونه یې تاریخ او بشریت ته  دجرمنود ثبوت لپاره  اخیستي دي .

یادونــــــــــــــــــــــــــــــه :

که تاسوپه نوروویبپاڼوکې حاجي کرزي ته زموږ سوغات له تصویورونو سره نه شئ لیدلای  نو دا دی تر بل هرچا دمخه افغانستان  دافغانانو ټاټوبي،افغان  ــ جرمن انلاین ، ازاد افغانستان  اوسپـرغۍ ویبپاڼو  خپور کړئ   دی تاسو کولای شئ چې هلته  په دې لاندې پتو ورشئ او خپله تنده پرې ماته کړئ :

 http://www.tatobay.com/tatobay/pashto/index.jsp      http://www.afghan-german.de/af  http://www.afgazad.com/  http://sporghay.com/

موږ  د پورتنیو ویبپاڼو له  چلوونکو څخه   دزړه له  تله  مننه کوو چې زموږ  شعر یې  ډېر ژر په  مصویر  ډول  خپور کړ.

                

 

 

په دواړوسترګو مې منلې ستا جفا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

 

نظر مې ستا په نقشوکښېښود

قام مې درپرېښود ننګ مې درپرېښود

هر څه چې غواړې سپموم یې نه له تا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

 

دشاه شجاع رکارد مې مات کړ

ورک مې له سیمې سوله ثبات کړ

جنایتکار او قاتلان ساتم ترخوابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

زما یاران دي زما ترڅنګ دي

 لاس یې دخلګو په وینو رنګ دي

ښه به یې چاغ کړم څو داملک کړم پرې تالابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

نه دایوب راسره خیال شته

نه داکبرخان نه دخوشال شته

بس ستا غلام یم چې مې پرې نه ږدې تنها برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

ته وایه یوڅه زه به بل څه

زما په مېړانه زما په مورچل څه 

دپلار نیکه دشملې نه لرم پروا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

داسې نظام مې درته جوړ کړ

ولس مې ښه په خاورو موړ کړ

په اتو کلو کې مې تباه کړه پښتونخوا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

که پارلمان که مې قاضیان دي

بډېخواره ټول آن وزیران دي

ولس به پوست کړي ته ډاډه ګرزه لالا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

 

ووروه شپه او ورځ اورونه

زه به دسولې وهم ډهولونه

څوچې دا سیمه تر ابده کړمه ستابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

ستا موریدان ستا لغړیان ټول

دا حضرتان او دا پیران ټول

غومبر وهي ولاړ دي ټول زما تر شابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

ځم دشېخانودروازې ته

چپنه هم وړم حج عمرې ته

درباني غوندې قران خورم په بیا بیا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

څوک چې په موږ باندې راغلي

هم پرزېدلي هم شرمېدلي

چنګېز،سکندر،چرچل ، بریژنیف او امریکا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

دا چې زموږ کورګی سوځیږي

دېوال او خښتې یې لا پخیږي

دا نا بللي به تېر تښتي په ژړابرتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

که یو ملي رهبر پیداکړو

سره یو موټی دا پښتونخوا کړو

بسمله بیا به په ځغاستا کړو په رښتیا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

په دواړوسترګو مې منلې ستا جفا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا

 


نورموضوعات:
دروزگان مهالنۍ ملي خپرونه (03.02.2010)
په كابل كې سرنوشت ورځپاڼې په خپرونو پيل كړې (02.02.2010)
په ننګرهار کې د بازمحمد عابد د خدمتونو نازونه وشوه (28.01.2010)
دلندن دکنفرانس په هکله دافغانستان داسلامي امارت د رهبری شورى اعلامیه (27.01.2010)
په روسيه كې د مېشتو افغانانود سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه (25.01.2010)
په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیـــــــــــه (23.01.2010)
په کليفورنيا کي د سولي د جرګي پريکړه ليک (21.01.2010)
ملي شاعر الحاج عبدالله غمخور وفات شو (20.01.2010)
هرات : د هريرود مجلې دوهمه ګڼه تازه پرلیکه سوه (18.01.2010)
په جرمني کې د فاتحـــې اعـــــلان (07.01.2010)
زرلښت حفيظ ملکزۍ په کاناډاکې د ښې کارکونکې جايزه وګټله (05.01.2010)
د افغانستان د کړکيچ د حل لپاره د سولي غونډه - استاد کاظم بیمار (05.01.2010)
اعلامیه "کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان درقبال افتضاح " (04.01.2010)
د مشهورو قاريانو د ۲۴ ساعته تلاوت لینک (03.01.2010)
د اشرف غني د مور بي بي د جنازې د لمانځه او فاتحې خبرتیا (31.12.2009)
د جمعيت اصلاح ځوانانو د افغان وژنې پر ضد لاريون وکړ (30.12.2009)
په کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی له خوا غندنه (29.12.2009)
دکنړد تنکیو ځوانانو د وحشیانه وژلو په اړه د حزب اسلامي اعلامیه (29.12.2009)
په جرمنی کی د الحاج وکیل عبدالجلیل ملنګ د فاتحې خبرتيا (23.12.2009)
اعلامیه شورای سراسری انسجام اقوام بلوچ افغانستان (22.12.2009)
د نوې کابینې د محکومېدو په پلمه اعـــــــــــــــلامیـــــــــــــــه (19.12.2009)
پۀ کلیفورنیا کې د افغانستان د سولې د طرحې غونډه (11.12.2009)
د اوباما د نوي ستراتيژي په هکله د افغانستان د اسلامي امارت اعلاميه (11.12.2009)
څړمونى وبېلاګ پاڼه پر ليكه شوه (30.11.2009)
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتنو د یووالی ورځ ونمانځله (30.11.2009)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
::| تازه موضوعات
یوی امریکایی میرمنی ته جواب - لیکوال: نبی مبتکر
روانې تش په نامه ټاکنې جګړې ته د وسله والو مخالفانو د لمسون وسيله ده - اعلاميه
دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره
په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا
جلالتماب د افغانستان محترم جمهور رئيس /بانك / - نجيب سليمان
د خپلواکي د ٩١ کليزي په وياړ د خواخوږی د ادبي او کلتوري ټولني پيغام
دارواښاد الحاج غلام محی الدین زرملوال د مړینې له امله د غمرازۍ پیغامونه

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]