بدرالدين اخوندزاده
سمندر او سمندري تقلب
يو وخت په غربي مطبوعاتو کې د زيړ ژورناليزم اصطلاح ډېره استعمالېده، غربيان تر موږ زر واره ښه دي، د کلماتو، استعاراتو او مفاهمو پر تعبير باندې منافقت نه کوي، يوه خبره کوي، افشا ګري يې هم يوه معنا لري، د سکېنډلونو او رسوا کېدلو لوبه يې هم د شخصي خصومت له سرچينې څخه اوبه نه څښي، بس که يې د زيړ ژورناليزم خبره وکړه، د ژورناليزم زيړ رنګ به له ورايه پکې جوت وي، که يې درسوايۍ خبره وکړه، په رښتيني ډول به له لويې شيطانې او مردارې لوبې څخه پرده پورته شوې وي او رسوايي به په هماغه انداز کې شوې وي چې د مسلک او کسب هنر يې غوښتنه کوي.
خو پر موږ باندې ټکه لوېدلې ده، له دين سره زيړ برخورد، له سياست سره زيړه لوبه، د فرهنګ په وړاندې زيړه لينګته، له وطن سره زيړ غومبر او حتى د نواميسو پر وړاندې زيړ منافقت.
په هر څه کې (دو نمبر) يعنې ناچله کرکټر، په هر څه کې تزوير، په هر څه کې د پېښوريانو په اصطلاح بکواس ملاوټ، زموږ د اجتماعي کرکټر د بدنامې او بد کامې تراژېدۍ رنګ او جوله تشکيلوي.
زموږ د اجتماعي کرکټر ټول رنګونه زيړ دي او دغه زيړ رنګ زموږ د اعمالو تابلو جوړوي، چې د دغه رنګ منبع (غ . . . ل) دي.
د طالبانو تر ډبرين نظام وروسته چې د صرف او نحوې عالمان يې متحجر نظام بولي، افغانان د بوى ګنو او بدلمنو کرکټرونو نمونې شول او دغه نمونې هره ورځ د رسوايۍ او بدنامۍ په نويو نويو نندارو بدلېږي.
هره ورځ نوې نوې نخرې کېږي او دغه نخرې هم د مسلک په نامه دي، پخوا د قلم مسلک د ميرزا و او ميرزا هغه کرکټر و، چې د قلم سپېڅلتوب، آداب او مراسم به يې مخکې تر دې چې سواد زده کړي، زده کول.
خو په لوى زمان کې د قلم د اخلاقي هويت پلاټ فورم هم بدل شوى دى او د سرمايې د نوي فرهنګ د غوښتنو له مخې هر څه چې کېږي، بايد پيسې تر لاسه شي.
د قلم، هنر، فرهنګ او مايک په نامه نوې نوې مغازې پرانيستل شوې او هر کس او نا کس، ژورناليست، ليکوال، خبرنګار او ورځپاڼه ليکونکى دى، څوک يې نه تعليم ته ګوري، نه مسلکي لياقت ته او نه هم کسبي سابقې او تجربې ته، خداى دې شپون لري يوه ورځ د درېيمي کارتې هغه سړک ته تللي وو، چيرته چې رحيم الله سمندر پکې د ژورناليزم او نړيوال ژورناليزم دوکان خلاص کړى دى، شپون صاحب راته کيسه کوله چې باړه ماما کوتاني غوړي درلودل، باړه ماما داسې نه و چې شوم و، سخي طبيعته و، اما د کوتاني غوړو په سخاوت او عنايت کې يې د کلي له طبيب ثناءالله کاکا سره مشوره کوله.
خو اوس په کابل کې د CIA کوتاني غوړي داسې چا ته هم رسېدلي چې نه له طبيب سره مشوره کوي او نه د رنځور د تبې او جريان نبض ګوري، مريضي او ناروغي د طبيب پر ځاى د بزنس په نسخو تداوي کېږي او بزنس د ډالر مبارک د دم او کرم مريد او خادم دى.
په کابل کې د ژورناليزم په نوم بزنس او معامله، اوس د خداى په خلکو کې رحيم الله سمندر ته رسېدلې ده.
رحيم الله سمندر هم د هماغې چرګې له هګيو را وتلى دى چې د پېښور په کيسه خوانۍ او ډهکي نعلبندي کې اسدالله دانش په لغماني شکور کې پر هګيو کښېنولې وه.
د دانش د شکور له هګيو را وتلي ټول چرګان خداى وهلي، رسول شرمولي او چار يار ترټلي دي.
د دې پر ځاى چې د فرهنګ او ژورناليزم په ډګر کې د افغاني اهدافو، افغاني ګټو او افغاني مرامونو پر کرښه وځغلي، د دبړه مارۍ په ډنډ کې لامبي.
اته کاله کېږي چې د ژورناليزم د نړيوال مرکز او د ژورناليستانو د ټولنې په نوم کار وبار کېږي او د دغه اوږده کار وبار افغاني څېره هغومره پيکه او بدرنګه ده لکه د سمندر د تعليمي قابليت، شخصي هويت او مسلکي وړتيا څېره چې د بدنام ابهام په دوړو کې پټه ده.
له تېر يوه کال راهيسې خو دغه بدنام مرکزونه په نامه انتخابات هم نه کوي، خو پروپوزلونه د ميليوني ډالرو په حساب پاس کېږي.
د افغانستان له ورځپاڼه ليکونکو را نيولې بيا تر تلويزيوني او راډيويي کارمندانو او خبريالانو پورې هيڅوک داسې نه پيدا کېږي چې د دغو مرکزونو موجوديت ته د ګټورتوب او اجتماعي ضرورت په سترګو وګوري، ټول ورته د شخصي دوکانونو په صفت قايل دي.
د امريکا د نوې ستراتېژۍ او د اداري فساد پر ضد د نوې ډنډورې په شر او شور کې، راځئ يوه نعره مستانه داسې پورته کړو، چې د ژورناليزم په نوم دې د شخصي بزنس دوکانونه وتړل شي.