هر هغه کس چې خپل واک، خپل عزت ، ننګ، کلتور، پاسیدل، کیښناستل، خوراک، څښاک بل کس ته وسپارې ورته غلام ویل کیږې .
د داسې کسانو مثالونه د افغانستان په تاریخ کښې بې شمیره دی که چیرته د غلامانو او د وطن خرڅو نکو فهرست چمتو کړو نو تر۲۰۰۰ ز.کاله پورې د دې فهرست نه کتابونه جوړیږې ولې پس له ۲۰۰۰ ز . کال نه حامد کرزې په نوې فهرست کښې تر ټولو لمړۍ کرښه کې لیدل کیږې او دا په اثباتو رسوې چې د شاشجاع ، ترکې ، کارمل، ربانې ، سیاف ...........نه برسیره داسې نور کسان هم شته چې د خپل د نیکونو شمله، تاریخ، غیرت د پښو لاندې کولی شې.
د حامد کرزې په حکومت کښې که چیرته د ځوانانو د تعلیمې سطح نور هم کمیږې دا د خفګان او د تشویش وړ نه ده ځکه ورځ په ورځ د ډیموکراسۍ له برکته د ډمانو شمیر مخ په زیایتدو دې، کرزې صاحب چې کومه نوې ستراتیژې جوړه کړی د ډیر فکر او د خپل د بادارانود مشورې سره سمه ځوانان یې د ډیر غټ زیان او د وخت د بیځایه ضایع کولو نه ساتلې ځکه که چیرته یو ځوان ۱۲ کاله مکتب او بېا ۶ کاله پوهنتون و لولې نو دا ۱۸ کاله د هغه نیم عمر دی او چې بیا کله د پوهنتون نه فارغ شې هسې نه هم هغه ته کار او روزګار نشته نو ځکه غوره داده چې دوی موسېقې ته مخ کړی بیا چې هر څه کیږې ودې شی خو چې نړیوال خپه نشې.
که چیرته د کرزې صاحب د بادارانو له خوا زمونږ په ودونو ، کورونو ، مدرسو ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کیلوېز بمونه راوریږې مشران، ځوانان، پیغلې، ماشومان شهېدانیږې دا د تشویش او د خفګان وړ خبره نه ده، ځکه کرزې صاحب یو مسلمان دی او پردې اېمان لرې چې مرګ حق دې هسې نه هم یوه ورځ به ټول مړه کیږې که چېرته یوه ورځ مخکې شی نو څه خاص فرق نه پریوځې خېر که کونډې ، بورې ، یتیمان پاتې کېږی خو چې نړېوال خپه نشې.
که د حامد کرزې په واکدارې کښې که چیرته د پردیو کلتور، ثقاقت او فرهنګ ، جامه د افغانانو د کلتور فرهنګ او جامه سره ګډیږې د کرزې صاحب په اړوند دا افغانانو لپاره ځیرې دې ځکه هر یو کار کښې نوښت پکار دې خو مونږ بې مثبت او منفې ته نه ګورو خیر که افغانان خپل ثقافت او کلتور د لاسه ورکړې خو چې نړیوال خپه نشې.
ورځ په ورځ فحاشی مخ په زیاتېدو ده د قمار باځیو اډې په ډېر پر مختللې تکنالوجې په اساسې ډول ورځ په ورځ ودانېږې، شراب په اسانۍ سره لاس ته راوړل کېږې، د مخدره ټوکو قاچاق او د معتادینو شمېر ورځ په ورځ ریاتېږې ، خیر که ګټه یې د کرزې صاحب ملګرې وړې ولې دومره بې انصافه هم نه دی نشه یې مونږ ته راکوې که په مونږ هر څه کېږې خېر خو چې نړیوال خپه نشې.
کرزې صاحب ته دا د شرم خبره نه ده چې افغانستان په نړی کښې په اداری فساد ککړ دویم هېواد دې، فساد عام دې د افغانستان دولتې څوکې په پېسو خرڅېږې او کله چې څوکې یا دنده په پېسو واخستل شې بیا د هغې زر چنده باېد پرې وګټې چې بېایې بچې چاته محتاجه نشی،. وروسته له دې چې حامد کرې د ولسمشر په ټوګه رسماً اعلان شو نو بادارانو ته یې ځنې لانجې دسوال په ټوګه وړاندې شو، اوباما لالا ورته دا حکم ورکړو چې د ادارې فساد قاچاق رشوت مخه ونېسه کنه د تشو چېکونونه دې لاس ومینځه له بلې خوا براون لالا ورته ووېل چې د مزارشریف والې عطامحمد نور ته به څه نه وایې چې هر څه کوې او هر څه غواړې ستا پکې کار نېشته، د اد افسوس خبره د چې د کرزې صاحب ضمېر مړ شوې سترګې ړندې شوی په غوګونو کوڼ شوی ، دا یې هیر کړی چې د چا لمسۍ دې پلار او نېکونو یې تل حکم کړې د چا حکم یې ندې منلې، خلکو د دوی غلامې کړې دوی د چا غلامې نه ده کړی،خبره د ډالرو ده کرزې صاحب به هر څه وکړی او هر څه به ومنې خو چې نړیوال خپه نشې.