Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - تاسو ېې پیژنۍ؟؟؟؟ - احمد تمېم ړنګ
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار ; رقـم - نسیم ستوری ; آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری ; مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی ; جنرال سید عبدالقدوس سید- موزیم ها ، مجاهدین و سرنوشت شگفت انگیز گنجینه های طلا تپه
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
تاسو ېې پیژنۍ؟؟؟؟ - احمد تمېم ړنګ
Saturday, 06.02.2010, 07:11pm (GMT)

لیکوال: احمد تمېم ړنګ

تاسو ېې پیژنۍ؟؟؟؟

 

په حیث دیو مسلمان ،افغان او پښتون ځوان غواړم چې نن تا سو د هغه حقایقو نه خبر کړم چې ځینې پری  نه پوهیږې او یا ځینې پرې پوهیږې ولی خلک پرې پوهول نه غواړې خپل د قلم دلارې چې څومره وس لرم تا سو ته یې وړاندې کړم. زه د هیڅ یو کس او یا کوم ګوند پلوې نه کوم ولی دا خپل فرض بولم چې د حقایقو نه خلک خبر کړم چې تر څو د ظالم او د مظلوم تر منځ توپیر وشې.

افغانستان کی ترهګر دی، فلسطین او کشمیر کی ترهګر دی، صومالیا او چیچنیا کی ترهګر دی، ځکه ددی سیمی او سیدونکی د یورپ، امریکا او داسرایل کلتور تمدن ، ثقافت او غلامی نشی منلې، د دوی غوندې روشن فکری او بی حیایی پرمختګ نه غواړی ، هر هغه کار کی چی د الله او دهغه د خوږ نبی حضرت محمد (ص) حکم نه وی هغه کار کول نه غواړی. آ‌زادی غواړی د چا غلامی نشی کولی دوی د کفارو او مشرکینو هره خبر نشی منلۍ دوی ددی بیدینو او یلغرګرو پیروی نشی کولی. نوځکه دا ترهګر،سخت دریځ او بنیاد پرسته خلک د نړۍ د پرمختګ دښمنان دی.

مګر زرهاوو میله لری پراته لښکر چې په افغانستان یې حمله وکړه په زرګونو افغانان یې د خاورې لاندې کړل هغوی هیڅ کله هم ترهګر نه دی،په عراق کی مظلوم او بیګناه خلک یې شهیدان کړل ترهګر نه دی، په نیمو شپو کې په کورونو دننه کیږی ښځې بې عزته کوی هغه تر هګر نه دی۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کیلویځ بمونه زمونږ په ودونو، کورونو مدرسو راوره وی ترهګر نه دی.

زمونږ مړی یې بی عزته کړل، مسجد اقصی یې پرهر پرهر کړو دا ترهګر نه دې په ابو غوریب، پلچرخی، بګرام او ګونتانامو جیل کی د ډیموکراسی، د آزادې او د انسانیت ټیکهدارانولخوا د بیوزله او ناچارو انسانانو سره غیر انسانی رویه کونکی ترهګر نه دی، په هیروشیما او ناګاساکی باندی د بمونو باران کونکی د مظلومو انسانانو قاتلان ترهګر نه دی.،

دا نظریه او فکر د هغو کسانو دی چې ځان ته اعتدال کونکی او روشن فکره وایې  او د خپل د سپین او د سره بادارانو د خوشحالی لپاره شپه او ورځ په کار بوخت دی.د دغو روشن فکره او اعتدال کونکو نه دا سوال لرم چې د امریکایانو او د اتحادی ځواکونو په افغانستان د حملی نه مخکې دا ترهګر چیرته وو؟؟ دا د ترهګری تحفه خو ستاسو بادارانو او نیکانو راوړی، کله نه چې امریکا، هند او اسرایل سره یو لاس شوی د مظلوم مسلمانانو په خلاف د هغه ورځ نه ترهګری پیل شوی، هر ورځ که افغانستان دی که فلسطین دی او که عراق دی زمونږ مسلمان ورونه او خویندې، جماعتونه او مدرسې شهیدانیږی، ولې هغه چې خپله دفاع او د خپل عزت ساتنه کوی هغوی ترهګر دی، تا سو یې چی بیعزته کوی بی ستره کوی تاسو روشن فکره او اعتدال کونکی یې.

نن د امریکا په مشری د  صلیبې۴۲ هیوادونه زمونږ ګران هیواد افغانستان ته راغلی چی زمونږ هیواد ودان کی او په بدل کی یې صرف او صرف زمونږ دین، غیرت، او ثقافت غواړی، زمونږ جهادی مشران چی ددی عظیمې خاورې اتلان ول نن ددی کفارو په ساز ګډیګی، هیر یې کړل چې دی غیرتمند قوم د خپل د دین غیرت او د ثقافت د ساتنی لپاره څه د پاسه ۲ میلیون شهیدان ورکړل او ۵میلیونه مهاجر شول،  د دغو اتلانونه مې دا پوښتنه ده چې د روسانو په خلاف ولې تاسو جهاد وکړو؟؟  هسې نه هم افغانستان د پرمختګ په لور روان وو نور بې هم پرمختګ کړی وو، دا زمونږ ملی اتلان نن ډیر په فخر دا خبره کوی چی امریکانیان او ملګری یې زمونږ دوستان دی او مونږ به د امریکا په مشری د ترهګرو په خلاف جهاد کوو.

    د افسوس خبره دا ده چی په نړی کی د دومره تباهی او بربادی، د ملیونونو انسانانو قتل او ‌ذلیل کولو باوجود هم زمونږ بعضی  ساده مسلمانان اوس هم د امریکا یانو او د اوباما نه بی حده توقعات لری، ځکه چې اوباما په 3 جون به قاهره کی اسلام علیکم وویل او خپل وینا یې پیل کړو، او په خپلو ویناوو کی د قرآن پاک د څو آیاتونو د لوستلو سره دا یې وویل چې اسلام د امن د ورورولې او د سولې مذهب دی، مونږ د اسلام سره په جګړه کې نه یو بلکی د ترهګرو سره جنګیګو، د اسلامی نړی سره ښه تعلقات غواړو، فلسطینیانو ته پکار دی چی د مظلوم اسرایلو په خلاف تشدد بند کړې.....، چې د تقریر ډیره برخه یې د منافقت نه ډکه وله.

دا د افسوس خبره ده چی نن زمونږ ځینې مسلمانان چی ورته مسلمان نشو ویلې ددی کفارو ایجنټ توب کوی او د مسلمان د نوم نه ګټه پورته کوې او غواړې چی دا د حق دین په نړی کښی بدنامه کړې ، دوی د مسلمان په جامه کښې مونږ وژنې زمونږ په بازارونو کښې بمونه اچوې زمونږ مکتبونه د منځ نه وړې  ولی بیا هم د دومره منافقت سره سره زمونږ حکمرانان صاحبان، عالمان صاحبان، کارپوهان صاحبان د دې بیدینو او د اوباما نه بې حده طمع لری او وایې چې زمونږ خیرخواه او همدرد دی، مونږ له پکار دی چی دا په یاد وساتو چی د دنیا تر ټولو غټ ترهګر او دجال امریکا دی.

 

 


نورموضوعات:
ولي کر غيړ نه ملي جبهه سو له ردوي ؟- حميد راز (06.02.2010)
دا عدالت دى كه بې عدالتي؟- حبيب وقار (06.02.2010)
شمشاد د ملی ارمانونو څلی - ایمل تاند (06.02.2010)
دسولې مخالفت څوك اوولې كوي ؟ - محمدحسن حقيار (05.02.2010)
آيا د دولت سره يي د مخالفينو مصالحه ممکن ده؟ - حاذق نرنګی (04.02.2010)
دپاکستاني چارواکو دالورينه؟! - حبیب الله غمخور (04.02.2010)
په افغانستان کې جګړه (درېمه برخه) - مېونداشنا (04.02.2010)
دامن ملي جرګه بايد دامن دښمنانو ته ونه سپارل شي - محمد حسن حقيار (03.02.2010)
دا د اوس خبره نه ده - حبيب وقار (03.02.2010)
ما په چا حلالوي ؟ - ودود هجران (28.01.2010)
څوک ملامت دي؟- اسدالله ملکزې (26.01.2010)
پر کابل د برید په هکله دطالب په ځواب کی - محب الله زهير (25.01.2010)
ناټو او بهرني ځواكونه بايد خپله ماته ومني - حبيب وقار (24.01.2010)
د افغانستان حكومت بيا بيا ولې مصالحه وايي؟- جاويد صبوري (24.01.2010)
ملامحمدعمراخونداوپراسلام عمل - محمدبلال محمدي (24.01.2010)
دلندن دکنفرانس په هکله ځو مهم غبرګونونه - رحمت اله روان (22.01.2010)
حقيقت فتوحات اسلام وصدۀ ماده پرستان (22.01.2010)
کال د لويونا هېلو سر ه تير شو- محمداقاشيرزاد (21.01.2010)
ګلاب منګل هلمند چور کړ - وليد (20.01.2010)
آيا په کابل پرونی بريد طالبانو کړی؟ - حاذق نرنګی (20.01.2010)
د ټولو سیاسی ګوندونو دپام وړ- پوهنمل حاجی محمد نوزادی (20.01.2010)
دکندهار د ښارسقوط - بريالى درانى (20.01.2010)
جګړه د وحشیانو تجارت دی! - نثار احمد صمد (19.01.2010)
محترم ولسمشره ! د سترګو لیدلی حال - م. شيرزاد (19.01.2010)
طالبان دپاکستان د آی ايس آی او نورو استخباراتي شبکو په خدمت کې - عبدالولي حقمل (19.01.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار
آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری
مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی
دمــلي جــرګــې د جـــــوړېــــدو «جــــهــاني» ږغ - هدايت الله هدايت
د افغانستان دسپيڅليو شهيدانو وياړدچا حق دي ؟- عبدالرحمن فرقاني
دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزي ته د هلمند شیرزاد سر خلاصی ليک
د کندهارد ناحقه ترورونو لړۍ و دروۍ! - خ . اورمړ

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]