Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني - ډاكتر كبير ستورى
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار ; رقـم - نسیم ستوری ; آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری ; مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی ; جنرال سید عبدالقدوس سید- موزیم ها ، مجاهدین و سرنوشت شگفت انگیز گنجینه های طلا تپه
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني - ډاكتر كبير ستورى
Monday, 08.02.2010, 10:20am (GMT)

ليکوال : ډاكتر كبير ستورى

نيټه : دسمبر ۱۹۹۷

اجمل خټك د پښتني ټولنې ابدي شتمني

د نړۍ په سر د انسان ژوند محدود دى، خو ځينو انسانانو دومره غټه مانوي شتمني جوړه كړې وي او ټول ژوند يې مانا ګرځېدلې وي، چې د مرګ له قيد څخه ازاد وي او تل ژوندي وي. په دې ډله انسانانو كې د پښتو د ادب پلار اجمل خټك راځي، چې په 1926ع كال په اكوړه خټك كې د حكمت خان په كور كې پيدا شوى دى.
دى اوس يو اويا (71) كلن دى، خو د پښتون ولس په خدمت كې نه ستړې كېدونكې منډې ترړې وهي. اجمل خټك يو ډېر اړخېزه سړيتوب (شخصيت) دى او د پوهنې، فلسفې، سياست او ادب په ډګر كې بې سارى جګ مقام لري. د اجمل خټك د سړيتوب ټول اړخونه په يوه مقاله كې راټولولو ګران كار دى، له دې كبله يو څو مهمو ټكو ته ځغلنده نظر اچول كېږي. اجمل خټك د باچا خان (فخر افغان) د لارې ملګرى او د خداى خدمتګارو د تحريك كره ستنه ده.
باچا خان كه څه هم د ستر خان زوى و، خو ناسته ولاړه يې د مزدور د طبقې او غريبانانو سره وه. باچا خان د ښكېلاك (استعمار) په مقابل كې د پښتنو په يوه مركز د راغونډولو لپاره دا سياسي ناره پورته كړې وه، چې (كه سپوره وي كه پوره وي، نو په شريكه به وي) ترڅو د مزدور د طبقې هغه اندېښنه له منځه يوسي، چې كه موږ د ښكېلاك او زبېښاك (استحصال، استثمار)څخه ځان خلاص كړو، نو بيا به مو خپل خانان ملكان زبېښي. د باچا خان دا ناره له پښتني ټولنې څخه اوبه اخلي، شريك ملكيت د پښتني ټولنې دود وو. لا تراوسه ډاګ، غر او جبه د پښتنو په ځينو سيمو كې شريك ملكيت دى. اجمل خټك د باچا خان دا سياسي ناره خپله سياسي فلسفه وګرځوله او د ادب په رنګينه جامه كې يې راونغاړله او په دې توګه يې له خپلو ملګريو شاعرانو او ليكوالو سره يوځاى قامي طبقاتي ادبي خوځښت (تحريك) روان كړ.
قامي طبقاتي خوځښت يا مبارزه د كمونستي يا سوسيالېستي طبقاتي خوځښت يا مبارزې سره توپير لري. د قامي طبقاتي مبارزې هدف د يوې خوا د ښكېلاك له زبېښنې څخه د ټول قام خلاصون او له بلې خوا د قام په منځ كې د تضادونو د منځه وړلو لپاره د ټولنې د ټول عاېدات عادلانه وېش دى، چې ټولنيزې ولسولۍ (سوشل ډيموكراسۍ) سره ورته والى لري. په نورو تورو سره د قامي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټه او سوكالي ده، چې د يوې خوا بهرنى تضاد، چې د ښكېلاك سره يې قام لري، د منځه وړي او له بلې خوا د قام په منځ كې دننني تضادونه مزدور طبقې ته د پيداوارو (توليد) په وسايلو كې د عادلانه برخې د وركولو په واسطه د منځه وړي. د كمونستي طبقاتي مبارزې هدف د ټول قام ګټې نه دي، بلكې صرف د مزدور د طبقې ګټې دي، چې په هېواد (سټيټ) باندې د مزدور د طبقې د قبضې او حاكميت د لارې د پيداوارو وساېل په لاس كې اخلي، چې د قام په منځ كې تضادونه د منځه نه ځي، بلكې شكل او بڼه يې بدلېږي.
نن ورځ قامي طبقاتي ادبي خوځښت په پښتني ټولنه كې ډېر پراخوالى موندلى دى او زيات شمېر شاعران او ليكوالان په دې ادبي خوځښت كې د قام د هوساينې او ابادۍ په لور اوچت ګامونه اخلي.
قامي طبقاتي ادبي خوځښت د ادبي بهير پرمختللې (مترقي) بڼه ده، چې خپلو قامي ارزوګانو ته په نړۍ وال ډګر كې ژوند وربښي. له دې كبله ددې خوځښت چلونكيو شاعران او ليكوالانو ته قام پرسته مترقي شاعران او ليكوالان هم ويل كېږي.
اجمل خټك د قامي طبقاتي ادبي خوځښت د بنسټ ايښدونكي په توګه د پښتني ټولنې ابدي شتمني ګرځېدلې ده. د اجمل خټك د شعرونو او ليكنو ټولنيز ارزښت په دې كې پروت دى، چې د قام د ويښولو او پوهولو وسيله ده. قامي سياسي نظري او پېغامونه پكې په داسې انداز كې خوندي شوي دي، چې د شعر او ادب ښكلا او هنر پكې بشپړ او د ودې جګ پړاو ته رسېدلى دى. دلته يې د شعر يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې كوو:
اجمل خټك د اديب فاضل او منشي فاضل د ازموينو وروسته د پېښور په پوهنتون كې د ادبياتو په څانګه كې د ماسټرۍ درجه ترلاسه كړې ده. په پښتو ژبه يې ډېر كتابونه ليكلي دي، چې ځينې يې دا دي: د پښتو د ادب تاريخ، د غېرت چغه، باتور ته عقيدت، دا زه پاګل وم، ژوند او فن، كچكول، موږ او منزل، فكر او عمل، عوامي جمهوري تحريك، د وخت چغه، ګلونه تكلونه، ګل پرهر، سرې غونچې او نور...
اجمل خټك پښتون قام ته د خدمت په لاره كې ډېرې سختې تنګې ليدلي دي. د پېښور، مچ، ډېرو او جهلم جېلونه يې بېلګې دي. دى 15 كاله (1973_1988ع) په كابل كې ژوند كولو ته مجبور شوى و، خو هلته يې هم د پښتو او پښتونولۍ وږمې هرې خوا وشيندلې او ذهني اوښتون (انقلاب) يې په تېره بيا د قام په ځوان كول (نسل) كې راووست.
د اجمل خټك د صدارت په وخت كې د عوامي نيشنل پارټۍ او قام پرستو پښتنو په هلو ځلو سره د پښتونخوا د قرارداد منظورېدل ستر سياسي برى او تاريخي وياړ دى، چې د باچا خان او خان بابا ولي خان د نظريو ډيوه بله ساتي .


نورموضوعات:
چې نړیوال خپه نشې - احمد تمیم ړنګ (07.02.2010)
افغانان به تر څو غولول کیږي - ډاکټر سیدعلم ساند شینوارۍ (07.02.2010)
تاسو ېې پیژنۍ؟؟؟؟ - احمد تمېم ړنګ (06.02.2010)
ولي کر غيړ نه ملي جبهه سو له ردوي ؟- حميد راز (06.02.2010)
دا عدالت دى كه بې عدالتي؟- حبيب وقار (06.02.2010)
شمشاد د ملی ارمانونو څلی - ایمل تاند (06.02.2010)
دسولې مخالفت څوك اوولې كوي ؟ - محمدحسن حقيار (05.02.2010)
آيا د دولت سره يي د مخالفينو مصالحه ممکن ده؟ - حاذق نرنګی (04.02.2010)
دپاکستاني چارواکو دالورينه؟! - حبیب الله غمخور (04.02.2010)
په افغانستان کې جګړه (درېمه برخه) - مېونداشنا (04.02.2010)
دامن ملي جرګه بايد دامن دښمنانو ته ونه سپارل شي - محمد حسن حقيار (03.02.2010)
دا د اوس خبره نه ده - حبيب وقار (03.02.2010)
ما په چا حلالوي ؟ - ودود هجران (28.01.2010)
څوک ملامت دي؟- اسدالله ملکزې (26.01.2010)
پر کابل د برید په هکله دطالب په ځواب کی - محب الله زهير (25.01.2010)
ناټو او بهرني ځواكونه بايد خپله ماته ومني - حبيب وقار (24.01.2010)
د افغانستان حكومت بيا بيا ولې مصالحه وايي؟- جاويد صبوري (24.01.2010)
ملامحمدعمراخونداوپراسلام عمل - محمدبلال محمدي (24.01.2010)
دلندن دکنفرانس په هکله ځو مهم غبرګونونه - رحمت اله روان (22.01.2010)
حقيقت فتوحات اسلام وصدۀ ماده پرستان (22.01.2010)
کال د لويونا هېلو سر ه تير شو- محمداقاشيرزاد (21.01.2010)
ګلاب منګل هلمند چور کړ - وليد (20.01.2010)
آيا په کابل پرونی بريد طالبانو کړی؟ - حاذق نرنګی (20.01.2010)
د ټولو سیاسی ګوندونو دپام وړ- پوهنمل حاجی محمد نوزادی (20.01.2010)
دکندهار د ښارسقوط - بريالى درانى (20.01.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار
آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری
مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی
دمــلي جــرګــې د جـــــوړېــــدو «جــــهــاني» ږغ - هدايت الله هدايت
د افغانستان دسپيڅليو شهيدانو وياړدچا حق دي ؟- عبدالرحمن فرقاني
دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزي ته د هلمند شیرزاد سر خلاصی ليک
د کندهارد ناحقه ترورونو لړۍ و دروۍ! - خ . اورمړ

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]