Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - رښتينی سياسي غورځنګ - دکتور محمد علي هوما
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
غزل - محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی ; نظارشورا جهاد ، مقاومت او د شهید اوونۍ یرغمل نیولې - سرلوڅ مرادزی ; اهل سنت و جماعت ايران حق بر گذاری نماز فطر را ندارند !- ع ، هوتک ; مننلیک ; ټولنپوهنيز -كلتوري بحث - دويمه مقاله : - اکبر کرګر
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
رښتينی سياسي غورځنګ - دکتور محمد علي هوما
Friday, 05.03.2010, 06:33pm (GMT)

دکتور محمد علي  هوما 

     ۶ /۱۲/   ۱۳۸۸ ـــــ   25/02/2010

 رښتينی سياسي غورځنګ  

 

په هېواد کې د نويو سياسي او ټولنيزو  شرايطو  په منځته راتګ سره د سياسي ګوندونو د جوړولو لپاره  هم نوی قانون  جوړ شو . د دغې قانون له مخې  هرهغه  سياسي ځواک  په رسمي  توګه راجستر  کيدلای شي چې د افغانستان  عدليې وزارت  ته د اړوندو اسنادو سره  يوځای د لږ ترلږه  لسو زرو( ۱۰۰۰۰) همفکرانو لست  وړاندې کړي  . هغه سياسي ګوندونه چې څو کاله مخکې د  اوو سوو( ۷۰۰ ) کسانو په غړيتوب سره  راجستر شوي وو ، د نوي قانون  په بنسټ  مکلف دي چې د تذکرو له مخې  د لسو زرو غړو نومونه د عدليې وزارت ته وسپاري ، که نه   د خپل  فعاليت حق به  په  رسمي  توګه  له لاسه ورکړي .  

  

د خوښۍ ځای دی چې اوس په افغانستان کې هر څوک کولی شي چې تر ټاکلي بريده خپل نظر او سياسي عقيده ظاهره کړي . يو شمېر  افغان روڼ اندو د يادې شوي  مسئلې په اړه  له ځان څخه يو لړغبرګونونه  ښکاره کړل  چې د هغوی  له ډلې څخه  د پوهنمل حاجي محمد نوزادي  رغنده  ليکنې زما پام  هم ځانته ورواړاوه . د ځان سره مې وپتييله چې د نوموړي  ليکنې په ملاتړ  کې يو څه وليکم ، خو متأسفانه په هغه وخت کې مې يو لړ ستونزو د دې کار مخه  ونيوله  .

 

 لکه څنګه چې ټولو ته جوته  ده ،څو کاله مخکې د جاري پاليسۍ له مخې  اړتيا وه چې ډېره کوچنۍ ډله هم  په افغانستان کې  د سياسي فعاليت حق ترلاسه کړي ،  خو د رنګارنګ هڅونو په پای کې   د سياسي ګوندونو شمېر  تر سلو هم  واوښت . سياسي ګوندونو ځانته د تجارتي مؤسسو بڼه غوره کړه او د هغوی  سياسي شعارونو  په بشپړه توګه  خپل  اغېز له لاسه ورکړ  .  هغه سياسي ګوندونه چې سره ورته موخې او سياسي مرامونه  يې درلودل  په يوه غښتلي غورځنګ کې سره يوځای کيدای شول .  خو د پراخ اغېزمن سياسي غورځنګ  د ايجاد لپاره  د بې پلوه  روڼ اندو  بې الايشه سلاوې  د دغو ګوندونو د مشرانو  له خوا همېشه  په ناسمه توګه  تعبيريدلې .د دغو کوچنيو ګوندونو   رښتيني ليکې په دوه لاري کې پاتې شوي  وې . هغوی هېڅ هم نه شوای کولای ، ځکه  ټول واک د هغوی د مشرانو په لاسونو کې و اومشران يې  يوازې  په کوچنۍ ډله کې دعام او تام واک په لرلو سره  خوښ وو. منځته راغلي وضعه  ډېره  زوروونکي  وه !

  پوهنمل نوزادي  په خپله ليکنه  کې د سياسي ګوندونو له ليکو غواړي  چې « پر خپلو سرزورو  مشرانو باندې  زور واچوئ او په دې يې  پوه کړئ  چې د ورک کيدو او يا سره يوځای کيدو تر منځ انتخاب وکړي ،  دريمه لاره نه شته »  .

اوس  که چېرې په رښتيا سره د ګوندونو مشران  د ورک کيدو له وېرې  پرته له دې چې په يوه  پراخ غورځنګ کې داړينو عينی  شرايطو تر برابرولو د مخه  او د کارنده تشکيلاتي اصولو له مراعات او  پلي کولو   پرته په ډېره بيړه  سره يوځای شي ، نوموړو ګوندونو ته به يې  کومې ګټې اوتاوانونه  ورسيږي  ؟ راځئ چې  دغه  مسئله په نسبي توګه   ژور ه  او پراخه  وڅيړو :  

ددې کارسرسري  (سطحي اوڅرګنده ) ګټه  داده چې دغه کوچني ګوندونه به له سملاسي ورک کيدو څخه  وژغورل  شي، خو په سياست کې يواځې په نوم شته والی  او بې اغېزه ژوند د يوه  توت ارزښت هم نه لري . خلک له سياستوالو څخه د ملي ګټو د خوندي کولو په اډانه کې د سترو کارونو د ترسره کولو لپاره  خورا زياتې هيلې لري .

 

لا تر اوسه مو ښه  په ياد دي ، هغه وخت  چې لويديزوالو د طالبانو رژيم  تر جبري نسکورولو وروسته په  افغانستان کې  په بيړه سره د دموکراسۍ جوړولو بهير پيل او له افغانانو څخه يې د سياسي سمبالتياوو د منځته راوستو غوښتنه وکړه ، د پخوانيو ګوندونو يوشمېر ډلو او زيات شمېر  روڼ اندو ته   د هېواد په راتلونکي سياسي ، اقتصادي  او ټولنيز ژوند کې د بيا برخې اخيستو هيله پيدا شوه  . په هېواد کې د ننه او دهغه څخه  دباندې  د روڼ اندو ترمنخ  د غونډو په جوړولو سره  سلاوې او مشورې پيل شوې . په هغه غونډه کې چې په دې مناسبت د هالنډ هېواد  د امېرسفورت  په ښار ( ۲۰۰۴ م . کال)  کې جوړه شوي وه ، ګډونوالو  ته مې  په  خپله ليکنه کې   څرګنده کړه چې :   دموکراسي په دستور  او فرمان سره منځته  نه راځي . د هغې لپاره بايد په ټولنه کې په طبيعي توګه د  رنګارنګ  او پراخو  هڅو له لارې  د ودې او پخيدو زمينه مساعده شي . څرګنده ده چې يواځې د احساساتو په ښوولو او د خورا نېکو هيلو په څرګندولوسره  هم دموکراسي منځته نه راځي .  د شخصي،سياسي او ګروپي اغراضو د ترسره کولو لپاره  چل ول  او ټګي بره ګي  هم  د دموکراسۍ سره اړيکي نه لري . زمونږ په نظر ټاکلي اندازه سياسي پوهه ، صداقت او جدي اصوليت هغه مهم  ټکي دي چې د روښانفکرانو په سمبالتيا او په عمومي توګه  د واقعي دموکراتيک چلند  په سرته رسولو کې اغېزمن  رول  لوبولی شي .

ما  هغه وخت په ډاګه  ورته  وويل  چې  :  د مختلفو نظرياتو، عقايدو او تګلارو دخاوندانو  ترمنځ   دګډ پلاتفورم  او جبهې جوړولو لپاره  خپل منځي  پوهاوي ( تفاهم )  ته اړتيا ده  ، خو هغه څوک چې په ګډه سره يوه موخه تعقيبوي او د عين  ډول نظرياتی اصولو پلويان  وي ، هغوی بايد د ګډې سياسي تګلارې  له مخې په اصولي توګه سره يوځای شي . د داسې کسانو لپاره  د پوهې او صداقت په څنګ کې  ترهرڅه  دمخه  سم تشکيلاتي اصول  ډېر اهميت لري . د روڼ اندو د دا ډول تشکيلاتو  په اړه مې په مشخصه توګه  يادونه  ورته وکړه  چې : د دې لپاره چې  په  راتلونکي  سمبالتيا  کې د ډېرو بدبختيو مخه ونیولای شو ، ښه به وي چې په خپلو منځونو کې د سلاوو او مشورو له ليارې  د هرې ډلې او نظرياتي ګروپ څخه يو يو استازی او د بې پلوه  منفردو کسانو څخه په نسبي توګه زيات شمېر استازي  د سمبالتيا مشرتابه  ته وړاندې او د بشپړ تاييد لپاره په غونډه کې د ګډون کوونکو رايې ورباندې واخلو . پردې  برسېره  د سمبالتیا کميټې  اجرائيه هيئت  دې يواځې  او يواځې له بې پلوه کسانو څخه جوړ شي . په دغه  صورت کې به  د راتلونکي سمبالتيا  (انسجام ) په فعاليت کې له يوې خوا د ډلو او ګروپونو په ګډون د ټولو روښانفکرانو نظر موجود وي  او له بلې خوا به  د روڼ اندو   راتلونکي کړه وړه تر ډېره بريده  د بېځایه  زور ازماينو ، بې مفهومه جنجالونو او ستومانوونکو لانجو او مشاجرو څخه وژغورل شي .  

پوره  يو کال  وروسته، د جرمني هېواد  دکولن  په  ښارکې د افغان روڼ اندو د دوه ورځنی سيمينار په  ترځ کې مې د روڼ اندو   د سمې سمبالتیا لپاره  لا صريح   او رغنده وړانديز ورته  وکړ . هغه داسې چې  : له هر  ډول توپير  پرته دې ټول خواره واره  روڼ اندي ، ملي او مستقل شخصيتونه ، ټول کيڼ لاسي او ملي ګوندونه او ډلې  د ملي ګټو پر بنسټ  د ګډې ملي تګلارې له مخې په پراخ ملي غورځنګ کې يو ځای سره سمبال شي ، خو دغه سياسي بهير هغه وخت په بريالۍ توګه پراختيا موندلی شي چې :

الف  - د سمبالتیا په مشرتابه کې  له هرې ډلې څخه  يو يو استازی  او د ناپېيلو کسانو څخه د ټولو ډلو د استازو  د شمېر په اندازه استازي، ګډون وکړي ؛

ب  -  د غورځنګ د مشرتابه اجرائيه هيئت  بايد په سياسي، اقتصادي ، کلتوري  او ټولنيزو چارو کې د ناپېيلو روڼ اندو او ملي شخصيتونو له  منځ   نه د خورا مجربو،صادقو او د کاروړ کسانو څخه جوړ شي، ترڅو په بشپړه توګه د ملي ګټو اصل په عمل کې پلی کړای شي . کله چې د غورځنګ ګډه تګلاره تصويب شي ، غړي ګوندونه او ډلې دې په نوموړي غورځنګ کې خپل ځانونه  په رسمي توګه منحل کړي  او د تصويب شوي کړنلارې له مخې دې د هېواد  د هراړخيزې ابادۍ او سمسورتيا  لپاره په رښتيا سره ملا وتړي  .    

ج  -  د سمبالتيا د مشرتابه پر غړو دې له هر ډول وېرې او ډار څخه پرته، د دوی د اصوليت او فعاليت پر بنسټ په پرله پسې توګه نوي  کتنه ترسره کيږي  ، ترڅو بشپړه مساعده مشري د ټاکلي مودې په اوږدو کې تثبيت او د سمبالتيا فعاليت  خپل ځانته  د ثبات  بشپړه  دموکراتيکه  بڼه غوره کړي .

د دې وړانديز په څنګ کې مې  دا يادونه هم  ورته  وکړه چې  ښايي ځينې کسان  د روڼ اندو د سمبالتيا لپاره  دې  ډول چلند ته د انتقاد ګوته ونيسي او ووايي چې په بشپړه توګه  دموکراتيک نه دی . د دغه  ډول تصور په ځواب کې   مې ورته وويل چې  دا رنګه  انتقاد د پوهيدو وړ دی ، خو  دا هم بايد هېر نه کړو چې مونږ  يواځې  په غوښتنه ، دستور او يا فرمان سره دموکراسي  نه شو منځته راوستلای . زمونږ هېوادوالو او په خاصه توګه افغان  روڼ اندو  په خپل  هېواد کې د لومړي  ځل لپاره د دموکراسۍ څرک وليد . لکه څنګه چې په يوه ګل نه پسرلی کيږي ، نو هماغسې د دموکراسۍ په ايله څرک سره هم  سملاسي  بشپړه دموکراسي منځته نه شي راتلای  . د دموکراسۍ په لور  بايد په زياتې حوصلې سره  ورو، ورو  پاخه  او اصولي ګامونه اوچت کاندو . مونږ بايد د تېر وخت په شان  دومره  بيړه ونه کړو چې خپلې نېکې او د زړه هيلې ته د سترګو په رپ کې ځانونه ورسوو .  دا ډول هوس عملی امکان نه لري . مونږ نه شو کولای  چې کتابي ليکنې سملاسي ټکي په ټکي عملي کړو . عيني نړۍ له کتابي او خيالي نړۍ څخه توپير لري .

په  ډېر تأسف سره بايد ووايم چې په هغه وخت کې  دغو وړانديزونو ته ان هغو کسانو هم  ژور پام  ونه کړ چې د افغان روڼ اندو د سمبالتيا لپاره يې زما څخه هم  زياتې  هلې ځلې کولې  .

د پېښو بهير ځای  پر ځای نه دريږي،په مختلفو وختونو کې  دمختلفو شرايطو په  منځته راتګ  سره د پېښو  شکلونه  او منځپانګې  بدلون مومي  . د منځته راغليو بدلونونو  په وړاندې  پخوانی او  زوړ چلند د ګټې پر ځای تاوان  رسوي  . په ۲۰۱۰  ميلادي کال  کې د هېواد  سياسي او ټولنيز حالات  د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ ميلادي کلونود سياسي او ټولنیزو حالاتو   په پرتله ډېر توپير لري   .  په هغو کلونو کې د دموکراسۍ د تمرين په پلمه په اسانو شرايطوسره  بېشمېره ګوندونه جوړ  او بيا په رسمي توګه راجستر شول  . په هر ګوند کې د پخوانيو ګروپي اړيکو له مخې  د همګټو کسانوهغه  مشرۍ پخې  شوې  چې دغه کوچنوټي ګوندونه  يې د خپلو سياسي ، شخصي او ګروپي  ګټو د لاسته راوړلو لپاره  راجستر کړي  وو  . هغوی  داسې ګوندونه  غوښتل  چې د خپلو کړو وړو په لړ کې  يې  د دوی  ځانګړي ګټې خوندي کړي وای  . دوی  همېشه  هڅه کوله  چې  يواځې  د تشو ، احساساتي ، خيالي  او غير عملي  شعارونو  په وړاندې کولو سره  د خپلو ګوندونو   ساده  ، صادقې  او زرباوري  ليکې  په ځان پسې بوزي  .  

د دغو  ګوندونو خورا  اسان  راجستر د هغوی  مشران  تشويق  او پر خپلو ځانونو   دومره  غُره (مغرور)کړل چې ان  د خپلو ليکو سلاوو ته يې  هم غوږونه  نه نيول   .  واقعيت  دادی چې ددې ګوندونو رښتينو ليکو د زړه له کومې غوښتل چې د نورو همنظره ګوندونو د ليکو سره  په اصولي توګه يوځای شي ،خو دګوندونو  مشرانو يې د  رنګارنګ پلمو  په جوړولو  سره تر اوس  پورې د دې کار مخه    ډب کړي ده  .     

اوس د سياسي ګوندونو د راجستر شرايط بدل شوي دي . کوچني ګوندونه د دې توان نه لري چې د خپلو ليکو لپاره لس زره کسان  ومومي . د پوهنمل نوزادي  د ليکنې سره سم يا به سره يوځای کيږي او يا به ورک کيږي  . ورک کول خو د هېچا هم نه خوښيږي ، مجبور دي چې سره  يو ځای شي . خو د چا سره او څنګه ؟

طبيعي خبره ده چې هر څوک به د هغه چا سره  يوځای کيږي چې يو وخت يې ګډې موخې سره  درلودې  او تر اوسه هم د هغوموخو د لاسته  راوړلو  ادعاوې  لري  . خود  مورنيو ګوندونوله منځ څخه   د بېلا بېلو ګوندونو راوتنه   له ورايه څرګندوي چې هغوی په خپل پخواني  ګډ ژوند کې  د يو او بل  پر وړاندې  د هر  ډول مشروع او نامشروع چلند څخه  ګټه اخيستي وه . که چېرې اوس  هغوی  د  ورک کيدو له وېرې   د يو او بل سره   دبيړنيو  يوځای کيدو په پلمه   سم او   دقيق  تشکيلاتي اصول په  نظر کې ونه نيسي، کلک باور لرم چې  د سياسي مبارزې پرځای به يې  د پخوا په څېر  دبېځايه  ستونزو  سره  د ناوړه  مبارزې ناخوالې   په برخه وي  .   

   

زه پوهېږم چې سپينې خبرې ترخې وي او د ډېرو کسانو نه خوښيږی  . خو زما په اند د هېواد  د رښتيني سياسي غورځنګ د ايجاد په پيل کې  ترخې  خو سپينې خبرې د ماستماليو په نسبت  ډېرې ګټورې دي  . نو ځکه   په واحد ملي سياسي غورځنګ کې د همفکرو   روڼ اندو، مترقي او هېوادپالو  ګوندونو دارګانيک  يوځای کيدو لپاره  يو ځل بيا اړينه  ګڼم  چې  که چېرې هغوی  ته  زما مخکيني وړانديزونه  د منلو وړ وي ، نو د خپلې  سمبالتيا په ډګر کې  دې  لاندې اساسي ټکو ته   په سمه  توګه  پام  و کړي  :   

الف  - تر هرڅه دمخه  ضرور ده چې  د دې ګوندونو د مشرتابه هيئتونه   له خپلو اوسنيو دندو او مسئوليتونو  څخه په خپله خوښه لاس په سر شي ؛  

ب  -    د هر ګوند د  ليکو له منځ  څخه  دې  د پوهې، صداقت او اصوليت له مخې يويو يا درې  درې  اويا پنځه پنځه کسه د راتلونکي سياسي غورځنګ د مشرتابه لپاره     په دموکراتيک ډول  غوره شي ؛

ج  -  د بې پلوه کسانو له منځ څخه  دې هم  دټولو  ګوندونو  د غوره شويو کسانو د شمېر په اندازه  استازي  د غورځنګ مشرتابه  ته  په دموکراتيک  ډول  انتخاب  شي؛   

د  -  د سياسي غورځنګ لپاره دې  داسې نوم غوره شي چې د هغه  د تګلارې ، کړنلارې  اوورځنيو کړو وړو  سره بشپړ سمون ولري ؛

ه  -  د غورځنګ  د مشرتابه اجرائيه  هيئت  دې يواځې او يواځې  د بې پلوه کسانو له استازو څخه جوړ شي  او د غورځنګ رئيس  دې  هم  بې پلوه سړی  وټاکل شي ؛

و  -   د غورځنګ  د مشرتابه  په ترکيب باندې  دې  د هغوی   د پوهې ، صداقت  او  جدي  اصوليت  له مخې په پرله پسې توګه غور کيږي؛ 

ز  -  د غورځنګ  ښکتني  سازمانونه دې  هم د پورتني اصل  له مخې  سمبال  شي   ؛

ح  -  کله چې دغه ډول تشکيلاتي بهير په بريالۍ توګه  بشپړ  شي ، اړونده ګوندونه  دې  په هغه کې  په رسمي  ډول  خپل   ځانونه  منحل   کړي  .  

څرګنده ده  چې  د رښتيني سياسي غورځنګ  د تأسيس  په  پورتنۍ  لاره   کې ډېرې  ستونزې او خنډونه شته  ، خو مهم  کارونه  همېشه د ستونزو او خنډونو  سره مل  وي  . که چېرې څوک له ستونزو او خنډونو څخه  ډاريږي، نو بيا ښه ده  چې له لومړي سر  څخه  دداسې کارونوپه سرته رسولو باندې  لاس پورې نه کړي   .  د خلکو رښتينی خذمتګاران  او د خپل  هېواد ملي ګټو ته ژمن کسان  بايد  خپلې شخصي،عقيدوي  او ملي ګټې  په داسې سياسي  سازمان کې ولټوي چې په څرګنده توګه  د  هېواد  د روښانه  راتلونکي   زيری  د ځان سره راوړای شي   .  

په هغه صورت  کې چې   د نوموړو کوچنيو سياسي ګوندونو لپاره پورتني تشکيلاتي اصول د منلو وړ نه وي ، زما په اند به  ښه وي چې د بيړنيو يو ځای کيدو پرځای د عدليې وزارت  د ګوندونو د نوي قانون  له مخې منحل او په  دغه اوسني مکروبي شکل  کې د هېواد له سياسي ډګر څخه بيخي  ورک شي . يواځې په دغه  صورت کې  به  د دوی  بې واکه ليکو ته  دا موکه  په لاس  ورشي چې د پراخ سياسي غورځنګ  د جوړ ولو لپاره  د بې پلوه  روڼ اندو سره  په ګډه  ګټورې   هلې ځلې  پيل کړي .   

په هېواد کې د پراخ ، پياوړي او ځواکمن  سياسي ځواک  دجوړولو  په هيله  !                                                                         


نورموضوعات:
د موکراسي په وېش کي - عبدالمالک ”همت“ (05.03.2010)
دامریکایي پوهنتون پښتون ضد هڅو مخه ونیسئ (05.03.2010)
هغوى چې دموكراسي شرموي!- رشاد احمدزى (04.03.2010)
دافغان دسربيه يونيم زرډالر - محمدحسن حقيار (04.03.2010)
د فرهنګيانو، ښوونکيو او مسلکي کدرونو وژنه جهاد نه، بلکې فساد دی - سيدحسين پاچا (04.03.2010)
زما هلې ځلې - الحاج فضل الله رشتين (02.03.2010)
په افغانستان کې جګړه (څلورمه برخه)- مېوند اشنا (01.03.2010)
یا دې د افغانستان سفارت کارکونکي محاکمه شي یا دې د سفارت نوم بدل شي - میرویس ویاړ (28.02.2010)
که بهرني پوځيان ووځي؛ څه به پېښ شي؟- احمد تمیم ړنگ (28.02.2010)
د افغانستان د ستونزې دپاره دسياسي حل ضرورت - الحاج فضل الله رشتين (28.02.2010)
افغانان د يوه ملي پاڅون په انتظار دي - ساحل بهير (28.02.2010)
څوك يې په واده كې نه پرېږدي او...!!- رفيع الله روشن (28.02.2010)
طالب چارواکي دې نه لولي! - سعید پښتون (28.02.2010)
مارجه که یوه بله سیاره ؟ - لیکوال : نثار احمد صمد (27.02.2010)
عطا بلاخره غاړه ږدې - بهاند اجمير (27.02.2010)
د طالبانو طریقت ( دریمه برخه ) (26.02.2010)
که ولسشمر ژاړي نو د ولس دې بیا خداې مل شي - قریب الرحمن سیعد (26.02.2010)
طالبانو ستاسي هر عمل همداسي ناځوانمردانه دي - شفیق سوله مل (26.02.2010)
زموږ په قسمت کي لکه چي يوازي اوښکي او غم دی؟ - ننګيالی ـ بڅرکی (25.02.2010)
د وژنې جزا وژنه ده، نه بښنه - وقار (25.02.2010)
له اسلامي مقدساتونه سياسي استفاده گناه ده - غمخور (25.02.2010)
په هلمند کي د مارکيټ د ډوبیدو اوازې - احمد شاه پاڅون (24.02.2010)
په افغانستان کې ستونزې او په سیمه کې د لویدیځ گټې - اشنا (23.02.2010)
د مارجې عملیات او د ولسي قیادتونو یوه غوښتنه - اصالت يار (23.02.2010)
په لندن کې دافغان ډيپلوماتانو له خوا ديو پښتون وهل - غلام رباني فياض (23.02.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
نظارشورا جهاد ، مقاومت او د شهید اوونۍ یرغمل نیولې - سرلوڅ مرادزی
ملي قهرمان كه د نفاق قهرمان - نجيب سليمان
دهېواد دښمنانونن د ملي خاین او ملت دښمن مسعود نهم تلین ولمانځه - بســمل
دوه ليکنې يوه د چين بله د افغانستان په اړه - مېوند اشنا
آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری
مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی
دمــلي جــرګــې د جـــــوړېــــدو «جــــهــاني» ږغ - هدايت الله هدايت

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]