Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - په کامبیرا کې د افغانستان په سفارت کې انډوخر- الحاج ویښ غرنی غلجی
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
غزل - محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی ; نظارشورا جهاد ، مقاومت او د شهید اوونۍ یرغمل نیولې - سرلوڅ مرادزی ; اهل سنت و جماعت ايران حق بر گذاری نماز فطر را ندارند !- ع ، هوتک ; مننلیک ; ټولنپوهنيز -كلتوري بحث - دويمه مقاله : - اکبر کرګر
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
په کامبیرا کې د افغانستان په سفارت کې انډوخر- الحاج ویښ غرنی غلجی
Tuesday, 09.03.2010, 08:38am (GMT)

په کامبیرا کې د افغانستان په سفارت کې  انډوخر

الحاج ویښ غرنی غلجی   

 د روان کال د مارچ په لومړۍ نیټه ، تیره اونۍ په کامبیرا کې د افغانستان سفارت ته هغه وخت د استرالیا فدرالي پولیس وروغوښتل شول چې ، د برهان الدین رباني د پخواني سکرتر او د استرالیا او نیوزیلند هیوادونو له پاره د افغانستان د اوسني متعصب او فاشیست سفیر ، امان الله جیحون شخصي ډریور منهاج الدین منهاج د سفارت استرالیایۍ سکرتره تر جنسي زور لاندې ونیوله.

په استرالیا کې هم د افغانستان سفارت ، لکه د ډیرو نورو هیوادونو په شان د پخوانۍ شمالي ټلوالې ، نظار شورا  اود تنظیمي ټوپکمارو او غیر مسلکي  فاشیستو او متعصبو ایران پلوه ستمیانو په ولکه کې دی. ښاغلی جیحون چې د ټولو معیارونو خلاف او تش له  برهان جان سره د دوستۍ او آشنایۍ په برکت د سفارت چوکۍ تر لاسه کړې ده ،  فقط په سفارت کې د پخواني ټوپکمار قومندان احمدشاه مسعود د  زوړندو عکسونو  محافظت کوي او  د ډبل عبدالله ډول ته څڼې اچوي  ، نور نو دیپلوماتیکو چارو باندې نه کار لري او نه یې سر پرې خلاصیږي .

د بهرنیوچارو وزارت ته د ډاکتر صاحب زلمي رسول له نوماندیدلو او ټاکلو سره د افغانانو په زړونو کې دا هیله غوړیدلې وه چې ، اوس به نو که خدای کول څه نا څه  په نورو هیوادونو کې د بې مسلکه ،  تنظمي ټوپکمارو ، پنجشیري پنچرمینانو او تش په نامه دیپلوماتانو، له لاسه د افغانستان پرې شوې پوزه او توی شوې آبرو یو څه پر ځای شي ، خو د څو میاشتو په تیریدو داسې ښکاري چې ډاکتر صاحب هم داسې په آسانه نه ګرمیږي او د ادارې پر ځای دا ښه ګڼي چې ګذاره وکړي .

  په استرالیا کې د افغاني سفارت د چارواکو له سلو ، نه دا یوه خبره بهر راوتلې ده ، که نه په دغه هیواد کې د ښاغلي صیقل د سفارت  له وخته ، د سفارت د ودانۍ د جوړولو ، له شرمونکې او له فساده ډکې معاملې نه رانیولې ، نورې ډیرې  ، داسې شرمونکې  کیسې پیښې شوي چې  بدنامي یې پرته له هغو نه چې د نظار شورا په  مردارو یې خولې روږدې وي  ، هیڅ د عزت لرونکی افغان په تندي نه شي وړلای .

 په کامبیرا کې د افغانستان په سیاسي نمایندګۍ کې دا پیښه هغه وخت رامنځته شوې ده ، چې د بهرنیو چارو له وزارت نه د دغه وزارت د داخلي تفتیش دوه تنه مفتشان ښاغلی محمد یونس او ښاغلی یعقوبي هم دننه په سفارت کې په خپلو پلټنو بوخت وو، زموږ ګمان دادی چې که دغه دوه ښاغلي هم لکه د ښاغلي جیحون په شان د نظار ډلګۍ په آخور نه وي را لوی شوي او سفیر صاحب او منهاج یې خوله نه وي ورخوږه کړې ، نو د پیښې سم او کره رپوټ به   د  بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه او خپله د نامتحرک وزیر صاحب په میز کیږدي .

  ښاغلي جیحون او ډلې یې نور په استرالیا کې د افغانستان نوم دومره شرمولی چې هیڅ افغان دغه سفارت ته حتی د خپلو قانوني کارونو د اجرا له پاره هم ورتګ ته زړه نه ښه کوي . د دغه ښاغلي بله کارنامه دا ده چې که فرضا یو افغان په تیره بیا پښتون سفارت ته ورځي نو اول به ځان ته یو د پاړسي ژبې ترجمان نیسي ، ځکه چې خپله سفیر صاحب  او هم یې ډیري کارکونکي نه یواځې دا چې په پښتو نه پوهیږي بلکه په مزاج مبارک یې دا د غرنیو خلکو ژبه ، ښه هم نه لګیږي  ، که څه هم  دې مبارک ، د لا مخکیني سفیر ښاغلي صیقل  په شان ، سفارت د پښتو او پښتون په نوم خطرناکو وایرسونو!!! نه پاک ساتلی دی .

 په بلکانون او سیدني کې اوسیدونکي افغانان هیله لري چې نور نو د بهرنیو چارو وزارت نوی مشرتابه هیت ، نه یواځې  په استرالیا ، بلکه په نورو هیوادونو کې هم د افغانستان سیاسي نمایندګۍ د صیقل او جیحون په شان فاشیستو متعصبو کسانو، او د نظار ډلګۍ له مکروبونو نه پاکې کړي او د  ویاړلي افغانستان په اوبو لاهو شوی نوم بیرته راژوندی کړي .

 

په درناوي

 د بلکانون د اوسیدونکو په نمایندګۍ

 


نورموضوعات:
زما د کور د نجونو حال - مېونداشنا (08.03.2010)
پښتانه او د هالبروک زهر - سمونپال پښتون (07.03.2010)
په لرې پرتوسيموكې څه تيريږي؟ - فريدالله (واعظي) (07.03.2010)
اوس چې بهرنيان تښتي!! - محمدحسن حقيار (05.03.2010)
رښتينی سياسي غورځنګ - دکتور محمد علي هوما (05.03.2010)
د موکراسي په وېش کي - عبدالمالک ”همت“ (05.03.2010)
دامریکایي پوهنتون پښتون ضد هڅو مخه ونیسئ (05.03.2010)
هغوى چې دموكراسي شرموي!- رشاد احمدزى (04.03.2010)
دافغان دسربيه يونيم زرډالر - محمدحسن حقيار (04.03.2010)
د فرهنګيانو، ښوونکيو او مسلکي کدرونو وژنه جهاد نه، بلکې فساد دی - سيدحسين پاچا (04.03.2010)
زما هلې ځلې - الحاج فضل الله رشتين (02.03.2010)
په افغانستان کې جګړه (څلورمه برخه)- مېوند اشنا (01.03.2010)
یا دې د افغانستان سفارت کارکونکي محاکمه شي یا دې د سفارت نوم بدل شي - میرویس ویاړ (28.02.2010)
که بهرني پوځيان ووځي؛ څه به پېښ شي؟- احمد تمیم ړنگ (28.02.2010)
د افغانستان د ستونزې دپاره دسياسي حل ضرورت - الحاج فضل الله رشتين (28.02.2010)
افغانان د يوه ملي پاڅون په انتظار دي - ساحل بهير (28.02.2010)
څوك يې په واده كې نه پرېږدي او...!!- رفيع الله روشن (28.02.2010)
طالب چارواکي دې نه لولي! - سعید پښتون (28.02.2010)
مارجه که یوه بله سیاره ؟ - لیکوال : نثار احمد صمد (27.02.2010)
عطا بلاخره غاړه ږدې - بهاند اجمير (27.02.2010)
د طالبانو طریقت ( دریمه برخه ) (26.02.2010)
که ولسشمر ژاړي نو د ولس دې بیا خداې مل شي - قریب الرحمن سیعد (26.02.2010)
طالبانو ستاسي هر عمل همداسي ناځوانمردانه دي - شفیق سوله مل (26.02.2010)
زموږ په قسمت کي لکه چي يوازي اوښکي او غم دی؟ - ننګيالی ـ بڅرکی (25.02.2010)
د وژنې جزا وژنه ده، نه بښنه - وقار (25.02.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
نظارشورا جهاد ، مقاومت او د شهید اوونۍ یرغمل نیولې - سرلوڅ مرادزی
ملي قهرمان كه د نفاق قهرمان - نجيب سليمان
دهېواد دښمنانونن د ملي خاین او ملت دښمن مسعود نهم تلین ولمانځه - بســمل
دوه ليکنې يوه د چين بله د افغانستان په اړه - مېوند اشنا
آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری
مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی
دمــلي جــرګــې د جـــــوړېــــدو «جــــهــاني» ږغ - هدايت الله هدايت

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]