Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - جهاني ، جهانی نه شو - ډاکټر کاکا جان سهار
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
جهاني ، جهانی نه شو - ډاکټر کاکا جان سهار
Tuesday, 27.07.2010, 10:43pm (GMT)

ډاکټر کاکا جان سهار

جهاني ، جهانی نه شو

عبدالباري جهاني يا د ځوانو پښتنو ليکوالانو په منځ کې د نفاق  دنوې غميزې سالار ته :

په بلجیم کې د افغان ادبی بهیر د ټولو ګډونوالو څخه د زړه په مينه مننه کوم چه د پښتنو شاعرانو او ليکوالانو د پاللو لړی يې رامنځته کړيده او له هغه ډلې څخه يې د پښتو ژبې د وتلی شاعر او لیکوال عبدالباری جهانی د ادبی هڅو د ستايلو په اړوند غونډه د جولای په نهمه نيټه په بلجم کې جوړه کړله.

ما د غونډې لنډ راپور د بینوا بریښنا پاڼې په مخ ولوست ، راته داسې جوته شوه چه د غونډې ګډون کوونکو هيچا هم د احترام او نزاکت له مخې  جهانی صاحب ته دده د هغه د ځنو نيمګړتیاوو په اړه څه يادونه نده کړې . خو بدبختانه چه جهاني صاحب د تير په شان بیاهم د خپلو نیګړتياوو په تکرارولو باندې ټينګار کړیدی:

د بلجیم د غونډې د راپور متن له بينوا بريښنا پاڼې څخه  : (( ښاغلي جهاني د شعر مخکي  لنډي خبري وکړې او لومړۍ ئې دده په ویاړ د داسي یوې غونډي د جوړیدو له امله  دبلجیم  دافغان کلتوري بهیر څخه مننه وکړه وروسته ئې د پښتو ژبي په روانو ستونزو ړنا واچول  او دلهجو یا معیار په اړه ئې خپل علمي دریز  روښانه کړ . نوموړي زیاته که چي پښتانه  په زرو لارو سره ویشل سوی یا ویشل کیږي نو پښتانه فرهګپال  او شعوري خلګ باید چي  د پښتو او پښتنو په منځ کي د یو بل درز د درامنځ ته کولو مخنیوی وکړی او اوس وخت  د معیاري کیدو لپاره ندي ځکه پښتانه د هري لاري ځپل سوی ټبر دی چي علمي تاسیسات ئې له منځه تلي یائې اوس  هم په لوی لاس له منځه ځي . له سیاسي ، اقتصادي اړخه  کمزوری دی  .  ښاغلي جهاني پرهغو لیکوالو ږغ ورکړ چي دغسي ستونزمنو مسایلو ته لمن وهي  چي پښتانه پریږدی چي په خپلو عامو لهجو او لیکدو د کار وکړی  او پښتانه پر برخو مه ویشی .

ښاغلي جهاني وویل چي هرڅوک که دا کار شعوري کوي  دا یو ستر خیانت دی او که ئې غیري شعوري کوي دا یو لوی جاهلیت دي . چي په دواړو حلاتو کي باید ترې ډډه وکړي .))

د ليکوال تبصره :

ښاغلی هيوادوال به د کندهار د ليکوالانو په منځ کې د هغه نوې فاجعې د رامنځته کيدو څخه خبر وي چه نن د کندهار ليکوالان په دوو برخو ويشل شويدي . يوه ډله هغه ليکوالان  دی چه د پښتو د لیکدود پخواني لاره  چه زموږ په هيواد کې د کلونو کلونو لپاره مروجه وه او د هیواد په هره برخه کې د منلو وه ، تعقیبوي . او بله هغه ډله ليکوالان دی چه د جهاني صاحب او معصوم هوتک د ليکدود پیروي کوي،  دوی  د پښتنو په منځ کې نوې مبارزه پيل کړيده او پخپلو هڅو کې د ((ش)) توری په  ((س)) بدولول غواړي .

ددغه دواړو ډلو ترمنځ غميزه دومره وړاندې تللې ده چه يو بل ته رد او بد وايي ، يو د بل په ضد ډلې او ګوندی جوړوي، يو د بل په ضد باندې  په مطبوعاتو کې سپکې سپورې ليکي  او نور او نور. دا ټول د چا د لاسه ؟؟؟؟؟

د دغه نوی ناورين او ټولو ناخوالوبنسټ چا کيښودلو ؟؟؟ جهانی صاحب تاسو؟؟؟

ما يو وخت  په بینوا بريښنا پاڼه کې د جهانی هغه مرکه چه د سور غر د اونيزې سره يې کړې وه لوستلې وه او يو مطلب مې د هغه په اړوند ليکلی وو، چه لوستلو ته يې ځکه ستاسو پام اړول غواړم  چه نوموړی د بلجم په غونډه کې بيا هم له خپل دريځ څخه ملاتړ کړيدي :

د سوغر سره په مرکه کې جهانی صاحب وايي: ((که چېرې په (ي) ګانو، (سو) او (شو)، (کې) او(کښي)، او يا په (چي) او (چې) کې اختلافات موجود وي، هغه د زور له لارې نه شي حلېدلاى! دا د زور کار نه دى، څوک چې په دې برخه کې له زوره کار اخلي، يا د يوې لهجې خلک د بلې لهجې پر خلکو بد وايي، دا خبره زما په نظر خيانت دى او کوونکى يې خاين دى، دغسې کسان د پښتنو ريښې ورکاږي او که څوک دا کار په غيرشعوري ډول کوي، هغه جاهل دى ، او همدغه راز په پښتو کې درز پيدا کول د جاهلانو او خاينانو کار دى.))

په هغه مرکه کې جهانی صاحب وايي ((زه په دې عقيده يم، چې په مجلسونو کې مې هر وخت ويلي، چې زه په هغه ژبه ليکنه کوم چې مور مې راښوولې ده، او نورو ته مې هم دا توصيه ده، چې په هغه ژبه ليکنه وکړي چې مور يې ورښوولې وي.

جهانی صاحب وایی- ((زموږ خلک کافى بېسواده دي او هغه چې باسواده دي، هغوى له ليکنو سره ډېره لږه علاقه لري، په دغه کمه علاقه او دې بېسوادي کې موږ د دې پر ځاى چې دوى ته سمه لار وښيو، موږ دوى مشکوک کوو او اصلي لار ځنې ورک کوو))-

جهانی وایی- ((په دې برخه کې په خپل جانب د هېچا پيروي نه کوم. نو د داسې کسانو لپاره زما توصيه دا ده چې پخپله مورنۍ ژبه دې ليکنه، شعر، ناول او نور هر څه وليکي. که چېرې داسې لغت په ليکنه او يا کتاب کې کارول کېږي، چې هغه په قاموس کې نه پيدا کېږي، نو په يوه داستان باندې به يو څوک څنګه ځان پوه کړي؟ له داستان، ليکنې او يا بل هر مطلب څخه خو خوند هغه وخت خوند اخيستل کېدلاى شي، چې زما په ژبه يې ليکلى او يا ترجمه کړى وي.))

دا پورته د جهانی صاحب هغه خبرې دي چه د سورغر د اوونیزې سره يې په یوه مرکه کې کړيدی چه دا مرکه ما په بينوا بريښناپاڼه کې ولوستله .

زه د جهانی صاحب په اصطلاح په لوی قندهار پورې تړلی پښتون نه يم بلکه په افغانستان پورې تړلی پښتون یم ، خو د قندهار د ولس سره زیاته او دزړه له کومی مینه لرم. ما د خپلو نورو زیاترو پښتنو وروڼو په شان د جهانی صاحب د اشعارو سره هم د زړه له کومی مینه درلوده . که څه هم ما او زما په شان دهغه نورو مینه والو، لوی جهانی صاحب په افغانستان څه په جهان پورې تړلی بللو، موږ باور درلود چه د هغه شاعری د ټولو پښتنو لپاره ده ، خو داسې ښکاری چه جهانی صاحب پخپله دغه مرکه کې ځان دومره وړوکی کړیدی چه د ټول افغانستان هم نشو بلکه يوازې د افغانستان د يوه ولايت د پښتنو سره په تړاويې خپله خوښی ښودلې ده. ځکه دی یوازې د هغه د پوهاوی لپاره شعرونه وايي. خو د نورو کیسه ورته مفته ده. ما تر اوسه پورې د جهاني صاحب په شان د يوه وتلی ليکوال څخه د اهیله نلرله چه دا سې په زغرده د خپل ځان د پښتنولیکوالانو د ویشلو سرلارئ وبولي.

که څه هم خدای شاهد دی چه ما په لیکلی ډول د( شو ) بدليدل په (سو) باندې وختونه مخکې د لومړی ځل لپاره د جهانی صاحب او ورپسې کې د هوتک صاحب. او پس له هغه بیا د بل او بل په لیکنو کې وليدل ، که ريښتیا درته ووایم په ډیرو ځايونو کې د (سو) دمفهوم په هکله شکمن شوی ، ورک شوی ، او ځوريدلی هم یم ، خو بیا مې هم ځانته دا جرات نه ورکولو چه د لوی جهانی (کوم چه ما فکر کولو) ددغه ادبی ناروغتیا په هکله څه ولیکم خو نن  د زړه له ډيره درده دده په دغه خبرو یوه وړه تبصره لیکم:

لومړی جهانی صاحب تا ویلی دی چه –  ((د يوې لهجې خلک د بلې لهجې پر خلکو بد وايي، دا خبره زما په نظر خيانت دى او کوونکى يې خاين دى، دغسې کسان د پښتنو ريښې ورکاږي ))

جهانی بايد د ځان سره دا فکر وکړي چه دغه اختلافات چا راټوکولی دی ؟ ولې ددا ډول اختلافاتو د رامنځته کولو لپاره څه ضروت موجو وو که څنګه؟؟

که دغه نوې ليک لارې ته ضرورت نه وو او موږ ټولو پښتنو د ليکدود يوه شريکه لاره درلوده نو جهانی صاحب ته خپل ګريوان ته سر کښته کړه او قضاوت وکړه چه پدې ځای کې څوک شعوري خيانت کوی او څوک به شعوري خاين وګڼل شی؟؟

فکر کوم جهانی صاحب ته پدې پوهیږې  چه نه يوازې په پښتو ژبه بلکه په هره ژبه کې د ژبې لهجه او د ژبې لیک دود سره دوې جلا برخې دی ،  چه زموږ ولسونه د لهجو په هکله هېڅ ستونزه نلری ، پدې اړه هیڅ خایین موږ نلرو، که څوک (خه ) وایی، که څوک (شه)  او څوک (ښه ) وایی، یا که څوک (مڼه) وایی او څوک (سیب)، په د ې هکله هيڅ ستونزه نشته ، ستونزه د هغه لیک دود په هکله ده چه تاسو جهانی صاجب یې په شعوری توګه رواجول غواړی . ستونزه دهغه څه په هکله ده چه تاسو يې دګړدود د لهجو څخه لیک دود ته رانقلول غواړی. له همدې امله ده چه نن د لوی قندهار لیکوالان په دوو ډلو ویشل شویدی، چه یوه ډله  یې د پښتو د لیک دود د پخوانیواصولو پیروی کوی، او ستاسو د لارې په خلاف خپل ټينګار ته دوام ورکوی. خو هغه بله ډله لیکوالان دی چه په خوشباوری او تیروتنې سره ستاسې لاره او اصول تعقیبوی . 

دوهم داچه جهانی صاحب  راته ووایه چه دا ستا په امریکاکې دامریکا د خلکو د ويلو لهجه او د لیکلو لار دواړه کاملا يوه ده ،  او که سره فرق لری؟؟ هدف مې دادی چه ايا دوی همغه څه چه پخپلو منځونو کې په عاميانه توګه وايی همغسې يې لیکی هم ، پوهيږم چه  ستا ځواب  حتما نه دی .

زموږ لر اوبر  پښتنوتر اوسه پورې د پښتو ليک دود یوه واحده  لیک لاره لرله، که د ختیځې پښتونخواه الفت وو او که د لويدځې  پښتونخوا بینوا، دواړو د یوه لیکدود تر قانون لاندې  د خپل ادب اسپې ځغلولې. جهاني صاحب  ته هغوی دلته ستا ددې کرغيړنې پیلامې بیلګه مه راوړه، هغوی ستا په شان وړوکی او ځانمن (ځان غوښتونکي یا خود خواه )  نه وو چه د ټول ولس ترمنځ د يوه ناورين خواته لمنه ووهي. بلکه هغوی دټول پښتون ولس لیکوالان وو، ته ماته داسې بیلګه راوړه چه درانه الفت د(ښه) په (خه) اویا(مونږ) په (مونګ) لیکلی وي. او یا ته د هغه ستر بينوا د لیکنو څخه یوه بيلګه راوښیه چه د (سرښندل) يې  د (سرشندل) او یا (داڅه وشو) يې د (داڅه وسو) په ډول لیکلی وی. دا منم چه دواړو به مڼې او سیب  یو د بل سره په خبرو کې خوړلي وی خو د قلم  لپاره ددواړو مڼه خوښه وه.

جهانی صاحب  منم چه په انسانی ژوند کې نوښت د انسانانو يوه غريزه ده هر څوک نوښت خوښوی، ترڅو خپل ځان مطرح کړي . خو ځينې کسان د خپل نوښت  يا ځان مطرح کولو لپاره هغه لاره ټاکی چه له امله يې نور ولس ته ډیر درد رسيږي . او یا کوم څوک په سمو لارو دومره جوهر نلری چه خپل ځان یو چاته ور وپيژنی نوځکه ناسمو او کږو لارو ته مخه کوی ، ترڅو هرچیرته اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسی. لکه د بيلګې په توګه زموږ د ټولنې اوسنی سياستوالان ، چه د خپلو ځانونو د مطرح کولو په لاره کې یې د میليونونو انسانو د وینوپورته اوږه اړم کړی ده ، ځکه دوی د مطرح کولو نور خلاقیت نلری، داد دوی ځاني بدمرغي ده چه زموږ ټوله ټولنه يې هم د ځان سره بدمرغه کړیده .

خو کلکه کله څنې کړی د پرديو په لمسون هم يوې ژبې ته داسې زهرجنې انديښنې ور زرغونوي.

خو جهانی صاحب ته په ډير ښه نامه زموږ په ټولنه کې مطرح وې ته یو وتلی شاعر وې ته ما حتا پيژنې هم نه، خو ما ستا په هکله يو شعر لیکلی  وو چه په هغه شعر کې مې ستا د ټولو بریاوو يادونه کړې وه . مــــــــــــا،  ته د ر حمن ، او خوشحال په تغر یو کیناستلی شاعر بللې ، ځکه ما فکر کولوچه ته د ټولو پښتنو شاعر يې .

((له داستان، ليکنې او يا بل هر مطلب څخه خو خوند هغه وخت خوند اخيستل کېدلاى شي، چې زما په ژبه يې ليکلى او يا ترجمه کړى وي.))

اوس چه ستا هدف يوازې د هغه چا لپاره لیکل او د هغه چا پوهول دي، کوم چه ستا سره په ورته مورنی لهجه خبرې  کولای شی، نو ته د په همغه خلکو مبارک وې کوم چه ستا سره په لهجه پوهيږی . زه به پخپل هغه شعر لاړې توکړم،ځکه زموږ لپاره پښتو ژبه یوه ده او هغه څوک چه زموږ په رواجی لیکدود نه پوهیږی باید کوښښ وکړو چه ویې پوهوو او د پوهې سطحه یې ورجګه کړو نه داچه موږ ددوی ناپوهی ته تسلیم شو . د همدې هدف لپاره موږ په ښوونځيو کې پښتو ژبه تدریس کوو.

جهانی صاحب وايي-  ((زه په دې عقيده يم، چې په مجلسونو کې مې هر وخت ويلي، چې زه په هغه ژبه ليکنه کوم چې مور مې راښوولې ده، او نورو ته مې هم دا توصيه ده، چې په هغه ژبه ليکنه وکړي چې مور يې ورښوولې وي)).

هو جهانی صاحب داسمه ده چه موږ ته د دپښتو ژبې لهجه مور راښودلې خودا هم بايد په ياد ولرو چه لیکل موله ښوونکو زده کړيدي، چه البته له نیکه مرغه د ټول هيواد دښوونکو ليک لاره يوه وه ، موږ تاته نه وايو چه ته په ګړدود کې خپله مورنی لهجه بدله کړه، یا ته د مشاعرې په سټیج د پاسه د (سو) پرځای (شو) ووایه،  خو موږ تاته وايو چه ته  پخپل کتاب کې هغه لیک دود وکاروه کوم چه تاته ستا ښوونکی در ښودلې وه. نه داچه د باسواده قلم ژبه د يوې بې سواده او کليوالې نيا په ژبه واړوې

!!لیکونکی وايي لار ورکو ته د يوسم پیغام ورکول او هغه ته د سمې لارې ور ښودل ددوی د روښانه راتلونکې ضمانت کولای شی، خو په شعوری ډول د لارورکو (بې سوادو) سره ځان ورک کول،او یا دوی  پخپل حالت پريښودل ، د خپل ځان اونورو ټولو د ګمراه کولو معنی لری !!

جهانی صاحب ته پوهيږې چه  ته پخپل دغه ټینګار سره د پښتو د لیک دودموجود ، سپيڅلي اصول تر خپلې ځان غوښتنې جاروې ، په  (سو)باندې د (شو) په بدلولو سره ته غواړې چه ځان د ټولو پښتنو له لیکو را وباسې او په يوه وړوکی سیمه پورې يې وتړې.

بلې دا ستا حق دی ، چه ته څه وغواړې وکړې، خودا زموږ هم حق دی تر څو تاته ووايو چه ته په لوی لاس اوشعوری ډول سره د پښتنو په ژوند کې د نوې ستونزې د زیږولو مسول  یې، او ته به  پدې هم پوهيږې چه ته نن د پښتو د لیک دود او لیک لارې دويشلواو نفاق  سرلاری يې او ستادبده نیته  ده چه نن د کندهار لیکوالان د پښتو د لیک لارې په اړه د نفاق د يوې نوې غمیزې سره لاس او ګريوان شويدي، یعنې ته  دهغه کسانو په ډلې کې لومړنی کس یې چه د پښتنو لیکوالانو ترمنځ د یوه نوې بدمرغي را وزيږوله . تر خپله وسه د پښتانه په دوو برخو وویشل د هغوی د قلم یوه ژبه د پخپلې ځانغوښتنې سره په دوو ډلو وویشله .  نو جهانی صاحب ته انصاف وکړه چه ستا دا بيان د چا په اړه ډير صدق کوی .د نورو او که پخپله ؟؟؟؟؟؟

((او همدغه راز په پښتو کې درز پيدا کول د جاهلانو او خاينانو کار دى))

جهاني صاحب ته پوهيږې چه ژبه د ټول ولس حق دی ، داد کوم چا شخصی شتمنی نه  ده،  که پرون پښتون ولس تاته مینه درکړې وه ، ته يې په ځان پورې یو تړلی لیکوال او شاعر بللې ، په خورا مینه يې ستا په شاعرانه بنډارونو کې برخه اخيستله ،خو همغه ولس نن کولای شی له تاڅخه خپله مینه بيرته واخلی او تا یوازې هغه خلکو ته ور وبښی د کومو لپاره چه ته د ټول پښتون ولس او پښتو ژبې ملا ماتول غواړې .

په پای کې په بلجم کې د جهاني صاحب په دغه لاندې خبره هم یوه وړه تبصره کول غواړم چه وايي ((وروسته ئې د پښتو ژبي په روانو ستونزو ړنا واچول  او دلهجو یا معیار په اړه ئې خپل علمي دریز  روښانه کړ . نوموړي زیاته که چي پښتانه  په زرو لارو سره ویشل سوی یا ویشل کیږي نو پښتانه فرهګپال  او شعوري خلګ باید چي  د پښتو او پښتنو په منځ کي د یو بل درز د درامنځ ته کولو مخنیوی وکړی او اوس وخت  د معیاري کیدو لپاره ندي ))

 

ريښتيا هم که پښتانه تر مخه په زرو لاروو ویشل شوی وو خو جهانی صاحب تا او معصوم صاحب په يو زرو او دوه لارو باندې سره وويشل:

بل دا چه د حيرانی ځای د ی چه د جهانی صاحب په شان ليکوالان د خپلې خودخواهی له مخې د پښتوژبې د معياری کيدلو څخه خپله اوږه خالي کوي خو خپله نيمګړتيا نه سموی ، پداسې حال کې جهانی صاحب پدي حقيقت باندې ډير ښه پوهيږی چه پښتوژبه  نن  ورځ ډير نوی قدم د کمپيټر په نړی کې ږدی نوځکه باید هرڅه ډير سم او پاخه مخکې يوړل شی. نه داچه سل کاله وروسته زموږ راتلونکی نسلونه بيا زموږ د وراسته ميراث تصفيه کولو ته اړوی. زه تعجب کوم چه د غونډې راپور ليکونکو هم د جهانی صاحب دغه له حقیقت څخه لرې دريځ یو علمی دريځ بللی دی.    

غواړم جه له جهاني صاحب څخه به د ځامنی (خودخواهی ) له مخې نه،  بلکه د جامع تفکر په رڼا کې واورم:

د هیواد څخه بهر د پښتو ژبې د يوه ښوونکی د زړه خواله -  د ډاکټر کاکا جان سهار لیکنه


نورموضوعات:
پاکستان سره د چنې وهلو پرځای د اقدام وخت رسیدلی - سرلوڅ مرادزی (27.07.2010)
نوی پارلمان او زړې تجربې - طایر ځلاند (27.07.2010)
د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول احمدشاه ابدالي بابا- غلام محمد زرملوال (26.07.2010)
د هند نفوذ : د پاکستان پرلپسې پلمې - سرلوڅ مرادزی (25.07.2010)
تر اشغال وروسته - د احمد فکور لیکنه (25.07.2010)
دحزب اسلامي ځواکونه حکومت ته جاسوسی کوي؟- عبد الودود (25.07.2010)
اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه - حنان حبیبزی (25.07.2010)
قومي ګوندونه باید منحل شي - علم ګل سحر (24.07.2010)
کابل کانفرانس په یوه تحلیل کې! - شاهد غزنيوال (24.07.2010)
د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرو پر سر ناندرۍ - سرلوڅ مرادزی (23.07.2010)
کابل کنفرانس : ترهګر او اداري فساد- سرلوڅ مرادزی (22.07.2010)
د چكدرې افغانانو پنډغالي د پنچابي لښكرو په منګولو كې- صاحب زاده (21.07.2010)
افغانستان د نړۍ او خپل تاریخ په عروج کې - سرلوڅ مرادزی (20.07.2010)
دحزب اسلامي په اړه بې بنسټه تبليغات - عبدالله مبارز (20.07.2010)
که امریکا وغواړي پاکستان لارې ته راوستلای شي - سرلوڅ مرادزی (19.07.2010)
دلرغونی افغانستان تجزیه او دعصری اټومی وسلوتبا کوونکی جګړه - شامحمود مستمند (19.07.2010)
د افغانستان د دولت د ناکامي اساسی علتونه!- پوهنوال حمید الکوزی (18.07.2010)
د افغانستان په اړه د پاکستان یرغلګر سیاست لابربنډیږي - سرلوڅ مرادزی (18.07.2010)
پکتياوال ولسمشر ته غاښ چيچی کوي - يارمحمد پکتياوال (18.07.2010)
پښتونخوا- میرزا محمد برهاني (17.07.2010)
د حفيظ الله منصور له خوا استاد يون ته د مرګ ګواښ - الحاج فضل الله رشتين (17.07.2010)
دګران افغانستان تجزیه ټوکه مه ګڼئ - بســـــــــــــــمل (17.07.2010)
دمعضلو اوارول که د استعماری قوتونو دتوطئو تبریرول ؟- عبدالرحمن فرقانی (16.07.2010)
د کشمیر جګړه،هند دېته هڅوي چې د افغانستان د ویشلو خیرنې تیورۍ ته وده ورکړي- حنان حبیبزی (15.07.2010)
ننګرهارپه نوي لمريزکال کې:- زيب دُرانى (15.07.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
دوه ليکنې يوه د چين بله دافغانستان په اړه - مېونداشنا
د طالبانو امارت یا د پيریانو پاچايي - سرلوڅ مرادزی
افغانستان یو نهء تجزیه کېدونکی هیواد ندی - کوشان ساپي
له دندې څخه په امريكه كښې د افغانستان د سفير لرې كيدل
پارلماني ټاکنې ، د دیموکراسۍ بله لوبه په افغانستان کې - عبدالرحمن فرقاني
جګړه باید افغانستان څخه پنجاب ته انتقال شي - سرلوڅ مرادزی

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]