Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - حميد ګله! لکه چې پوره لېونتوب پسې واخيستې - سلطان
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
حميد ګله! لکه چې پوره لېونتوب پسې واخيستې - سلطان
Tuesday, 27.07.2010, 10:47pm (GMT)

حميد ګله! لکه چې پوره لېونتوب پسې واخيستې

سلطان

د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال حميدګل له يوې تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې، امريکا په افغانستان کې ماته بللې او کابل يې د پاکستان لپاره يوه تياره مړۍ ګڼلې او د پاکستان پر حکومت يې غږ کړى، چې مړۍ دې خولې ته کړي.

جنرال حميدګل په خټه پښتون او د پاکستان د استخباراتو پخوانى جنرال دى، چې له شوروي سره د افغانانو د جهاد پر مهال د يو څه مودې لپاره د پاکستان د استخباراتو مشري يې هم ترغاړې وه او تر بل هر چا زيات په افغانستان او پاکستان کې د پښتون وژنې او درنو جنګي جنايتونو او د افغانستان د کنډواله کولو پړه پرغاړه لري.

حميدګل د افغانستان له ورانۍ او د افغانانو له تباهۍ سره زياته لېوالتيا لري او په همدغه هدف يې زيات قوماندانان او اورپکي روزلي او د افغانستان په ورانۍ او د افغانانو په تباهۍ کې يې تر بل هر چا زيات کاميابه ځلېدلى او د همدغې لېوالتيا له امله ده، چې د افغانستان او افغانانو په اړه له کرکې ډک او په زهرو ککړ تبليغات کوي، خو هېره دې نه وي، چې نوموړى يو ثابت روان نه لري. سره له دې، چې پر ده د انګريزانو د نمک زيات احسان دى، خو د امريکا جيرې ته يې هم زيات وخت د بوجۍ خولې وازې نيولې دي.

جنرال حميدګل د پاکستان د ((اې ار واى)) خصوصي تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې دغه له منطق څخه تشې پروپاګنډې وکړې او دا راز ګډې وډې يو څوک هله وايي چې يا نشه وي او يا د لېونتوب دوره پرې راغبرګه  شوې وي.

ده په مرکه کې ويلي، چې د کندهار عمليات د پاکستان د شمالي وزيرستان عملياتو ته ايسار دي، خو د دې دواړو تر منځ يې د ګډتيا علت او دليل نه دى په ډاګه کړى، خو کېداى شي، چې دا خبره د دې له مخې وکړي، چې په وزيرستان کې عمليات کولى شي په کندهار کې د طالبانو مقاومت کم کړي، خو دا دليل ځکه سم نه دى، چې تراوسه په هيڅ ځاى کې وسله وال مخالفان د ناټو د عملياتو پر مخنيوي او مخه ډپولو بريالي شوي نه دي.

ده ويلي، ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس کابل د پاکستان لپاره تياره شوې مړۍ ده چې، بايد وخوړل شي. 

جنرال حميد گل وايي، پاکستان پلوي وسله وال طالبان بريالي دي او راتلونکى حکومت به په افغانستان کې د دوى وي، چې د ده په وينا د پاکستان خواخوږي دي.

حميد گل د جلال الدين حقاني ننگه هم کړې او ويلي يې دي، چې حقاني د پاکستان خوږ ملگرى دى او د پاکستان پر ضد هيڅ ډول بد نظر نه لري.

په حيرانونکې توګه د اى ايس اى دغه مخکيني مشر د القاعدې مشهوره خبره تکرار کړه، چې وايي ساعت د امريکا په لاس کې دى، خو وخت له دوى سره دى.

حميد گل وايي، چې وخت له پاکستان سره دى او پاکستان انتظار دى، چې امريکا ماتې خوړلې ووځي.

ده د اسلام اباد چارواکو ته سلا ورکړه، چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته حالت تکرار نه کړي او دا ځل وار دمخه د افغانستان لپاره منځمهالى حکومت جوړ کړي.

جنرال حميد گل دا خبره رد کړه، چې ګواکې پنجابي طالبان هم شته.

ده وويل، چې د پنجابي طالبانو اصطلاح غلطه ده، په پنجاب کې چې څوک نا امني پيدا کوي هغه ورانکاري او د ده په وينا د هند جاسوسان دي.

حميد گل وسله والو طالبانو ته په بيا بيا د سپېڅلو مجاهدينو خطاب وکړ او ويې ويل، چې سپېڅلي مجاهدين پوهيږي، چې د جهاد او مقصد ځاى افغانستان دى، پاکستان نه دى.

د حميدګل د ادعاو بطلان کولى شو، پخپله د ده په خبرو کې ومومو.

حميدګل د کابل د تيارې مړۍ خبره په داسې وخت کې کوي، چې پاکستان پخپله له اټک څخه را پدېخوا سيمو خپل کنټرول له لاسه ورکړى او د دغو سيمو د دفاع او ساتنې لپاره د امريکا او بريټانيا مرستو ته کچکول پر غاړه ګرځي.

همداراز حميدګل په افغانستان کې له طالب او د پاکستان د خواخوږو له بري او شتون څخه په داسې حال کې يادونه کوي، چې بيا د پاکستان د سامراجۍ په مرکز يعنې پنجاب کې د طالب پر ځاى د هند او شايد هم د نورو هيوادونو د خواخوږو له شتون څخه پرده پورته کوي او طالبان، چې ده مقدس ګڼلي په پنجاب کې ترې ډېر ژر تقدس اخلي او هغوى د هند د جاسوسۍ په تور تورنوي، دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو رسماً خپل شتون په پنجاب کې اعلان کړى او که حميدګل يې له شتون څخه سترګې پټوي، نو ناشونې نه ده، چې د ژمي په رارسېدو سره يې شايد د سترګو پردې د طالبانو په بحران سره اپرېشن شي او خپل له لاسه ورکړى ديد بيا ومومي او دا ځل په رڼو رڼو په پنجاب کې د طالبانو يوازې شتون نه، بلکې بحران هم وويني.

د افغانستان د ورانۍ او تباهۍ تعصب د حميدګل سترګې دومره ړندې کړې، چې نور پر اسلام او قران يې تملک ته مټې رانغاړلې دي او دى د اسلامي ارشاداتو پرخلاف جهاد او اسلام ته جغرافيه وضع کوي او افغانستان د جهاد جغرافيه او پاکستان د جهاد له جغرافيې څخه بهر هيواد ګڼي، په داسې حال کې چې اسلام او جهاد له جغرافيې سره تړلى څيز نه دى او په څلورو حالتونو کې فرض دى: کله چې دين ته ګواښ وي او اسلامي احکام ا وشريعت نه پلى کيږي، چې په پاکستان کې د دوى پر ځاى د انګريزانو قضايي قانون چلېږي، چېرې چې ښکاره او ډله ييز فساد ترسره کيږي، چې د لاهور هيرا منډوي او د پاکستان زياتره هوټلونه او ګېسټ هاوسونه يې نه پټېدونکې بېلګې دي، کله چې يو څوک تجاوز کوي، چې پاکستان په ښکاره پر افغانستان، هندوستان او ايران له خپل ايجاد څخه په تجاوز کې دى او له دې امله يې د منځنۍ اسيا د اسراييلو نوم ګټلى دى، چېرې، چې ظلم وي، چې له پښتنو او بلوچو سره د پنجابيانو د بېعدالتۍ او ظلم سارى په بل ځاى کې نشته.

د پاکستان له جوړولو څخه د انګريزانو موخه په سيمه کې د نفاق، فتنې، شر او فساد خپرول وو، چې اوس هم د همدې امله د بريټانيا، اسراييلو او امريکا له ملاتړ څخه برخمن دى او هرکال يې ملايان او مدرسې په ملياردونه ډالر له دغو يهودي او نصراني هيوادونو څخه ترلاسه کوي او له پاکستان سره د افغاني طالبانو د خواخوږي بدله دا وه، چې پرضد يې د امريکايي ځواکونو اډو ته ځاى ورکړ او د دوى الوتکو ته يې د دوى د وسله تونونو او قرارګاوو کورديناتونه ورکول، چې له امله يې 22 زره طالبان تباه شول او ځواني يې دا وه، چې امريکا څخه يې اجازه واخسته او له کندز څخه يې خپل طالبان په الوتکو کې وويستل او بيا يې امريکا ته وويل، اوس نو چې څومره دې وس رسېږي پر افغاني طالبانو بمونه وروه.

موږ نه پوهېږو چې له افغانانو سره د حميدګل د وطن او جنرالانو له کومې بې وفايي او جفا څخه يادونه وکړو، چې همدا اوس يې د طالبانو د وژلو پر سر 7 مليارده ډالر له امريکا څخه ترګوتو کړې دي او د دوى پر ضد د امريکا ملګرتيا کوي. دا د افغانانو کم بختى دى چې پاکستانيان په نړۍ کې په نمک حرامۍ نوم لري او موږ يې لاتراوسه نه پېژنو. 

له افغانستان سره د حميدګل د جګړې، کرکې، دښمنۍ او تباهۍ منطق د هغه له استخباراتي منطق څخه اغېزمن دى او په کار نه ده، چې ګېله ترې وشي، خو د ده او د ده د ګډ فکره انډيوالانو له ناسم او کاواکه منطق او خامو کړنو څخه د هغه هيواد د غټو غټو سياستوالو لړمون هم خوړين دى، لکه څنګه، چې نواز شريف پرې څه موده مخکې نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د پاکستان حکومت (استخبارات او پوځ) بايد نور د افغانانو د اېلولو او تر اغېز لاندې راوستلو د پاليسۍ لکۍ پرېږدي، ځکه نه دوى به کوم افغان تر اغېز لاندې راوستلاى شي او نه به په افغانستان کې د دوى د اغېز لاندې راوستلو ته څوک غاړه کېږدي او د دغه تګلارې پرځاى بايد د افغان دولت ملاتړ او له ناټو سره همکارۍ ته مخه شي.

نو حميدګل صاحب نوره به ثابته شوې وي، چې افغانستان هيڅکله تياره مړۍ نه وه، نه ده او نه به وي او که کوم چا هم پرې کله د تيارې مړۍ خيال کړى او خولې ته کړې يې وي، نو په ستوني کې يې نښتې او بيا يې استفراق کولو ته هم حيران او دريان پاتې شوي، نو اوس به څرګنده شوې وي، چې کوم څه حميدګل د افغانستان او کابل په اړه غږولي، هغه د پاکستان د ماتې او تجزيې سريندې دي، چې له يوه مات او نهيلي زړه څخه راوتلي او د خپلې کرغېړنې سابقې له امله يې اوس د غبرګولو هم څوک ورسره نشته. د حميدګل سترګې به له لېونتوبه هله وغړېږي چې راتلونکى ژمى پر لاهور سپين ځړېدلي بيرغونه او د اټوم په غاړه کې سپين لنګوټى وويني. 

گر ندانى غيرت افغانيم     وقتى بميدان آمدى ميدانيم

------

نوم: ملوک ازاد

 برېښنالیک: azad_maluk@hotmail.de

                                    سمونه

نن مې د دعوت په ځلانده برښناپاڼه کې د ښاغلي سلطان یوه لیکنه د حمیدګله ... تر سرلیک لاندې ولوسته .هلته لیکل شوي « حمیدګل په خټه پښتون ...» .زما د څېړنې له مخې : حمیدګل د هندو ټبر د « بهاتي راجپوت» له څانګي سره تړاو لري او په ۱۹۳۶ ز کال کې د هند په سرګوده کې زیږېدلی دی . رښتیا هم ډیر افغانان د ګل د ویي په لېدو او اورېدو سره داسې انګیري چې دا به پښتون ! وي .د جګړو په مهال د پښتون په نامه دنوموړي ډنډوره کول د افغانانو د تېر ایستلو لپاره د لوبې یوه برخه کیدای شي .

مننه

 ملوک ازاد دازاد نومښود لیکوال ملوک ازاد


نورموضوعات:
جهاني ، جهانی نه شو - ډاکټر کاکا جان سهار (27.07.2010)
پاکستان سره د چنې وهلو پرځای د اقدام وخت رسیدلی - سرلوڅ مرادزی (27.07.2010)
نوی پارلمان او زړې تجربې - طایر ځلاند (27.07.2010)
د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول احمدشاه ابدالي بابا- غلام محمد زرملوال (26.07.2010)
د هند نفوذ : د پاکستان پرلپسې پلمې - سرلوڅ مرادزی (25.07.2010)
تر اشغال وروسته - د احمد فکور لیکنه (25.07.2010)
دحزب اسلامي ځواکونه حکومت ته جاسوسی کوي؟- عبد الودود (25.07.2010)
اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه - حنان حبیبزی (25.07.2010)
قومي ګوندونه باید منحل شي - علم ګل سحر (24.07.2010)
کابل کانفرانس په یوه تحلیل کې! - شاهد غزنيوال (24.07.2010)
د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرو پر سر ناندرۍ - سرلوڅ مرادزی (23.07.2010)
کابل کنفرانس : ترهګر او اداري فساد- سرلوڅ مرادزی (22.07.2010)
د چكدرې افغانانو پنډغالي د پنچابي لښكرو په منګولو كې- صاحب زاده (21.07.2010)
افغانستان د نړۍ او خپل تاریخ په عروج کې - سرلوڅ مرادزی (20.07.2010)
دحزب اسلامي په اړه بې بنسټه تبليغات - عبدالله مبارز (20.07.2010)
که امریکا وغواړي پاکستان لارې ته راوستلای شي - سرلوڅ مرادزی (19.07.2010)
دلرغونی افغانستان تجزیه او دعصری اټومی وسلوتبا کوونکی جګړه - شامحمود مستمند (19.07.2010)
د افغانستان د دولت د ناکامي اساسی علتونه!- پوهنوال حمید الکوزی (18.07.2010)
د افغانستان په اړه د پاکستان یرغلګر سیاست لابربنډیږي - سرلوڅ مرادزی (18.07.2010)
پکتياوال ولسمشر ته غاښ چيچی کوي - يارمحمد پکتياوال (18.07.2010)
پښتونخوا- میرزا محمد برهاني (17.07.2010)
د حفيظ الله منصور له خوا استاد يون ته د مرګ ګواښ - الحاج فضل الله رشتين (17.07.2010)
دګران افغانستان تجزیه ټوکه مه ګڼئ - بســـــــــــــــمل (17.07.2010)
دمعضلو اوارول که د استعماری قوتونو دتوطئو تبریرول ؟- عبدالرحمن فرقانی (16.07.2010)
د کشمیر جګړه،هند دېته هڅوي چې د افغانستان د ویشلو خیرنې تیورۍ ته وده ورکړي- حنان حبیبزی (15.07.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
دوه ليکنې يوه د چين بله دافغانستان په اړه - مېونداشنا
د طالبانو امارت یا د پيریانو پاچايي - سرلوڅ مرادزی
افغانستان یو نهء تجزیه کېدونکی هیواد ندی - کوشان ساپي
له دندې څخه په امريكه كښې د افغانستان د سفير لرې كيدل
پارلماني ټاکنې ، د دیموکراسۍ بله لوبه په افغانستان کې - عبدالرحمن فرقاني
جګړه باید افغانستان څخه پنجاب ته انتقال شي - سرلوڅ مرادزی

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]