Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - بيړنۍ اړتياوې او د وطنپالونکو دندې - حکيم روان
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
بيړنۍ اړتياوې او د وطنپالونکو دندې - حکيم روان
Thursday, 29.07.2010, 07:31am (GMT)

بيړنۍ اړتياوې او د وطنپالونکو دندې

 حکيم روان

 زمونږ ګران او تاريخی هيواد افغانستان د اوږدو مودو را هيسې د پراخو اقتصادی ، ټولنيزو ، سياسی او کلتوری بدلونونو او اوښتنو په درشل کې دی . د يوې پيړۍ نه په زياته موده کې افغانی ټولنه ددې بدلونونو زيږيدو ته سترګې په لاره وه . که څه هم په دې لور کې څوڅو ځلې لومړنی ګامونه پورته شوی خو رنګارنګ داخلی او خارجی عواملو ددې بدلونونو په وړاندې خونړی غبرګونونه له ځانه ښودلی ، او په جبر او زورواکۍ سره يې د بدلونونو زيږيدل تر ننه ځنډولی دی . له دې امله ده چې نه يواځې زمونږ د ټولنې ، بلکې د ټولې سيمې لمن تباه کوونکی بحران را نغښتی ده . زمونږ لرغونی هيواد د سيمې او ټولې آسيا د خوځيدونکی زړه حيثيت لری او د سيمې متحرک شريانونه ددې ځواکمن زړه له ولو او ريښو څخه منشأ اخلی . ناڅاپی نه ده چې د افغانستان ستونځو او اړتياؤ د سيمې او نړۍ د ستونزو او اړتياؤ سره په ارګانيک ډول پيوند موندلی دی . له دې امله مونږ پر نړيوالو غږ کوو : غواړی چې نړۍ مو له کړکيچ او نا امنۍ نه خلاصه ووينی ؟؟؟ نو د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړی ، څو د داخلی ترقی ضد او پرمختګ ضد ځواکونو او د هغو د خارجې ملاتړو د ارادې پر خلاف ، په خپل هيواد کې د خپل واک خاوندان شی ، او د ااقتصادی ، ټولنيز ، سياسی او کلتوری ژوند په برخو کې د پيړيو را هيسې ځنډيدلی ګټور او حياتی بدلونونه په واقعيت واړوی . زمونږ ګران هيواد افغانستان د نړيوالو سياسی لوبو قربانی دی ، د بنسټ پالنې نننی دښمنان ، پرون د بنسټپالنې او تروريسم ملاتړی او مشوقين وو او هغوی ته يې د آزادی او دين د دفاع د اتلانو خطاب کاوه . اوس چې د هغو تر پښو لاندې زمونږ هيواد غوبل شو ، نړيواله ټولنه په سر کې د امريکا متحده آيالات ، ددې تراژيدی د شريکانو په توګه بايد د خپلو سياستونو تلافی وکړی او خپله انسانی او اخلاقی دنده وبولی څو د افغانستان په بيا جوړولو کې بيلې منته برخه واخلی . نړيواله ټولنه مسؤليت لری ، هغه وينې څښونکی مافيا مهار کړی چې د جهادی او طالبی ناورين نه وروسته يې زمونږ د خلکو ستونۍ نيولی دی . زمونږ پر تاريخی هيواد افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو او متحدينو له بريد سره يو ځای لويديځې مافيا د افغانستان او سيمې د سازمانی جناياتو د شبکو سره لاس يو کړ او اوس دا اتحاد د افغانستان ، سيمې او نړی له پاره په مرګونی ګواښ تبديل شوی دی . مونږ وايو ، غواړی چې په خپلو هيوادو او د پرتمينو پلازمينو په کوڅو کې مو امن تأمين شی ؟؟؟ نو د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړی تر څو د هيواد پولې يې له تيری خوندی پاتې شی او د سوله دوستو افغانانو د هيواد مقدس حريم ته د تروريسم او بنسټ پالنې د تور وحشت د صدور او ننوتو مخه ونيول شی . نړيوال بايد پوه شی چې: تروريسم او بنسټ پالنه د افغانانو په هيواد کې ، د نړۍ د زبرځواکونو او د هغوی د سيمه ايزو په اصطلاح ستراتژيکو متحدينو صادراتی متاع ده . مونږ د خپل سوله ايز هيواد څخه د بنسټ پالنې او تروريسم د شړلو په کار کې د نړيوالې ټولنې ملګرتيا کوو او د بنسټ پالنې او تروريسم له شر نه د خلکو خلاصون د خپلې ټولنې بيړنۍ اړتيا اوخپله وطنپالونکی دنده بولو . نړيوال بايد په دې خبره سر خلاص کړی چې پاکستان د تروريسم او بنسټ پالنې د روزنيز او پالنيز مرکز په توګه د افغانستان او نړۍ امنيت او هوساينه برمته کړی ده . پاکستان په ډاګه او بې شرمۍ سره د ټولو نړيوالو منل شوو نورمونو پر خلاف د افغانانو په سوله دوست او لرغونی هيواد کې د خپلو جګړه ايزو او تروريستی موخو له پاره د ستراتژيکې ژورتيا په لټه کې دی . ډيره له انصافه ليرې ښکاری چې پاکستان د يوه په دروغو او دسيسه جوړشوی هيواد په توګه ،او د افغانستان د خلکو په واسطه د رټل شوی او شړل شوی استعمار د ګوډاګی په حيث ، غواړی دافغانستان په څېر د يوه لرغونی او تاريخی هيواد ملی واکمنی او ځمکنۍ بشپړتيا تر پوښتنې لاندې راولی . د پاکستان واکمنې کړۍ غواړی ، د بنسټ پالو تروريستانواو سړی وژونکو ډلو ټپلو په مرسته په افغانستان کې د هر ډول بدلون ، ودې او پرمختګ مخه ونيسی او د افغانستان پر خلکو د هغوی د ارادې پر خلاف زورواکی او د تمدن ضداو انسانيت ضد واکمنی تحميل کړی . پاکستان په سيمه او نړی کې بنسټپالنه روزلی او پاللی ده او عملا د ټولې نړی د بنسټپالو ډلو ټپلو سره اړيکې لری ، په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د هغه د لارښوونې ، ادارې او کنترول چارې په لاس کې لری . په مختلفو هيوادونو کې په تروريستی بريدونو تورن کسان ، د هغوی د اعترافاتو له مخې پاکستان ته د نظامی او تروريستی زده کړو له پاره راغلی او د لازمو او اړينو مهارتونو د تر لاسه کولو وروسته لويديزو هيوادونو ته د تروريستی بريدونو له پاره ستانه شوی دی . په سوله ايز هند کې د پاکستانی تروريستی ډلو په لاس جوړ شوی د وينو حمامونه ، او دې ته ورته په لسګونونورې بګنوونکی پيښې زمونږ د پورتنۍ ادعا د ثبوت د پاره انکار نه منونکی حقايق دی . مونږ باور لرو چې نړيوال هم زمونږ په څېر همدغو نتيجو ته رسيدلی دی ، خو پاکستان د بنسټپالنې د ګواښ په لاس کې لرلو سره نړی او دهغه امن او سوله برمته کړی دی . د پاکستان بنسټ پر مذهبی تعصب او کرکه ايښودل شوی ، مذهبی بنسټپالنه د پاکستان د ټولو جوړښتونو زړی جوړوی ، په ځانګړی توګه د پاکستان( آی –اس-آی ) د مذهبی بنسټ پالنې د ودې ، پراختيا او صدور لارې چارې تنظيموی . د جهادی بنسټ پالو ورانکارو د روزنې او فعاليتونو ناظم د آی-اس- آی افسر ډګروال يوسف او دمنځنيو پيړيو داستبداد د استازو طالبانو سره د پاکستانی بنسټ پال دولت د مرستو او کومکونو ناظم سلطان آمير تراری ددې دوزخی سازمان د ناولی نقش د ثبوت له پاره انکار نه منونکی دلايل دی . پاکستان د نړيوالې سولې او امن پر وړاندې د بنسټپالنې او تروريسم ګواښوونکی اختاپوت دی چې القاعده، طالبان ، لشکر طيبه ،لشکراسلام ، لشکرجنګوی ، سپاه صحابه ، جيش محمدی ،جماعت اسلام، جمعيت العلما‌ء ، افغانی جهادی ډلې ټپلې او په لسګونو نورې پټې او ښکاره تروريستی لښکرې يې خونړی پنجې تشکيلوی . مونږ پوهيږو چې نړيوالې ټولنې د ټاکلو موخو له پاره د پاکستان د اصلی ماهيت په هکله ځان په تجاهل العارف اچولی دی ، خو افغانستان له ديرش کلنو خونړيو لوبو تر ستونی راغلی دی . دافغانانوله خوا د ديرشو کالوبيا په ځانګړی توګه په را وروسته اتو کالو کې د پرلپسې يادوونو او ټينګار وروسته نړی اوس د پاکستان سره زمونږ ځينو ستونزو ته غوږ کښېښود . افغانان په دې باور دی چې په غرونو او رغونو کې په وسله والو بنسټپالونکواو تروريستانو پسې د منډو پر ځای بايد د بنسټپالنې او تروريستانو پر قرارګاه او مرکزی رهبری ارګانونو ( پاکستانی دولت ) باندې بايد فشار زيات شی . پاکستان د بنسټ پالنې او تروريزم مور ده . نړيوالې سولې او امن ته ژمن ځواکونه بايد په دې خبره هم سر خلاص کړی چې بنسټ پالنه ، تروريسم او د زورزياتی ټول ډولونه له وروسته پاتې والی او د قبيلوی ټولنيزو اړيکو له ريښو څخه تغذيه کيږی . که نړيوال غواړی چې د بنسټ پالنې او تروريسم له شره خلاص شی !!! نو بايد د افغانانو سره مرسته وکړی څو د ديرش کلنې خونړۍ جګړې له کومی د تير شوو ، بنسټيز و اقتصادی جوړښتونو بيا رغوونه سرته ورسوی او هيواد يې د ټولنيزې ودې داسې پړاو ته ننوځی په کوم کې چې دموکراتيک ارزښتونه د ټولنيز ژوند په ټولو برخو کې اساس وګرځی او د بنسټ پالنې د ناورين د زرغونيدو او په يوه مرګونی خطر د بدليدو زمينې او شرايط د اقتصادی ، سياسی ، ټولنيزو او کلتوری سمونونودانکشافی او پرمختيايي پروژو د تحقق له لارې له منځه و لاړې شی . مونږ حيرانيږو ، کله چې وينو ، نړيواله ټولنه زمونږ په هيواد کې په سلګونو مليارده ډالر د نظامی موخو له پاره مصرف کوی ، خو د افغانستان د اقتصادی بيا جوړونې له پاره کوم ټاکلی پروګرام نه لری او وعده شوی مرستې د خارجی او داخلی غلو جيبونو ته وراچوی . په هيواد کې د بيکاری ، بې کوری او مزمنو مرضونو عظيم او نه ختميدونکی بحران زمونږد ستړی او له دمې لويدلی ولس لمن نيولی ده . همدارنګه مونږ پرخپلو وروڼو افغانانو غږ کوو : غواړی چې هيواد مو آزاد ، آباد ، امن ، بسيا او شتمن وی !!! نو بدلونونو ته د خپل هيواد اړتيا په نظر کې ونيسی او د بدلونونو د پروسې ملاتړ وکړی او ددې عمليې د برياليتوب او غوړيدا تر بريده له تنګ نظرانه ځانی ، کورنيو ،ګروپی او قومی ګټو نه د لوړو ملی ښيګڼو په هيله تير شی او په دې لار کې خپلې مادی او معنوی مرستې مه سپموی . افغان وطنپالونکی هم بايد دا حقيقت درک کړی چې که د افغان ويرجنې غميزې د مخامخ او مستقيم مسؤليت پړه د افغانستان د حريصو او ناځوانه ګاونډيو او په هغو پورې د داخلی تړليو نوکرو ډلو ، ټپلو په غاړه دی ، خو ملی دموکراتيک او ادعا لرونکی ځواکونه هم د خپل هيواد او خلکو د پراخې غميزې د يوې برخې ذمه واری له دې امله لری چې تر دې شيبو ، کله چې د تور ناتار چاړه د خلکو له پوست ، غوښو او هډوکو تېره ده ، تر ننه په بې پروايي سره د خپلو ځانی او ګروپی ګټو له تنګ چاپير يال څخه نه راوځی ، د ملی وفاق پر ځای ملی نفاق ، د يووالی ، متقابل باور او ګډ کار پر ځای ځانځانۍ ، بې باورۍ او ګوښيتوب ته ترجيح ورکوی . او په دې ډول د هيوادپه سياسی ډګر کې د يوه ځواکمن ملی او دموکراتيک الترناتيف د نه شتوالی له امله ، بنسټ پالې او مافيايي کړۍ د خلکو پر سياسی برخليک واکمنی کوی . تاريخ بيا د ملی او دموکراتيکو ځواکونو په وړاندې د يوه بل ازمايښت پاڼه خلاصه کړی ده ، پوره طبيعی ده هغوی چې ددې پړاؤ اړتياوې درک کولای شی او د وخت د غوښتنو او دټولنيزې ودې د اړتياؤ سره سم په ځان او خپل چاپيريال کې د بدلونونو د راوستلو جوګه دی ، له دې ازمايښت نه په سرلوړۍ او برياليتوب سره د راوتلو چانس لری .خو هغوی چې په پخوانيو روابطو او ضوابطو کې د بدلون راوستلو اود وضعې د اوښتون سره سم په ځان کې دنرمښت،د نورو سره د ګډ کار، متقابل باور ،تيريدنې او انعطاف د راوستلو وس نه لری ، د ځانځانۍ ، بيلتون او کرکې له چاپيريال نه راوتلای نه شی ، په حقيقت کې د وخت او زمان د قاضی په حکم خپلې سياسی پانسۍ ( انتهار ) ته شپې او ورځې تيروی . له نيکه مرغه د هيواد يو شمير وطن پالونکو بدلونونو ته د خپل هيواد او ټولنې اړتيا درک کړی ده او په دې حقيقت پوهيدلی دی چې يواځې د ملی او دموکراتيکو ځواکونو آګاهانه او مسؤلانه اتحاد او يو موټی توب کولای شی چې ټولو هغو حياتی پوښتنو ته ځواب تيار کړی کومې چې نيغ په نيغه زمونږ د خلکو د برخليک سره نه شليدونکی تړاؤ لری . مونږ په دې باور يو چې بنسټ پالو او د هغو بهرنيو ملاتړو د دوو لسيزو په اوږدو کې ونه کولای شوای چې په هيواد کې يو ځواکمن او غښتلی متمرکز دولت جوړ کړی ، داسې دولت چې د ځنډنه منونکو دندو د سرته رسولو وړتيا او صلاحيت ولری او د خلکو بيړنيو حياتی غوښتنو ته لازم ځواب ووايي . بنسټ پالنه د خپل انارشيک ماهيت له مخې د سياسی واکمنۍ وړتيا نه لری . جهادی او طالبی انارشۍ وښوده چې دوی د ټولنې د ودې او هيوادوالو د ستونزو د حل له پاره نه سياسی اراده لری او نه د سياسی تفکر او نوښت ځواک !!! جدی اړتيا ده چې د خلکو او وطن په وړاندې يو مسؤول حکومت او د خلکو دغوښتنو او ارادې ممثله واکمنی او اداره را منځته شی . زمونږ له نظره د افغان ټولنې ټول پاټکی، ملی او وطن پالونکی سياسی ګوندونه ، سازمانونه ، ډلې اومستقل شخصيتونه چې له جنګ او جګړی کرکه لری او له بنسټ پالنې سره د جوړې سر نه لری ،بايد ددې ستر مسؤوليت منلو ته په ګډه د خلکو د نيکمرغه راتلونکی په هيله او د هيواد د آبادۍ او سمسورتيا په خاطر په يوه بې ساری متحد، پراخ او لوی صف کې سره يو ځای شی . ددې بيړنۍ او حياتی اړتيا په نظر کې نيولو سره ، وطن پالونکی بايد د ملی او وطنی مسؤوليت له مخې د واحد او يو موټی ځواک د جوړيدو په منظور،پخپلو کې د ګډ کار بنسټ پر هغه ټکو جوړ کړی ، کوم چې دوی سره متحد او يو موټی کوی او د داسې ټکو له طرحې بايد جدا ډډه وکړی ، کوم چې د هغوی د پاشل کيدو لامل کيږی . د افغانستان ملی ګوند ددې ملی او وطنی مسؤليت له مخې د خپلې ټولنې د بيړنيو اړتياؤ په نظر کې نيولو سره د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د اتحاد او پيوستون مسلې ته د خپلو دندو په سرليک کې ځای ورکړی دی . دا ګوند د خپل لنډ خو له وياړه ډک تاريخ په بهير کې لمړی له دوو سياسی ګوندونو سره ، د مرامی موخو او تشکيلاتی اصولو او بنسټونو پر سر له توافق وروسته د يوالی له پاره د عملی ګامونو د اوچتولو د لوی ازمايښت نه سرلوړی راووت . په ډيرې خواشينۍ سره چې بلې خوا د ګډو تصويب شوو اصولو ، پريکړو او اعلاميو پر خلاف د يووالی پر خوا د عملی ګام د اوچتولو زړه نه درلود . په خواشينۍ سره هغوی خپلو ټولو پريکړو ، د يوالی له پاره طرحه شوی او په توافق رسيدلی ميکانيزم ، ګډو تدابيری پلانونو او اعلاميو ته شا کړه . پاکو ملی او وطنی موخو او مقصود سرمنزل ته د رسيدو لاره د ربړونو او کړاؤونو ، غورځيدو او پرزيدو ارزوګانو او ناهيليو ، لوړو او ژورو، برياليتوبونو او ناکاميو له منځه تيره شوی ده . د تير سياسی پراکتيک د تجربو په نقادانه ارزولوسره د افغانستان ملی ګوند د يو بل نوی سياسی غورځنګ له پاره الې ګولې پيل کړې . دې ګوند ، د ديارلسو نورو ګوندونو ، سياسی سازمانونواو ډلو سره د يوالی او پيوستون له پاره له خبرو اترو او جوړوونکو مذاکراتو نيولی بيا تر سياسی او تشکيلاتی يووالی پورې په ستره چاره لاس پورې کړ . د افغانستان د ملی ګوند په ګډون څوارلسو ( ۱۴ ) ګوندونو ، سياسی سازمانونو او ډلو د يوه واحد سرتاسری ګوند د جوړيدو له پاره دا طرزالعمل « طرزالعمل توحيد تشکيلات و تدوير کنفرانسها برای انتخابات کنګره حزب واحد سراسری افغانستان » تصويب کړ ددې سند په سر کې راغلی دی چې : « هدف ازين طرزالعمل ايجاد حزب واحد سراسری رهروان جنبش صلح ، دموکراسی، ترقی ، عدالت اجتماعی و وحدت ملی در کشور بر مبنی انتخابات آزاد ، سری ، و شفاف از پايين تا بالا ميباشد . بدين منظور بايد قبل از همه تشکيلات احزاب و سازمانهای شامل اين پروسه بر اساس طرح توافق شده مرامنامه و اساسنامه که بر بنياد بينشهای مشترک ترتيب ګرديده ، در يک ساختار واحد مدغم و با انتخابات آنرا به يک ساختار دموکراتيک مبدل ساخت .» تر دې لوړه ليکنه او تر دې لوړه اعلاميه ، تر دې لوړې او ښايسته جملې اوزمونږ د جګړه ځپلی هخو له بده مرغه دا نيکې ملی او وطنی هيلې، زمونږ د جګړه ځپلی هيواد او کړيدلی ولس د بې يايه رنځونو او دردونو څخه د خلاصون ارزوګانې بيا د ځان غوښتنود تباه کوونکی اورلمبو را ونغښتې ،په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايو چې : « توحيد تشکيلات » ،« انتخابات کنګره » او« حزب واحد سراسری » بيا هم د آرمان ، هيلو او ايديال په چاپيريال کې پاتې شول . د تصويب شوو اسنادو او پريکړو پرخلاف ،د هيوادنيو موخو او ملی مسؤليتونو څخه په انصراف سره يې ، د خپلوتنګو ځانی او ګروپی ګټو په ننګه او پلوی دريځ خپل کړ. دوی د سازمانونو له ګډيدو ( ادغام ) ، له آزادو ، عمومی ، پټو او روښانه، له لاندې تر لوړو ګوندی او سازمانی ټاکنو مخ واړاوه . دوی له هر ګوند او سازمان څخه د پنځو ، پنځو کسانو، يانې ديوه انتصابی لارښود هيأت وړانديز وکړ ، چې په دې ډول د واحد سراسری او رښتينی دموکراتيک سياسی جوړښت له پاره د سازمانونو د غړو اراده بيا په هيڅ حساب شوه او د يوې ناروا او غير دموکراتيکې معاملې وړانديز وشو . د افغانستان ملی ګوند له نطره که دموکراتيک ارزښتونه د هر سياسی خوځښت او غورځنګ په پيل کې په پام کې و نه نيول شی ، د داسې سازمانونو او غورځنګونو ماتې د هغه له پيله خامخا ، څرګنده او ضروری ده . مونږ د يوه پياوړی ، دموکراتيک او بريالی غورځنګ له پاره مټې را نغښتی دی ، يواځې يو غښتلی ، د انسان مقام ته د درناوی په اصولو متکی ، د خلکو په ازاده او دموکراتيکه اراده جوړاو ولاړ ،پراخ او سرتاسری سياسی ګوند ، ملی او وطنی سترو موخوته د رسيدو هيله په واقعيت اړولای شی . مونږ لوړو ملی مصالحو ته پر تنګو، شرموونکو ځانی او ګروپی ګټو ترجيح ورکوو . مونږ د خپل مظلوم او جګړه ځپلی ملت او په نړيواله ټولنه کې زمونږ د يتيم شوی هيواد دردونه او واويلاوی ژاړوی . مونږ د خپل محروم او مظلوم ولس د نجات او خلاصون له پاره په بې ساری ميړانه ، بيلې درنګه په زړه ورتوب سره له ځانه ، له ځانی او ګوندی ګټو تيريږو . او هغوی چې د ملی لوړو ګټو په خاطر د ځانه د تيريدو زړه نه لری د لوی رحمان دې ټکو ته يې پام اړوو . ته خطبه په ممبر څه لولې خطيبه قدم کيږده په ځان باندې ممبر دادی دمکې سفر آسان دی مرد هغه دی چې له ځانه سفر کاندی سفر دادی مونږ د خپلو هيوادوالو ، سياسی ګوندونو ، ډلو، سياسی او ټولنيزو شخصيتونو پام دې ټکی ته راګرځوو چې : تر اوسه د پخوا په څېر د خونړيو او دردوونکو تجربو نه وروسته هم ، زمونږ روشنفکران ، سياسی ګوندونه او ډلې ټپلې لا هم د ځان غوښتنې تر درنو سيورو لاندې دی اوپه خپلو ځانونو کې د مخالفينو سره د ملی او وطنی موخو له پاره د جوړجاړی ، توافق ،مرستې او ګډکار اخلاق نه روزی ، ددې اخلاقو کمزوری او نشتوالی په افغانی سياست کې د فاجعې او غميزې لامل شوی دی . مونږ له ټولو رښتينو او ژمنو وطنپالونکو څخه هيله لرو چې دې غميزې ته د پای ټکی کيږدی ، او د بيلتون او نفاق ټولې منفورې پخوانۍ کرښې له منځه يوسی ، د خپلو ځوانيمرګو شهيدانو دسپيڅلو ارمانونو، د هغوی د بې وزله کونډو او يتيمانو او د خپل جګړه ځپلی اولس دبې پايه کړاوونو په خاطر د يووالی په لور مخه وکړی . مونږ له ټولو لوړو ادعالرونکو سياسی مشرانو څخه هيله لرو چې خپلې خبرې په عمل بدرګه کړی . د خپل تالا ترغه او په وينو لړلی هيواد او ربړيدلو خلکوپه وړاندې د مسؤليت له مخې ، له پخوانيو هيپو کريتو، دوه مخو سياستونو، لوړتياغوښتونکواو هژمونيکو هڅو تير شی . د سياسی کسانو لوړتيا او وړتيا په دې کې ده چې دخپل هيواد او ټولنې بيړنۍ اړتياوې او د خلکو په وړاندې خپلې دندې او مسؤليتونه وپيژنی . د افغانستان ملی ګوند له کيفی لحاظه يو نوی ځواک دی چې د نوو انديښنو او تفکر پر بنسټ د پراخ سياسی مانور او عمل وړتيا لری او ددې وس لری چې د خپلو خبرو سره د عمل پيوستون تأمين کړی . د افغانستان ملی ګوند د هيواد د سياسی ګوندونو په تاريخ کې لومړنۍ او يواځينۍ ګوند دی چې د خپل لنډ خو وياړلی تاريخ ( ۲۲/ حوت / ۱۳۸۲تر ننه ) يې د بنسټ ايښودونکی غونډې د پاسه دوه کنګرې د دموکراتيکو پرنسيپونو په کلک مراعات سره دايرې کړی دی . د افغانستان ملی ګوند د هيواد په سياسی تاريخ کې يواځينی سياسی ګوند دی چې د دموکراتيکو پرنسيپونو پر بنسټ يې د دموکراسی د ځليدو او غوړيدو له پاره د خپل محترم او دانشمند مشرعبدالرشيد ( ارين ) پر ځای ، نوی ،ځوان او باانرژی مشر ، ملګری عبدالحی ( مالک ) وټاکه . زمونږ په هيواد کې انقلابی حکومت جوړ شو ، خورښتينی انقلابيون د ګوتو په شمار وو ! د اسلامی غيرت پر ځای اسلامی غارت پيل شو ! اوس د دموکراسۍ چيغې وهل کيږی ، خو د عمل رښتينی دموکراتان نه شته . د دموکراسۍ د پاره خلک قربانۍ ورکوی ، خو د دموکراسۍ پر ځای فساد او انارشی ده ! ښې خبرې ښې دی ، خو، ښې خبرې بې عمله بې پايلو وی . مونږ د همدې اصل له مخې او د خپلو مرامی موخو پر بنسټ ، د ټولو هغو سياسی ګوندونو، سازمانونو، ډلو ، سياسی او ټولنيزو شخصيتونو ترمنځ ، چې له اوسنۍ وضعې څخه رنځ وړی ، د متقابل باور د راژوندی کيدو ، جوړې روغې ، پخلاينې، ګډکار ، يووالی او پيوستون چارې ته په ستراتژيک اهميت قايل يو . مونږ نه يواځې په دې هکله روښانه او بربنډې ، سپينې او په ډانګ پييلی خبرې کوو، بلکې د ملی او وطنپالونکو ځواکونو،سياسی ګوندونو او سازمانونو، ډلو ، سياسی او ټولنيزو شخصيتونوسره د يوې له هرې خوا سنجول شوی کړنلارې تر سيورې لاندې د عمل له يووالی واخله آن تر سازمانی او سياسی يووالی پورې عملی ګامونو ته چمتو يو . د هيواد ملی او دموکراتيک غورځنګ چې د جهادی ملوک الطوايفی اوطالبی انارشۍ د واکمنۍ له امله تس نس شوی او د رنګارنګ لاملونو له امله تر ننه د بيلتون او جلاوالی رنځ ګالی ، ورو ورو د سمبالښت ، يوالی او پيوستون اړتيا درک کوی . مونږ هيواد او خلکو ته د وقف بچيانو هلې ځلې وينو چې د يوه نوی پراخ او يو موټی ملی او وطنی غورځنګ له پاره يې کوی . مونږ باور لرو چې داسې جوړوونکی هلې ځلې به زمونږ د خلکو تاييد او ملاتړ وګټی او زمونږ د مظلوم ولس د روا او برحقو هيلو غوټۍ به خامخا وغوړيږی څانګه به نن سبا کې ګل شی ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلی دينه په داسې حال کې چې د افغانستان ملی ګوند د هيواد دننه، د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د نږدې کولو ، پوهاوی ، دمتقابل باور دبيا راژوندی کولو ، ملی او وطنی موخو ته درسيدو په لور کې د ګډو هڅود تأمين لپاره زغرد او جوړوونکی ګامونه پورته کړی ، او په دې لاره کې به خپلو نه ستومانه کيدونکو هڅو ته دوام ورکړی ، په اروپا کې هم يو شمير ژمنو کسانو د اتحاد او واحد غښتلی سياسی ګوند د جوړولوپه خاطر، د يوه کميسيون له تشکيلولو وروسته ، د خپلو هلو ځلو په لړ کې ، د روان زېږد کال د جنوری د مياشتې په ۳۰ او ۳۱ نيټه په اروپا کې د ميشتو افغانانو له منځه د سياسی ګوندونو د استازو او بې پرې سياسی شخصيتونو يوه غونډه د المان د هامبورګ ښار ته راوغوښته . مونږ په داسې حال کې چې د داسې هڅو پوخ ملاتړ کوو، او په داسې غونډو کې ، چېرې چې افغان روڼ آندو ته ، پکې د نظرياتو د ادلون بدلون امکان ميسر کيږی ، په ډېره مينه او اخلاص ګډون کوو ، د نوموړی غونډې را بلونکو او ګډونکوونکو ته ، په دې وسيله د لاندې ټکو سپينتيا وړاندې کوو . ۱- د هامبورګ د جنوری د ۳۰ او ۳۱ /۲۰۱۰ نيټې غونډه د تفاهم د کميسيون له خوا ، د وطن ګوند ( پخوا د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند ) له بدنې څخه د جوړو شوو ګوندونو، سازمانونو او کړيو د لارښوونکو ارګانونو او بې پرې کسانو په نوم را بلل شوی وه . لکه څنګه چې په نوموړی غونډه کې ، دافغانستان ملی ګوند د اروپايی شورا د استازی په وينا کې هم دې ټکی انعکاس موندلی دی ، مونږ د بلنې بنسټ محدود او په ټاکلو کړيو پورې تړلی بولو ،ددې محدوديت برسېره د داسې ګوندونو او سازمانونو څخه هم بلنه نه وه شوی ، چې دافغانستان د خلک دموکراتيک ګوند سره يې له پخوانيواړيکو څخه هېڅوک انکار نه شی کولای . مونږ په ډاګه ويلی او وايو چې : مونږ دبلنې د انحصاری پرنسيپ سره جوړ نه يو . بيلې شکه په هيواد کې ډيرۍ داسې ګوندونه ، سازمانونه او بې پرې سياسی ، اجتماعی او علمی شخصيتونه شته چې د زړه له کومې ملی او وطنی موخو ته کار کوی ، خو د خلک دموکراتيک ګوند سره يې هيڅ وخت هيڅ ډول اړيکې نه درلودې . بله دا چې له نيکه مرغه زمونږ د وياړلی ګوند رهبری د ګران هيواد په خوځنده زړه ( کابل ) کې فعاليت او مبارزه کوی ، خو د ځينو ګوندونو او ډلو رهبرانو ګډون کړی وو . له دې امله ، نوموړی غونډه د ټولو ګډون کوونکو ګوندونواو سازمانونو د « رهبری ارګانونو » غونډه نه شی بلل کيدلای ، ځکه د افغانستان د ملی ګوند څخه ددې ګوند د يوې کوچنۍ برخې يانې د اروپايی سازمان غړو ګډون درلود . ۲- که څه هم د غونډې ګډونکوونکو په ډاګه سره د يو بل پر ضد له څرګندونو تر ممکنه بريده ډډه کوله ، او غونډې وکولای شوای چې ټاکلو پايلو ته نږدې شی ، خو د هرې ډلې په هڅو کې د محور جوړيدو تنده له ورايه ښکاريده . مونږ د هژمونيک جنون پايلې ليدلی او تجربه کړی دی . زمونږ په باور يواځې متواضع او خاکساری او له ځانه تېر کسان کولای شی چې خلکو ته د ځان په سوځولو سره تيارې لارې روښانه کړی . مونږ د ګوندونو، سازمانونو ، ډلو او شخصيتونو ځان غوښتنه او لوړتيا غوښتنه د پوهاوی او ګډو موخو ته د ګډ کار په لاره کې ستر خنډونه بولو . ۳- د بلنې له نوم او يو شمېر هڅو داسې ښکاری چې ځينې کسان د وطن ګوند ( پخوا دافغانستان دخلک دموکراتيک ګوند ) د بيرته راګرځولو او جوړولو شوق لری . زمونږ له نظره دا کار نه کيدونکی دی اونه د هغه د پاره ځانګړی اړتيا ليدل کيږی . د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند يا وروسته د وطن ګوند په ټاکلو شرايطو کې د او ضاعو په اقتضا منځته راغی ، زمونږ د هيواد په سياسی تاريخ کې يې خپل رول ولوباوه او د وخت او شرايطو په حکم له صحنې ووت . ددې ګوندد نقش په هکله د هغه د دوستانو او دښمنانو قضاوتونه يو له بله سره له ريښې توپير لری . پخپله د ګوند د غړو قضاوتونه هم د هغو د اړيکو له امله چې ددې ګوندد يوې ټاکلی برخې سره يې لرلې ، يو له بله توپير لری . زمونږ باور دادی چې د دې ګوند په اړه به د ناپييلو سرچينو قضاوت حقيقت ته نږدې وی . ۴- هامبورګ غونډې په کابل کې د يوې عالی مجمع د رابللو او دايرولو پر اړتيا ټينګار وکړ ، خو ددې مجمع په فکری بنسټونو يې غور ونه کړ . مونږ په داسې حال کې چې د اروپا د تفاهم د کميسيون له هڅو او پريکړو نه په ټينګه سره ملاتړ اودفاع کوواو د هغو د تحقق په لاره کې خپلې هڅې نه سپموو، خو د هغه د ګټورتوب د پاره د خپل نظر ټکی د هغوی سره شريکوو . مونږ په دې باور يو چې د احتمالی عالی مجمع د رابللود کار تر څنګ بايد ددې مجمع په فکری مبناؤ او اساساتو هم فکر وشی . مونږ بايد د هغو چارو حل چې نن يې غوښتنه کيږی ، بل وخت ته پرې نږدو . مانا دا چې عالی مجمع ته د ستونزو د کمپلکس سره ور نه شو . ۵ - همدارنګه د غونډې په پريکړه يا توافقنامه کې زمونږ د استازی دې وړانديز انعکاس پيدا نه کړ چې : په اروپا کې د تفاهم د کميسيون د هڅو تر څنګ بايد نوموړی کميسيون په افغانستان کې د ګوندونو او سازمانونو مشرتابه هيأتونو ته د ورته کميسيونونو د جوړولو او فعالولووړانديز وکړی . مونږ په کابل کې د فعالو سياسی ګوندونو او سازمانونو رول ته په لومړی درجه اهميت قايل يو . زمونږ په باور د هيواد نه د باندې سياسی هڅې او هاند بايد اصولا د هيواد د ننه هڅو او تلاشونو تر نېغ او مستقيم تأثير لاندې وی . په پای کې مونږ د هيواد د ننه اود هغه څخه د باندې سياسی ګوندونو ، سازمانونو، ډلو او بې پرې شخصيتونو څخه هيله لروچې د پوهاوی او متقابل باور د بيا راژوندی کولو د پاره ، هغه فاکټونه د مذاکراتو بنسټ وګرځوی ، کوم چې د دوی د نږدې کيدو ، د ګډکار او خپل منځی اعتماد د بيرته را ژوندی کيدو لامل ګرځيدلای شی . په هيواد کې د وطنپالونکو افغانانود پراخ ، ځواکمن ، غښتلی او نه ماتيدونکی پيوستون په لور !


نورموضوعات:
حميد ګله! لکه چې پوره لېونتوب پسې واخيستې - سلطان (27.07.2010)
جهاني ، جهانی نه شو - ډاکټر کاکا جان سهار (27.07.2010)
پاکستان سره د چنې وهلو پرځای د اقدام وخت رسیدلی - سرلوڅ مرادزی (27.07.2010)
نوی پارلمان او زړې تجربې - طایر ځلاند (27.07.2010)
د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول احمدشاه ابدالي بابا- غلام محمد زرملوال (26.07.2010)
د هند نفوذ : د پاکستان پرلپسې پلمې - سرلوڅ مرادزی (25.07.2010)
تر اشغال وروسته - د احمد فکور لیکنه (25.07.2010)
دحزب اسلامي ځواکونه حکومت ته جاسوسی کوي؟- عبد الودود (25.07.2010)
اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه - حنان حبیبزی (25.07.2010)
قومي ګوندونه باید منحل شي - علم ګل سحر (24.07.2010)
کابل کانفرانس په یوه تحلیل کې! - شاهد غزنيوال (24.07.2010)
د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرو پر سر ناندرۍ - سرلوڅ مرادزی (23.07.2010)
کابل کنفرانس : ترهګر او اداري فساد- سرلوڅ مرادزی (22.07.2010)
د چكدرې افغانانو پنډغالي د پنچابي لښكرو په منګولو كې- صاحب زاده (21.07.2010)
افغانستان د نړۍ او خپل تاریخ په عروج کې - سرلوڅ مرادزی (20.07.2010)
دحزب اسلامي په اړه بې بنسټه تبليغات - عبدالله مبارز (20.07.2010)
که امریکا وغواړي پاکستان لارې ته راوستلای شي - سرلوڅ مرادزی (19.07.2010)
دلرغونی افغانستان تجزیه او دعصری اټومی وسلوتبا کوونکی جګړه - شامحمود مستمند (19.07.2010)
د افغانستان د دولت د ناکامي اساسی علتونه!- پوهنوال حمید الکوزی (18.07.2010)
د افغانستان په اړه د پاکستان یرغلګر سیاست لابربنډیږي - سرلوڅ مرادزی (18.07.2010)
پکتياوال ولسمشر ته غاښ چيچی کوي - يارمحمد پکتياوال (18.07.2010)
پښتونخوا- میرزا محمد برهاني (17.07.2010)
د حفيظ الله منصور له خوا استاد يون ته د مرګ ګواښ - الحاج فضل الله رشتين (17.07.2010)
دګران افغانستان تجزیه ټوکه مه ګڼئ - بســـــــــــــــمل (17.07.2010)
دمعضلو اوارول که د استعماری قوتونو دتوطئو تبریرول ؟- عبدالرحمن فرقانی (16.07.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
دوه ليکنې يوه د چين بله دافغانستان په اړه - مېونداشنا
د طالبانو امارت یا د پيریانو پاچايي - سرلوڅ مرادزی
افغانستان یو نهء تجزیه کېدونکی هیواد ندی - کوشان ساپي
له دندې څخه په امريكه كښې د افغانستان د سفير لرې كيدل
پارلماني ټاکنې ، د دیموکراسۍ بله لوبه په افغانستان کې - عبدالرحمن فرقاني
جګړه باید افغانستان څخه پنجاب ته انتقال شي - سرلوڅ مرادزی

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]