Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - جنرال مراد علي مراد د مقاومت سېلابي څپو وړی!- محمدکريم نور
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
جنرال مراد علي مراد د مقاومت سېلابي څپو وړی!- محمدکريم نور
Saturday, 31.07.2010, 11:11am (GMT)

جنرال مراد علي مراد د مقاومت سېلابي څپو وړی!

محمدکريم نور

د 209 نمبر شاهين قول اوردو سربولن جنرال مراد علي مراد له رويټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ويلي دي چې ګواکي د اسلامي حزب غړي د طالبانو د پټنځايونو او فوځي کړو وړو په اړه افغان دولت ته څارګريز (استخباراتي) مالومات راټولوي . دغه خبر په همدې توګه په پښتو خبري وېبپاڼو کې هم خورا توود او لوړ ځای ونيو، خو روغ سول (عقل) او منطق يې رټي .

له بده مرغه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې يوازېنی هغه افغانستان دی چې د وزګارو د شمېر په پرتله يې جنرالان ډېر دي . نو ځکه له داسې جنرالانو څخه هم د موزونې خبرې او څه ناڅه مناسبو تبليغاتو تمه نه شي کېدای . له همدې امله د شاهين قول اوردو سربولن، جنرال مرادعلي مراد هم په خپل فکر او پوهه واکمن نه دی . ده به هر ګوره په خپل اند ښه خبره کړې وي، خو د نظامي ځواکونو د ديسيپلين او کړنلارې پر بنسټ په يوه دولت کې د څارګرو ادارو د کړو وړو او د دوی د کارمنو او جاوسوسانو د پېژند بربنډول په خپله جرم دی . دغه جرم که هر څومره سپک هم وي، بيا هم نظامي نياوتون (محکمې) ته وړاندې کېږي چې ډېره وړه سزا يې د دوديزې محکمې پر پرتله ډېره درنه ده . که د جنرال مراد تور ريښتيا هم وي، نو دی خو په خپله د اوردو سربولن دی، د کوم قانون پر بنسټ همغه قانون ماتوي چې ده يې د ساتلو لوړه کړې ده؟

جنرال مراد علي وړاندې ځي چې دولت د اسلامي حزب غړو ته د مالوماتو په وړاندې روپۍ ورکوي . هر څوک پوهېږي چې افغان دولت د يوه کوشني ملکي دوتر د پر مختګ لپاره روپۍ له امريکا او ناټو هېوادونو څخه غواړي . د ټولنې کوم فاسېد غړی که په ريښتيا هم جاوسوسي کوي او د مقاومت د ځپلو په تمه وي، نو په بشپړ باور سره به يې امريکا، انګلستان او د ناټو نورو غړو هېوادونو ته وکړي چې يو څو روپۍ خو تر لاسه کړي . په افغان مفسېد دولت کې داسې څوک نشته چې د دولت د پايښت لپاره دې روپۍ په ريښتيا سره هم په هغه څه ولګوي چې ورته ځانګړې شوې وي . د روان فساد په پام کې نيولو سره هغه روپۍ چې يو جاوسوس يې له افغان دولته لاسته راوړي، د هغو روپيو لس سلنه (10 فيصده) هم نه ده چې له امريکا او نورو ناټو هېوادونو څخه يې تر لاسه کوي . نو بادار چې د خپل غلام په پرتله هم د مالوماتو تږی وي او هم تر غلامه ډېرې روپۍورکوي، نو کوم لېونی به بيا هم د بادار پر ځای د هغه غلام ته جاوسوسي کوي .

بلخوا د روانو نظامي او له دوی سره د غبرګو څارګريزو خوځښتونو او کړو وړو پر سر کې امريکا، انګستان او بيا په خپل وار د هر ښکېل ملک د نظامي ځواکونو مالوم مشران شتون لري . دوی په ټوليزه او ځانګړې توګه هر يو خپل څارګر او جاوسوسان لري چې د افغان دولت تر هغوی څخه يې مالومات کره او چټک دي . نو دا چې جګړه په ټوليزه توګه امريکا او ناټو هېوادونه پر مخ وړي، د افغان دولت د استخباراتو شتون او کړه وړه خپله مانا او وړتيا له لاسه ورکوي . تېرو تجربو زباد کړه چې افغان استخبارات نه په طالب پسې ګرځي او نه د اسلامي حزب په غړو پسې، بلکې امريکا او انګلستان ته ناسم مالومات ورکوي، بې وزله مظلوم پښتانه پې وژني او د دوی اختر، واده او د قران کريم ختم پې بمباردوي . پايله يې دا شوه چې امريکا، انګلستان او نورو همجرمو يې خپل نوم او پرېستيژ له لاسه ورکړ، مقاومت نور هم پراخه شو او د امريکا او ناټو ماتې هرو مرو شوه . نو که افغان دولت له دوی څخه د استخباراتو لپاره روپۍ وغواړي، ګومان نه کېږي چې امريکا يا انګلستان به يې ورکړي . ځکه چې دوی پوهېږي چې د سعدي عربستان د پادشا او د مصر د ولسمشر ټوکه ترې جوړېږي . (1)

د ښاغلي جنرال مراد علي مراد تور چې اسلامي حزب افغان دولت ته څارګريز مالومات راټولوي، هېڅ د منښت وړ نه ده، خو بيا هم يو ستر حقيقت انځوروي :

د امريکايي، انګليسي او نورو ناټويي جنرالانو په څېر جنرال مراد علي مراد هم د مقاومت سيلابي څپو وړی دی چې د ژغور په تمه د اوبو ځګ ته هم لاس اچوي .

(1) د سعودي عربستان پادشا د مصر  ولسمشر ته دوه زره ډالر ورکړل چې هغې فلسطينۍ سپين سرې ته يې ورکړي چې د تېلويزيون له لارې يې له ده څخه خيرات غوښتي ول . د مصر ولسمشر زر ډالر ځانته وګرځول اوپاتې زر يې خپل مرستيال ته ورکړل چې هغې مېرمني ته يې ورولېږ ي . مرستيال په خپل وار پينځه سوه ځانته وګرځول او پينځه سوه يې د ټولګټو وزارت وزير ته ورکړل چې هغې مېرمنې ته يې ورلېږي . وزير دوه نيم سوه ځانته وګرځول او دوه نيم سوه يې خپل مرستيال ته ورکړل چې هغې مېرمنې ته يې ورلولېږي . مرستيال دغه دوه نيم سوه ډالر په خپل جېب کې واچول او هغې مېرمنې ته يې وويل چې د سعدي عربستان پادشا له ولسمشر سره ژمنه وکړه چې تاته به په مکه مکرمه کې دعا وکړي چې الله ج د ټولې ستونزې حل کړي .


نورموضوعات:
د۱۳۸۹ کال پارلمانی انتخاباتو په هکله د پاملرنې وړ- پياووخيل (31.07.2010)
ویکي لیکس :او د پنجاب پر وړاندې د ټینګ دریځ اړتیا- سرلوڅ مرادزی (29.07.2010)
د ځان دفاع واجب ده - صادق افغان (29.07.2010)
بيړنۍ اړتياوې او د وطنپالونکو دندې - حکيم روان (29.07.2010)
حميد ګله! لکه چې پوره لېونتوب پسې واخيستې - سلطان (27.07.2010)
جهاني ، جهانی نه شو - ډاکټر کاکا جان سهار (27.07.2010)
پاکستان سره د چنې وهلو پرځای د اقدام وخت رسیدلی - سرلوڅ مرادزی (27.07.2010)
نوی پارلمان او زړې تجربې - طایر ځلاند (27.07.2010)
د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول احمدشاه ابدالي بابا- غلام محمد زرملوال (26.07.2010)
د هند نفوذ : د پاکستان پرلپسې پلمې - سرلوڅ مرادزی (25.07.2010)
تر اشغال وروسته - د احمد فکور لیکنه (25.07.2010)
دحزب اسلامي ځواکونه حکومت ته جاسوسی کوي؟- عبد الودود (25.07.2010)
اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه - حنان حبیبزی (25.07.2010)
قومي ګوندونه باید منحل شي - علم ګل سحر (24.07.2010)
کابل کانفرانس په یوه تحلیل کې! - شاهد غزنيوال (24.07.2010)
د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرو پر سر ناندرۍ - سرلوڅ مرادزی (23.07.2010)
کابل کنفرانس : ترهګر او اداري فساد- سرلوڅ مرادزی (22.07.2010)
د چكدرې افغانانو پنډغالي د پنچابي لښكرو په منګولو كې- صاحب زاده (21.07.2010)
افغانستان د نړۍ او خپل تاریخ په عروج کې - سرلوڅ مرادزی (20.07.2010)
دحزب اسلامي په اړه بې بنسټه تبليغات - عبدالله مبارز (20.07.2010)
که امریکا وغواړي پاکستان لارې ته راوستلای شي - سرلوڅ مرادزی (19.07.2010)
دلرغونی افغانستان تجزیه او دعصری اټومی وسلوتبا کوونکی جګړه - شامحمود مستمند (19.07.2010)
د افغانستان د دولت د ناکامي اساسی علتونه!- پوهنوال حمید الکوزی (18.07.2010)
د افغانستان په اړه د پاکستان یرغلګر سیاست لابربنډیږي - سرلوڅ مرادزی (18.07.2010)
پکتياوال ولسمشر ته غاښ چيچی کوي - يارمحمد پکتياوال (18.07.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
دوه ليکنې يوه د چين بله دافغانستان په اړه - مېونداشنا
د طالبانو امارت یا د پيریانو پاچايي - سرلوڅ مرادزی
افغانستان یو نهء تجزیه کېدونکی هیواد ندی - کوشان ساپي
له دندې څخه په امريكه كښې د افغانستان د سفير لرې كيدل
پارلماني ټاکنې ، د دیموکراسۍ بله لوبه په افغانستان کې - عبدالرحمن فرقاني
جګړه باید افغانستان څخه پنجاب ته انتقال شي - سرلوڅ مرادزی

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]