Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - یو د ۱۶ په مقابل کی ؟!- نثار احمد صمد
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
روانې چارې
 
یو د ۱۶ په مقابل کی ؟!- نثار احمد صمد
Saturday, 31.07.2010, 11:15am (GMT)

لیکوال : نثار احمد صمد

Nsamad57@hotmail.com  

 

یو د ۱۶ په مقابل کی ؟!

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 د « تروریزم پر ضد جنګ ! » هغه ورا ده چی د افغانستان د واټونو څخه په ډمامو او نغارو تیریږی ، خو نه یې د زوم درک سته او نه هم د ناوي . دا نامشروع جنګ په نوم د یو چا سره اعلان سوﺉ خو عملأ د بل چا سره کیږی . امریکا دلته په یو څه پسی راغلې وه خو نن بل څه کوی . دا شړۍ به ځکه وړۍ نسی چی جنګ د القاعده پر ضد اعلان سوﺉ و خو نن برعکس د طالبانو سره جریان لری .

 

د افغانستان حساس او سوق الجیشی موقعیت همیشه ستر ځواکونه د مچانو غوندی را کش کړي او پسی رټلي دي که هغه سکندر و یا صفویان ، او که مغول وو یا برتانویان ، او که پرون شورویان وو یا نن امریکایان .

 

روانه افغان جګړه د امریکایانو لپاره د ویتنام غوندی اوږد ترین ، ذلیل ترین او خراب ترین جنګ ثابت سوی دی چی د پوځیانو ککرۍ یې خوری او خزانې یې تشوی . دا لا څه ، واشنګټن د دې لپاره چی ځان تجرید او ملامت و نه ښیًی ، نو خپل پوځی او غیر پوځی ملګري یې هم په دې « ورا » کی ورګډ کړل . وګورﺉ نن د ناټو او د هغوی د ملګرو هېوادو پوځیان په افغانستان کی جنګیږی چی جمعأ ۴۸ هېوادو ته رسیږی . فلهذا ، د نړۍ په تاریخ کی هیڅکله داسی نه ده پېښه سوې چی د یو هېواد په یوه ( کوچنۍ ) جګړه کی دې د ۴۸ هېوادو پوځیان وجنګیږی ، یعنی د پنځو لویو وچو ، منځني ختیځ ، اوقیانوسیه پوځیان دې په یوه کوچنۍ جبهه کی د صرف  دیرش زرو مخالفینو سره په وسلوال جنګ لګیا وی .

 

که دا جنګی جبهه د بلی زاویې څخه وڅیړو ، نو د ځواک د انډول ستر توپیر به ووینو . وګورﺉ افغانستان څه نا څه دیرش ملیونه وګړی لری حال دا چی د ناټو او ملګرو هېوادونه یې تر یو بلیون هم زیات نفوس لری . که دا جنګ په ټولیزه توګه وګڼو ،  نو تناسب به یې یو افغان د ۳۳ بهرنیانو سره په جنګ کی ولرو . او که صرف طالبان مدنظر ونیسو ( چی د ناټو له قوله دیرش زره کسان دي ) ، نو په هغه صورت کی به دا تناسب ۸۸۳ وی ، ځکه د ناټو او ملګرو ټول پوځیان تر دوه نیم ملیونو هم زیات دي . یعنی یو طالب د ۸۸۳ بهرنیو پوځیانو په مقابل کی . که اوس یوازی د دې جنګ مخکښ یعنی امریکا مدنظر ونیسو ، نو هغه جمعأ یو نیم ملیون ملبس پوځیان لری چی په دې حساب هر طالب د ۵۰ امریکایی پوځیانو سره جنګیږی . که موضوع نوره هم ځانګړې کړو ، نو وبه ګورو چی نن په افغانستان کی د امریکا ، ناټو او د هغوی د نورو ملګرو هېوادو یو نیم لک ( ۱۵۰۰۰۰ ) پوځیان د طالبانو سره ډغری وهی . په دې حساب یو طالب د پنځو بهرنیو پوځیانو سره جنګیږی . که مسأله ښه پسی وشنو ، نو و به ګورو چی نن په افغانستان کی د بهرنیو یرغلګرو تر څنګ د رژیم دوه لکه ( ۲۰۰۰۰۰ ) اردو ، پولیس او نور امنیتی پرسونل هم جنګیږی ، او ( ۱۲۰۰۰۰ ) نور د شخصی ملیشو او کمپنیو مربوط اجیران هم د هغوی تر  څنګ ولاړ دي چی د ټولو مجموعه څلور لکه اویا زره ( ۴۷۰۰۰۰ ) وسلوال کسان کیږی او په دې حساب دا تناسب تقریبأ ۱۶ ته رسیږی ، یعنی یو طالب د ۱۶ بهرنیو او کورنیو وسلوالو سره جنګیږی ( د هغوی د ټولو عصری وسلو او تجهیزاتو ، عالی روزنی ، حساسو طیارو او ډکو جیبونو سره سره ) . څومره عظیم تفاوت ! آیا د نړۍ په تاریخ کی څوک داسی کوم جنګ ښودلای سی چی د زمان د « زیر پاور » او « سوپر پاور » تر منځ دې دغسی ناانډوله جنګ ( هغه هم د ستر ځواک په زیان ) موجود وی ؟ نو آیا نسو ویلای چی دا « د ارادې او وسلې جنګ » دی ؟

 

د افغان جنګ بنسټیزه پېچلتیا او مغلق تیا دا ده چی روان جنګ د یو چا په نوم د بل چا سره کیږی . دا جنګ د القاعده پر ضد اعلان سوﺉ و چی « د ترورویزم سره جنګ » یې وباله ، خو القاعده نن دلته نسته بلکی برعکس د طالبانو سره کیږی . وګورﺉ د بارک اوباما امنیتی سلاکار جنرال جېمز جون د ۲۰۰۹ د اکتوبر پر څلورمه داسی اعتراف وکړ : « موږ القاعده په افغانستان کی په بریالیتوب سره دړی وړی کړه . څه نا څه ۱۰۰ القاعده وال په افغانستان کی پاته دي چی عملیات کوی . هغوی اډې نه لری . نه پر موږ او نه هم زموږ پر ملګرو د حملو توان نور نه لری . » چی داسی ده ، نو ولی نور دیرش زره امریکایی او ۷ زره ناټویی پوځیان را روان دي ؟ آیا دا هر څه « د ترور پر ضد د جنګ » نامشروع والی او د افغانستان اشغال نه ثابتوی ؟

د مسألې اساس ته باید په صادقانه توګه نظر وسی نه په مغرضانه یه عُقدوی ډول . دا تریخ حقیقت باید ومنو چی القاعده او طالبان قطعأ عین اجندا نه لری . هغوی دوه بیل بیل جهتونه  او تحریکونه دي خو د امریکا او لویدیځ ستراتیژي دا ده چی پرهغوی یو لېبل وهی او دواړه یو بولی . لاکن حقیقت دا دی چی طالبان صرف « ملی » هدف لری یعنی یوازی په افغانستان کی شریعت او اسلامی حکومت غواړی نه له هغه نه بهر ، حال دا چی القاعده « بین المللی » هدف لری یعنی د امریکا او ټولو اسلام دښمنه ځواکونو ماتول او پر ځای یې اسلامی خلافت غواړی . دا چی د « جېمز جون » د پورتنی اعتراف له مخی امریکا القاعده وال له افغانستانه شړلي او مات کړي دي نو بیا جنګ ولی د طالبانو سره نور هم پراخوی ؟ آیا واشنګټن په لوی لاس طالبان د ځان نه دښمان کوی ؟ او اهداف یې نه نړیوال کوی ؟ که امریکا او ناټو دلته یو افغان وژنی ، آیا پر ځای یې څلور نور نه راپاڅوی او دا « مخالفت » په « مقاومت » سره نه بدلوی ؟ نو که باالفرض بن لادن ونیول سی یا ووژل سی ، دغسی کار به د طالبانو مقاومت لږ یا ختم نه کړی . ځکه نننۍ افغان جګړه د تروریزم سره هیڅ تړاو  نه لری بلکی ورځ په ورځ د خپلواکۍ ګتلو صبغه او مایه اخلی . همدا علت دی چی ګڼ شمیر سیاسی او پوځی شنونکي جدأ معتقد دي چی « د تروریزم سره جنګ » نه ګټونکیً لری او نه هم بایلونکیً ، بلکی یو شی په بر کی لری چی هغه « دوام او پایښت » دی . هو ، د دغسی دوام زیان به مستقیمأ افغانانو او امریکایانو ته متوجه وی او بس ! د افغانستان روانه ستونزه سیاسی ده نه پوځی ، خو واشنګټن یې په « پوځی » طریقه سره حلوی نه په « سیاسی » ډول . نو ځکه به یې کښتۍ توپانی او باالاخره ډوبېدونکې وی انشاالله . والسلام ، ( ن . صمد )

 


نورموضوعات:
ویکی لیکس : د پنجاب انکارونه او د امریکا دوه مخۍ- سرلوڅ مرادزی (31.07.2010)
جنرال مراد علي مراد د مقاومت سېلابي څپو وړی!- محمدکريم نور (31.07.2010)
د۱۳۸۹ کال پارلمانی انتخاباتو په هکله د پاملرنې وړ- پياووخيل (31.07.2010)
ویکي لیکس :او د پنجاب پر وړاندې د ټینګ دریځ اړتیا- سرلوڅ مرادزی (29.07.2010)
د ځان دفاع واجب ده - صادق افغان (29.07.2010)
بيړنۍ اړتياوې او د وطنپالونکو دندې - حکيم روان (29.07.2010)
حميد ګله! لکه چې پوره لېونتوب پسې واخيستې - سلطان (27.07.2010)
جهاني ، جهانی نه شو - ډاکټر کاکا جان سهار (27.07.2010)
پاکستان سره د چنې وهلو پرځای د اقدام وخت رسیدلی - سرلوڅ مرادزی (27.07.2010)
نوی پارلمان او زړې تجربې - طایر ځلاند (27.07.2010)
د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول احمدشاه ابدالي بابا- غلام محمد زرملوال (26.07.2010)
د هند نفوذ : د پاکستان پرلپسې پلمې - سرلوڅ مرادزی (25.07.2010)
تر اشغال وروسته - د احمد فکور لیکنه (25.07.2010)
دحزب اسلامي ځواکونه حکومت ته جاسوسی کوي؟- عبد الودود (25.07.2010)
اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه - حنان حبیبزی (25.07.2010)
قومي ګوندونه باید منحل شي - علم ګل سحر (24.07.2010)
کابل کانفرانس په یوه تحلیل کې! - شاهد غزنيوال (24.07.2010)
د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرو پر سر ناندرۍ - سرلوڅ مرادزی (23.07.2010)
کابل کنفرانس : ترهګر او اداري فساد- سرلوڅ مرادزی (22.07.2010)
د چكدرې افغانانو پنډغالي د پنچابي لښكرو په منګولو كې- صاحب زاده (21.07.2010)
افغانستان د نړۍ او خپل تاریخ په عروج کې - سرلوڅ مرادزی (20.07.2010)
دحزب اسلامي په اړه بې بنسټه تبليغات - عبدالله مبارز (20.07.2010)
که امریکا وغواړي پاکستان لارې ته راوستلای شي - سرلوڅ مرادزی (19.07.2010)
دلرغونی افغانستان تجزیه او دعصری اټومی وسلوتبا کوونکی جګړه - شامحمود مستمند (19.07.2010)
د افغانستان د دولت د ناکامي اساسی علتونه!- پوهنوال حمید الکوزی (18.07.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

د غوایی (ثور) اوومه او اتمه نیټه
د افغان تاریخ دوه تورې او کرغیړنې ورځې

::| تازه موضوعات
د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
دوه ليکنې يوه د چين بله دافغانستان په اړه - مېونداشنا
د طالبانو امارت یا د پيریانو پاچايي - سرلوڅ مرادزی
افغانستان یو نهء تجزیه کېدونکی هیواد ندی - کوشان ساپي
له دندې څخه په امريكه كښې د افغانستان د سفير لرې كيدل
پارلماني ټاکنې ، د دیموکراسۍ بله لوبه په افغانستان کې - عبدالرحمن فرقاني
جګړه باید افغانستان څخه پنجاب ته انتقال شي - سرلوڅ مرادزی

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]