Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - د طبعيت د ښکلا څيړونکې مارتا ته ډالۍ - زرلښته حفیظ ملکزۍ
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار ; رقـم - نسیم ستوری ; آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری ; مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی ; جنرال سید عبدالقدوس سید- موزیم ها ، مجاهدین و سرنوشت شگفت انگیز گنجینه های طلا تپه
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
شعر او ادب
 
د طبعيت د ښکلا څيړونکې مارتا ته ډالۍ - زرلښته حفیظ ملکزۍ
Saturday, 06.02.2010, 03:36pm (GMT)

د طبعيت د ښکلا څيړونکې مارتا ته ډالۍ

 

زرلښته حفیظ ملکزۍ

 

مارتازمايوه کيوباېې شاعره ملګرې ده چې اوس کلونونه پس خپل هيوادکيوباته تلې ده مارتادطبعيت دښګلاګانوسره ډيره  مينه لري دهغې ټولې ليکنې د طبعيت په ښکلاګانو  باندې څرخي په کال کې څوڅوځلې دنړۍ شين بڼ لرونکي هيوادونوته يواځې سفرونه کوي هغه دخپل دمينې ښکلا دطبعيت په لمنه کې لټوي هغه دسياست سره مينه نلري دهغه په نظرسياست مداران روحي ناروغان دي خو په ټول نړۍ کې دکيوبا پخوانی اولسمشرفيدل کاسترو دشخصيت او د هغې ٤٩کلن واکداري سره دزړه دکومې مينه لري هغه وايي که څه هم کيوبا يوشتمن هيواد نه دی اوکاستروهم داسې ابتکارنه دی چې دهيواد اقتصاد پياوړی کړي خوفيدل کاستروپه کيوباکې داخلاص،وفاداری،ښه خدمت،اودعام خلکوزړونوکې ديوخاص محبوبيت څخه برخور دار شخصيت دی  مارتازمادافغانستان په هکله ډيرڅه پوهيږي هغه روزانه ماته دخپل سفرونوکيسي په نيټ کې کوي  هغه تل ماته وايي ماسره کيوبا ته ولاړه شه زه به ستاننګرهارپه کيوبا کې درته وښايمه کيوباډيرښکلې منظرې اوڅپانده سيندونه لري هغه  تل دنړۍ ښايسته هيوادنو ته يواځې سفرونه کوي دضرورت په وخت کې ځان سره ترجمان ګرځوي کله چې خپل بنګلديې شاعر ې ملګرې سره هم خبرۍکومه دهغې ليکنې هم دطبعيت دښکلا ګانو په هکله وي   او کله چې خپل ليکنې ګورمه کاملان فرق کوي  نن مارتاله مانه پوښتنه وکړ چې په دېی ورځوکې څه ليکمه خپل هيواد مې ورته ياده کړه هغه په ګيله کې راته وويل تل افغا ن او افغانستان  هغې وويل راځئ چې نړۍ سره غم او خوشحالي شريک کړو دنړۍ نه يوه داسې کوچنې کلې جوړ کړو چې دغم په وخت کې سره په شريکه ودرديږو او دخوشحالې په وخت کې دژوند نه لزت پورته کړودا ځکه چې مونږ په نړۍ کې يوواکدار لرو چې هغه خداې (ج)  اومونږټول د هغه بندګان  دا دهغې د ليک دخواب ژباړه ده

مارتا

زما دمينې  ګلالې کوډګرې 

زما مارتا اې ليونې کودګرې

ستانړيوال ته مې سلام کړيده

په سل ځلي مې احترام کړيده

مادنړۍ په خلکو ډير وژړل

هيرويشيماته مې هم پام کړيده

 ستا دکيوبا خوږولمنو ته هم

ستا په يادونومې ارام کړيده

ها دويتنام د در په درو خلکو

ما دکاتي١* کيسه مدام کړيده

 دحبشی او دچيليانو په ياد

سل سلامونه په سودان کړيده

زه ستاګيله به خامخامنمه

په هر انسان باندې ليکنۍ کوم

تادډورا*٢کيسه لوستلې نه ده؟

وليه *٣سودان باندې ليکنۍ کوم

مونږ انسانان يو هيڅ توپير نلرو

په تا او ځان باندې ليکنۍ  کوم

دجنګ وختونه هيڅ ښکلا نلري

ځکه ژوندون په کې معنی نلري

زه او ته دواړه دجنکو قربانيان

په کاناډا کې مو ژوندون خوښ کړې

مونږه دسولې دلټون په هيله

 سولې دپاره پلټون پيل کړې

نور دجنګونو اختطام غواړو

سوله نړۍ ته تل مدام غواړو

زما ښايسته زما ګلمينۍ مارتا

مانه هيره نه يې اې شرينې مارتا

ته چې کيوبا نه کله بيرته راغلې

زما ليکنۍ به ټول وينې مارتا

زه او ته دواړه  په يوسوله مين

 د حفيظ ته زړه لونګينې مارتا

١کاتي د ويتنامې انجلې لنډه کيسه زما ليکنه

٢ډوراکاژول  جرمنۍښځه لنډه کيسه زما  ليکنه

٣ولياټونکارا سودانې ښځه لنډه کيسه زما ليکنه

 


نورموضوعات:
غزل - ولوله لالهاند (06.02.2010)
شين خالۍ - شپږمه برخه - سميع الدين افغاني (06.02.2010)
پسرلي ته پيغام (06.02.2010)
د عشق خبری - عبدالحفيظ مليار (04.02.2010)
څه کول پکار دي - نسیم ستوری (03.02.2010)
طنز ټوکه نه ده ۳- پوهنمل محمود نظري (02.02.2010)
د زړه خبرې - سميع الدين افغاني (31.01.2010)
ای په جنګ کی ښکیلو! - حفیظ الله خالد (31.01.2010)
ادبي ټوټه : باغ - عطاالله خوږياڼى (30.01.2010)
پسرلی - فاروق فردا (30.01.2010)
زه تبعيض پرست نه يم - حفيظ مليار (30.01.2010)
د وجود باغ (28.01.2010)
سپرلې سپرلې وطن - سمیع الدین افغاني (28.01.2010)
مرګ شعر - عالیه راوی (28.01.2010)
طنز ټوکه نه ده ۲- پوهنمل محمود نظري (27.01.2010)
شين خالۍ ۵ - سميع الدين افغاني (26.01.2010)
مورته (24.01.2010)
دازموږ لپاره ډېر د شرم ځای دی - وطن مېوند (22.01.2010)
ملي شاعراروا ښاد غمخورصيب ته - کاظم بيمار ننګرهاري (20.01.2010)
زخمي کابل - زرلښته حفيظ ملکزۍ (19.01.2010)
پوهنمل محمود نظري - ټوکه نه ده / طنز (19.01.2010)
د مرحوم استادرسول امين په ياد - انجينر متين (18.01.2010)
تګ لوری - محمد حامد الوتاند (18.01.2010)
یادونه - مزدورزوې (17.01.2010)
نا معلومه انتها- سمیع الدین افغاني (15.01.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

ښاغلی استاد مجاور احمد زیار د پښتو ژبې ستر پوه ، تکړه لیکوال او شاعر او د دعوت خپرونې همیشني او زوړ ملاتړی
::| تازه موضوعات
رقـم - نسیم ستوری
دقدرشپه کې - زرلښته حفيظ ملکزۍ
غزل - محمد یوسف خدمتګار
غزل - انورالحق يرغل
د کندهار غم - احمد شاه ملګری
د کندهار د پرونیو مرګونو پړه اخیستونکیو ته!- مجید قرار
بڼ - خدمتګار

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]