Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - د پاڅون صاحب جواب! هو، امریکایانو چي کومي وعدې د افغانانو سره کړيوې، هغه يې ندي عملي کړي - هاري
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار ; رقـم - نسیم ستوری ; آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری ; مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی ; جنرال سید عبدالقدوس سید- موزیم ها ، مجاهدین و سرنوشت شگفت انگیز گنجینه های طلا تپه
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
مرکې Interviews
 
د پاڅون صاحب جواب! هو، امریکایانو چي کومي وعدې د افغانانو سره کړيوې، هغه يې ندي عملي کړي - هاري
Saturday, 09.01.2010, 11:30am (GMT)

د محترم پاڅون صاحب جواب! هو،  امریکایانو چي کومي وعدې د افغانانو سره کړي وې، هغه يې ندي عملي کړي

واحد فقیري هاري

پسله سلامه!  ستاسو لیک مي ولوست او په مطلب يې پوه سوم.   زه به دلته ستاسو د څو مهمو پوښتنو په باب لنډ جوابونه درکړم.  زه باور لرم چي که چیري ستاسو ټولو تپوسونو ته جوابونه برابر کړم، دا لیک به ډېراوږد سي، نو هیلمن یم چي ما عفوه کړئ او زما عذر ومنئ.   دغه راز، ستاسو له پېرزويني او لطف څخه ډېره مننه.   زه ستاسو اخلاقی جرات او صداقت ستایم؛ او په تاسو غوندي دوستانو باندي وياړم.   ښاد او اباد و اوسئ.

پاڅون صاحب ستاسو د لمړۍ پوښتني په جواب کي باید ووایم :  هو،  امریکایانو چي کومي وعدې د افغانانو سره کړي وې، هغه يې ندي عملي کړي.  همدا وجه ده  چي اکثرو افغانانو ته د امریکا  د نیت په باب سوالونه پیدا سوي دي.   په بل عبارت، د امریکا پر نيت باندي شکي سويدي.  پوره اته کاله را وروسته، افغانستان اوس هم د نېستمنو هېوادونو په سر کي ځای لري؛  حکومت يې فاسد او بېکاره دی؛ انتخابات يې رسوايي او ټګي برګي ده؛ ښارونه يې کنډواله دي؛ او پاڅون صاحب څه سر دي خوږوم، بېکاري او فقر  په کليو او ښارونو کي نخرې کوي. 

دا خبره دي هم سمه ده چي افغانستان يو زراعتي هېواد دی، او تر څو چي کرهڼه سمه نه سي د افغانستان اقتصاد نه سي سمېدلای.  افغانستان پر خپلو پښو نسي درېدلای او خلک يې په خېټه نسي مړېدلای.  ملی او شخصي سپما نه سي کېدلای، او پرته له سپما څخه د پانګي اچولو لپاره کپيټال نه سي تر لاسه کېدلای.  لنډه داچي د جنوب شرقي اسیا د هېوادونه تجربه ښيي تر څو چي په کرهڼه کي پانګه وا نه چول سي، اقتصادي انکشاف د خوک غوښه ده.  مګر نن ورځ  نه  په هېواد کي نوي بندونه جوړېږي، او نه هم زاړه ترميمېږي.  نه نوي مځکي خړوبېږي، او نه هم د زړو غم خوړل کېږي. بس هر څه ګډوډ پراته دي.

بلې هو پاڅون صاحب، پرته له برېښنا څخه پرمختګ  کوه قاف ته ختل دي.   د برق په نشته والي کي د پرمختګ خبري کول هم سپېره  درواغ او هم  دوکه ده.  تاسي پوهېږي چي د افغانستان اکثره مهم ښاورنه برق نلري.  فابریکې پرچو ولاړي دي، او ملي تجار پانګي اچولو ته زړه نه ښه کوي.  هرڅه له بهره را واردېږي، حتی برېښنا.    پداسي شرايطو کي باید یوه تجار بنګي خوړلي وي چي پانګه واچوي؛  یو تجار بايد لیونی وی چي دا کار وکړی.  هغه احصايي چي زموږ ځيني وزیر صاحبان يې په مختلفو برخو کي ورکوي، ټول درواغ  او ریاکاري ده.

زه ستاسو لدې نظر سره سل په سل کي موافق یم چي که چیري  افغانستان اباد او امن سوی وای، دا به د ا مریکا لپاره لويه کامیابي وای.  زه باور لرم چي اکثره افغانان د امریکا او غرب سره دوستي او همکاري غواړي، او پدې دوستۍ کي  هم د افغانانو او هم د غربيانو خیر او ګټه ده.  زه پوره باور لرم که چیري په افغانستان کي څه امنیت او اقتصادي پرمختګ راغلی وای، بیا به چا د طالبانو نوم هم نه وای اخیستی.  د تاسف ځای دا دی چي د حامد کرزي د حکومت د بدي پالیسۍ او لټۍ په وجه مړه طالبان بیا را ژوندي سول.  دا د شرم  او خجالت خبره ده چي ملا او طالب  له سړي څخه سياسي ميدان وګټي.

محترم پاڅون صاحب، لکه تاسو چي ويلي دي افغانان شکاک قوم دی او په هر څه کي دسیسه ويني.  د طالبانو د نظام رانسکورول هم دسیسه ګڼي، او د هغوی بيا راتګ هم دسیسه بولي.  نور اضافه عسکر هم توطیه ګڼي، او عسکر را ایستل هم توطیه بولي.   

خو زه پدې عقیده یم چي امریکا افغانستان ته د کومي ستراتيژۍ او یا مخکني پلان په اساس نده راغلې، بلکی امريکا د يوه تصادف په نتیجه کي افغانستان اشغال کړ.  که چیري د سپټمبر د یوولسمي وحشت او بربريت نه وای رامينځته سوی، زه پوره باور لرم چي ملاعمر به تر اوسه پوري په کندهار کي ناست وای اود جمعې د ورځي خطبه به يې په نامه ویل کېدلای.  حتی که چیري يې قاتل او ترورسټ  اسامه بن لادن  یا له ملک پسي اخیستی وای او یا يې د عدالت منګلو ته سپارلی وای، بیا هم باور لرم چي تر اوسه به د طالبانو مات او ګوډ حکومت چلېدلای.

زه پدې باور یم چي په بې ثباتي کي هيڅ شی نسی تر لاسه کېدلای .  مانا داچي د پایپ لاين لپاره هم ثبات لازم دی، او د القاعدې او طالبانو د ختمولو لپاره هم امنیت او ثبات حیاتي اهميت لري.  زه عقیده لرم چي امریکا د بدو خلکو سره انډيوالي کړې ده، او اوس پخپلو اشتباهاتو کي راګیره سوېده.  دا خبره هم نه منم چي وايي امریکا په افغانستان کي  قصدا بې ثباتي غواړي، ځکه که ثبات راسي بیا به خلک امریکا ته ووايي چي اوس نو ځه په مخه دي ښه سه.  په جرمني، جاپان، جنوبي کوريا او . . .  نورو  هېوادونو کي د امریکايي عسکرو په شتون کي ثبات، امنیت او اقتصادي پرمختګ راغلي دی،  خو په ملي سطح کي د امریکا د اخراجولو لپاره هيڅ ډول د پام وړ هلي ځلي ندي رواني. 

د چين او ایران محاصره کول، د پاکستان څخه اتمي وسله اخیستل، مرکزي اسیا ته رسېدل، او داسي نورو دلایلو باندي هم عقیده نلرم. 

اول، چين له افغانستان څخه نه اداره کېږي.  د چين صنعتي، کلتوري، او اقتصادي مرکزونه د ارام سمندر پر غاړه پراته دي چي له افغانستانه په زرهاوو کیلومتره لیري پراته دي.   بلخوا، د ارام سمندر پر غاړه  امریکا په جاپان، کوریا، ټايوان، سینګاپور او  . . . نورو ملکونو کي پخې او دايمي اډې لري.  که چیري امریکا د افغانستان څخه چين ته ور واوړي، باور وکړی چي د پامير په غرونو کي به يې کنګل سوی جسد پیدا سي، او یا به دونه ستړې او ستومانه وي چي د اخ او توخه به ولېدلې وي،  او دغه راز يې د چين د کوبي په دښته کي د جل وهلوامکان هم سته.   بل داچي امریکا چين ته په افغانستان کي د پانګي اچولو فرصت برابر کړی دی.  د لوګر د مسو کان يې ښه مثال دی.  ایا امريکاله یوې خوا غواړي چي چين محاصره کړي او له بلي خوا په افغانستان کي د چين  پانګه اچول تشویقوي؟

 دوهم، د ایران محاصر کول هم درسته خبره نده.  امریکا له عراق څخه وځي چي تر افغانستان سل برابره  زيات ستراتيژیک او اقتصادي ارزښت لري.  امریکا کولای سي ایران د فارس له خلیج څخه اداره کړي.  د نن ورځي عصري وسلې او وسایل د مځکو نيولو ته چندان ډېره اړتیا نلري.  يو ځل بیا، په بې ثباتي کي هيڅ ډول اقتصادي ګټه نسته. يوازي  ثبات او امنيت د اقتصادي ودي لپاره  زمینه برابرولای سي. 

درېیم، د پاکستان اتمي طاقت ښايي د هند او بل ګاونډ هېواد لپاره څه د اندېښنې وړ مسله وي، خو د امریکا لپاره د پاکستان ډي سي اتمي بم چندان خطر ندی.  په امریکايي مقاماتو کي یوازنۍ واقعي اندېښنه دا ده چي پاکستان د اتمي وسلو او تکنالوژۍ له تور  تجارت او خرڅلاو څخه منع کړي، ځکه پاکستان داتمي  تجارت سابقه لري.  بل دا چي همدا تکنالوژي د مذهبي افراطیانو لاسونو ته و نه ولوېږي.

په پای کی، زه ستاسو دا انتقاد په سراو سترګو منم چي زه عموما په اداري فساد کي د حامد کرزي حکومت ملامت ګڼم.  تاسو کاملا درست وایاست چي بین المللي ټولنه هم پدې فساد کي شریکه ده.  مګر زه د ښاغلي کرزي حکومت پدې ګرم ګڼم چي دا خو افغان دی؛ د همدې خاوري بچی دی؛ او باالاخره خپل دی ، مګر ها بل پردی دی.  زما ګيله له خپله ده.  زه ګومان کوم چي تر هغه وخت پوري چي لمړي ځان اصلاح نه سي، جهان نسي اصلاح کېدای.  بل داچي زه په ایدلویوژیک لحاظ داخلي عواملو ته تر خارجي عواملو لمړیتوب ورکوم.  مګر بیاهم ستاسو څخه مننه کوم چي زما دې افراط ته مو زما پام راوګرځوئ. 

پاڅون صاحب، هیلمن یم چي ستاسو ځينو پوښتنو ته مي جواب در کړی وي.  يو ځل بیا ستاسو څخه تشکر کوم، او په ژوندانه کي بری او نیکمرغي درته غواړم.  زه پوهېږم چي زما جوابونه کامل ندي، او زه دا تشه منم.  والسلام.

ستاسو ورور

واحد فقیري هاري

ښاغلی هاري ته د ښاغلی عمر پاڅون د لیک او پوښتنو د لوستلو له پاره دلته ټک ورکړۍ

 


نورموضوعات:
مرکه: امریکایي فوځیان د فارمي چرګانو په څیردي له واکسین او کانسروشوې پرته ژوند نه شي کولې - حکمتیار (09.01.2010)
د ننګرهار د مفتي معين شاه حقاني سره مرکه (06.01.2010)
چې څوک جنګ راوستی شي هغه ته د سولې چل هم ورځي - درویش لعلپوروال د دعوت سره په مرکه کې (03.01.2010)
فوټبال سرمايه ګزاري غواړي او له سرمايه ګزارۍ پرته پرمختګ نشي کولى (30.11.2009)
هر هغه څوك مي دوست دئ چي د افغانستان د آزادۍ لپاره جنگېږي (مرکه) حکمتیار (09.11.2009)
زما له مړينې وروسته به زما نوښتونوته وده وركړل شي (19.10.2009)
د CBS له خبريال سره د ښاغلی حکمتیار مرکه (26.09.2009)
اوسنۍ موسيقي په پښو تاثير لري خو په زړه يې نه لري - استاد (( منګل )) (25.08.2009)
د ولسمشرۍ له نوماند ميرويس ياسيني سره د نړۍ اونيزې مرکه (22.07.2009)
مولوي عبدالروف صافی ما د ناروې پټو پولیسو یا هم بل کوم ارګان ته کار نه دی کړی (27.06.2009)
د ډاکټر اشرف غني سره د نيوزويک مجلې مرکه (22.06.2009)
د ننګرهار د ارزاقو له ريئس سره د نړۍ اونيزې مرکه (18.06.2009)
د واشګټن ټايمز ورځپاڼې سره د ښاغلي اشرف غني مرکه - هاري (13.06.2009)
مرکه: - متوکل : انتخابات کامل مشروعیت نه لري (02.06.2009)
د يوري كروف نوف سره د افغانستان په هكله د ( ارګو منت نېدېلې) ورځپاڼې مركه (13.05.2009)
د ننګرهار د سرې مياشتې ريئس محمداقبال سعيد سره مرکه (02.05.2009)
ګفتګوۍ بسیار جالب و افشا کننده ژورنالست افغان سید داود یعقوبي (30.04.2009)
د مولانا محمد خان شېراني سره مرکه (05.03.2009)
له ښکلا مجلې سره د ښاغلی صالح محمد صالح په زړه پورې مرکه (09.12.2008)
له ايوون ريډلي سره ځانګړې مرکه : د طالبانو له بنده تر نړيوالې اسلامي بيدارګرۍ (08.11.2008)
د شمشاد ټلویزیون مشرحاجي فضل کریم فضل د دعوت سره په مرکه کې: (09.10.2008)
د دروند لیکوال ښاغلي قا ضي محمد حسن حقيار سره مرکه (26.08.2007)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
::| تازه موضوعات
ښاعلی احمد شاه ملګري د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز سره په مرکه کې
د هیواد د خوږ ژبي شاعراولیکوال عنایت الله پویان سره مرکه
[طالبان، ملي اردو او ملي پولیس يو د بل ورونه دي] شیر یحیا
ښاغلی قریب الرحمن سعید د دعوت سره په مرکه کې
دوکتور روستار تره کی د دعوت سره په مرکه کی
د پاڅون صاحب جواب! هو، امریکایانو چي کومي وعدې د افغانانو سره کړيوې، هغه يې ندي عملي کړي - هاري
مرکه: امریکایي فوځیان د فارمي چرګانو په څیردي له واکسین او کانسروشوې پرته ژوند نه شي کولې - حکمتیار

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]