که په یوي ټولنې کې لیکوالان اوشاعران په
ټوله کې فرهنګي شخصیتونه نه وي دهغې ټولنې پیژندنه اوملي هویت له پوښتنې سره
مخامخکیږي .دادهیوادونوفرهنګي شخصیتونه دي چې دتاریخ په بیلابیلوپړاونوکې دخپل ولس
دملي هویت دژوندي ساتلوله پاره هڅې کوي .
ماکسیم ګورکی وایي :لیکوالان اوشاعران
دټولنې بیرغچیان دي اوبیرغچیان دپوزپه سرلیکوکی حرکت کوي اوخلک ځان پسې راکاږي .
دانګلستان( شکپسیر)اودروسې(پوشکین)،
(تولستوی) دهند(ټاګور) دخپلوهیوادونودپیژندګلوې اوشهرت لپاره ستر
خدمتونه ترسره کړي دي . او افغان ولس په تل پاته توګه پخپلوفرهنګي شخصیتونولکه :
ابوعلی سینا، فردوسي، دقیقي،ابوعبداله رودکي، سیدجمال
الدین افغان، البیروني ،سعدي، منوچهري ،ابونصرفاریابي،
ناصرخسروبلخي،خواجه عبداله انصاري،
مولاناجلال الدین بلخي، نظامي
ګنجوي، رابعه بلخي، فرخي سیستاني، کمال الدین بهزاد، سنايي غزنوي،
عبدالرحمان بابا،
خوشحال خان خټک، شیخ مټی بابا، پیر
روشان، محمودطرزي، اوپه داسی نوروفرهنګي شخصیتونو ویاړي .
په پرمخ تللومترقي هیوادونوکې خلک دخپل
ملي هویت دژوندي ساتلو لپاره د خپلو فرهنګیانو پالنه کوي خو زمونږ په وروسته
پاتې هیواداو افغاني ټولنې کې دژوندیو فرهنګپالو او فرهنګیانولوړ مقام ته څوک پام
نه کوي ،کله چې د کوم شاعر او لیکوال سترګې د ژوندانه له نعمت څخه پټې شې بیا پرې
سمینارونه او غوڼدې جوړوي او په قبر يي اوښکې تویوي .
ددې لپاره چې ما ددغو سپیڅلوخلکو(فرهنګی
شخصیتونو) په وړاندې خپل وطني او ملي پور ادا کړی وي، دا دی زه له یوه داسې
نومیالي شاعر او لیکوال سره مرکه کوم،چې
شعر یي د لوستونکو په زړونومنګولې لګوې او دافغانستان په دوو ملي ژبو(پشتو
اوفارسی-دری)کې شاعري او لیکوالي کوي اوهغه په خلکو ګران
پویان صاحب دی . د پویان صاحب په هکله د افغانستان نومیالي
ژب پوه ښاغلی پوهان
ډاکتر صاحب (زیار) داسی څرګندونې کړي دي :
......زمونږ پوخ او پوخمنګی دوه
ژبیز شاعر او داستان لیکونکی که په هیواد کې څه ناڅه له یو راز غبرګ ژبني فرهنګي
چاپیریاله برخمن ؤ په اوسنۍ جلا وطنۍ کې ګومان نه کوم له ګران مفتاح الدین او
یونیم بل لیکوال پرته نور څوک خوالګر ؤلري .بیا هم دغلته یې له نویو او رنګینو
بیلګو څخه پوره جوتیږي چې دپروان د ارغوانو او غاټولو غوندې یې شاعرانه انځورونو د
هالند له ګلکڅونو او لاله زارونو هم د ورته وینې او مینې رنګ اخیستی او لا یې پسې
ور رنګین کړی او ښکلی کړی دی!
کیدای شي ځینې سختچاري کره کتونکي یې ځینې
شعرونه له ژب ښکلایز پلوه دومره لوړ ؤنه آرزوی، خو ژب آندیز اړخ یې دومره پوخ او
پیاوړی دی چې ډیر بې پیغامه هنري هغه ورسره دستیالی جوګه کیدای نشي
پویان په ټوله پاکزړي او ریښتنولي
دساده ژبې او انځورونوپه هنداره کې له خپلو پاکو ، سپیڅلو، مینه وړو
او دردیدلو ولولوسره خپل هیوادوال او بیا د هر انسان دردونه او ارمانونه سره غاړه
غړۍ کړي دي او راځلولي دي ،زه باور لرم چې هر بورژلی هیواد وال به په کې د خپلې
خوښې خور منځ ډیر څه ومومي او په همدې مینه او ولوله به یې له لوستلو او
اوریدلو خوند او اغیز واخلي-ما خویې ټول دیوان په خوندخوند ولوست او ټولو شعرونو
یې په زړه منګولې راولګولې مګر آزادو او سپینوهغوی يي په ځانګړی ډول له همدې لامله
یي دا یوه ښکلې بیلګه له نورو مینه والو سره په ګډه لولم .
۱-پوښتنه : دسلام او
درناویو په وړاندی کولوکه راته ؤوایاست څرنګه شاعر او
لیکوال دخپلې ټولنې شوې؟
ځواب : هر انسان دخپلې ټولنې محصول
ګڼل کیږي ، زه هم د خپلې افغاني ټولنې محصول یم.زما فکري او روحي انداز او
څرنګوالی ، زما غم اوزما خوشحالې ، زما ژړاګانې او زما خنداګانې زما هوساینه
او زما درد زما د ژوندانه د چاپیریال محصول او زیږنده ده . خدای شته ، مانه
غوښتل چې شاعر اولیکوال شم، خو د ټولنې نا خوالو او کړاونو ، ستړیاوو دشعر د
تخیل له خوږې او ترخې دنیاګۍ سره آشنا کړم او کله چې زه شعر لیکم ورسره ژاړم
او کله هم ورسره خاندم . ژړا مې د ټولنی له غمونو څخه سر چینه آخلی او خندا
مې د ولس له خوشحالیو او بریاوو څخه را خوټیږي . په شعرونو کې مې هم ژړا او
هم خندا پرته ده .
۲-پوښتنه : د تاسو په نظر
شعر څه ته وایي ؟
ځواب : شعر یوه عربي کلیمه ده او د
باریکۍ او نریوالي په نامه تر جمه کیدای شي . زما په آند هر هغه هنري
پدیده چې د خلکو په عواطفو او احساساتو باندې اغیز غورځوي ، هغه شعر دی
.کیدای شي دغه هنری پدیده د انځورګر یو په زړه پورې انځور او یا د یوه داستان
لیکونکي لڼد هنري داستان او یا د کومې نڅاګرې پیغلې زړه وونکې نڅا او یا د
کوم ټنګ ټکور غږونکي په زړه پورې نغمه او سندره وي . خو شایي دا خبره
هیره نه کړو چې هر منظوم کلام ته شعر نه شو ویلای .له بده مرغه
زمونږ خلک د منظوم کلام او شعر تر منځه توپیر نه کوي او د ناپوهو ژرند ګړو
په څیر جوار او وربشې ، غنم او شاخل دژرندې په یوه
خورکې وړه کوي او بیا پرې د شعر نوم ږدي . منظوم کلام هغه وخت د شعر
په نامه یادیدای شي کله چې دشعر جوهر په کې پروت وي او دخلکو په عواطفو او
احساساتو ژور اغیز وغورځوي .
۳-پوښتنه : په شعر کې حماسه څه
ته وايي ؟
ځواب : حماسه او تراژیدي سره
تړل شوي ځانګړې پدیدې دي . له تراژید پرته حماسه جوړیدای نه شي . کله چې یو
سرباز د خپل وطن او خپلې ټولنې دملي حاکمیت او استقلال د ساتنې لپاره سر
شندنې ته چمتو کیږي او سر شندنه کوي په ادبیاتوکې د دغه حالت بیان ته حماسه
ویل کیږي او کله چې د سر شندونکي سپاهي د کورنۍ غړي د هغه د قبر او هدیرې د
پاسه د غم اوښکې تویوي او ژاړي د دغه حالت بیان د تراژید په نامه
یادیږي . په پخواني (مصر) کې د دې لپاره چې د نیل سین سیلاونه
جاري نکړي او د خلکو کروندې او کورونه له ځان سره لاهو نه کړي نو خلکو
به د مذهبي او دیني عقیدو په بنیاد د نیل دتحفی او قربانۍ په توګه یوه حسینه
جلکۍ د نیل څپوته سپارله . دغه حالت یو حماسي حالت و ، خو دا چې دجلکۍ خپلو
خپلوانود هغې جلکۍ د مړینې او مظلومتیا لپاره اوښکې تویولې دغه یوه
غمیزه او تراژیدی خبره وه . د مور واکۍ یا مادر شاهي په مناسباتو کې د قبیلې ملکې
به د قبیلې له یوه تکړه پهلوان ځوان سره -همبستره کیداله نو کله چې به ملکه له دغه
پهلوان څخه د زوی مور شوه د دې لپاره چې په قبیلې کې د لوږې لمن ټوله شي او
په غلواو دانوکې زیاتوالی راشي -نو دملکې په فرمان خلکو به ددغه ځوان وینې او غوښې
په کروندو کې شندلې . دا چې دغه ځوان دغلو او دانو د زیاتیدو لپاره ځان
وژنې او له ملکې سره جنسي جماع ته چمتو شوی و ، هغه یوحماسه جوړونکی ځوان و
او د هغه د خپلوخپلوانو لپاره دغه یوه غمیزه وه .
۴-پوښتنه : په پښتو کې لمړی شعر د
چا شعر دی ؟
ځواب : زما په آند لمړی شعر د بیټ
بابا ( لویه خدایه لویه خدایه - ستا په مینه هرهر ځایه - غر ولاړ دی درناوۍ کې -
ټولې ژوې په زارۍ کې) شعر دی او ځینې خلک په پښتو ژبې کې د امیر کروړ
( زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته - په هندوسندو په تخاراو کابل نشته -
بل په زابل نشته - له ما اتل نشته )
لمړی شعر بولي او دغه شعر په کال (۱۳۹) کې ویل شوی دی .
ځواب : په سپین ژیرو شاعرانو کې
ګران استاد سلیمان لایق ته د احترام سر ټیټوم او په ځوانوشاعرانو کې
مې د افغانستان دسیمه ایزو چارو د مرکز رییس ځوان شاعر لیوال صاحب
شعرونه خوښ دي اودفارسۍ په ادب کې دفروغ فرخزاد له شعر سره بې کچه مینه لرم .
۶-پوښتنه : هر شاعر اولیکوال
دخپلولیکنواوشعرونو لپاره ځانګړی سبک لري تاسو دکوم سبک پیروي کوی ؟
ځواب : داچې ځنې خلک وایي : دالیکوال او
شاعر پخپلوشعرونو او لیکنوکې دخراسان او عراق او هغه بل دهند دسبک پیروي کوي زه له
دغو نظریو سره هم غږی نه یم زما په آند دزرکې تګ دزرکې تګ دی او دکاغیودټوپ
وهلو تګ دکاغیو تګ دي اوداوښ ځغاسته داوښ ځغاسته ده او دآس منډه د آس منډه
ده همدارنګه په ادبیاتوکې لیکوال او شاعران د خپلو لیکنو لپاره ځانګړی
سبکونه لري درحمان بابا دغزلوسبک دهغه خپل سبک دی اودخوشحال خټک دغزلوسبک دهغه خپل
سبک دی او زه هم پخپلولیکنو کې ځانګړی سبک لرم چې زما خپل سبک دی .
۷- پوښتنه : سپین شعر او
نوی شعر اوکلاسیک شعر سره څه توپیر لري ؟
ځواب : سپین اونوی شعر چې ځني خلک
یې د (نیما) او(شاملو)دشعرونوپه نومونوپیژنې دفارسي له ادبیاتو څخه پښتو ادبیاتوته
لاره پرانیستې ده اودعروضی وزن له قالب څخه بهر په خاص وزن اوځانګړي فورم کې لیکل کیږي
خو کلاسیک عروضي شعرونه دعروضي وزن په چوکات کې لیکل کیږي اوعروضي شعر دعربي له
ژبې څخه پښتو اوفارسۍ ته لاره پرانیستې ده دپښتو او فارسی غزلې د عروضي وزن په
قالب کې لیکل کیږي او ځنې خلک چې تش په نامه شاعران دي او
عروضو په اصولو یې سر نه خلاصیږي وایې : پښتو شعر یوازې هیجایي وزن لري او ضروري
خبر نه ده چې د فارسي او عربي شعرونو په څیر دې دعروضو دوزن په قالب کې ولیکل شي
خو زه له دغې خبرې سره همغږی نه یم او دپښتو کلاسیک شعر لپاره د عروضو اصول ضروري
بولم .
۸- پوښتنه : که دلنډیو په
هکله خپل مالومات را سره شریک کړی مهرباني به مو وي ؟
ځواب : د پښتو په ادبیاتو کې لنډۍ د
اولوسی او فلکلوریک ادب لویه برخه جوړوي او په شفاهي توګه له یوه پښت څخه بل پښت
ته انتقالیږي او خاص شاعران نه لري او دؤلسونو شریکه معنوي شتمنۍ ګڼل کیږي دا چې
لنډۍ د ولسونو له هیلو او شریکو ارمانونو او ټولنیزو روحي تمایلاتو څخه را
زیږیدلې دي نو ځکه د هر چا لپاره د منلو وړ شعرونه دي دپښتو په ادبیاتو کې د هرې
موضوع لپاره د ولسونو له خوا لنډۍ ویل شوې دي او ولسونه یې د ټنګ ټکور په څپو او
یا یې بې له ټنګ ټکوره زمزمه کوي دا دي د (سلام) په هکله هغه لنډۍ چې له
کوچینوالې رانیولې تر دې دمه پورې زما په ذهن کې پرتې دي .
سلام دې راغی ته را نه غلې + زه به دې څه
کړم بې دیدنه سلامونه
پاس په آسمان کې د ر زهار دی + سیف الملوک
دی د بدرۍ سلام ته ځینه
۹ - پوښتنه : دمتلونو په هکله
ستاسو نظر څه دی ؟
ځواب : دپښتو په ادبیاتو کې متلونه هم
دلنډیو په څیر د فلکلوریک ادب برخه جوړوي او په شفاهي توګه له یوه نسل څخه بل نسل
ته لیږدول کیږي دهر متل شاه ته ځانګړې کیسې پرتې دي او هر متل د خاصو
مطالبو په وړاندې ویل کیږي او کله کله لیکوال او شاعران د متلونو مطالب
پخپلو شعرونو او لیکونو کې را نغاړي ما پخپلو شعرونو کې د پښتو ځینې متلونه
را نغښتي دي او په یوه شعر کې داسې راغلي دي :
په هر کاڼي
بوټي وینم، د شهید
وینه پرته ده
حماسې یي جوړې کړې ، د
غیرت شمله اوږده ده
بیا څپاند به شي رودونه ، بیا به وچ
چمن سمسور شي
که ؤلس کې
پیوستون وي، دا د زړونو
عقیده ده
که زه ته شم او ته زه شې
، هم به ته شې هم به زه شم
دا متل د
پښتنو دی، د وحدت
ګوړه خوږه ده
۱۰- پوښتنه : په اوسنیو شرایطو کې
په وطن کې دننه او له وطن څخه بهر دشعر او لیکوالۍ وضیعت څرنګه
ارزیابي کوی ؟
ځواب : په ځانګړي توګه دپښتو په شعر کې
نوي شاعران را ټوکیدلي دي چې شعرونه یې پاخه او د منلو وړ شعرونه دي
خو په دغو ځوانو شاعرانو کې زه داسې شاعران پیژنم چې عروضي شعرونه لیکي خو
دعروض په اصولونه پوهیږي اوپه شعرونوکې یې د عروضي وزن نیمګړتیاوې لیدل کیږي
او دا چې په عمومي توګه د عروضي شعر د پیژندګلوۍ په هکله د خلکو د پوهې
معیار ټیټ دی نو ځکه د کاذب شهرت له امله دغه شاعران خلک د وتلو
شاعرانو په نومونو ستایې د ځان د درملنې لپاره خلک ډاکټر نه
پیژني او د کاذبو شهرتونو خاوندانو کوډګرو ملایانو او د حکیمجي
صاحبانوته ورځي .
ځواب : واده می کړی دی، لور
نه لرم ، د پینځو زامنو پلار او د شپږو لمسیانو نیکه یم او دلته
د هالند د(رورموند) په ښار کي له خپلې کورنۍ سره د ژوندانه خوږې او ترخې تیروم او
د کمپیوټر شاه ته ناست یم او شعرونه لیکم .
۱۳-پوښتنه : پویان صاحب د وطنوالو
لپاره څه خبرې او پیغام لرې ؟
ځواب : وطنوالو ته وایم ، د خدای
(ج) روی ته وګورﺉ . فارسی او پښتو دواړه زمونږ د وطنوالو ملي
ژبې دي- د جهالت او نا پوهۍ له ټټو څخه کوز شۍ په کورکې کورګې مه
جوړوی او د پښتو او د فارسي د ژبو د بې ځایو اختلافونو غړکې مه شاربی او د
وطن د ویجاړ حال په فکر کې شی .زور او تشدد کارول د وحشي ځناورانو کار دی، له تشدد
څخه لاس په سر شی او د وطن دعمران او آبادۍ لپاره ملاوې ؤ تړی او د خبرو
مرکو له لارې خپلې کشالې حل کړی
.
له تاسو مشر ورور عنایت الله پویان څخه
ډیره مننه کوم چې له ما سره مو مرکه ؤ کړه .
زه هم له تاسو څخه شکریه ادا کوم چې له ما
څخه مو پوښتنې ؤ کړې .
دښاغلي پویان صاحب د شعری
دیوان (منصوري چیغې)څخه موڅو دشعرونو ګلدستی ټاکلی دي چې تاسوته یي وړاندی
کوم .
دو بیتی ها،
بهار آمد
می احمر ندارم + خروش
زندګی بسر ندارم
بیا ساقی یکی جامی بمن
ده + به فصل ګل زمی بهتر ندارم
===========================
هلال عید به ابروی تو ماند +
بنفشه ها به ګیسوی تو ماند
خمار نرګس شهلای بهار
+ به چشم مست جادوی تو ماند
===========================
چه حاصل کز غم هجرش
بمیرم + که او از مرګ من پروانه دارد
چه حاجت با
همه آه و فغانم + که با روی شمعش
پروانه دارد
===========================
ترا باغ و
مرا ګل آفریدند + ترا جان و مرا دل آفریدند
مرا از استان بیرون کردند
+ به تو جام تسلسل آفریدند
=============================
دو چشمش عین بادام است خدایا
+ دو زلفش حلقه دام است خدایا
دو ابرویش کمان
تیر سرباز + روخش چون ماه تابان است خدایا