Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - ښاعلی احمد شاه ملګري د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز سره په مرکه کې
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
مرکې Interviews
 
ښاعلی احمد شاه ملګري د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز سره په مرکه کې
Friday, 18.06.2010, 10:08pm (GMT)

ښاعلی احمد شاه ملګري د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز سره په مرکه کې:

ولسمشر کرزی صاحب پدي ښه پوهیږي چې همدا اوس د کندهار ولایت په هر کور کې جنازۍ ایښودل شوي، او هره کندهارۍ مور، خور، پلار، او په مجموع کې د کندهار ټول وګړي د ویر پر ټغر ناست دي

ولسمشر کرزی صاحب پدي ښه پوهیږي چې همدا اوس د کندهار ولایت په هر کور کې جنازې ایښودل شوي، او هره کندهارۍ مور، خور، پلار، او په مجموع کې د کندهار ټول وګړي د ویر پر ټغر ناست دي

بزګر- کولی شۍ د هر څه مخکې د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز ویبپاڼې دعوت ته د ځان په اړه معلومات ورکړۍ، سره د دي چې ستاسي لیکني په دعوت کې پخوا خپرې شوي دی خو بیا هم په لنډ ډول؟

ملګری   -

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيْمِ.

الحمدولله وصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله و صحبه، آما بعد: زما نوم  )احمدشاه ملګری (د کندهار خلک مي د پاچا خان په نامه پیژنې) د افغانستان د لویې پکتیا اوسیدونکی. لومړنې زده کړې مي تر اتم ټولګی پوري په بی بی شمسو ښوونځی ، او دولسم ټولګی پوري مې د حبیبیې په عالی لیسه کې تر سره کړي. په کال ۱۹۹۴ کې  د ډیرو افغانانو په څیر زه هم ګران هیواد پریښودو او کاناډا ته  په مهاجرت مجبوره شوم. په کاناډا کې د کارلټون په پوهنتون کې د سیاسی علومو په رشته کې مي زده کړه کړي.

بزګر- تاسو دا وروستي وختونه په کندهار کې یاستۍ کولای شۍ هغه څه چې تاسو ته معلوم دي زموږ سره شریک کړۍ چې د قندهار حالات په څه ډول دی او کومې لوبې دغلته روانې دي؟

ملګری  - مونږ او تاسو افغانان یو متل لرو چې وايې: پلار دې سورو مړ کړو که په پښو)پیادو(، نو هغه خوار غریب ورته وویل چې د ما د ښي ېې وویست !

اوس به راشو اصلي موضوع ته  او هغه دا چې دا یو نه پټیدونکي واقعیت دي چې د لرغوني کندهار ولایت پتمن او غیرتي ولس له  امنیتي او اداري ستونځو سره مخامخ دي. هره ورځ ویني تویږي په هر کور کې شهید او داسي څوک به پیدا نکړي چې کړیدلی  او ځوریدلي نه وي.خلک ډیر ستړي شوي.   فلهذا په داسي اضطراري او خطرناک حالت کې د ټولو پوهانو ، علماو، منورینو، سیاسي کارپوهانو، او عامو وګړو ایماني او وجداني دنده دا ده چې تر هر څه وړاندي د وینو تویدلو ، او ډلیزو انسان وژنو مخنیول  وشي. دا چې په هر ډول کیږي!

بزګر- کندهار د افغانستان تاریخي او لومړني مرکز او لږ مخکې د طالبانو معنوي مرکز او اوس د جنګ جګړو، وژلو، ورانواو او قتلولو په مرکز بدل شوی، دا هغه څه دی چې افغاني او بهرنۍ رسنۍ ترینه ډکې دی، تاسو موږ ته د کندهار په باره کې څه ویلای شۍ؟

ملګری  - د ا خو ټولو ته جوته او ښکاره ده چې لرغوني ګران کندهار د تاریخ د باتورو میړنیو غازیانو، د خپلواکۍ د لارې مخکښانو، د تنویر او پرمختګ د لارو مشرانو، او د افغان د سپیڅلي مقاومت د شهیدانو ټاټوبې دي. کندهار د ارواښاد ټولواک ستر احمدشاه ابدالی ، د لوی ټولواکه نیکه ارواښاد میرویس خان او د خپلواکې د سرکښو پښتنو وطن دي. کندهار د هغۍ پښتني مور بي بي ټاټوبي دي چې د ګران هیواد تاریخ يې  د خپلواکي له نارو او عزمتونو ډک دي او خپلو میړنیو بچو ته دا ناري وهي چې:

که په میوند کې شهید نسوې            خدایږو لالیه بې ننګي ته دې ساتینه

خو ډیر په خواښیني سره باید ووایم چې  نن ورځ يې د بچو ویني لکه د ګل پاڼي الوزي۰ اود بچیانو د وینو تویدلو تماشه یې په چپه خوله کیږي۰ داسي ښکاري چې افغانانو ته خپل نصیب په وینو سور ورسیدلي دي۰  

بزګر- د کندهار او یا د لوی کندهار د ورانۍ، تباهۍ او مرګ او وژلو مسئولبت تر ډیره د چا په غاړه دی د بهرنیو په غاړه، د لوی کندهار اداري مشرانو او که د افغانی امنیتي ارګانونو په غاړه؟

ملګری  - د لوي کندهار د ورانۍ او تباهۍ ، مرګ او ژوبلې مسؤلیت د بي امنیتۍ ، کمزورې ادارې، او د پښتنو تر منځ د نفاق او نه یو موټي کیدو پر غاړه دي۰ او بل داچې  د عامو خلکو او د کندهار د ادارې تر منځ تفاهم او هماهنګي نشته، نو همدا دلیل دي چې عام خلک له ادارې څخه ملاتړ نکوي. که په کندهار کې داسي یوه اداره رامنځ ته شوي واي چې ټولو قومونو او عامو وګړو ته د منلو وړ وي ، نو د کندهار خلک به د اوسني له ویره ډک حالت سره نه واي مخامخ.

بزګر- څه باید وشي او ستاسو په اند یې د حل لاره څه ده چې د کندهار نوم د جنګ پر ځای د سولې په ښاره او سیمه بدل شي او اوسیدونکو ته یې د ژوندانه لومړني ضرورتونه برابر شي؟

ملګری  - د کندهار د ولایت لپاره باید فعاله، منظمه، او غښتلي ادارې نظام پکار دي. دا اداره باید په مختلفو برخو کې لکه  په اداره کې وړتیا او کیفیت ،ملی امنیت، پولیس، بیارغونه، او خلکو ته د کار د موندلو منظم پلانونه ولري. همدارنګه د کندهار د خلکو او ادارې تر منځ د تفاهم له لاري د اعتبار او اعتماد فضا را منځ ته کړاي شي، د کندهار خلکو ته باید د ادارې په جوړولو کې غټه ونډه ورکړل شي.  دا پلانونه باید عملي او ملی بڼه ولري.  د نړیوالو ټولنو له زیرمو څخه د کندهار د امنیت، د بیارغوني ،او عام المنفعه چارو کې  پوره ګټه اوچته شي۰ د کندهار پولیسو تشکیلات باید ملی شي. کندهار کې د مسلکې پولیسو جوړول د امنیت په ټینګښت کې ژوره اغیزه درلوداې شي. په دي دلیل، په کندهار کې حاضر وخت مونږ دري امنیتي ارګانونه لرو، لکه د وسلوال پوځ ۲۰۵ اتل قول اردو لمړي لوا چې د کندهار مسؤلیت ورپه غاړه دي، د کندهار ملی امنیت چې استخباراتي شبکه او ارګان دي، او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د کندهار امنیه قومانداني ده. د وسلوال پوځ لمړي لوا په خپل تشکیل کې څلور کنډکونه لري چې یو کنډک يې لوجستیکي او یا اوپراتیفي دي او دري محاربوي کنډکونه لري۰ لکه څرنګه چې ما پورته اشاره وکړه چې د مسلکي پولیسو نشتوالي له امله مجبورآ د وسلوال پوځ کنډکونه په امنیتي پوستو کې ځاي پر ځاي شوي، او په نتیجه کې د وسلوال پوځ محاربوي واک يې  ورکم کړي.  کله چې په کندهار کې مونږ منظم پولیس ولرو، نو د امنیتي پوستو او کمربندونو امنیت به د حوزو یا ناحیو په چوکاټ کې پولیسو ته وسپارل شي۰ او وسلوال پوځ به د کندهار په مختلفو سیمو کې لکه پنجوايې، ژیړي، سپیروان، شاه ولی کوټ، سپین بولدک، میوند، خاکریز، کې د ژرځوابه ځواک ماهیت غوره کړي۰ لنډه دا چې ښه پولیس باید ورزول شي، او وسلوال پوځ محاربوي ځواک او قدرت باید هیڅکله هم له لاسه ورنکړي۰

بزګر- په دې وروستیو څلور پنځو ورځو کې ستاسو نوم په بینوا او دعوت کې راغی. په بینوا کې ستاسو پوره مرکه او نورې دوه لیکنې په دعوت کې د هغه چا له لورې چې ستاسو خواخوږي او پلویان بریښي، ستاسو نوم د کندهار د ولایت له پآره د یوه موزون او مستحق شخص به ډول واخیستل شو تاسو په دې ټوله سناریو کې څه وینۍ او دا هر څه څه ډول ارزیابي کوي او ولې دا هر څه په یوه وخت کې کیږي؟

ملګری – زه د ګران هیواد افغانستان  ټولو ملی پوهانو، علماو او روحانیونو ته په ډیره درنه سترګه ګورم۰ هر ملی  افغان، سیاسي کارپوه، او د ملی نظر خاوندان دا هیله لري چې په خپل ګران هیواد او پلرني ټاټوبي کې سوکالي او نیکمرغي راشي، او د یو خپلواک او باثباته هیواد لپاره خپل قلم او پوهه په کار واچوي، دا ځکه چې د ملت او هیواد په وړاندي مسؤلیت احساسوي، او دنیاوي او اخروي مسؤلیت يې ګڼي. نو کومي لیکنو ته چې تاسو  په خپله پوښتنه کې اشاره وکړه ، د ا لیکني  له هیواد او د کندهار له خلکو سره  د هغو لیکوالانوځانګړي میني او د اخلاص ښکارندویه دي۰ نو د خپلو لیکنو له لاري غواړي په هیواد کې ډاډ منه د امن فضا رامنځ ته شي۰

 دا چې ټول ولي په یو وخت کې کیږي ، له ډیره بده مرغه د کندهار ولایت امنیتي حالت ورځ په ورځ خرابیږي ، دولت او د کندهار اداره د خلکو پوښتنو ته ځواب نشی ورکولي۰  په دي ورستیو کې په کندهار کې چې څه تیریږي هغه ستاسو څخه پټ ندي ،همدا دلیل دي چې خلک ځواب او امنیت غواړي۰ 

بزګر- د کومه ځایه چې مو زه پیژنم ستاسو د پښتو او پښتنو په درددرمن یاست او د دې له پاره ستاسې لیکنې د دعوت په ارشیف کې شتون لري. اوس چې په مجموع کې ټول پښتون ولس د تباهۍ او د یوې لویی لوبې قربانی دی، څه باید وشي چې د پښتنو وژنه او د سیمې ورانونه یې په خپلو سیمو کې بنده شی؟

ملګری – د پښتون قام د تباهي او ورکیدو پلانونه خو له ډیر پخوا تړل شوي، او په ډیر منظم ډول کار پري کیږي او قدم په قدم پر مخ روان دي۰ دا څو وجوهات او اړخونه لري۰ زه يې دلته د وخت د نشتوالي په وجه د یادولو څخه ډډه کوم ۰ اوس به راشم دي ته چې په اوس حالاتو کې مونږ څه کولي شوو؟ په دي کې هیڅ شک نشته چې پښتانه په توره ډیر غښتلي دي، خو د مونږ لویه ستونځه دا ده چې له حکمت او هوښیاري څخه کار نه اخلو۰ په هر څه کې له احساساتو کار اخلو۰  د ا یو ښکاره واقعیت دي چې نن ورځ د پښتنو د عالم او عامي، پوه او ناپوه، مشر او کشر تر منځ توپیر له منځه تللي دي۰ هغه د پښتنو خبره چې هر سړي من دي۰  نو فلهذا په نتیجه کې پښتانه نړیوالو ټولنو ته په ډیر بد نوم ورپیژندل شوي۰ په اوسني حالت کې پښتانه باید په ډیر زړورتوب، هوښیاری، شفافیت  او وضاحت سره د نړیوالو ټولنو ماغزه د پښتون ضد ناوړه تبلیغاتو او ناوړه افواهاتو ورپاک کړي۰  او په عین وخت کې د پښتنو ستونځي او د هغوي خوابدۍ نړیوالو ته پداسي ډول جوته کړي چې د نړیوالو ټولنو سر پري خلاص شي۰ تر څو اساسي او اصولي  د حل لاري چاري ولټول شي۰  

بزګر- ښاغلی کرزي ته د کندهار د حالاتو او د حالاتو د ښه کولو له پاره څه ویلی شۍ؟

ملګری –  جناب ولسمشر حامد کرزی ته د افغانستان خلکو لاس پورته کړي او هغه يې د خپل ولسمشر په ډول منلی. د ولسمشر حامد کرزی  لپاره به ډیره ګرانه وي چې ټولو چارو ته ځان ورسوي، او د خلکو ټولو پوښتنو ته ځواب ووايې. نو دا د ولسمشر کرزی لپاره ضروري ده چې په ځان وړ او با احساسه وګړي راټول کړي. ولسمشر کرزی صاحب پدي ښه پوهیږي چې همدا اوس د کندهار ولایت په هر کور کې جنازۍ ایښودل شوي، او هره کندهارۍ مور، خور، پلار، او په مجموع کې د کندهار ټول وګړي د ویر پر ټغر ناست دي۰ دا حالت نور د منلو وړ ندي او لدي حالت څخه د کندهاریانو د خلاصون لپاره  باید لاري چاري ولټول شي۰ دا کار  فعاله عمله، کلک هوډ، صادقانه هڅي، او د دي غیرتمندي پاکې خاوري ریښتیني بچي غواړي۰

بزګر- د راروانو عملیاتو په اړه چې په رسنیو کې ډیره ډنډوره ورته وهل کیږي دا به هم د هلمند مرجه د عملیاتو په څیر ناکام، د پښتنو کورونه به وران، د لسګونو کسانو مرګ ژوبله، او د لسګونو زرو نورو په بې کورۍ او د خپلو سیمو نه به وتلو تمامه شي او که د کندهار د عملیاتو نتیجه به بل څه وي تاسو پرې څه تبصره کولي شۍ؟

ملګری– د ګران هیواد د ثبات مسئله  که چیرته د نظامي عملیاتو له لاري حل کیداي شوي ، نو دا نهو کلونو نظامي عملیاتو چې د ناټو او افغان ملی اردو او پولیسو لخوا په مختلفو سیمو کې تر سره شوي باید حل کړي واي۰ نظامي عملیاتو تر اوسه کومه ځانګړي نتیجه نده ورکړي۰ که چیرته  د ا عملیات د تیرو عملیاتو په څیر وي، نو نتایج به  يې نه یواځي دا چې ښه نوي، برعکس کیدي شي منفي اغیزه ولري ۰ ځکه چې حکومت او ناټو د څو میاشتو راپدیخوا کندهار کې د عملیاتو ډنډورې غږوي۰ خو تر اوسه د عملیاتو درک نشته۰  هغه لوستونکې چې په نظامي دکتورینو پوهیږي او محاربوي اړونده  چارو سره اشنايې لري دا به خامخا ومني چې د نظامي عملیاتو پلانول او تر سره کیدل باید سریع او پټ ماهیت ولري ۰ نو د دي ډنډورو څخه په استفادي ټول ګروپونه د کندهار ښار ته راټول شوي، او په چیریکې عملیاتو يې لاس پوري کړي۰ په ولسوالیو کې امنیت دومره خراب دي چې خلک یې ښار ته په کډه کولو مجبوره کړي۰   د کندهار په ښار کې دومره  خلک راټول شوی چې  هوايې مرمې فیرول هم بې له وژلو نه وي۰ که د ښار په منځ کې عملیات تر سره شي، دا ښکاره ده چې ډیر ملکې تلفات به له ځانه سره ولري۰ زما مخلصانه غوښتنه له دولت او ناټو ځواکونو څخه دا ده چې د کندهار پر عملیاتو دي یو ځل بیا له سره غور وکړي۰ تر کوم ځایه چې زه د عملیاتو په پلان خبر یم ، د عملیاتو پلان ډیرې نیمګړتیاوي لري، په ښار کې نظامي عملیات هغه وخت نتیجه ورکوي چې سرحدي سیمو کې امنیتي پوستي ځاي پر ځاي وي او د مخالفینو د تګ راتګ، او اکمالاتو مخه ونیسي۰ تر هغه وخته چې بند تیمور او قلعه شامیر او نورو ولسوالیو کې  چې د ستراتیژک  لحا ظه ارزښت لري  هلته امنیتي پوستي او نظامي مرکزونه ځاي پر ځاي شوي نوي، د کندهار په ښار کې نظامي تحرکات نتیجه نه ورکوي۰  او زه په ډاګه دا ویلې شم چې دا عملیات تجدید د نظر غواړي او که تجدید نظر په کې ونشې ډیر ناوړه منفي عواقب به ولري ۰ښه خو به دا وي چې د عملیاتو پر ځاي خلکو ته د کار زمینه برابره کړاي شوي واي، د بیارغوني چاري د ګړاندې شوي واي، د ملی پخلاینې پړاو ته د عمل جامي ورواغوستل شي۰ بیکاري لوېه ناروغي ده، او جګړه د بیکاري زیږنده دي۰

 

بزګر- که تاسو د کندهار والي وټاکل شۍ تاسو به څه وکړۍ چې نورو نه دي کړي؟

ملګری -  زما په شخصي نظر هیواد او هیوادوالو ته خدمت باید عملي بڼه ولري۰ یو څه باید تاسو ته جوت کړم، هغه دا چې د افغانستان خلکو ته که څوک د زړه له کومي په صداقت او ایمانداري سره  کار او خدمت وکړي ، نو ډیر ژر د خلکو ملاتړ تر لاسه کولي شي۰ زموږ تاریخ دا جوته کړي ده۰ د افغانستان په تیره بیا لوي کندهار غټه ستونځه دا ده چې خلک له مرکزۍ دولت، او ولایتي ادارو څخه ملاتړ نکوي۰ ځکه چې خلکو ته کار ندي شوي ۰ زه پدي ټینګ باور لرم چې د پښتنو نني  ستونځه په یو او بل پسی په سپکو او سپورو ویلو نه حل کیږي۰ هیڅ انسان له تیروتنو تش ندي۰

په کندهار کې لکه څرنګه چې په کراتو مراتو وویل شول، په اداره کې کیفیت او وړتیا پیدا کول ضرورې دي، تر څو د خلکو چوپړ ته په صادقانه ډول  چمتو وي۰ د کندهار د ملی پولیسو ریفورم تر څو په خپلو دندو کې بریالي  وي۰ د ناټو میشتو ځواکونو سره ژوره هماهنګي دیره د ارزښت وړ ده۰ همدارنګه د ناټو او نړیوالو ټولنو له زیرمو څخه په ګټي اخیستو د بیاودانولو  او بیارغونو چارو ګړندیتوب ته ځانګړي پاملرنه۰ د کندهار د خلکو، دولت، او نړیوالو ټولنو تر منځ د اعتماد هماهنګي او همکاري چاپیریال رامنځ ته کول دي۰ لکه څرنګه چې ما ویلي، زه له ټولو مشرانو سره بلا استثنا ډیري نیکي اړیکي لرم، او له هیچا سره شخصي تړون نلرم، نو زما دا موقف په کندهار کې د مسؤنیت ، همکاري لپاره د ګډ تعهد ښکارندوي دئ۰ زه په دي باور لرم چې د کندهار له مشرانو، کندهار امنیتي ځواکونو، ناټو  ځواکونو، او نظامي او سیاسي کارپوهانو سره له ناستي ولاړي له لاري د ارزښت وړ ګډو موضوعاتو سره مي ژوره اشنايې او پیژاندګلوي تر لاسه کړي ده ، او له شکه  پرته به مونږ ته د یوه ټینګ او ابتکاري عمل لارښوونه وکړي او په دغه توګه په اداره کې به اصلاحات راشي، او امنیت او بیارغونه به پراختیا ومومي۰ همدارنګه د ستونځو د حل لپاره به د بیلابیلو امنیتي ځواکونو تر منځ مثبت او منسجم عکس العمل رامنځ ته کړي۰  

بزګر- د لوی کندهار د اوسیدونکو، د بهرنیو قواو او افغان حکومت اعتبار به په تاسو څومره وي او صلاحیتونه به مو څنګه وي؟

ملګری – تر ټولو لومړي ما ته د لوی پروردګار)ج( او د خپل ځوریدلي ملت اعتبار د ارزښت وړ دي۰ خو الحمدو لله  ما په ډیره لنډه موده کې په لويې کندهار کې  وکولای شوي چې د امنیت د ټینګښت، بې سوادی او فقر د له منځه وړلو لپاره په نه ستړي کیدونکو، جوړونکو نظریاتو چې د ریښتنوالی په چاپیریال کې وي، د کندهار ولایت پتمنو ولسی  قومي مشرانو، د ولایتي شورا ټاکل شويو ډیرو غړو، او د ناټو تر مشري لاندي د میشتوو ځواکونو ، او د خپلوملګرو اعتماد او ملاتړ تر لاسه او زه د دوی د تحسین وړ وګرزیدم۰

وايې چې ښکلا د لیدونکي په سترګو کې ده، د دغه بیان پر بڼسټ د کندهار ولایت پتمنو درنو قومي مشرانو د کندهار د شورا ډیرو غړو او زما ملګرو لخوا زما په هکله په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان، د افغانستان د سویلي سیمو )ایساف( قوماندان، او په افغانستان کې د کاناډا د ګډو پوځونو عمومي قوماندان  ته وړاندیز وشو تر څو زه د ستر بابا او خدای بخښلي نیکه په ټاټوبي او د افغانستان د ټاکل شوي دولت په چوکاټ کې د اولسي درنو مشران او خپلو ملګرو په ملاتړ په رسمي او عملي توګه د دغو سپیڅلو هیلو د تر سره کولو لپاره لاس په کار پوري کړم۰ د داسي ځلانده وړاندیز رد ول د افغانانو د دود او دستور له مخي لویه بي ادبي ګڼل کیږي۰ د دي بې ادبي د مخنیوي لپاره ما د درنو قومي مشرانو او خپلو ملګرو وړاندیز ومانه۰ وروسته د دغه وړاندیز خوشاله بوی د ورځپاڼو، تلویزیون ، او حتی د کاناډا د پارلمان پزي ته ورسید چې ډله ایزه خبري رسنیو ددغه وړاندیز په باب تبصري وکړي، او د ناټو مرکزي دفتر او د کاناډا په پارلمان کې دغه مطلب مطرح شو۰

بزګر- د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز د فعالیتونو، خپرنیز او مطبوعاتي رسالت يې څنګه ارزوۍ؟

ملګری – زه د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز قدرمنو او درنو چلونکو ته د زړه له کومي د درناوي مراتب وړاندي کوم، چې د افغاني ثقافت، ادب، او کلتوري چارو ډګر يې پر مخ بیولي دي۰ او دوي ته په دي لار کې د لوي څښتن تعالي څخه ډیر توفیق او بریاوي غواړم۰ ګران هیواد کلتور ، ادب او ثقافت د جګړو له امله له تباهي سره مخامخ شوي وو، خو ستاسو په شان ټینګ عزمه د قلم او ادب د لاري مبارزینو په  لوړهمت د هدیرو کندو ته له سپارلو وژغورل شوو۰ د افغاني کلتور، ادب، او ثقافت ته ستا سو خدمات د ستایني وړ او نه هیریدونکي دي۰ او هیله مند یم چې د خپل مظلوم ولس د کلتور او ژبې د دفاع ډګر  پرینږدي۰ والله ولی التوفیق۰ والسلام علیکم و رحمت الله و برکات!

د ګران هیواد د سوکالی او نیکمرغي په هیله!

ستاسو له مرکی څخه د زړه لکومي مننه، او کور وداني درته وایم۰

 

د ښاغلی احمد شاه ملګري د بریښنالیک پتې:

ahmadmalgarai@ymail.com             inqelab@yahoo.com

د ښاغلی احمد شاه ملګري اړوند په دعوت کې دوه خپرې شوې لیکنې چې په مرکه کې ورته اشاره شوې ده همدلته د لیکنو عنوانو ته په ټک ورکولو وګورۍ

د کندهار لپاره د نوي والی پرسرد ولسمشر کرزی او ناټو  غور هکله

ښاغلی کرزي ته د پوهنوال حمید الکوزی سرخلاصی لیک


نورموضوعات:
د هیواد د خوږ ژبي شاعراولیکوال عنایت الله پویان سره مرکه (06.06.2010)
[طالبان، ملي اردو او ملي پولیس يو د بل ورونه دي] شیر یحیا (14.05.2010)
ښاغلی قریب الرحمن سعید د دعوت سره په مرکه کې (11.04.2010)
دوکتور روستار تره کی د دعوت سره په مرکه کی (22.02.2010)
د پاڅون صاحب جواب! هو، امریکایانو چي کومي وعدې د افغانانو سره کړيوې، هغه يې ندي عملي کړي - هاري (09.01.2010)
مرکه: امریکایي فوځیان د فارمي چرګانو په څیردي له واکسین او کانسروشوې پرته ژوند نه شي کولې - حکمتیار (09.01.2010)
د ننګرهار د مفتي معين شاه حقاني سره مرکه (06.01.2010)
چې څوک جنګ راوستی شي هغه ته د سولې چل هم ورځي - درویش لعلپوروال د دعوت سره په مرکه کې (03.01.2010)
فوټبال سرمايه ګزاري غواړي او له سرمايه ګزارۍ پرته پرمختګ نشي کولى (30.11.2009)
هر هغه څوك مي دوست دئ چي د افغانستان د آزادۍ لپاره جنگېږي (مرکه) حکمتیار (09.11.2009)
زما له مړينې وروسته به زما نوښتونوته وده وركړل شي (19.10.2009)
د CBS له خبريال سره د ښاغلی حکمتیار مرکه (26.09.2009)
اوسنۍ موسيقي په پښو تاثير لري خو په زړه يې نه لري - استاد (( منګل )) (25.08.2009)
د ولسمشرۍ له نوماند ميرويس ياسيني سره د نړۍ اونيزې مرکه (22.07.2009)
مولوي عبدالروف صافی ما د ناروې پټو پولیسو یا هم بل کوم ارګان ته کار نه دی کړی (27.06.2009)
د ډاکټر اشرف غني سره د نيوزويک مجلې مرکه (22.06.2009)
د ننګرهار د ارزاقو له ريئس سره د نړۍ اونيزې مرکه (18.06.2009)
د واشګټن ټايمز ورځپاڼې سره د ښاغلي اشرف غني مرکه - هاري (13.06.2009)
مرکه: - متوکل : انتخابات کامل مشروعیت نه لري (02.06.2009)
د يوري كروف نوف سره د افغانستان په هكله د ( ارګو منت نېدېلې) ورځپاڼې مركه (13.05.2009)
د ننګرهار د سرې مياشتې ريئس محمداقبال سعيد سره مرکه (02.05.2009)
ګفتګوۍ بسیار جالب و افشا کننده ژورنالست افغان سید داود یعقوبي (30.04.2009)
د مولانا محمد خان شېراني سره مرکه (05.03.2009)
له ښکلا مجلې سره د ښاغلی صالح محمد صالح په زړه پورې مرکه (09.12.2008)
له ايوون ريډلي سره ځانګړې مرکه : د طالبانو له بنده تر نړيوالې اسلامي بيدارګرۍ (08.11.2008)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
::| تازه موضوعات
ښاعلی احمد شاه ملګري د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز سره په مرکه کې
د هیواد د خوږ ژبي شاعراولیکوال عنایت الله پویان سره مرکه
[طالبان، ملي اردو او ملي پولیس يو د بل ورونه دي] شیر یحیا
ښاغلی قریب الرحمن سعید د دعوت سره په مرکه کې
دوکتور روستار تره کی د دعوت سره په مرکه کی
د پاڅون صاحب جواب! هو، امریکایانو چي کومي وعدې د افغانانو سره کړيوې، هغه يې ندي عملي کړي - هاري
مرکه: امریکایي فوځیان د فارمي چرګانو په څیردي له واکسین او کانسروشوې پرته ژوند نه شي کولې - حکمتیار

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]