Dawat Afghan Media دعوت - چرچل ، اوباما او افغانستان/لیکوال : کان کفلن/ژباړن : نورالحق نبي زاده
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
د امریکا سره د تړون اړوند د باحساسه محصلینو اعلامیه ; دیموکراسی وسیاست کدری - کار به اهل کار!/د. ص. سعید افغانی ; قاضي اسدالله عزت ولې داسې کوي ؟/دخوست ولايت مقام له خوا ; آياملاعمربه ژوندی وي؟/عبيدالله ننگرهاري ; امنیتي تړون دسولې پرضد دجګړې اعلان دی/ش،حصین
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  ویدیو
  صفحه دری
  افغان سباوون ټلویزیون
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  اسلام پوهنه
  مرکې
  اتلان
  غوره شوې لیکنې
  چاپي اثار
  دعوت انلاین کتابون
  خبرتیاوې او پیغامونه
  بېلابیل معلومات
  شعر او ادب
  لنډې کیسې او رومان
  طنزونه او ادبې ټوټې
  روانې چارې
  خبرونه
  ټوکې ټکالې
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
نړیوالې رسنۍ او چارې
 
چرچل ، اوباما او افغانستان/لیکوال : کان کفلن/ژباړن : نورالحق نبي زاده
Tuesday, 04.02.2014, 09:38pm (GMT)

ځوان ونستن چرچل د  افغانستان  پر ضد د جګړې د سترو نګونو په تړاو  په خپل لید کې هیڅ ډول تېروتنه نده کړی او اخیستنه یې پر ځای ده . هغه د افغانستان ضد جګړه » له مالي پلوه تباه کونکی ، له اخلاقي پلوه بده او زیان رسونکی ، له نظامي پلوه یوه نا ځواب شوې او له سیاسي پلوه یوه  تېروتنه  بللې ده۷

نوموړي دغه ټکې په کال  ۱۸۹۷ کې  هغه وخت  ولیکل  چې برخلیک  یې په برتانوي هند کې  د یوه ځوان افسر په  توګه د اوسني طالبانو د غورځنګ د غور نیکه ګانو سره په جګړه کې ودراوه . چرچل د هغو شپږ اوونیز جګړیزو عملیاتو په  موده کې چې د برتانوي هند په سرحدي سیمه کې چې نن ورځ پاکستان دی  مخ ته وړل کېدل  او ده په کې ګډون درلود څوځله  د خپل ژوند وروستیو شیبو ته ور نږدې شو .

په نولسمه پیړۍ کې د برتانوي هڅو په اړه دده لنډیزونه په اسرار آمیزه توګه هغه احساسات او نظریات منعکس کوي چې د لویدیز ډېر سرتیرې یې باید همدا اوس لمس کړي چې په افغانستان کې ددې کال تر پایه د خپلو جګړیزو عملیاتو د  پای ته رسولو تابیه نیسي .

له هغه وخته چې دوهم بریدمن چرچل  دیادې شوې سیمې له هغو جنګیالیو سره جنګیدلی دی چې ده به » نه مهاریدونکي قبېلوي وسله وال « ګڼل دا دی له یوې پیړۍ څخه ډېر وخت تېرېږي او ډېر څه بدل شوي دي ، خو د هغه ( چرچل ) د لمړیو پوځي نښتو  درسونه او ریښتېنی خوند لکه  څنګه چې د ویکتوریا په زمانه کې وو د ننۍ جګړې د ګډونکونکو لپاره پر ځای او مطرح پاتې دي .

چرچل لکه د خپلې زمانې د  هر بل ځوان افسر په شان  ( د پښتنو پر ضد ـ ژباړن ) د اتلس سوه نویمو کلونو په    انتقامی عملیاتو کې په ډېر  زور او ځوګ سره ګډون وکړ او ټینګ باور یې درلود چې برتانوي نظامي برلاسی به په آسانۍ سره  دغه قبایلې جنګیالي په ګونډو کړي .خو د هغو شپږو اوونیو سختو جګړو څخه وروسته چې په ترځ کې یې نوموړی لس ځلې ښه سم تر ډزو لاندې راغی او څو ځلې  داسې شېبې ورباندې راغلې چې مرګ لکه باڼه ورته نېږدې شوی وه  ، نو ځکه چرچل خپله نغمه بدله کړه . لدې چې جګړه یوه خونړۍ منظره وه نو ځوان  چرچل  دې پایلې ته ورسیده او دا ناشونې ورته ښکاره شوه چې پښتانه قبایل چې اوس مهال د طالبانو د غورځنګ د ملا تېر جوړوي کله به هم یواځې د نظامي ځواک په مټ و نه ټکول سي .

دا ډېره یقیني بریښي کله چې  په افغانستان کې د ناتو د یوې لسیزې اوږده ماموریت تقاعد سوي قوماندان امریکایي جنرال دیوید پتروس د طالبانو د ماتولو په موخه خپله  د بلواګرۍ ضد ستراتیژي  جوړوله  ورته پایلې ته رسیدلی وه  داسې چې یواځې د نظامي ځواک په مټ بري ته رسیدل ناشونی دی . په ۲۰۱۱ کال کې جنرال پتروس له ما سره په یوې مرکه کې دا په ډاګه کړه چې د خپل تحقیق په بهیر کې یې د چرچل د لمړۍ جګړې توضیحات لوستي دي او  برتانوي تجربه یې مطالعه کړې ده . همدا شان هغه زیاته کړه چې باور نلري چې د افغانستان جګړه دې یواځې د نظامي ځواک په زور وګټل سي . هغه وویل : » ته په خپله لار کې د صنعتي ځواک لرونکی قیام  نشي کولای و وژني او یا یې ونیسي .«  وړاندې هغه زیاته کړه : » ته باید یو څه دغه کار وکړې خو مجبور یې چې یو سیاسي لوري  ته هم ځای ورکړې . «

لکه څنګه چې د ناتو ځواکونه  د روان کال تر پایه د خپلو  جګړیزو عملیاتو د ختمولو لپاره تیارې نیسي خو د دغې کشالې لپاره چې د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر څخه  را پدې خوا یې نړیوال سیاسي چارپیریال اغیزمن کړی دی د سیاسي حل  د موندلو هېله مندي د پخوا په شان  لرې دهپه دغه هېواد کې  سیاسي حل ته  د رسیدو لپاره سیاسي ارادې ته اړتیا ده   ، او دغه سیاسي اراده باید  د لویدیز سیاستوال او د امریکا ولسمشر ولري چې  مسئولیت لري تر څو  دا یقیني کړي چې د همدوی دغه نظامي عملیات بریالۍ پایلې ولري .

نن ورځ د مزاکراتو د میز شاته  د طالبانو د راوستلو  په لار کې اساسي ستونزه  د اوباما اداره ده چې پدې اړه  هیڅ  سیاسي اراده نلري . ددې پر ځای چې د نظامي عملیاتو  تریخ پای ونلیدل سي او د زرګونو امریکایي سرتیرو قربانۍ بابیزه پاتې نسي په بدل کې د اوباما ادارې د » کمولو او تیښتې « پالیسۍ ته زړه ښه کړي دي چې کېدای سي په راتلونکی کې د امریکا  د امنیت لپاره  څنګ زنه مانا ولري .

تر هغه ځایه چې دکورني تروریزم خبره ده  بارک اوباما یو بختور ولسمشر ده . دده د ولسمشرۍ په موده کې د ترهګریزو پیښو کمی نه وو لکه په کال  ۲۰۰۹ کې د دیترایت په هوایي ډګر کې  پر الوتکې باندې د حملې ناکامه هڅه او یا د تایمز په میدان کې  د بم چولو هڅه . که چېرې دغو حملو خپلې موخې تر لاسه کړې وای نو د اوباما ولسمشرۍ  به یې  سخته زیانمنه کړې وه .

دغو توطئيو د افغانستان او پاکستان پولو ته نیږدې د قبایلې یاغي سیمو سره اړیکې درلودې او همدا علت دی چې استخباراتي چارواکي داسې اندېښنه لري چې که چېرې ناتو د یوې سیاسي معاملې له لاس ته راوړو پرته خپل نظامي عملیات بند کړي نو طالبان به په آسانۍ سره یو ځل بیا د هېواد کنترول خپل کړي او القاعدې ته به بیا دا امکانات  برابر سي چې خپل هغه پټنځایونه چې د لویدیز پر ضد یې د ترهګرۍ په موخه کارول یو ځل بیا ودان کړي .

  د پېښو همدغه شان  انځور پدې وروستیو کې د » ملي څار اټکل « چې د تېر کال  په پای کې خپور شو هم ورکړی دی . په اټکل کې داسې انګیرل شوې وه چې د  لودیز والو قوتونو په وتو سره به د هېواد لویه برخه د طالبانو  له خوا ونیول سي . که داسې وسي نو ښاغلی اوباما باید خپل ځان په خپله ملامت کړي ، دا د دې لپاره کله چې  اوباما  سپینۍ ماڼۍ  ته ننوت د طالبانو د ماتې په موخه د هغه  لمړی ګام په افغانستان کې  د امریکایي  قوتونو ډېرول وه ، خو لا  څو میاشتې تېرې نه وې چې خپل  فکر ته یې بدلون  ورکړ او ټینګار یې  په دې شو  چې څومره ژر کېدای  سي خپل ځواکونه وباسي  پرته لدې چې په افغانستان کې  د پرمختګ لپاره انتظار وباسي .

لکه څنګه چې  په عراق کې یې نظامي ښکیلتیا مخکې له وخته پای ته ورسوله  ، بې له شکه  اوس ښاغلی اوباما دا هېله لري چې په افغانستان کې د ورته پالیسۍ په غوره کولو سره به د خپلې هغې لاپې لپاره د عمل جامه ورواغوندي چې د تېر کال په جنورۍ کې یې و وهله  او ادعا یې وکړه چې د امریکاد یوې لسیزې اوږده جګړه خپل پای ته رسیږي .

خو داسې نه ښکاري چې اسلامي ترهګرې کړۍ به یې په همدې بڼه ورته وګوري .که چېرې له افغانستان څخه د ناتو په وتلو سره په دغه هېواد کې د ترهګرو یو نوی نسل راپیدا شي او د امریکا امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي نو هغه وخت به د ښاغلی اوباما دغه شاته تګ د اوسنۍ زمانې د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو ستره ماته ثبت سي .

 

اخیست ځای :

THE WALL STREET JOURNAL

friday_sunday ,january 31-february 2, 2014

 

د ژباړن  له خوا  : کله چې مې  دغه لیکنه ژباړله   او د لیکنې وروستۍ برخې ته راورسیدم چې د جګړې او  اشغال بوی ورکوی نو د نظامیانو هغه خبره را په یاد شوه چې وایي : » په برچې باندې کېدای  سي  چې ډډه ولګوئ ، خو ناستی ورباندې په کار نده . « زمونږ په هېواد کې د جګړې او اشغال دوام په برچې باندې ناستی ده چې د هیچا په ګټه هم نده .

یو شاعر څه ښه او پر ځای وایي :

دا زما درنه پښتو چې پرې ګمان شي د بڼکې            قوتونه ناکام شوي ددې غره په خوځولو


نورموضوعات:
ولسمشر کرزی ولې امنیتي تړون نه لاسلیکوي؟/ ژباړه: احمدالله رحماني (04.02.2014)
دویم لیوپولد/ لیکنه: عارفه عمر لور (31.01.2014)
د مصر د ۲۵ جنوری د پاڅون کلیزه / ن، ش (26.01.2014)
د ګورنر انقلابي اقدامات / مېوند اشنا (25.01.2014)
تبلیغات: د نړيوال منشور (قانون نامی)، قطعنامی او کنوانسيون لاندی د جنګی جرم تدوينول!!!/ پاچا (18.01.2014)
موږ به له هلمند نه د ځوړندي لکۍ سره وځو / پوهنمل حاجي محمد نوزادي (18.01.2014)
دې ماشوم ته جنګ څه ورکړل؟! (17.01.2014)
انګریز د پخوانیو ماتو څخه عبرت اخیستی نه وو، نو ځکه بیا په تیښته دی/ ژباړن ابراهیم نعیمي (13.01.2014)
له اته کلن ځنکدن وروسته / نصرالله احمدزی (12.01.2014)
د القاعده بیا راتګ ؟ ل: اریک مارګولیس منبع : کمن ډریمز/ ژباړن : نثار احمد صمد (12.01.2014)
وال سټریټ ژورنال لیکي: افغان حکومت خطرناک طالب بندیان خوشي کړي (10.01.2014)
السعوديانو پنجابۍ پېغلو پسې لاس را اوږد کړ/ میوند اشنا (07.01.2014)
نارویژي ورځپاڼه: د سولې څیړونکی: افغانستان کیدای شي وویشل شي (02.01.2014)
د امريکا د شاتګ مهال/ لیکوال: عبدالستار قاسم / ژباړه :عبدالرحمن فرقاني. (30.12.2013)
صدام تر پایه غښتلی پاتې شو او ما په هغې کې د ویرې هیڅ نښه ونه لیده (28.12.2013)
ایا ایران په سیمه کی د امریکا نوی پولیس ګرځي؟ / نجم شینواری (24.12.2013)
آیا افغان مأموریت بشپړ سو؟/ لیکوال : سومس میلنی / ژباړن : نثار احمد صمد (22.12.2013)
سيسي... د فرعونانو پر پل/ مسیح الله مصلح (21.12.2013)
د حامد کرزي پر وړاندي مرګونې دسیسه !؟ / ژباړه : احمدالله رحماني (14.12.2013)
د المان څارګري ادارې یوه حیرانونکې لیکنه! / محمد اسحق اندیشمن (12.12.2013)
روليهلا هلا­ دادليب هونګا نلسون ما نديلاابدي زنداني/ شريف زاد (08.12.2013)
نړی د استعمار، اپارتاید او نژادی تبعیض خلاف ستر شخصیت له لاسه ورکړ / رحمت اله روان (07.12.2013)
منځنی ختيځ په "عربی ژمي" کې/ل. يوشکا فيشر /ژباړه: عبدالرحمن فرقاني (06.12.2013)
هغه تاریخي شحصیت چې مړینه ېې بل ژوند دی/ ش،حصین (06.12.2013)
د تاريخ له ټوټو (برخو) څخه!!! /پاچا (05.12.2013)
جنګ کی مالی او ځانی زيان!!! / پاچا (20.11.2013)
د تریاکو کښت ریکارډ مات کړ/راپورتره : مارګریتا ستن کېټي / ژ: نثار احمد صمد (15.11.2013)
ناصر الصانع: خليج د مصر د کودتاچيانو له مرستې لاس اخلي /معراج الدین (12.11.2013)
د مرسي لومړۍ شپه په زندان کې... تر سهاره قرآن کریم! / سید ولي حامد (07.11.2013)
عربانو ته څه پېښېږي؟! / ممدوح المهینی / ژباړه: عبدالرحمن فرقانی (05.11.2013)
سعودي ته، څنګه فلسطيني مظلوم ولس، شپیته کاله وروسته ورپه یاد شو؟ /معراج الدين (04.11.2013)



 
  ::| Events
September 2014  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
  1 2 3 4 5 6
7 8 9 10 11 12 13
14 15 16 17 18 19 20
21 22 23 24 25 26 27
28 29 30        
 
  خبرونه په انځورونو کي

نړیوال اتل نلسن ماندیلا
::| تازه موضوعات
سپتامبر یوولسم : فرعون د یو قطبي نړي په سروالي کې !/ دوکتور عثمان تره کی
فقط ووایه چی یا /واشنګټن ډي سي ل: اریک مارګولیس- ژ: نثار احمد صمد
دغزي مقاومت او اسراییل /څیړنه او شننه : قریب الرحمن سعید
هغه ميرمن چې طالبان او داعش يي د خوشې کيدو په لټه کې دي
انجیرسیدعبدالقادر /غز ه ترصیهو نیستی اورونو لاندی
آیا المان په رښتیا امریکایانو ودان کړ ؟/ نورالحق نبي زاده
د غزي تراډه داستعماري جګړي په وړاندي انجنیرسید عبدالقادر

dawatmedia@gmail.com
[سرپاڼه]