Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - نړۍ مه تهديدوۍ - عائض القرني
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار ; رقـم - نسیم ستوری ; آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری ; مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی ; جنرال سید عبدالقدوس سید- موزیم ها ، مجاهدین و سرنوشت شگفت انگیز گنجینه های طلا تپه
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
نړیوالې رسنۍ او چارې
 
نړۍ مه تهديدوۍ - عائض القرني
Saturday, 06.02.2010, 03:24pm (GMT)

نړۍ مه تهديدوۍ

  ليكنه : عائض القرني

 ژباړه : عبدالرحمن فرقاني

 

ډير مسلمانان د نړۍ سره د دښمني پاللو عجيب قدرت لري , د مثال په توگه په عربي  اواسلامي نړۍ كى  د بعضو هيوادونو په سياسي خطاب كى دنړۍ لويو هيوادونو ته ګواښ اوتهديد نغښتي وي , حال دا چى دا هيودادونه دومره بيوزله اوناتوانه دي , چى خپل ملتونو ته ډوډۍ , پټرول ..... او د خپلو ملتونو څخه د بيسوادۍ توره تياره نشي پورته كولي , چه موده وړاندي د العربيه تلويزوني چنل څخه مي د يوه اصلاحي ايراني مفكر نه واوريدل چى دخپل هيواد دنظام په هكله ئي په تمسخر آميزه ډول ؤ ويل : نه پوهيږم چى دا زموږد مرګ ويلو لست به چيرته پاي ته ورسيږي ؟ زموږ نظام دمرگ ويلو پيل د امريكا څخه وكړ , بيا ئي پر اسرائيل باندي مرګ ويل اضافه كړل , بيا ئي په بريتانيا باندي شك پيدا شو او پربريتانيا باندي مرګ شعار پورته كړ , او كله چى د فرانسيه يوى ورځپاڼى د ايران د مظاهراتو رپوټونه خپاره كړل نو ئي په فرانسه باندي مرګ ووي , اوكه روسيه د ايران په هكله دبنديزونو اړوند د ويتو حق استعمال نكړي نو د روسيه په ضد به مرګ وويل شي , او كيدي شي چى نور هغه هيوادونه د مرګ په لست كى ورزيات شي چى دامريكا سره ښى اړيكى لري , او په پاي كه به ووائي چى مرگ پرنړۍ .

آيا دا عقلونه په ريښتيا د ځان احترام كوي پداسي حال كى چى دوي داسلام شعار پورته كوي , او اسلام انسان دى ته رابولي تر څو دښمن په ملګري او دوست واړوي , قال تعالى: « ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ»، وقال تعالى: «عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً»  او بعضي امامان په تلويزوني چنلونو كى دعا كوي : يا الله (ج) بهودان اوهغه څوك چى ورسره يهوديت كوي هلاك كړي , يا لله(ج) نصارا اوهغه څوك چى ورسره نصرانيت غوره ګڼي هلاك كړي , يا الله (ج) مجوس او هغه څوك چى ورسره مجوسيت كوي هلاك كړي , يا الله (ج) بودايان او هغه څوك چى ورسره بودايت غوره ګڼي هلاك كړي , يا الله (ج) چينايا ن او هغه څوك چى ورسره چينايتوب پالي هلاك كړي او د دعا كړۍ دومره تنګه شي چى هيڅوك ورنه پاتي نشي پرته د دى د كوڅي له خلكو څخه اوبعضي امامان خو داسي دعا پورته كوي چى د الله تعالى څخه دلوديځ داقتصاد نړيدل غواړي او د وبا او مرضونو مسلطيدل ورباندي غواړي موږ بايد پوه شو چى د دوي او زموږ اقتصاد ګډ دي او مرضونه موږ ته هم رسيدلي شي , ځكه چى موږ ټول په يوه نړۍ كى ژوند كوو .

او بعضي خو دعا دومره عامه كړي , چى ټول كفار پكښي شامل كړي , كه هغه تجاوزګر وي اوكه بي ګناه , سره لدي چى هغه چا چى ټليفون جوړكړئ دي , هغه چا چى ميكرافون په جوماتونو كى جوړ كړئ , هغه چا چى د انترنت سيستم جوړكړئ , هغه چا چى بريښنا جوړه كړى ده , هغه چا چى  الوتكه جوړه كړى ده , او هغه چا چى................ او په خپلو دفترونو كى په خپلو علمي څيړنو بوخت دي ټول كفار دي , او موږ لا تراوسه دغفلت وخت تيرو , ولي زموږ بعضي خلك دنړۍ سره دښمني ته تيار دي او دګواښ اوتهديد شعارونه پورته كوي , او د آبادي نړي نړيدو ته دعا ګاني كوي ؟ , آيا دا داسلام تګلاره ده ؟ آيا دا د دين منطق دي ؟ آيا دا د عقل سره سمون لري ؟ او كه دا په ريښتيا حماقت دئ ؟ اوكه دا اصلي بي عقلي ده ؟ موږ دى ته اړتيا لرو تر څو نړۍ ته اطمئينان وروبښوو , او خپل ملګري او دوستان دير كړو او د ټكر او تصادم مخنيوي وكړو , ځكه چى زموږ رسالت نړيوال رسالت دي , هغه رسالت چى پكښي رحمت , امن او سلام دي , قال تعالى: «وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ»  .

او بعضي چى په خپلو بيوزله اوبي واكه ملتونو كي بيانه وركوي , نو عسكري دريشي به واغوندي , او داتلوالي نښانونه په ټټر باندي ټينګ كړي , او داستقلال تاج به ئي په سر وي , حال دا چى په هيڅ يوه نظامي جگړه كى به بريالي شوي نوي , اوخپل هيواد به ئي تر استعمار لاندي راوستي وي , او د اورڅخه ډكه بيانيه به وركړي ,  دنړۍ هيوادونو ته به د اور او بربادۍ ګواښونه وركړي او په خپل هيواد باندي به ئي بيوزلي اوفقر مسلط وي , هيڅ راز برئ به ئي نوي ليدلي , او په دنيا اوآخرت به شرميدلي وي .

اى مسلمانانو : ليكوالانو , علماوو , سياست پوهان , خطيبانو , .....نړۍ ته عاقل ,راشد او مسؤل خطاب وړاندي كړئ هغه خطاب چى بشر ته د رحمت شفقت نرم كردار څخه ډك وي , او دا بيځايه شعارونه او وهمي لاسته راوړني او  ناكامي څخه پاك وي ,  نور دا راز چلند بس دي دا يوازي د رواني مريضانو سره مناسب چلند دئ , زموږ شريعت د غير مسلمينو سره  په رحمت او نرم چلند ټينګار كوي كه چيري دوي زموږ سره جنگ نكوي , «لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ»

خو بعضي د موږ څخه د خپل حماقت په پايله كى مسالمى نړۍ ته ګواښ متوجه كوي حال دا چى دوي په خپله خاوره كى له مسالمت آميزه ډول ژوند كولو څخه عاجز وي . 

 


نورموضوعات:
سـعودي عربستان... نجات وركول كه ښكيليدل ؟- شرق الاوسط ورځپاڼه (03.02.2010)
جنګ په خبرو وګټیً ، نه په عسکرو - لیکوال : اریک مارګولیس (31.01.2010)
افغان جګړه تر دويمې نړيوالې جګړې سخته ده - سرچينه: رويال برېتېش لزيون لندن (26.01.2010)
آيا په امريكا كى وژونكي او جنايتكارولسمشران شته !!؟ (14.01.2010)
پخوانی تهدید نن رښتیانی سو - لیکوال : اریک ماګولیس (11.01.2010)
آيا دا د اوباما مقدس جنګ دي ؟؟ (31.12.2009)
هغه څه چی د ۲۰۰۹ څخه مو زده کړل - لیکوال : اریک مارګولیس (28.12.2009)
د شمال ټوپکمار - د المان د تدڅ ورځپاڼي څخه (23.12.2009)
دايران په وړاندي پوځي اقدام به وناوړي پايلې ولري -پريما کف (23.12.2009)
ترټولو ناوړه جرم - عبدالرحمن فرقاني (21.12.2009)
امریکایی بلوا پاکستان ځپی - ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا ) (20.12.2009)
زما د بوټ داســـــتان يرغلګر بوش ته زما ګل (13.12.2009)
نوي سور پوځ (11.12.2009)
د باچا خان ارادې میراث- لیکوال : ویلي ګرموند (30.11.2009)
د افغانستان نوی حکومت په باب ځيني مفکورې - هاري (30.11.2009)
د ښاغلي هو استعفا ليک - هاري (01.11.2009)
ګران قيمت، او د بري کم احتمال - هاري (31.10.2009)
په افغانستان كي دانتخاباتو دويم پړاو (26.10.2009)
دافغانستان قومي درز او انشعاب - هاري (24.10.2009)
زيات عسکر ګټه نلري - هاري (24.10.2009)
د سویلي وزیرستان .... - ژباړه : جاوید صبوري (22.10.2009)
كيري لوګر بل د مرګ كه د ژغورنى كيپسول - عادل وطنمل (21.10.2009)
په افغانستان کې د امنیت لپاره اووه ګامونه -لیکوال : شهزاده ترکي الفیصل (17.10.2009)
اسراییلی ځوانانو عسکری جلب رد کړ (15.10.2009)
د پاکستان پوځي قوماندانۍ پر مركز بريد څه پيغام لرلو؟ - عادل وطنمل (14.10.2009)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
::| تازه موضوعات
د غــربــي پُــل صراط یـــــونــلیـــک - سرچینه ::: فولکسکرنت
سي آی اې د کرزي یو کارمند ته پیسې ورکوي - ژباړه: مجیب
د ویکی لیکس ټېل وهنه اصلی خبره پټوي
اسرائيل د اضمحلال په لور- زاهد جلالي
د جګړې ریښتیني څیره- د المان ویزه کوریر ورځپاڼه
دکابل نړیوال کنفرانس او داشغال دوه اړخیزه پروسه- بشیر الانصاري
طالبان باید هیڅکله هم پاکستان معاف نکړي - سلام خان

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]