Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - اوباما باید ګران بیه اټومی وسلې ختم کړی - لیکوال : اریک مارګولیس
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
غزل - محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی ; نظارشورا جهاد ، مقاومت او د شهید اوونۍ یرغمل نیولې - سرلوڅ مرادزی ; اهل سنت و جماعت ايران حق بر گذاری نماز فطر را ندارند !- ع ، هوتک ; مننلیک ; ټولنپوهنيز -كلتوري بحث - دويمه مقاله : - اکبر کرګر
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
نړیوالې رسنۍ او چارې
 
اوباما باید ګران بیه اټومی وسلې ختم کړی - لیکوال : اریک مارګولیس
Sunday, 07.03.2010, 09:43pm (GMT)

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۱۰/۳/۷

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

 

اوباما باید ګران بیه اټومی وسلې ختم کړی

 

د امریکا « سوله ییز ولسمشر » دا جرأت نه لری چی اټومی وسلې له منځه یوسی

 

 

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به ډیر ژر « د اټومی وسلو له سره کتنه » مرعی الاجرأ کړی یعنی هغه دنده چی هر ولسمشر یې باید سر ته ورسوی . د نوبل د سولی جایزې ګټونکی باید فیصله وکړي چی د امریکا د ۵۵۰۰ اټومی وسلو سره  چی کولای سی هغه د مځکی کره لږ تر لږه پنځه واره له منځه یوسی ، څه وکړی .

 

اوباما چی د دفاع د وزیر رابرټ ګېټس تر خورا ډیری اغېزې لاندی دﺉ ، غواړي د امریکا د اټومی وسلو او اړونده فابریکو د نور عصری کولو لپاره اووه بلیونه ډالره مصرف کړی . دا په داسی حال کی دی چی امریکا مفلسه سوې او د پور په روپیو چلیږی .

 

ولسمشر په دې تمه دی چی د هغی تګلارې څخه انکار وکړی چی زیاتو دیموکراتانو غوښتې او هغه دا چی امریکا به د دې وسلو « لومړنی استعمالونکی نه وی » او د هغې اصلی هدف د امریکایی اټومی وسلو د حملې د مخنیوي بیا تاییدول دی . دﺉ به احتمالأ دا اختیار ځانته ورکړی چی پر هغو غیر اټومی هېوادو او امریکایی ضد ډلو باندی اټومی وسلې استعمال کړی چی که یې پر امریکا باندی کیمیاوی یا بیالوجیکی وسلې استعمال کړې .

 

امریکا او روسیه یو داسی تړون ته رسېدونکي دي چی له مخی به یې هر یو د خپلو ځای پر ځای کړو ستراتیژیکی اټومی بمونو څخه ۱۰۰۰ ـ ۱۰۰۰  لږ کوی یعنی هر یو به ۱۵۰۰ ـ ۱۶۷۵ دانې ولری . خو د دې لږښت ډیره برخه به  د دې سرګلولو زخیره کول وی نه دا چی فعال اټومی بمونه بیخی له منځه یوسی . په زرګونو نور  تاکتیکی اټومی بمونه به همداسی پاته وی ، سره له دې چی واشنګټن دا اشارې رسوی چی د هغو یوه برخه به د اروپا او آسیا څخه را ټولوی .

 

خو پوښتنه دا ده چی د امریکا د اټومی وسلو هدف څه دی چی د کاله اټکل ۵۲ بلیونه ډالره مصارف لری ؟ عادی نظر خو دا دی چی دغه اټومی وسلې پر امریکا او د هغه پر ملګرو د هر ډول اټومی برید پر ضد وروستیً ځواب دی . خو د بوش د حکومت څخه را وروسته افراطي ښیً لاسي پر دې ټینګار کوی چی کوچنۍ اټومی وسلې دې تر مځکی لاندی اهدافو ـ لکه ایرانۍ اټومی دستګاه چی ده ـ او یا هم پر چریکی ډلو باندی استعمال سی . یو نوﺉ کوچنی تاکتیکی اټومی بم چی هماغه « اسلامی چاودنه » ده ، تر غور لاندی نیول سوې ده .

 

بېله پوځی ارزښته

جمهوریت غوښتونکو یو ځل بیا د شمالی کوریا او ایران لخوا د احتمالی اټومی تهدید په هکله د جنګ ډُول غاړې ته اچولی دی . هغوی اوباما په دې ترټی چی د امریکا د سترو اټومی وسلو په ګوښه کولو او کوټه کولو سره خپله بې وفایی ثابتوی . خو دغه بې عقله جمهوریت وال بېره اچونکي نه پوهیږی یا متوجه نه دي چی شمالی کوریا خو اوږده واټنیزه اټومی وسلې نه لری او هغه  غواړی چی د امریکا د کومی احتمالی اټومی حملې پر ضد د دفاع لپاره خپلی اټومی وسلې ولری . او بل دا چی ایران خو تر اوسه اټومی وسلې نلری او ځکه نو امریکا ته کوم څرګند  تهدید هم نه دی .

تقاعد سوي امریکایی جنرالان او پوځی قوماندانان پرله پسې دا وایی چی ټولی هغه اټومی وسلې دې راغونډی او ګوښه کړای سی چی خورا ګرانی دي او کوم پوځی ارزښت هم نه لری .

 

په ۱۹۷۰ کی د ملګرو ملتونو د اټومی وسلو د نه خپرېدو تړون پر ټولو امضأ کونکو د اکښېښودله چی ژر تر ژره دې خپلی اټومی وسلې له منځه یوسی . خو امریکا ، برتانیه ، فرانسه ، روسیه او چین د دې تړون څخه سرغړونه کوی . اسراییلو ، پاکستان او هند خو د هغه د لاسلیک څخه حتی ډډه کړې ده او په پټه یې خپل خپل اټومی تسلیحات جوړ کړي هم دي .

 

په ۱۹۸۰ کلونو کی شوروی مشر میخایل ګورباچوف د زړه له اخلاصه د ټولو اټومی وسلو له منځه وړل پیشنهاد کړ ، خو ولسمشر رونالډ ریګن په احمقانه توګه د دې څخه انکار وکړ چی د امریکا اټومی وسلې راوپیچی .

 

نو « د سولی ولسمشر » بارک اوباما دا فرصت لری چی د امریکا د بې فایدې اټومی وسلو له غمه ځان خلاص کړی ، یا لږ تر لږه هغه په لسګونو ستراتیژیکی توغندیو ته را لږ کړی . خو که اوباما د اټومی کړنلارې یو څه محدودول غواړی ، نو هلته بیا د امریکا د زیاتېدونکی پیاوړی ملی امنیت پیچلتیا شتون لری او خښمېدلو جمهوریت غوښتونکو نوموړﺉ سره کښېکښلی دی چی اټومی وسلو ته باید همداسی پایښت ورکړی .

 

 

په عین حال کی پنتاګون خپل نوﺉ سیسټم په بیړه مخته بیایی چی « نړیوال ګړندﺉ غبرګون » یې بولی او هغه دا دی چی امریکا به په خپلو اډو کی منظم توغندي ځای پر ځای کوي چی هغه به د مځکی د کرې پر هره برخه بېله ځنډه برید  وکولای سی .

که چیری دغسی یو توغندی پر کومو اسلامی جنایت کارانو وتوغول سی ، نو روسیه او چین به هغه پر دوی باندی کومه اټومی حمله نه انګیری . په ۱۹۹۵ کی شوروی هوایی مدافعې یو نارویژﺉ ساینسی توغندﺉ په غلطه سره امریکایی اټومی برید ګڼلی و ( لیکوال دلته شوروی ذکر کړی دی حال دا چی شوروی په ۱۹۹۱ کی لا مړ سوﺉ و ـ ژباړن ) . نو شوروی اټومی توغندي په صرف څو دقیقو کی دې حالت ته ورسېدل چی پر شمالی امریکا باندی ور وتوغول سی . سوړ جنګ د دغسی ډارونکو درواغجنو اټومی تیارسیو څخه ډک دی .

 

نړیوال اټومی بې وسلې کول دا معنا لری چی د برازیل ، اسراییلو ، هند ، پاکستان ، دواړو کوریاوو ، او تایوان په شمول ټول اټومی وسلې لرونکي ځواکونه په ټینګه تفتیش کړای سی . دوه اړخیزه او نړیوال تفتیش یې یوازینیً ځواب دی . د دې کار ښه بیلګه به دا وی چی اسراییلی کارپوهان ایران تلاښي کړي او ایرانیان بیا اسراییل تلاښي کړی .

 

امریکایی ولسمشر اوباما باید لومړی د امریکا د اټومی وسلو د خورا لږښت لاره خپله کړي ، او بیا هغه بیخی پای ته پسی ورسوی . دا چی دغسی معقوله تګلاره به څونه بې نتیجې سی ، واضح نه ده خو سیاسی تصمیم او زړه ورتیا یې واضح ده .

هو ، دا کار پر هغه یوازیني هېواد باندی لازم دی چی په خپل غضب سره یې د بشریت د خلاصون لپاره همدا وحشت اچونکي وسلې استعمال کړي هم دي . پای


نورموضوعات:
بالآخره مې فرعون وليد (05.03.2010)
داسلامي امت پرضد د لويديځ صليبي جنګ (04.03.2010)
خښمېدلي اماتوران یو جدی تهدید دﺉ- لیکوال : اریک مارګولیس (28.02.2010)
د نړۍ د پيښو تر شا شار لاټاني لوبي - هدایت الله هدایت - (10.02.2010)
جګړې به امریکا ونړوي - لیکوال : اریک مارګولیس (07.02.2010)
نړۍ مه تهديدوۍ - عائض القرني (06.02.2010)
سـعودي عربستان... نجات وركول كه ښكيليدل ؟- شرق الاوسط ورځپاڼه (03.02.2010)
جنګ په خبرو وګټیً ، نه په عسکرو - لیکوال : اریک مارګولیس (31.01.2010)
افغان جګړه تر دويمې نړيوالې جګړې سخته ده - سرچينه: رويال برېتېش لزيون لندن (26.01.2010)
آيا په امريكا كى وژونكي او جنايتكارولسمشران شته !!؟ (14.01.2010)
پخوانی تهدید نن رښتیانی سو - لیکوال : اریک ماګولیس (11.01.2010)
آيا دا د اوباما مقدس جنګ دي ؟؟ (31.12.2009)
هغه څه چی د ۲۰۰۹ څخه مو زده کړل - لیکوال : اریک مارګولیس (28.12.2009)
د شمال ټوپکمار - د المان د تدڅ ورځپاڼي څخه (23.12.2009)
دايران په وړاندي پوځي اقدام به وناوړي پايلې ولري -پريما کف (23.12.2009)
ترټولو ناوړه جرم - عبدالرحمن فرقاني (21.12.2009)
امریکایی بلوا پاکستان ځپی - ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا ) (20.12.2009)
زما د بوټ داســـــتان يرغلګر بوش ته زما ګل (13.12.2009)
نوي سور پوځ (11.12.2009)
د باچا خان ارادې میراث- لیکوال : ویلي ګرموند (30.11.2009)
د افغانستان نوی حکومت په باب ځيني مفکورې - هاري (30.11.2009)
د ښاغلي هو استعفا ليک - هاري (01.11.2009)
ګران قيمت، او د بري کم احتمال - هاري (31.10.2009)
په افغانستان كي دانتخاباتو دويم پړاو (26.10.2009)
دافغانستان قومي درز او انشعاب - هاري (24.10.2009)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
::| تازه موضوعات
د استخباراتستان ارتباطي سړی اود پاکستان ترهګرې ډلې - د جګړې مالوماتي ویبپانې څخه
د سپټمبر د یولسمې پیښې معما
د غــربــي پُــل صراط یـــــونــلیـــک - سرچینه ::: فولکسکرنت
سي آی اې د کرزي یو کارمند ته پیسې ورکوي - ژباړه: مجیب
د ویکی لیکس ټېل وهنه اصلی خبره پټوي
اسرائيل د اضمحلال په لور- زاهد جلالي
د جګړې ریښتیني څیره- د المان ویزه کوریر ورځپاڼه

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]