Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - د ناګټونکي جنګ څخه ځان خلاصول - لیکوال : اریک مارګولیس
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
نړیوالې رسنۍ او چارې
 
د ناګټونکي جنګ څخه ځان خلاصول - لیکوال : اریک مارګولیس
Sunday, 11.07.2010, 07:29pm (GMT)

لیکوال : اریک مارګولیس

ژباړن: نثار احمد صمد

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېته : ۲۰۱۰/۷/۱۱

 

 

د ناګټونکي جنګ څخه ځان خلاصول

 

 

په پورونو کی تر غوږو غرقېدل او د بریالیتوب څخه واټن ښایی ځکه سرونه وپیچی، چی امریکا او ناټو لګیا دي د خپل بې ځایه افغان خطر څخه ځانونه راکاږی

 

په پام کی وو چی مک کریسټل یعنی هغه امریکایی جنرال ، چی تر خوله یې اور راوتیً او د ده خاص ځواکونه « مافیا » به افغان مقاومت د لویدیځی نیونی په پښو کی دړی وړی کړی . خو مک کریسټل ځکه له کاره وشړل سو چی دفتر یې د سپینی ماڼۍ په هکله یوه بې ادبه څرګندوَنه وکړه . یو ډیر دماغی او سیاسی جنرال ډیویډ پترس د مک کریسټل پر ځای کښېنوول سو . پترس په دې توانېدلی و چی عراقی مقاومت مؤقتأ وځپی .

همدغه معمولأ احتیاط کاره پترس تیره اوونۍ د کابل څخه دا هوډ وکړ چی دغه افغان جنګ به « وګټی » یعنی هغه جنګ چی تر ننه امریکا ته په څه کم ۳۰۰ بلیونه ډالره او ۱۰۰۰ تلفاتو سره تمام سوﺉ دی [ خو د مؤثقو منابعو له مخی په دې جنګ کی د امریکایی تلفاتو شمیر ۱۱۷۵ ته رسېدلی دی ـ ژباړن ] . ستونزه خو دا ده چی : هیڅوک هم دا نسی تعبیرولای چی ګټل اصلأ څه معنا لری . هر ځل چی امریکا خپل قوت زیات کړﺉ ، نو مقاومت هم ورته پیاوړﺉ سوی دی . افغانستان همدا نن د امریکا تر ټولو اوږد جنګ ثابت سوﺉ دی .

 

اوس هره میاشت د امریکایی مالیه ورکوونکو ۱۷ بلیونه ډالره دغه جنګ ته ځی . د ولسمشر بارک اوباما لخوا د نورو دیرش زرو پوځیانو « عاجل ډېرښت » به نور دیرش بلیونه ډالره هم کش کړی .

د افغانستان او عراق جنګونه ـ چی په یو ټریلیون ډالرو تمام سوي ـ د پور په روپیو چلیږی حال دا چی امریکا همدا نن ۱٬۳ ټریلیونه ډالره پورړې ده . هو ، امریکا نن د پور او جنګ معتاده سوې ده .

کاناډایان به تر ۲۰۱۱ پوری اټکل ۱۸٬۱ بلیونه ډالره مصرف کړی ، چی د هری کورنۍ په سر به ۱۵۰۰ ډالره ورسیږی .

 

د امریکا کانګریس یعنی یوازینۍ هغه مرجع چی جنګ اعلانولای سی او هغه پسی تمویلوی ، په شرمندګۍ سره ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما ته اجازه ورکړې چی دا قدرت ځنی غصب کړي . نن اکثریت امریکایان د دې استعماری بدمرغۍ او مصیبت سره مخالفت ښیًی . که څه هم سیاست وال بیریږی چی د دغه جنګ سره مخالفت مبادا « د خپلو پوځیانو سره د خیانت » په تور و نه ګڼل سی ، خو بیا هم نارضایًیت او مخالفت ورځ په ورځ زیاتیږی .

 

تیره اوونۍ د جمهوریت غوښتونکی ګوند د ملی کومیټې مشر « مایکل سټیل » همدغه پشي د توبرې څخه راوکښله او دا یې ومنل چی افغان جنګ ګټونکی نه دی . جګړه پاله جمهوریت غوښتونکي له قهره وپړسېدل ، تقریبأ ټولو سټیل په بې وفایی او خیانت سره متهم کړ . پر سټیل ډیرو شاهین مزاجه جمهوریت غوښتونکو انتقادیانو لکه جورج بوش او ډیک چینی پخپله د ویتنام د جنګ پر مهال د پوځی خدمت څخه ځانونه دوری هوری کښل .

 

جمهوریت غوښتونکو ( چی زه هم یو وخت وم ) د مک کریسټل دا معقوله کړنلاره ورانوله چی غوښته یې د امریکایی بم وریو او توپ وریو له امله د ملکی افغانانو تلفات راټیټ کړي . په افغانستان او پاکستان کی د همدې زیاتېدونکو ملکی تلفاتو په سر د لویدیځ پر ضد د خښم یوه تونده څپه ایجاد سوې ده .

جمهوریت غوښتونکي د نورو زیاتو یرغلیزو بریدونو په نارو سره چی د ملکی انسانانو ژوند به د خطر سره مخامخ او طالبان به ځواکمن کړی ، یو ځل بیا په خواشینۍ سره راښیً چی هغوی د امریکا د ناپوهو او تاریک فکره کسانو یو ګوند او ږغ دی .

 

اوباما ادعا وکړه چی غواړی افغان جګړه پراخه کړي تر څو د القاعده سره وجنګیږی . خو د دې سره سره بیا هم پنتاګون اټکل کوی چی په افغانستان کی د یو څو کوچنیو القاعده والو څخه پرته نور څه شتون نه لری . نو ځکه اوباما د امریکایانو پوروړﺉ دی چی د افغانستان په هکله باید رښتیا ورته ووایی .

 

تر نهو کالو جګړې وروسته ، د امریکا خورا ستر پوځی طاقت ، د هغه تر غاښو وسلوالو ملګرو یعنی ناټو ، او اجیرو ځواکونو ونسو کړای چی د لویدیځ اشغال پر ضد دغه مقاومت مات کړي یا دا چی په کابل کی وګړنیز او مشروع حکومت جوړ کړی . د مخدره موادو تولید نور هم زیات سوی دی .

 

څنګه چی امریکا د جولای پر څلورمه د بهرنیو ظالمانو څخه د خپلواکۍ اخیستلو ورځ ونمانځله ، خو مسلکی پوځیانو یې بیا په افغانستان کی هر ډول وسله د درنو بم وریو څخه نیولې تر ټانکونو ، زرهپوشونو ، توپ لرونکو هلیکوپترو ، بی پیلوټه طیارو ، درنو توپ وریو ، غونچه ای بمونو ، او هر ډول عالی تکنالوژۍ لرونکو وسایلو پوری هر څه استعمالول .

خو د دې ټول طاقت سره سره ، یو څو پښتني قبایلیان او بزګران د خپلو صرف کوچنیو وسلو ، خپلی ارادې او بې حده زړه ورتیا سره د لویدیځ د دغه ستر جنګی ماشین سره په وقفه ای توګه جنګیږی او هغه یې اوس یو ستراتیژیکی دفاعی حالت ته رسولی دی .

 

د « ګلیات په وړاندی د داؤد » دغه بې رحمه جنګ نور نو د کاناډا په شمول د لویدیځو قدرتونو لپاره د عزت کوم ځای نه دی پرې یښی . هو ، هغوی نن په بهر کی یو بل داسی نا زړه سویه استعماری جنګ وینی چی د یو کوچني ولس او وروسته پاته خلکو سره کیږی او هدف یې د منابعو تسلط او ستراتیژیکی جغرافیه ده .

 

د بشپړ اکثریت افغانانو زړونه پسله دیرشو کالو جنګ څخه سولی ته تږي دي . خو د حامد کرزي د حکومت ، طالبانو او پاکستان دا هڅی چی غواړی سوله راستنه کړی ، نن د واشنګټن ، اوټاوا او د افغانستان د مسلط تاجک کمونیسټی ایًیتلاف لخوا خنثی کیږی . هند هم په افغانستان کی دغه اور ته په داسی حال کی لمن وهی چی هلته د هند تر نیونی لاندی کشمیر کی ښورښ راپورته سوﺉ دی .

 

هو ، دغه کافر سوﺉ جمهوریت غوښتونکی « سټیل » خو صحیح دی چی وایی دغه کرغیړن او چټی جنګ ګټل کېدونکی نه دی . خو د واشنګټن استعماری لمسون بیا هم پایښت لری . په امریکا ، کاناډا او اروپا کی خورا ډیر سیاسی کسان په دې نامشروع جنګ پوری مښتي دي . ګڼ شمیر هم په دې عقیده دي چی د ناټو اتحاد به د همدې افغانستان په غرونو  رغونو کی د واټرلو غوندی حتمی ناکامۍ سره مخامخ کیږی . پای  


نورموضوعات:
کانګریس مېن ( ران پاول ) - هغه جګړه چی جګړه نه ده (05.07.2010)
د مکرسټل برطرفي آیا د اوباما معضله حل کولای شي؟- الاسلام الیوم (03.07.2010)
افغانستان کې د پرديو گټې!- د پاکستان د نیوز ورځپاڼه (03.07.2010)
راشد الغنوشي - زموږ په مظلوميت کې د لويديځ څومره ونډه ده؟ (16.05.2010)
ریچرډ ولف - د افغان جګړې لګښت تر عراق واوښت (13.05.2010)
الجزيره نت - داشغال له ديموکراسۍ نه دديموکراسۍ تراشغاله (24.04.2010)
امریکایی ګوډاګی خپل تناوونه غوڅوی - لیکوال : اریک مارګولیس (12.04.2010)
نړۍ ډيره کړکيچنه ده - الحياه ورځپانه (10.04.2010)
دافغانستان پرسردامريکااوپاکستان نږديوالی دهندغيرت راپاروي (31.03.2010)
افغانستان د امریکا ځانی وسواس دی - لیکوال : سن ژوانګ ژي (26.03.2010)
بله سړه جګړه - ليکنه : يوسف الکويليت (22.03.2010)
امریکایی اجیر رامبوګان اصلی واکمنان دي- لیکوال : اریک مارګولیس (21.03.2010)
اوباما باید ګران بیه اټومی وسلې ختم کړی - لیکوال : اریک مارګولیس (07.03.2010)
بالآخره مې فرعون وليد (05.03.2010)
داسلامي امت پرضد د لويديځ صليبي جنګ (04.03.2010)
خښمېدلي اماتوران یو جدی تهدید دﺉ- لیکوال : اریک مارګولیس (28.02.2010)
د نړۍ د پيښو تر شا شار لاټاني لوبي - هدایت الله هدایت - (10.02.2010)
جګړې به امریکا ونړوي - لیکوال : اریک مارګولیس (07.02.2010)
نړۍ مه تهديدوۍ - عائض القرني (06.02.2010)
سـعودي عربستان... نجات وركول كه ښكيليدل ؟- شرق الاوسط ورځپاڼه (03.02.2010)
جنګ په خبرو وګټیً ، نه په عسکرو - لیکوال : اریک مارګولیس (31.01.2010)
افغان جګړه تر دويمې نړيوالې جګړې سخته ده - سرچينه: رويال برېتېش لزيون لندن (26.01.2010)
آيا په امريكا كى وژونكي او جنايتكارولسمشران شته !!؟ (14.01.2010)
پخوانی تهدید نن رښتیانی سو - لیکوال : اریک ماګولیس (11.01.2010)
آيا دا د اوباما مقدس جنګ دي ؟؟ (31.12.2009)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
::| تازه موضوعات
د غــربــي پُــل صراط یـــــونــلیـــک - سرچینه ::: فولکسکرنت
سي آی اې د کرزي یو کارمند ته پیسې ورکوي - ژباړه: مجیب
د ویکی لیکس ټېل وهنه اصلی خبره پټوي
اسرائيل د اضمحلال په لور- زاهد جلالي
د جګړې ریښتیني څیره- د المان ویزه کوریر ورځپاڼه
دکابل نړیوال کنفرانس او داشغال دوه اړخیزه پروسه- بشیر الانصاري
طالبان باید هیڅکله هم پاکستان معاف نکړي - سلام خان

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]