Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - پښتانه او د هغوی د ستونزو حل - احمدجان اریوزی
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| Poll
ستاسو په نظر په سیمه او هیواد کې د پښتنو لویه ستونزه څه ده؟
د سیاسي رهبرۍ نشتوالی
د پښتون قوم په نوم د سیاسي ګوند نشتوالی
پاسنۍ ټولې ۷ پوښتنې غلطې دي
د پښتنو بې اتفاقي
په وړو قومونو او سیمو د لوی پښتون قوم ویشل
د پښتنو د سیاسي پوهې کمښت
د ډیرو کورنيو او بهرنیو دښمنانو درلودل
د پښتنو له لورې د اسلام د ساتلو ټیکه وهل
پآسنۍ ټولې۷ پوښتنې صحیح دي
 
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
پښتو او پښتانه
 
پښتانه او د هغوی د ستونزو حل - احمدجان اریوزی
Wednesday, 23.06.2010, 11:55pm (GMT)

 

پښتانه او د هغوی د ستونزو حل

احمدجان اریوزی   

پښتانه یو ټوټې ټوټې کړل شوی مظلوم ،محروم، غریب ،ځپل شوی مګرد حق ، عدالت او ازادی په لاره کې سرښندونکی اولس دی  په سیمه او نړی کې یو شمیر جبارو ځواکونه په دې توانیدلی دي چې دا اولس په درې ټوټو سره بیل کړي  او په دې درې واړو برخو کې د دوی اقتصادي ، سیاسی ، ژبني ، کلتوري حقوق  تر پښو لاندې شوي او اوس  دې نورو اولسونو لکه د بلوچ ، پشه ییانو ، نورستانیانو په شان د دوهمې او دریمې درجې اولس په توګه ژوند کوي.

په اوسني مهال کې په سیمه کې فاسدو پاشیستي استعماري حاکمه کړیو دا هڅه کړي ده چې د پښتنو سیمې د جګړو په ډګر واړوي او له دې لارې دا اولس نور هم کمزوری کړي. دا پاشیستي کړی  هڅه کوي چې په دې اولس باندې د تروریست اود علم او پوهې ضد قوم په نوم نړی ته وروپیژني.
پښتانه په واقعیت کې د پرمختګ لیوال او منځ لاري خلک دي. پښتانه ټولو قومونو ته په درندې سترګه ګوري او تل یې د نورو قومونو سره د ورورګلوی په فضا کې ژوند کړی دی دا باید په زغرده وویل شي چې هیڅ یوه متعصبه ډله نه شي کولای د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ دښمني پيدا کړي.

د نورو قومونو عادی اولس د پښتنو په دې غمیزه باندې ډیر ځوریږي او د پښتنو په سیمو کې د امن او امنیت غوښتونکي دي. دوی دا ټکی عملا په ډاګه کړی دی چې پښتانه ترهګر نه بلکې د ترهګری قربانیان دي.
په اوس مهال کې په هرو څلرویشت ګړیو کې د سلو څخه تر دوو سوو پورې پښتانه د تنکیو ماشومانو ، ښځو، سپین ږیروپه ګډون وژل کیږي. د هغوی کورونه او کلی ورانیږي ځمکې او بڼونه یې په شاړو اړول کیږي د دوی ماشومان ښوونځیوته د تګ څخه بې برخې کیږي.
د تیرو کلونو د تجربو څخه داسې ښکاري چې پښتون وژنه د یوه منظم او کوردینه شوي پلان له مخې تر سره او دا پلان ډیر پراخ او په ژوره توګه تنظیم شوی دی او د پلان تر سره کونکي هر یو په خپله برخه کې خپله دنده په منظمه توګه تر سره کوي.

د ځینو سرچینو له قوله دا یوپلان دی چې د هغه له مخې باید پښتون اولس په ټاکلي موده ( سلو کلونو ) کې یا په بشپړ توګه له منځه ولاړ شي  او که داسې نه شي دومره باید ضعیف شي چې د یوه ملت او قوم په توګه تبارز ونکړی شي.

د پښتنو د وژنې د پلان تر سره کونکي اړخونه ټول هغه څوک دي چې د دوی وسلې، روپۍ او یا سازمان دهي د  بې ګناه پښتنو د وژلو او یا د کمزوري سبب کیږي. د دوی جګړه که د جهاد، پرمختګ، دموکراسی او یا تروریزم ضد جګړې نومونه ولري خو بیا هم ددې جګړی په سلو کې ۹۰قربانیان بې ګناه پښتانه دي .

دا ډلې او قوتونه ښایي په څرګنده د یوه بل خلاف سیاستونه ولري خو په عمل کې د دوی ټولو عملیات ددې سبب کیږي چې پښتانه ووژل شي. مهمه نه ده چې دا جګړه د تروریزم ضد جګړی په نامه وي او یا د وطن د ازادی په نوم او یا کوم بل نوم ورکړل شي . ددې جګړې اصلي قربانی پښتون اولس دی.

ددې له پاره چې ددې لوی ناورین مخه ونیول شي اړینه ده چې د پښتنو د یو کولو یوه سیاسي ، روښانه او ټولو ته د منلو وړ کړنلاره رامنځته شي او د یوې رڼې سیاسي کړنلاری جوړول د پښتنو سیاستوالو دنده او مسوولیت دي

په اوسني مهال کې په پښتنو کې په لس ګونو زره کسان شته چې ځانونه سیاستوال بولي خو له بده مرغه دوی په ډیرو وژونکو سیاسي ناروغیو اخته دي چې د پښتني ټولنې د بدمرغی سبب شوي دي. په دې کې تر ټولو ناوړه ناروغي د ځان غوښتنې او د پردیو د پالنې ناروغي ده.
په افغانستان کې دا په اصطلاح سیاستوالو دواړه سترګې د پښتني ضد ټلوالې خواته وي او تل په دې هڅه کې دي چې د دې ټلوالې رضایت د ځانه سره ولري. حتی دوی زیار باسي چې په پښتو ژبه باندې خبرې ونکړي همدارنګه په اړونده وزارتونو کې هڅه کوي چې په لوړو څوکیو باندې د پښتني ضد ټلوالې ته د منلو وړ کسان وګوماري تر څو دا ټلواله ترې خوشاله اوسي. همدارنګه دوی عملا د پښتنو ضد ټلوالې د پروګرامونو سره سم حرکت کوي. دوی د پښتنو او افغان اولس په چوپړ کې  نه، بلکې د متعصبو پاشیستي ډلو مزدوران دي.

کله چې دوی د دندې څخه لرې شي بیا نو وایي دا ځکه وشړل شوم چې پښتون وم او که ترې وپوښتل شي کله چې په واک کې وې تا څومره وکولای شول چې پښتانه د ټول وژنې څخه وژغورې ؟ تا څومره پښتو ژبې ته خدمت وکړ او هغه دې د اکثریت د ژبې په توګه په رسمي کارونو کې استعمال کړي ده؟ تا څومره په پښتو ژبو ولایتونو کې د بیا رغولو پروګرامونه پلي کړي دي  دوی د دې پو ښتنو ځواب نه لري.

عملا په اوسني اداره کې پښتون اولس هیڅ موجود نه دي . که دی یوازې څو د ګوتو په شمار پښتو ژبي دي چې  د ځانه د مستقلانه اقدام کولو استعداد په یوه کې یې هم نه شته. دوی د پښتنو ضد ټلوالې ته ګوري او د هغه له مخې ورځنی چارې سمبالوي او که داسې ونکړي د ټلوالې زورغږونکي کسان به ورته په څپېړو مخونه شنه کړي.

په افغانستان کې ډیرې ډلې  شته چې ځانو ته د پښتنو او بیا د ټولو افغانانو خواخوږي وايي او ورته د نشنلستو ډلو نوم ورکول کیږي خو په  عمل کې د پښتنو ضد ټلوالې سره یې ګوتې پټې کړي او د څو ولایتونو د یو او یا دوو وزارتونو په لرلو سره د ټولو هغه ناوړو توطیو څخه چې د پښتنو د مظلوم د ځپلو د پاره طرح کیږي ملاتړ کوي او عملا د پښتنو د ټول وژنې مرسته کونکو څخه ګڼل کیږي.

دې ډلو په دې تیرو نهو کلونو حتی یوه مظاهره را ونه ایستله چې د پښتنو ټول وژنه دې بنده شي او یا یې په دې اعتراض ونکړ چې ولې خپلو شخصی ملکیتونو ته کوچیان نه پریښودل کیږي. دوی دا غږ پورته نه کړ چې پښتانه زده کونکو ته دې په مورنیو ژبو د زده کړې حق ورکړل شی. دوی حتې دا و نه ویل چې ولې د پښتو ژبو ولایتونو نماینده ګي د دوی د نفوس سره سم په پارلمان کې نه شته. دوی حتی په دولت کې د پښتنو د نه موجودیت په هکله څه ونه ویل. دوی حتې دا ونه ویل چې ولې بې ګناه پښتانه په مختلفو نومونو سره بندیان او پښتنو ضد ټلوالې له خوا ځورول او یا وژل کیږي.

دوی حتی دا ټکی خلکو ته جوت نه کړ چې پښتانه په اوسني اداره کې شتون نه لري او یوازې څو پښتو ژبي دي چې د خپلو شخصي ګټو له پاره په لوړو څوکیو ناست دي
په پښتنو کې یو شمیرکسان پښتنو ټولوژنې ته د افغان وژنه وايي . اوس ټولو ته دا جوته شوي ده چې د ټول وژنې پروګرام یوازې په پښتنو او په پښتني سیمو کې تطبیق کیږي.  تر اوسه هېڅ کوم ځانمرګی چا نه دی لیدلی چې په غیر پښتني سیمو کې یې په بهرنیو ځواکونو باندې برید وکړي. داسې خلک فکر کوي چې دوی ته ویل شوي دي چې په غیر پښتني سیمو کې په دولتي او یا بهرنیو ځواکونو بریدونه ونه کړي . دا ځکه چې د هغوی باداران غواړي د بهرنیانو په اړخ کې پښتانه هم ووژني

په دې تیرو نهو کلونو کې چا یو ځانمرګی ونه لید چې په غیر پښتنو لوړو پوړو چارواکو برید یې کړی وي. دوی جنرال اکرم خاکریزوال په کندهار کې، استاد حکیم تڼیوال په پکتیا کې، حاجي محمد څمکني او داسې نور په لس ګونو د پښتنو وتلي څيرې د نورو په لس ګونو زرو پښتنو په اړخ کې، په ډيره بې رحمی سره له منځه یووړې.

دا ډلې تل دې ته تیارې دي چې پښتون روڼ اندي او پوهان ووژني.
دوی ته که یو پښتون زده کونکي او یا مامور ورته لاسته ورشي  بیا   یې سمدلاسه ورته سر غوڅوي. خو نورو ته څه نه وايي  په دې تیرو نهو کلونو کې دوی د پښتنو ضد ټلوالې په یوه غړي برید هم نه دی کړی . دوی د جهاد له پاره غیر پښتني سیمو ته نه ځي خو دوی یوازې د هلمند، کندهار، کندز، غزني، ارزګان ، بادغیس او په کابل کې پښتني سیمې د جګړو په ډګر اړولي  دي.

له دې څخه جوتیږي چې دوی ته کوټلی لارښوونې شوي چې چیرته جنګ وکړي او چیرته نه. دوی ته اجازه ده چې یوازې په پښتني سیمو کې د جګړې اور بل کړي  نو ځکه دوی هم د پښتون وژنې یوه مهمه برخه ګڼل کیږي.

د ډیر شمیر بهرنیانو له پاره خو ټول هغه څوک چې په پښتو ژبه غږیږي ګیره او لنګوټه ولري هغه تروریست دی دا ځکه چې د پښتنو ضد ټلوالې ورته دا مفکوره ورکړي ده. دوی په پښتني کلیو بمونه اورولي او زیات شمیر بې   ګناه کسان یې وژلي دي .

په پښتونخوا ، بلوچستان او کراچۍ کې هم د پښتنو دا حال دی. په پښتون خوا کې پنجاپي پوځ پښتانه په ډيره بې رحمی سره وژني. پنجاپي اداره د یوې خوا د لویدیزوالو په اصطلاح تروریستان په قبایلي سیمو کې په چل او نیرنګ سره د خلکو په کورونو کې ځای په ځای کوي او بیا بې پيلوټه الوتکو ته معلومات ورکوي چې همغه کورنه په توغندیو وولي. په دې ډول هره ورځ په لس ګونو پښتانه په قبایلي سیمو کې په خپلو وینو لمبول کیږي.
ډیر شمیر پښتانه سیاستوال دا وايي چې باید ښاغلی کرزي د پښتنو ټول وژنه بند او د دوی حقوق ورته تامین کړي دا ځکه چې د جمهوري ریاست په لومړیو او دوهمو  ټول ټاکنو کې پښتنو په خپلو رایو سره بریالي کړ او دده له پاره د زیات شمیر پښتنو ګوتې او پوزې  پرې شوې د ده له پاره ډيرو پښتنو بوډا ګانو ، ځوانو میرمنو په لیرې واټنو سره د رایو مرکزونو ته ولاړل او دی یې په دې څوکۍ کیناوه .

که واقعیت ته وکتل شي  لیدل کیږي چې په ښاغلي کرزي باندې د پښتنو ضد ټلوالې کړی راتاو دی او دی په بشپړه توګه د دوی تر اغیزې لاندې دی. د دې کړیو ماتول چې د بهرنیانو ملاتړ هم ورسره دی د ښاغلي کرزی له پاره مشکل او حتی نا ممکن دی.
اوس دا اړینه دې چې په دې فکر وشي چې څرنګه کیدای شي چې د پښتنو ضد دا ناوړه توطیه شنډه او پښتانه د ټول وژنې څخه وژغوري.

دا چې څرنګه پښتانه کولای شي ځانونه ددې لوی مصیبت څخه وژغوري ؟

 لومړی باید ددې له پاره چې پښتانه وکولای شي پورتني موخې ته ورسیږي اړینه ده چې دوی د ځان، هیواد او نړی په هکله یو   په واقعیت ولاړ ګډ فکر پيدا کړي.
ددې موخې د تر سره کولو د پاره لومړی اړینه ده چې ټول پښتانه پدې خبر شي چې د دوی په ضد یو ناوړه پروګرام تر لاس لاندې نیول شوی دی. دا ورته ښکاره شي چې ددې پروګرام  موخې څه دي. دا باید ورته په ډاګه شي چې ددې پروګرام اصلي موخه یوازې اویوازې د پښتنو په فزیکي ډول له منځه وړل او یا دومره کمزوري کول .

اوسنی د پښتنو وژنې هرچیرې چې په هر نوم او هر چا له خوا تر سره کیږي نتېجه  یې یوازې او یوازې ددې قام    له منځه تلل دي.
لویدیزوال یوازې تروریستان د پښتنو په سیموکې لټوي خو په پنجاب ، کراچۍ او ایران کې سترګې په پټوي.

اوس پښتانه اړ دي  چې د خپل ځان د شته والي د پاره فکر وکړي. دا ځکه چې اوس مهال پښتانه په افغانستان او پاکستان کې د محروم او مظلوم اولس په ډول ژوند کوي.

 پوښتنه دا پیدا کیږي چې څرنګه کیدای شي چې په ټولو پښتنو کې یو عام ملي تفکر رامنځته شي. داسې تفکر چې ټول پښتانه د یوه واحد وجود په توګه وګڼل شي.دوی په دې و پوهول شي چې د خپل موجودیت ساتلو د پاره د راتلونکي سیاسي برخلیک له پاره ځانګړی سیاسي ملي پروګرام جوړ کړي چې په هغه کې تر ټولو لومړی د مختلفومفکورو لرونکي پښتانه سیاستوال او خلک د په پښتنوکې د یووالی راوستلو او د هغوی په وړاندې د هر ډول توطیو شنډولو د پاره کار وکړي.

د اوسني شرایطو غوښتنه ده چې ټول پښتانه دا فکر خپل کړی چې د اوسنیو ټولو ناخوالو له منځه وړل یوازې او یوازې د دوی یووالی دی.  
یو عمومي د اتحاد فکر د یوه متحد سیاسي او ټولنیز سازمان په واسطه رامنځته کیدای شي او همدارنګه د ګډو ګټو او ملي یووالي د رامنځته کولو فکر د دی سبب کیږي چې دوی په یوه ځواک باندې واوړي. .

اوس دا اړینه ده چې د پښتنو یو سراسري پراخ سیاسي جوړښت د پښتنو د جرګې په نوم رامنځته شي. او دا جرګه باید د کابل اوسنی د پښتنو ضد ادارې، د پنجاپ د استعماري ادارې، ایراني پاشیستانو او لویدیزوالو د اغیزې څخه پاکه وي
تجربو دا ښودلي ده کله چې پښتانه په یوه متحد فکر او د یوه سیاسي جوړښت په توګه رامنځته شوی دي دوی په یوه ستر او نه ماتیدونکي ځواک اوښتي دی.
 
د داسې یووالي له پاره خوشال خان او خان عبدالغفارخان نه ستړي کیدونکي مبارزې کړی دي.
د پورتنیو څرګندونو څخه دې ټکي ته رسیږو چې تر ټولو لومړی باید پښتانه مستقل سیاسي ټولنیز سازمان رامنځه کړي. دا هغه مهال کیدای شي چې لومړی د پښتنو یوه سراسري جرګه په افغانستان او یا د هیواد څخه بهر په یوه ناپیلی هیواد کې جوړه شي چې د هغه له لارې پورتنی د پښتنود یووالي له پاره یو سیاسي جوړښت رامنځته او د دوی له پاره سیاسي روښانه کړنلاره په ډاګه کړي.

دا سیاسي جوړښت به د پښتنو او بیا د پښتنو سره د نورو قومونو د یووالي او د دوی تر منځ د وروګلوی اړیکو د ټینګښت له پاره به زمینه برابره کړي.
پښتون اولس هیڅکله د هیچا حقوق تر پښو نه لاندې کوي خو تر دې وروسته پښتانه باید نور څوک هم پرې نه ږدي چې پښتانه د خپلو سیاسي، ټولنیزو، کلتوري ، تعلیمي، اقتصادي ، ژبنيو او ملکیت د حقوقو څخه بې برخې کړي لکه چې تر اوسه په ډيرو ساحو کې ترې بې برخې دي.

 

 


نورموضوعات:
قدرمنو پښتنو ويښ شئ؟- ويښ پښتون (22.04.2010)
پښتانه او پښتونخوا- ملوک ازاد (10.04.2010)
دپښتو څانګې د نهه څلويښتمې))49 (( دورې د فارغانو غونډه - الحاج فضل الله رشتين (07.04.2010)
پښتانه ... بيا هم احساسات - سهر ځواک (11.03.2010)
د مجهولي (ې) او (و) غلطه كارونه - موحد (02.03.2010)
که څوک ځان ته پښتون وايي نو يو ځل دې ولولي؟ - ويښ پښتون (26.02.2010)
چرګان او پښتانه - پوهندوی محمد اسمعيل يون (09.02.2010)
د پښتنو ګاندي (23.01.2010)
پښتون د فلسطینیانو د برخلیک په لور- سلطان مسعود (07.01.2010)
د افغانستان دملکي خدمتونو انستیوت او فاشیستي جنګسالاران (22.12.2009)
ستر پاچا خان : ملي هویت ، خپلواکي ، ملي ژبه او تعلیم - مرادزی (21.12.2009)
د پښتونخوا نېنشليانوته!- سيدحسين پاچا (10.12.2009)
پوهاند ریښتین د پښتو نوې ژبپوهنې مشر پیلګړی - ډاکټر سرلوڅ مرادزی (30.11.2009)
رښتين او پښتو د ساپوهنې په رڼا كې - ډاكتر كبير ستورى (04.11.2009)
د پښتنو د ژوند او مرګ مسئله - ډاكټر احسان آذري ستانيزى (03.11.2009)
ولی پښتانه مشران وژل کیږی؟؟ (31.10.2009)
ملنګ جان : پښتو ، پښتونواله او پښتونستان - مرادزی (31.10.2009)
راځۍ چې مونږ په ځان كې بدلون راولو - الحاج فضل الله رشتين (28.10.2009)
په پښتنو کښي هم بدلون راغلی وو او هم راتلای شی ؟- حلیم شملزي (28.10.2009)
را شی پښتا نه شی ښه شی پښتا نه شی - خوستوال پښتون (22.10.2009)
عبدالغفور لېوال - پښتو نړيوال کنفرانس :د اوښکو او ولولو ګلباران (19.10.2009)
د شرارت شيطاني دايره - غلام محمد زرملوال (17.10.2009)
د پښتنو لیکوالو د اړیکو د ټینګښت مسله - علم ګل سحر (15.10.2009)
د پښتو نړيوال كنفرانس د برخوالو پرېكړه ليك (12.10.2009)
د پښتو نړيوال سيمينار په وياړ:اوس موږ خپل خادمان لمانځو - قاضي محمدحسن حقيار (11.10.2009)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

پر خپلو ماشومانو د علم نعمت پیرزو کړۍ
دا د هر ماشوم حق دی چې په ځپله مورنۍ او پلرنۍ ژپې زده کړې وکړي
::| تازه موضوعات
پښتانه په سیند لاهو دي! - ثاقب
پښتو د ذهني انارشيزم په لومه کې - ډاکتر لمر
د ډیورنډ تړون د حقوقواوسیا ست په تله کی - ډاکتررحمت ربی زیرکیار
نن يو مخ پښتانه ولي په دومره لانجو كښې راګير شوي دي..؟ - محمد نعیم کاکړ
پښتو ځانګړى تورى - عبدالجباركاكړ
د پښتو ژبې پرمختګ؛ ستونزې او ننګونې - ذاکر جلالي
پښتنو د خپلو ګاونډيو د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي دي - ظاهر پښتون

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]