امریکايي ژورنالیست، ریچارډسن د سي آی اې یو پخواني افسر، کریسټن روکا ته اشاره کوي چې د امریکې تر رهبرئ لاندې مذاکراتو کې یې طالب چارواکي زړه نا زړه کړه او ورته يې وویل" ته باید دا زرین وړاندیز ومنې! که نه نو مونږ به دې د بمونو په فرش کې ښخ کړو" .
مونږ لتاسو څخه غوښته کوو چې ددغه ډول تعصب د اوږد مهالې استنباط په اړه فکر وکړئ او د کرزي پر حکومت له خپل نفوس او اغېزې څخه کارواخلي او ورته ووايئ چې د دوي لنډ پارې توب د افغانستان په ګټه ندی. پښتانه د هېواد بنسټګران او ساتونکي دي. که د دوي سره د لوړو زده کړو په برخه کې څوک تبعیض وکړي او که نه، دوي به دا ونه زغمي چې لږکۍ دې پرې حکومت وکړي.
په هرحال؛ په دا ډول بې شرمه او رسوا تبعیض سره د کرزي حکومت او د هغه د شمالي ټلوالې ملاتړ کوونکي د راتلونکي جګړې تخم شیندي. پوښتنه داده چې که اوسنی حاکم نظام د ۱۵۰،۰۰۰ بهرنیو ځواکونو ملاتړ ونه لري، بیا به څه کوي؟ د افغانستان تاریخ د بهرنیو له لوري د تپل شوو او د لږکیو په واسطه د اداره شوو رژیمونو پروړاندې د مقاومت څخه ډک دی. په افغانستان کې نړېواله ټولنه باید له هر چا سره د مساواتو او بې طرفۍ له نقطې نظره چلند وکړي. د راتلونکي نسل او مشرانو پروړاندې دغه ډول تعصب ته باید زرترزره د پای ټکی کېښودل شي. د بورسونو ورکوونکي بنسټونه باید مطمئنه شي چې د افغانستان خلکو ته ددوي مرسته او همکاري نده ضایع شوې.
ماخذونه 1-Nabi Misdaq, B.Sc. (LSE) London University, PhD (Sussex University) UK, Author and Journalist. 2-Rahmat Rabi Zirakyar, PhD inPolitical Science, Free University of Berlin, Independent Scholar. 3-MohammadDaud Miraki, 2 MAs and PhD, Chicago University, Author andAcademic. 4-Ubidullah Burhani, PhD, University of Tunis, Academic and Analystof Arab Affairs. Dr. Misdaq, Dr. Zirakyar and Dr. Miraki 5-from: Dr. Burhani