Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - موږ او خپلواکي - عبد الغفور ليوال
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار ; رقـم - نسیم ستوری ; آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری ; مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی ; جنرال سید عبدالقدوس سید- موزیم ها ، مجاهدین و سرنوشت شگفت انگیز گنجینه های طلا تپه
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
څېړنېزې لیکنې
 
موږ او خپلواکي - عبد الغفور ليوال
Friday, 05.02.2010, 11:30am (GMT)

موږ او خپلواکي

عبد الغفور ليوال

له شاه زمانه تردې زمانه موږ نه خپلواک وو او نه ښکېل.

له شاه زمانه تردې زمانه موږ د یوې داسې خپلواکۍ لپاره په جګړو کې تېره کړې، چې هېڅکله مو نه ده ګټلې، نه مو جګړه ګټلې اونه خپلواکي خو، هر څه مو پرې ژوبل کړي دي، د وطن آبادي، پرمختګ، پوهنه او آن ملي یووالی، دا خو منو چې ملي خپلواکي د یوه ملت د ژوند لومړۍ اړتیا ده، خو له موږ سره عجیب چل شوی دی؛ نه خپلواک یو نه ښکېل ،بلکې ټول عمر مو د خپلواکۍ د ګټلو په جګړه کې تېر شو. زما له دې جملو سره به د قدرمنو لوستونکیو غبرګون څو ډوله وي، خو راځئ دا دوه درې اشارې په پام کې ولرو :

۱ـ خپلواکي هغه ده، چې یو ملت په خپله اراده خپل سیاسي حاکمیت وټاکي او دغه سیاسي حاکمیت د بهرنیو له فشار پرته د خپل هېواد او ولس د پرمختګ لپاره ریښتنی کار وکړي، اوس نو پوښتنه رامنځ ته کېږي چې له پردي غرض و مرضه خالي، له بهرنیو جاسوسانو پاک او له راتپل شویو ایډیولوژیو بې اغیزې داسې ملي حاکمیت مو څومره درلودلی دی؟

یو څو استثنايي واکمنان لکه غازي امان الله خان، محمدداود یا بل مه درګڼه ځکه هغوی هم چا کار ته پرې نه ښول او کودتاګانو یې سرونه وروخوړل.

۲ـ سیاسي خپلواکي له ملي رفاه، لوړ عامه شعور او ټینګ ملي یووالي پرته نه شي راتلای هغه ملتونه چې وږي وي، هغه ولسونه چې ډېر ځله په کډوالۍ کې ژوند بهتره ګڼي، هغه خلک چې ځوان نسل یې د اروپا او امریکا په ژوند پسې د ارمان رغوي سرویي، هغوی ډېر ژر د ښکېلاک په جال کې پریوځي او د استخباراتو کوډې یې سیاستوال له خپل هېواداو ملي ارمانونو پردي کولای شي.

۳ـ موږ ټول عمر آزادي غوښتې خو آبادي مو هېره کړې ده . خپلواک خو بې ډوډۍ، وران، بې ښوونځي او بې مدنیته هېواد د یوې خپلواکې هدیرې په شان دی.

آزادي او آبادي د یوه ملت د سوکالۍ دوه وزرونه دي، له دې دوه وزرونو که یو هم نه وي ولسونه د نیکمرغۍ آسمان ته نه شي ور لوړیدای، زه غواړم همدلته د افغان ولس هغو اتلانو ته د درناوي او مرحبا لاسونه پورته کړم چې له شاه زمانه تردې زمانه یې د افغانستان د آزادۍ وزر رپولی دی او د هېواد د آزادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړي دي، رحمت دې وي پر ټولو.

مګر دا بل وزر چیرې دی؟

ولس پر سینه پروت دی، افغانستان لکه نیم ژواندی مرغه په خاورو کې څښیږي او هر یارو اغیار یې تر پښو لاندې کوي، دغه نیم بسمله مرغه یوازې یو وزر لري، د آزادۍ ګټلو لپاره دهڅو وزر، هغه هر چاته ښوروي، خو دآبادۍ وزریې نه شته نو ځکه الوتلی نه شي.

نو ځکه له شاه زمانه تردې زمانه موږ همداسې په خاورو کې پراته یو او لوڅې پوڅې کوو، کله ـ کله د آزادۍ وزر لرو خو آزاد نه یو ځکه آبادي نه لرو چې له ښکېلاکه وتښتو او د سوکالۍ هسک ته ځان ورسوو.

په حقیقت کې موږ د هغې ورانۍ، بې تعلیمۍ او بې اقتصادۍ مستعمره یو ،چې پخپله مو پرځان رواستې ده. داسې ښکېل کېدل د بل هېواد تر مخامخ، ښکاره او سیاسي استعماره ډېره خطرناکه ده ځکه چې ښکاري نه ،خو پیړۍ پیړۍ یو ملت په توره بدمرغۍ کې ساتي.

دا ستونزه ولې داسې ده؟

موږ له شاه زمانه تردې زمانه خپلواکي سمه نه ده تعریف کړې، زموږ زړور، دپاک زړه خاوند او صادق ولس زموږ مشرانو ته غوږ ایښی او هر کله یې له مخامخ ښکېلاکه دخلاصون لپاره وسله پورته کړې ده، خو هر کله چې بهرني ښکېلاکګر مات شوي دي د مشرانو په اوړو کې شګه پیدا شوې، د سیاسي قدرت د ګټلو په سیالۍ بوخت شوي، ملت یې هېر کړی دی و آن کله کله یې بېرته پر ملت توره را ایستلې او د ولس پر وینو یې لاسونه سره کړي دي. همدا ده چې ولس ناهیلی شوی دی او له سیاسي مشرانو څخه یې ځان لرې کړی دی، بیا نو د دښمن استخباراتي او شیطاني ماشین چالانه شوی او له مشر څخه یې بېرته هر څه اخیستي دي، بل مشر چې راغلی هم، نو پند یې نه دی اخیستی او همدا تېروتنه یې بیا کړې ده. هغه د چا خبره موږ « په را تاویدو کې خراب شوي یو». دخپلواکۍګټلولپاره زموږ دجګړو له برکته نور ولسونه آزاد او آباد شول. دشرقي اروپا او منځنۍ اسیا هېوادونه یې ښې بېلګې دي ،خو موږلا وران ویجاړ پاتې یو .

سیدجمال الدین افغاني ،پاچا خان، ، ګاندي، نلسن مانډیلا او نورو یوازې تشه آزادي نه غوښته، بلکې لومړی یې ولسونه راویښول، پر تعلیم یې پسولل، په نس یې مړول، اقتصادي بنسټونه یې ورته جوړول او بیا یې آزادۍ ته رسول خو زموږ په برخه داسې مشران نه و، چې لومړی د تلپاتې خپلواکۍ د ساتلو بنسټونه راته جوړ کړي. د آبادۍ وزر را پورې وګنډي او بیا مو د خپلواکۍ الوتلو ته وهڅوي.

درېیمه لاره:

راځئ تر هر څه وړاندې خپلواکي سمه تعریف کړو ولس ته پیغام ورکړو چې آزادي له آبادۍپرته ناشونې ده، غریب، ډوډۍ ته اړ، او بې ښوونځي ولسونه پر ټکنالوژۍ او کمپیوټر سمبال ښکېلاکځواکونو څخه آزادي نه شي اخیستلای، ځکه اوس د ښکېل کولو وسایل تورې او ټوپک نه دي، کمپیوټر او کتاب دی، که جنګ کوې نو نوې وسله به پیدا کوې، اوس نو د آزادۍ جنګ په سو ټیو نه کېږي.

د خپلواکۍ لومړی ګام له سنګر څخه نه، بلکې له ښوونځي څخه پورته کېږي. بشپړې خپلواکۍ ته لاره د ویښتیا او روښانتیا له پړاوونو څخه تیرېږي، یوازې ویښ او روښانه ملتونه بشپړې آزادۍ ته رسیدلای شي، موږ ښايي نور هغه مشران هم د مشرتوب له تخت څخه راکوز کړو چې یوازې د خپلواکۍ پوځي شعارونه ورکوي، د خپلواکۍ جګړه د خپل سیاسي قدرت ګټلو لپاره پرمخ بیايي او تر هغو پورې د خپلواکۍ چیغې وهي چې د قدرت پر څوکۍ تکیه ووهي. دوی دخپلواکي نارې وهي خو په زړه کې سیاسي قدرت غواړي راځئ ريښتني مشران رامنځ ته کړو، هغوی چی د هېواد د خپلواکۍ او آبادۍ لپاره فکر کوي او په دې پوهېږي چې څنګه یو ودان افغانستان تر خپلواکۍ پورې ورسوي، هغوی چې هم پوهه لري او هم مېړانه.

خپلواکي دا نه ده ،چې یوازې ښکېلاکګر دښمن ته په پوځي ډګر کې ماته ورکړې ، خپلواکي دا ده ، چې پخپله اراده، پخپلو مټو اوپخپله پوهه خپل هېواد ودان او خپل ملت هوسا کړې.

موږ باید د راتلونکې خپلواکۍ ټول اتلان ښوونځیو ته ولېږو او یو وخت دیرش میلیونه ډاکتران، ماستران او لږ تر لږه پوهنتون لوستي پر کتاب او کمپیوټر سمبال سرتیري ولرو چې پر لوی خدای (ج) د ایمان او توکل ځواک ورسره وي، پر ملي ارزښتونو متکي او پر افغاني منل شویو فرهنګي ارزښتونو ولاړ وي، داسې سرتېري څوک نه شي ماتولای او داسې ولس هېڅ څوک نه شي ښکېل کولای.

زموږ د خپلواکۍغوښتنې حماس وزر تل ژوندی او ځواکمن دی، د ویښتیا او روښانتیا په پړاو کې به پر دا بل وزره کار کوو، د آبادۍ، پوهې او پرمختګ وزر! که دا مو په دې دوه پړاوونو کې جوړ کړ، نو بیا خو افغانان یو، تر هر چا به هسک الوزو او ایله به د خپلواکۍ په مانا او خوند وپوهېږو.

 

یادونه: د ګران لیوال صاحب د لیکنو دا سلسله مو د لیکوال په اجازه د روهې درنې ویبپاڼې نه د دعوت درنو لوستونکو ته غوره کړې ده.  د دعوت ویبپاڼې او دعوت اداره


نورموضوعات:
د ودانېو جوړونه - انجينېر اسدالله ملکزی (03.02.2010)
استاد ګل پاچا الفت داڅېرې دهېرېدو اوښخېدونه دي - لیکوال: حبيب الله غمخور (28.01.2010)
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۹) BBCهدايت الله هدايت - (28.01.2010)
پخلاینه باید حقوقي اړخونه ولري - سید خالد سادات (28.01.2010)
(یو بې طرفه تحلیل)حامد کرزی د انصاف په تله کې - ځواکمن (27.01.2010)
د ((دسيسې تيوري )) او د پښتنو عام وژنه - اجمل روهي (25.01.2010)
د پرمختللې کمالیستي ترکې جمهوریت پان ترکې اسلامیزم او سېکولریزم-3- سراج الحق ببرک زی ځدراڼ (22.01.2010)
آیا مونږ کې د مشرتوب ځانګړتیاوې شته؟- اسدالله عمرخیل (21.01.2010)
د بريالي مدير ځانګړتياوې - ژباړن: انبيا ژمن (20.01.2010)
په افغانستان کې د امریکا د متحده آیالاتو د شکست اناتومي - پروفیسور محمد داود میرکي (18.01.2010)
د يونايټډ پريس انټرنېشنل خبري آژانس (۸) - هدايت الله هدايت (18.01.2010)
د فخرافغان ياد- غلام محمد زرملوال (16.01.2010)
د پرمختللې کمالیستي ترکې جمهوریت پان ترکې اسلامیزم او سېکولریزم -2- سراج الحق ببرک زی ځدراڼ (14.01.2010)
بې قانونه ملت ، بې ملته قانون - عبدالغفور لیوال (13.01.2010)
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۷) ايتار تاس - هدايت الله هدايت (10.01.2010)
د پرمختللې کمالیستي ترکې جمهوریت پان ترکې اسلامیزم او سېکولریزم-۱ -: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ (08.01.2010)
آيادطالبانومبارزه په حقه ده؟ - محب الله زهیر (06.01.2010)
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۶) APهدايت الله هدايت - (04.01.2010)
زموږ کافر(!) حکومتونه - عبدالغفور لېوال (31.12.2009)
د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر - د هدايت الله هدايت ليکنه (28.12.2009)
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـرام ورځپـاڼـه - هدايت الله هدايت (26.12.2009)
پر افغانستان د انګريزانود لومړي تيرى، او د هغوى آفت ناکه ماتې او بيرته وتلو - م. رقيب (24.12.2009)
د فـرانسـې خبري آژانس د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳) هدايت الله هدايت (20.12.2009)
د ښار او کلي جګړه - عبدالغفور لېوال (16.12.2009)
سياسی ګوندونه په يوه بل ازمايښت کی - پوهنمل حاجی محمد نوزادی (14.12.2009)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
::| تازه موضوعات
یوازې علمي نظریې د انسان اړتیاوې نه شي پوره کولای- ژباړه اوترتیب :عبدالرحمن فرقاني
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند
د افغانستان د ايل کولو لپاره پینځه نسخې - عبدالغفور لېوال
د شيطان امپراتوري (The Evil Empire ) - هدايت الله هدايت
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۴) اينډيپنډنټ - هدایت الله هدايت
نه بری، نه لری ، نه وتل، نه د کړکیچ د حل مذاکره - ډاکټر رحمت ربی زیرکیار
له تشدد نه ډکې لانجې، د لانجو مخنيوی او ملت جوړونه - محمد ابراهیم شینواری

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]