Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۲) ګارډين - هدايت الله هدايت
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
څېړنېزې لیکنې
 
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۲) ګارډين - هدايت الله هدايت
Sunday, 25.07.2010, 09:53pm (GMT)

هدايت الله هدايت

د ۲۰۱۰ م کال د جولای۲۶ مه

 

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۲) ګارډين

 

د ګـارډيـن ورځـپـاڼه

 

 

 

په لندن کي د ګارډين د ورځپاڼي مرکزي دفتر

 

ګارډين  (Guardian) ته په انګليسي ژبه   ساتونکئ،محافظ، سرپرست، نګابان يا متولي وايي .  په دغه نامه ورځپاڼه نن د انګلستان د دريو مهمو او بارسوخه ورځپاڼو څخه يوه ده چي په عين وخت کي هم په لندن او هم په مانچسټر کي خپريږي .

 

د ګارډين ورځپاڼي ته  په  انګلستان کي د يوې ملي ، باکيفيته او د مطالبو د لحاظه   د يوې  معتبري او لوړي ورځپاڼي په سترګه کتل کيږي  . دغه ورځپاڼه  د لومړي ځل د پاره  په کال ۱۸۲۱ کي دانګلستان  په مانچسټر کي  د يوې  اوونيزي  په شکل د « مانچسټر ګارډين» په نامه  (The Manchester Guardian) په  خپرونو پيل و کړ .سي پي سکاټ(C.P. Scott) يو وتلی شخص وو چي  د ۱۸۷۲ څخه تر زياتو کلو پوري  ددې ورځپاڼي د يوه  مشهور  مسؤل مدير  په حيث و  ګارډين ته  په ټوله برتانيا کي   زيات شهرت ورکړ . سکاټ بيا دغه ورځپاڼه په کال  ۱۹۰۷ کي رانيوله او د ۱۹۳۹ څخه وروسته   يې د ګارډين مالکيت    د  سکاټ ټرسټ و سرپرستۍ ته و سپاره؛ ويل کيږي چي دغه کار د ورځپاڼي د کړنلاري او استقلاليت  سره  زیاته مرسته وکړه . دم درحاله د ګارډين د ورځپاڼي ملکيت د يوې خيريه مؤسسې  په لاس کي  دئ چي د ګارډين د رسنيو د ډلي   (Guardian Media Group) په نامه ياد يږي .

 

دغه محلي خپرونه  چي  د  خبرو  و تنوع  او د خپلو مخاطبانو ورضایت  ته يې ځانګړې پاملرنه درلود ل  ،د بېلابېلو  موادو په خپرېدو او هغو ته د انعکاس د زمينې په  برابرولو سره  ،  ډېر ژر يې و کولای سوه چي په هغه وخت کي  د خلکو په مينځ کي  لاره خلاصه او په تدريج سره  ځان   د انګلستان و ټولو برخو ته  وغزوي . په کال  ۱۹۵۵ کي   ګارډين دومره  مخاطبان پر ځان  را ټول کړي وه چي د هغوی په اتکاء  سره يې د خپلي خپروني طريقه بدله ، او ځان يې  د ورځپاڼي په شکل  راواړاوه .

 

دګارډين ورځپاڼي د خپل تأسیس د سل کلنۍ په مراسمو کي  د ورځپاڼي څخه د «مانچسټر» نوم ايسته او ورځپاڼي ته   چي ددې پسته  يې سراسري  بڼه  نيولې وه  يوازي، د ګارډين  نوم «The Guardian» غوره وګاڼه او په همدغه نامه  پاتې سوه .

 

د ګارډين ورځپاڼه خپل  ځان د يوې ليبراله او روښانفکره ورځپاڼي په نامه  معرفي کوي ؛ او په سياسي  عرصه کي زياتره و کيڼ اړخي ته د يوې متمايلي ورځپاڼي په حيث شهرت لري . دغه ورځپاڼه د خپل    اصلي معياروڅخه چي  دځان  ارزښتونه يې  ګڼي،  و قاطعيت او  زړه ورتيا ته زيات ارجحيت ورکوي ، په همدې خاطر ده  چي ور ځپاڼي  په زياتو حالاتو کي د برتانيا پخواني صدر اعظمانو ټوني بلير او ګورډن براون د سياستو څخه په کلکه انتقاد کړی او په دولتي چارواکو يې د هغوی  په کړوباندي  پُسخند وهلی دئ . د ګارډين ورځپاڼي   د افغانستان او عراق و جګړو ته د انګلستان  د را کښېوتو په وخت کي هم  د ټوني بليرپه  کارګري  دولت باندي  جدي او  بې پرې انتقادونه کړي دي او په دې کار کي يې ځان  د لومړنيو منتقيدينو په کتار کي را وستی  وو . د افغانستان او عراق د اشغال په لومړيو ورځو کي ګارډين د ښه خبري منبع په حيث نړۍ وال  شهرت  پيدا کړ .

 

ګارډين ورځپاڼه نن سبا د ورځي څه کم  نيم ميليون  تيراژ لري او ددوشنبې څخه بيا د شنبې تر ورځو پوري  په همدې نامه خپريږي . د يکشنبو په ورځو کي د ګارډين په عوض کي بيا ددې ورځپاڼي شريکه خپرونه  يعني  د آبزرور    (The Observer  ) او د ګارډين ويکلي  (The Guardian Weekly) ورځپاڼو په نامه خپروني کوي  .

 

ګارډين ورځپاڼه ن يوه ډېره مغزنه ويب پاڼه  هم لري چي  د  ګارډين ان لميټډ     Guardian Unlimited   په نامه ياديږي . دغه ويب پاڼه  په انټرنټ   آن لاین کي د خبر تر ټولو مشهوره  منبع ده  چي څلرويشت ساعته فعاله سايټ دئ  او د چاپي برخي نه علاحده خپل ځانته د تحریریه هيئت ډله او جلا مسؤل لري  . ددغه سايټ  څخه هره مياشت  تر اوو ميليونه کسانو پوري  ليدنه کوي چي د هغې جملې نه دوه ميليونه يې يوازي  د امريکا څخه دي .

 

د ګارډين ويکلي  يا اوونيزه خپرونه  هم عليحده اداره او ځانته  جلا کړنلاره لري  د خبر او ګزارش په وړاندي کولو  کي ددو معتبره نړۍ واله خپرونو یعني د فرانسې د لوموند او د امريکې د واشنګټن پوسټ سره  همکاري لري او دهغوی مهم ګزارشونه خپروي .  دګارډين ويکلي نن د بهترينه مجلو څخه ګڼل کيږي چي د ميليوني تيراژ په درلودلو سره  د نړۍ د روښانفکرانو او سياستپوهانو يوه لويه برخه په هغه کي يا ګډون لري او يايې لولي . ددې مجلې سياسي، نړۍ والي، د تحليل او تدقیق او د فيچر (Feature) برخي ډيري قوي او د پاملرني وړ مطالب لري  . همدارنګه دغه مجله د سیاست او اقتصاد په عرصو کي مغزن ګزارشونه خپروي .  ددې ورځپاڼي اقتصادي تحلیلونه اغلباً د وتلو تحليلو په کتار کي راځي . د مطالبو زياتوا لی، د متن خلاصه توب او د لويوتصاويرو او کارټونونو څخه کار اخيستنه ددې مجلې د ځانګړتياوو څخه  شمېرل کيږي .

 

د ګارډين  د ورځپاڼي انتقادي چلند او په عين وخت کي  دنړۍ په ورځني مسائلو باندي  پر خپل ناپېيلتوب او غير جانبدارانه کردار  باندي تاکيد، ددې باعث سوي دي چي  که څه هم برتانوي مخاطبان يې د لاسه ورکړي دي، خو د نړۍ په کچه يې نوي مخاطبان لاسته راوړي دي  . ددې ورځپاڼي د مطالبو  لوړ کيفيت،  د روانو او سلیسو لیکنو جاذبه او د «بې طرفۍ» د اصل مراعات دا هغه څه  وه چي د ګارډين د ورځپاڼي په دننه کي  ددې ورځپاڼي د لوستونکو رضایت  حاصل کړی وو .  د ګارډين د تحليل، د خاصو ګزارشو ستونونه او د ګارډين نور ضمايم ددې ورځپاڼي تر ټولو قوي برخي دي .

 

د برتانيا د ورځپاڼو يو تر ټولو د پاملرني وړ ټکئ د هغوی د قطع او صحافت  حالت دئ ، کله چي به د ایندیپنډنټ، ګارډین، فایننشيال ټایمز غوندي مشهوره او با کيفيته ورځپاڼي ديوه سره په لويو صفحوکي  چاپېدلې، نو را  وروسته د هغوی چلونکي متوجه سول چي د خپل لوړ کيفيت د درلودولو سره سره د هغو ورځپاڼو په مقابل کي چي په کوچنۍ قطع خپريږي دمالي وجهي له خاطره د شکست په حالت کي دي .  ځکه يې نو  د خپلو صفحو پر طرح او شکل باندي نوې کتنه وکړه . په دې مينځ کي ګارډين هم د خپل جالب ابتکار په وجه د خپلي پاڼي سايز  په ميانه قطعه باندي واړاوه، یعني نه د  پخواپه شاني خپل  لوی سایز يې وساته  او نه  هم د ميټرو غوندي کوچنی سايز يې خپل کړ . نن دغه ورځپاڼه په متوسطه قطعه او په څلورو رنګو د ورځي څه ناڅه  نيم ميليونه شمارې خپروي  .

 

ګارډین په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۶ کلو کي «د کال د ورځپاڼي»  جايزه ګټلې ده .

 

 

مأخذونه او منابع :

 

http://en.wikipedia.org/w/index.php?title=The_Guardian&oldid=197212616

http://en.wikipedia.org/wiki/The_Guardian

http://www.guardian.co.uk/

http://www.gmgplc.co.uk/

 

د دې لیکنې نورې برخې:

 

دریمه برخه

څلورمه برخه

پنځمه برخه

شپږمه برخه

اوومه برخه

اتمه برخه

نهمه برخه

لسمه برخه

 یولسمه برخه

دولسمه برخه

دیارلسمه برخه

څوارلسمه برخه

پنځلسمه برخه

شپاړلسمه برخه

اوولسمه برخه

اتلسمه برخه

نورلسمه برخه

شلمه برخه 

یوویشتمه برخه

 


نورموضوعات:
آيا موږ د ښار او کلي توپير له منځه وړلاى شو؟- محمد ابراهيم شينواري (25.07.2010)
ويښتيا: د سولې ښوونځي - غفور ليوال (15.07.2010)
بهرنۍ مرستې: سېروم که سنډروم - ډاکتر محمد ابراهيم شينواری (13.07.2010)
د ملي سمبول پر لور ملي پاڅون - غلام محمد زرملوال (11.07.2010)
د ديني او عصري زده کړو مسئله - محمد ابراهيم شينواري (05.07.2010)
د ډیورنډ تړون د حقوقواوسیا ست په تله کی - ډاکتررحمت ربی زیرکیار (04.07.2010)
احمدشاه ابدالي ته درناوی وکړﺉ ! - حنان حبیبزی (30.06.2010)
کادري توازن - محمد ابراهیم شینواری (27.06.2010)
ښاست او ښکلا - حکمتيار (27.06.2010)
حنان حبیبزی - څلورمه برخه - ایا په تیرو درې لسیزو کې افغانستان په پوره مانا لوستل شوی؟ (24.06.2010)
سراج الحق ببرک زۍ ځدراڼ - د چین د ولسي جمهوریت دوه متضاد سیاسي سېستمونه (21.06.2010)
شهید سیلاب( ساپي ) د لوړتفکراوسپیڅلي احساس شاعر او لیکوال - انجنیر عبدالقادر مسعود (19.06.2010)
د سولې وزارتونه - عبدالغفور لېوال (15.06.2010)
په افغانستان کې د ژبو مسئله - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری (13.06.2010)
انجنیر عبدالقادر مسعود - دستر نومیالي شخصیت خوشحال خان بابا په هکله یو څو خبرې (09.06.2010)
ایاپه تیرو درې لسیزو کې افغانستان په پوره مانا لوستل شوی ؟- حنان حبیبزی -دریمه برخه (07.06.2010)
عبدالقادر مسعود - ارواښاد استاد اولمیر زموږ د هیواد ویاړلي اوبرمیاله هنري څیره (07.06.2010)
هدايت الله هدايت - د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۱) ټايمز آف اينډيا (07.06.2010)
)ځواکمن - آیا زموږ ستونزه په جعلي جرګو حلیږي؟ )کرزي او ټلوالې ته سوله په ګټه ده که جګړه؟؟؟( (07.06.2010)
آيا زموږ ملي هويت ټينګ دى که لړزاند؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری (07.06.2010)
انجنیرعبدالقادر مسعود - دځواکمن قلم او ادب خاوند ارواښاد استاد محمد دین ژواک (04.06.2010)
دبانک په هکله عمومي معلومات او د یو هیواد دمرکزی بانک وظایف - صفی الله سمون (01.06.2010)
د افغانستان په ثبات، توازن او انکشاف کې د اسلام رول - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری (01.06.2010)
ایاپه تیرو درې لسیزو کې افغانستان په پوره مانا لوستل شوی ؟ (۲) لیکوال: حنان حبیبزی (27.05.2010)
دکتور فاروق أعظم - زمـوږ روشـنـفکـران (25.05.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
::| تازه موضوعات
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند
د افغانستان د ايل کولو لپاره پینځه نسخې - عبدالغفور لېوال
د شيطان امپراتوري (The Evil Empire ) - هدايت الله هدايت
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۴) اينډيپنډنټ - هدایت الله هدايت
نه بری، نه لری ، نه وتل، نه د کړکیچ د حل مذاکره - ډاکټر رحمت ربی زیرکیار
له تشدد نه ډکې لانجې، د لانجو مخنيوی او ملت جوړونه - محمد ابراهیم شینواری
په افغانستان کې څوک څومره دي؟- افغان

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]