د حق او باطل جګړې په نامه کتاب تازه له چاپه راووت
دغه کتاب د کندهار يوه ليکوال عبدالمالک همت ليکلى دى او د ټوک پر مخ باندي يې دغه ټکي لولو:
د حق او باطل جګړې تاريخي حقايق، پايلي او عبرتونه د اسلام سره د کفارو، مشرکينو، مادي پالو او سيکولرو عناصرو د دښمنيو لنډ او مستند بيان.
کتاب ٤٥٥ مخونه لري او په کابل کي د مستقبل خپرندويي ټولني لخوا په خورا ښکلې قطع ، ښه کيفيت او ښه کاغذ باندي نوى خپور سوى دى.
د کتاب په لومړيو دو مخونو کي د حق او باطل د جګړې او بالاخره د باطل د له منځه تلو په اړه د قرآن کريم مبارک آيتونه او د هغو ژباړي ليکل سوي، ور پسې په يوولسو مخونو کي د کتاب فهرست راغلى، بيا د ليکوال سريزه راغلې او وروسته د کتاب متن راغلى دى.
د کتاب په وروستۍ برخه کي د کتاب د (٩٣) ماخذونو فهرست ور اچول سوى دى او ور پسې ”د دې کتاب د ځينو املايي بڼـو په هکله څرګندوني“ تر سر ليک لاندي له ٤٣٨ مخ څخه تر ٤٥٠ مخ پوري د پښتو د ځينو املايي مسايلو په اړه خبري سوي دي ، ورپسې” د دې کتاب د ځينو لغاتو او اصطلاحاتو معناوي“ تر سر ليک لاندي د کتاب ځيني مشکل لغتونه معنا سوي دي او په پاى کي د ليکوال لنډه پېژندنه راغلې خو په سهو سره د ليکوال پر ځاى د ” ژباړن “ کلمه ذکر سوې ده.
په کتاب کي د حق او باطل د جګړو يا اسلام او کفر د دښمنۍ لنډ تاريخ داسي راوړل سوى دى چي د حضرت آدم (ع) سره د شيطان له دښمنۍ څخه چي د انبياوو(ع) او د هغو د پيروانو او د باطل پالو تر منځ څه شخړي او جګړې پېښي سوي دي ټولي په لنډ ډول بيان سوي دي. بيا د اسلام د مبارک دين د لمر را ختو او د باطل سره د هغه د ډغري وهلو او د باطل پالو او صليبيانو د دښمنيو او ور پسې پر اسلام، مسلمانانو او اسلامي هيوادونو باندي د لوېديزو او امريکايي کفارو د تېريو، ظلمونو او ډول ډول دسيسو په هکله تاريخي مستندي څرګندوني سوي دي. د کتاب په دې برخه کي څرګنده سوې ده چي پر مسلمانانو باندي د کفارو اوسني ظالمانه بريدونه د تېرو کفارو د جګړو د لړي يوه کړۍ ده.
د دې کتاب سريزه داسي لولو:
حامداً ومصلياً ومسلماً وبعد:
ما په دې کتاب کي د حق او باطل يا د خير او شر د ځواکونو تر منځ
د شخړو او جګړو په هکله معلومات په لنډون سره وړاندي کړي دي، څو
د عقل او پوهي خاوندانو ته ښه څرګنده سي چي پر ګران اسلامي هيواد افغانستان باندي د مادي پالي او ويني چيښونکي، سراښي امريکا او باطل پلوي لوېديزي نړۍ دا اوسنى په ډېر زور اوزوږ تېرى او د مرګ ژوبلي ناتار او همدغسي پر عراق او نورو اسلامي هيوادونو باندي د کفارو ډول ډول بلوسۍ، تعرضونه او بې خرته مرګ ژوبلي او ورانۍ او د فحشاوو او ډول ډول نادودو دودول د همدې شخړو د لړۍ يوه کړۍ ده، نه بل څه. البته د ترهګرۍ ( تروريزم ) سره مبارزه د مسلمانانو سره د کفارو د جګړو د پر لار اچولو لپاره د نورو پلمو غوندي يوه پلمه ده. که نه په عراق کي خو د ترهګرۍخبره نه وه او هغه د کېمياوي وسلو ډنډورې يې هم لکه چي نړيوالوته څرګنده سوه درواغ وې. د نړۍ په نورو ګوټونو کي چي مسلمانان د کفارو د ډول ډول مظالمو سره مخامخ دي هلته خو د ترور او تروريزم البوشاکه هم نسته او که وي همدغه د امريکايي او لوېديزو کفارو دولتي او جاسوسي ترهګري ده نه بل څه.
زما له ډېره مهاله په خيال کي وه چي د اسلام د سپېڅلي دين سره د ډول ډول کفارو او مادي پالو او د هغو د طواغيتو د دښمنيو په هکله يو جامع او مستند کتاب وليکم، خو د ډېرو تلاښونو سره سره مي د دې موضوع د سمي او بشپړي څېړني او را سپړني لپاره لکه څنګه چي ښايېدل هغسي ماءخذونه پيدا نه کړل. ځکه په دې اړه زياتره کتابونه په عربي ژبه ليکل سوي دي چي دلته يې موندل ستونزمن کار دى. خو دونه وسوه چي په دې ترځ کي مي
د المکتبة الشاملة په نامه د برېښنايي کتابونو د يوې مغتنمي ټولګي سي ډي وموندل چي ډول ډول کتابونه پکښي ځاى سوي دي او په کمپيوټر کي په اچولو سره کار ځني اخيستل کيږي. دغه راز مي څه نور کتابونه په عربي، اردو او فارسي ژبو هم وموندل. څنګه چي مي نور تلاښ بې ګټي باله نو مي په خپل کتابتون کي موجود او ترلاسه سوي مواد مطالعه کړل. بيا مي د دې قاعدې په مقتضا چي: ” مَا لَا يُدْرَك كُلّه لَا يُتْرَك كُلّه“ پر لوى څښتن" باندي په توکل سره په کار ګوتي پوري کړې، چي بالاخره دادى د لوى څښتن" په فضل او احسان په دې هکله دغه لنډ معلوماتي کتاب بشپړ سو.
که څه هم دا کتاب د بشپړي او هر اړخيزي څېړني پر بنسټ نه دى ليکل سوى، خو ټول اړين معلومات په ډېره لنډه توګه او په ساده الفاظو پکښي ځاى سوي دي او لوستونکي ته هغه څه چي ورته اړتيا ده په لنډو ټکو کي وړاندي کوي.
د کتاب د نور څرنګوالي په هکله بايد ووايم چي که څه هم کتاب د تاريخ ليکني د اصولو سره په بشپړ مطابقت کي نه دى ليکل سوى او په زياترو موضوعاتو کي له لنډ اوګنډ معلومات وړاندي کولو کار اخيستل سوى دى، خو کوښښ سوى دى چي له نامستندو خبرو او ضعيفو روايتونو څخه ډډه وسي.
د کتاب د مصادرو په هکله بايد ووايم چي ما په دې کتاب کي د انبياوو عيهم السلام ، پخوانيو ولسونو او د هغو د طواغيتو په هکله زياتره د قرآن کريم له آيتونو او کيسو او د هغه له مستندو تفسيرونو، صحيحو احاديثو، معتبرو کتابونو او موجودو تاريخونو څخه استفاده کړې ده. پر دې سر بېره مي ځيني ځايونه د تورات او انجيل د هغو څرګندونو څخه هم ګټه اخيستې ده چي د قرآن کريم او اسلام د لارښوونو سره په تضاد کي نه وې. همداراز مي له ډېرو نورو کتابونو څخه هم مواد را اخيستي دي چي ځاى پر ځاى مي د هغو حوالي هم ورسره ليکلي دي. صرف د ځينو هغو کتابونو د ټوک او پاڼو شمېرې مي نه دي ليکلي چي په المکتبة الشاملة کي درج دي او ما ګته ځني اخيستې ده. ځکه د هغو د ټوک او پاڼي شمېره ښوول، که څه هم په المکتبة الشاملة کي ښوول سوي خو د چاپ سوو کتابونو سره د نه مطابقت له امله بې ګټي باله سي. البته که د چا د کتاب اصلي عبارت په کار وي کولاى سي په المکتبة الشاملة ( الاصدار الثاني) کي يې ومومي.
په هر صورت ما تر خپله وسه خپل کوښښ وکړ چي د کتاب محتويات مستند او دقيق وليکم. زه فکر کوم چي په اوسمهال کي د کفر او اسلام د رواني څو اړخيزي جګړې په هکله دا کتاب لوستونکي ته د حق او باطل لاري په ډېره ښه او روښانه توګه ښيي، او زما اصلي موخه هم همدا ده. زه پوهيگإم چي زما په ديگ كار كي حتماً نيمګړتياوي سته، انسان له سهوي او خطا خالي نه دى، نو كه كوم حگاى كومه غلطي را خگخه سويگ وي هيله من يم راوبخښل سي.
زما دعاده چي اى لويه څښتنه ! زما ظلوم او جهول انسان خو دغه وس دى او بنده تر خپله وسه پړ دى. زه په ډېر عجز او تضرع درته وايم چي :
لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ [ البقره ٢ : ٢٨٦ ]
او دا هم د کتاب د پاى کرښي دي:
موږ دلته خپلو هغو وروڼو ته چي په غير شعوري توګه مازي د امريكايي او لوېديزو او د هغو په پيسو چلېدونكو رسنيو او د هغو د ټيټو او سپين سترګو مزدورانو د تبليغاتو تر اغېزي لاندي راغلي دي او د كفري او صليبي يرغل تر اغېزي لاندي يې خپل اخلاقي ارزښتونه پرې ايښي دي، وايو چي د امريکا او لوېديځ د نړۍ خور او ويني بهوونکي امپرياليزم او سيكولريزم منل او د پردو چوپړ او پيروي ستاسي او ستاسي د هيواد، ستاسي د اصالت او ستاسي د وياړلو دودونو او تاريخ وركېده، ستاسي خوارېده او د پردو مرييتوب دى وما علينا الا البلاغ.
ښه، د حق او باطل يا په بله وينا د اسلام سره د ډول ډول کفارو او مادي پالو دښمنۍ خو موږ تر دې ځايه وڅېړلې او د هغو په ترځ کي مو ډېر څه څرګند کړل. البته موږ په دې څېړنه کي له لنډونه کار واخيست او د اسلام سره په دې دښمني کي مو د اوسنيو کفارو او مادي پالو لکه د يهودو، هنودو او نورو اسلام ضد ځواکونو نور ډېر سياسي او ښکېلاکي اهداف او وسايل بيان نه کړل. دا ځکه چي يو خو د هغو وسايل لکه استشراق (ختيځ پېژندنه)، تغريب ، تنصير او داسي ډېر نور ځان ته بېل بحث او څېړني غواړي او بل زموږ موخه داده چي موږ خپل مسلمان وروڼه وپوهووو چي اصلاً خبره څه ده او د امريکايانو او نورو کفارو په اصطلاح د تروريزم سره مبارزه واقعاً د تروريزم سره مبازه ده که د اسلام او حق سره د کفارو او مادي پالو د اوږدې دښمنۍ په دوام د روم د اوسني ښاخ، يعني امريکا لخوا په اوسمهال کي دښمني پالل دي؟ موږ خو چي وينو دغه امريکا او لوېديځ دا سوونه کلونه لګيادي د نړۍ په ګوت ګوت کي يې پر مسلمانانو بده ورځ راوستې ده، لکه چي په دې لړ کي همدا اوس په افغانستان، عراق، فلسطين، چيچنيا، هند، چين، برما او نورو ځايونو کي مسلمانان قتل عام کيږي، په ډول ډول زورونو زورول کيږي او حقوق يې ځني غصب کيږي او دا لړي د نورو خطرناکو ابعادو په موندلو سره نوره هم پرمختيا مومي او پراخه کيږي. نو څنګه چي مخکنۍ پاڼي دغه موضوع په ډېره ښه توګه واضح کوي او موږ ته د دوى سره په مبارزه کي خپله لار او ليکه ډېره ښه راښيي، ځکه مو نو له نور بحث څخه ډډه وکړه او پر همدومره مو بسنه وکړه.
دلته يوه خبره د يادولو وړ ده او هغه داده چي اوس داسي ښکاري چي د امريکا امپرياليستي زبرځواک د مسلمانانو سره په جګړه کي د هغو تېروتنو له امله چي ځني تر سره سوي دي او د نړۍ د مسلمانانو د ويښتيا او د امريکا ، لوېديځ او نوري کفري نړۍ پر ضد د ټينګار او پاڅېدني له امله مخ پر ماته روان دى. اقتصاد يې دړي وړي سوى دى. په نړۍ کي يې څېره توره او کرغېړنه جوته سوې او ډېر بد نوم يې خپل کړى دى. له دې امله له عراق څخه د پوځونو ايستلو ته اړ سوى دى. لکه چي د ٢٠٠٩م.کال د جون پر دېرشمه له بغداد او نورو عراقي ښارونو څخه امريکايي تېرى کوونکي پوځيان ووتل. د عراق خلکو د خوښۍ جشنونه جوړ کړل او د دغه هيواد ګوډاګى حکومت اړ سو چي دغه ورځ عمومي رخصتي او د هيواد د خپلواکي ورځ اعلان کړي. پر دې بنسټ ټينګه هيله پيدا سوې ده چي که په افغانستان او سيمه کي اسلامي ځواکونه او تحريکونه په سمه توګه او په اتحاد او يوموټي توب کي د امريکا او لوېديځ پر ضد هلي ځلي وکړي کېداى سي په ډېر لنډ وخت کي دې زبرځواک ته غوڅه او عبرتناکه ماته ورکړي او ان د شوروي غوندي يې دړي وړي کړي. داسي فکر کيږي چي د لوى څښتن" لخوا دا کار مقدر سوى دى او که خداى کول د دې نړۍ خور ځواک د دړي وړي کېدو وياړ به هم د افغانانو په برخه وي ان شاء الله.
|
(١) کوم څه چي په بشپړه توګه نه درک کيږي (نه پيدا کيږي) نو دا ښه نه ده چي ټول پرېښول سي، بلکي د وس په کچه دې د څېړلو او موندلو کوښښ وسي . |
|
|
(١) د ټولو ولسونو، په تېره د مسلمانو ملتونو ژوند او ټول شؤونات لوېديز کول. |
|
|
(٢) نصرانيت په ټولو ولسونو، په تېره په مسلمانانو کي خپرول او واکمن کول. |