افغانستان: رښتیا پلټنه (نوی کتاب)
Monday, 08.02.2010, 09:01pm (GMT)
افغانستان: رښتیا پلټنه

لیکوال: بروس ګ. ریچاردسن
ژباړن: رحمت آریا
په ډیرې خوښۍ سره د ښاغلی بروس ریچاردسن د لیکنو مینه والو ته زیری ورکول کیږي چې د امریکایی ژورنالست او افغانستان پیزندونکی دوهم کتاب AFGHANISTAN: A SEARCH FRO TRUTH د ښاغلی رحمت آریا په زیار خوږې او روانې پښتو ته ژباړل شوی او د دعوت د ادارې له خوا د چاپ لاندې دی چې په نزدو ورځو کې به انشاالله دا مهم او ارزښمن کتاب چې د ډیرو پټو څیرو او رازونو نه پکې پرده پورته شوې او ټول کتاب د افغان ولس د دردچیغه او د حقایقو هنداره ده بازار ته وړاندې شي.
ښاغلي بروس ګ. ریچاردسن په افغانې پوهانو کې د خاص شهرت نه برخمن دی او تل یې د ټول افغان او پښتون ولس بې کچه ملګرتیا کړې او د افغانانو ګټې او غوښتنې یې خپلې ګڼلي او دخپل تحقیقي ژورنالیزم له لارې یې د کاغذې زمریانو بدرنګې څیرې نړیوالو او افغان ولس ته د پلټنو او اسنادو پر بنیاد بربنډې کړي دي.
د کتاب په اړه به تفصیلي اعلان په ډيره نزدې راتلونکې کې په همدې ویبپاڼه کې ولولۍ
د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز
ناروې
www.dawat.no
|