Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - د مديريت له ۴۵ کتابونو څخه ۴۵ مديريتي ټکي - ژباړن: انبيا ژمن
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
اسلامي نړۍ ولې چپ ده؟ - محب الله الله يار ; رقـم - نسیم ستوری ; آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟ - ډاکتر محمد ابراهیم شینواری ; مسعود پنجشېردرې له ګوټ څخه افغانستان کوت - سرلوڅ مرادزی ; جنرال سید عبدالقدوس سید- موزیم ها ، مجاهدین و سرنوشت شگفت انگیز گنجینه های طلا تپه
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
ګډوډ معلومات او لېکنې
 
د مديريت له ۴۵ کتابونو څخه ۴۵ مديريتي ټکي - ژباړن: انبيا ژمن
Saturday, 30.01.2010, 02:35pm (GMT)

د مديريت له ۴۵ کتابونو څخه ۴۵ مديريتي ټکي

ژباړن: انبيا ژمن

 

لانديني ۴۵ ټکي د مديريت له ۴۵ کتابونو څخه راټول شوي دي.

1.      اجرا د نن ورځې په مديريت کې تر ټولو ستره نه مطرح شوې مسئله ده او نه شتون يې د برياليتوب او هغو ماتو چې په تېروتنه سره د نورو په غاړه وراچول شوې دي، تر ټولو ستر خنډ دي.

2.      هغه شرکتونه چې د سمو کارونو لپاره ځانګړي شوي دي او د خپلو ټولنيزو مسؤليتونو لپاره داسې تعهدپاڼه لري چې پر بنسټ يې کار وکړي، له هغو څخه چې دا کار نه کوي ګټور دي.

3.      د سټراټېجيک پلان پر ځاى سټراټيجيکو فکرونو او تګلارو ته پام اړول.

4.      د مارکېټ پوهنې په عصري مارکېټ موندنه کې د ټوکرۍ محصولاتو لرلو په ځاى د ټوکرۍ پېرودونکو لرلو ته پام اړول .

5.      د ګټلو او برياليتوب راز روښانه دى، هغه دا چې هڅه کول چې په يوه غولي کې دوه ځله بايلوونکي نه شو.

6.      انسان کله لوبه بايلوي او کله څه ترې زده کوي.

7.      د نن ورځې مارکېټ موندنې هنر په احمد باندې د توکو پلورل نه دي، بلکې د يوه پېرودونکي په سرليک د تل لپاره په خپل څنګ کې د احمد خوښ ساتل دي.

8.      پېرودونکي څرګندوونکې ژبه لري، که له واسطې پرته له هغوى سره په اړيکه کې و اوسو او ځير غوږ ولرو کولاى شو له دوى څخه ډېر شيان زده کړو.

9.      د بدلون نا اواره تګلورى پخپله د مدير په هڅه بايد وکتل شي ځکه بدلون داسې څيز نه دى چې مدير يې ښوونه وکړي او نور يې ترسره کړي.

10.       د شغل پر ځاى د پېرودونکي په لټه کې شى، که انسان وکولاى شي داسې يو محصول وړاندې کړي چې غوښتونکي ولري، له بېکارۍ څخه يې ځان ساتلى.

11.       په دوه ډوله کولاى شو نړۍ ته بدلون ورکړو: لومړى، په قلم (له فکر څخه استفاده). دويم، په توره (له زور څخه استفاده)

12.       کولاى شو چې د خلکو مدير نه وو خو له هغوى سره مينه ولرو، ولې له خلکو سره له مينې پرته نشو کولاى په هغوى باندې مديريت وکړو.

13.       مديريت يانې په خپله خوښه د نورو د پيروۍ د جلبولو هنر.

14.       ډېرى برياوې د غرور لامل او غرور د ماتې لامل کېږي.

15.       د ابليس د برياليتوب لپاره بسيا ده چې ښه خلک لاس د لاس په سر کېږدي.

16.       د يوه نوي پېرودونکي د تر لاسه کولو لګښت لږ تر لږه پنځه برابره د اوسنيو پېرودونکو د خوښ ساتلو دى.

17.       هر څوک کولاى شي د خپلې برخې اړوند کار په خپل لاس کې ونيسي او د خپلې خوښې لوري ته يې کش کړي.

18.       مديريت نورو ته د غوږ نيولو هنر دى. ځکه چې که د چا خبرو ته غوږ ونه نيسي نه شي کولاى هغه وپېژني.

19.       د زده کولو وړتيا او په چټکتيا سره د زده شوو څيزونو استفاده ادارې ته د سيالۍ تر ټولو ستر امتياز په واک کې ورکوي.

20.       د يوه لارښوونکي د هوښ د اټکل لومړۍ لاره دا ده چې هغو خلکو ته چې د ده په خوا کې راټول شوي دي کتنه وکړو.

21.       که يو څوك وکولاى شي چې د يوه سازمان ټول کارکوونکي د يوې ګډې موخې خوا ته برابر کړي، په هره برخه، هر مارکېټ او د هر سيال په وړاندې، به په هر وخت کې بريالي شي.

22.       ډېر شمېر خلک غوره ګڼي چې مړ شي خو فکر ونکړي، ډېر هم فکر په مړينه غوره ګڼي.

23.       با هوښه عامل مدير هغه څوک دي چې د شک پر ځاى په خپلو همکارانو باندې ډاډ ولري.

24.       د يوه محصول توپير بايد د لګوونکي د ذهن په خوا ترسره شي نه د هغې مخالف.

25.       د تاريخ په اوږدو کې ډېرى برياليتوبونه طبيعي سرچينو لکه، ځمکې، طلا او تېلو ته په لاسرسۍ سره وو، خو اوس په ناڅاپه ډول پاڼه اوښتې او پوهه يې په ځاي ناسته ده.

26.       په ډېرو برخو کې فقير ملکونه د شتمنۍ له اړخه شتمن خو د پانګې له اړخه بېوزله دي، موږ نه شو كولاى چې شتمنۍ په پانګه واړوو مګر هغه دا چې قانون حاکم وي.

27.       هغه خلک چې له خپل ځايه خوځېږي، ځينې وخت يې بايلوي او هغه خلک چې نه خوځېږي، تل يې بايلوي.

28.       که ټول څيزونه مهم وي، نو پوه شه چې هېڅ شى مهم نه دى.

29.       د نن ورځې نړۍ بريالي مديران د خپل سازمان د برياليتوب راز د پوهو انسانانو له استفادې څخه بولي.

30.       د انسانانو د خوښۍ او خوشالۍ ډېرى برخه هغه وخت تر لاسه کېږي چې په خپل اړوند کار کې له هوښيارو او پوهو خلکو سره وګومارل شي.

31.       د مدير رول دا دى چې د وګړي په داخل کې نفوذ وکړي او د هغه بې ساري هوښياري کشف کړي او په کار يې واچوي.

32.       غښتلى مدير نه يوازې د کارکوونکو توپير مني، بلکې پر دې توپيرونو پانګونه کوي.

33.       ټمبل يا کمزوري زده کوونکي وجود نلري، بلكې يوازې هغه څه چې وجود لري ښه يا کمزوري ښوونکي دي.

34.       ژوند له هغه څه نه ډېر ارزښت لري چې يوازې د بېرته سمېدو د دوران د راتګ په هيله کار وکړو.

35.       نه ژوند پايښت لري او نه مړينه راوړونکې ماته.

36.       خپلوکارکونکو ته ووايئ چې هېڅکله د خپلې قربانۍ اجازه ورنه کړي خو که داسې انګېرنه لري غوره ده چې لاړ شي او بل ځاى کې کار وکړي.

37.       د چلند غږ د ويلو له غږ څخه لوړ دى.

38.       هر کله چې د شطرنج په لوبه کې د بايللو په حال کې يم، په پرله پسې ډول له خپل ځاى څخه جګېږم او هڅه کوم پاڼه د سيال له شا نه وګورم، هغه وخت خپلو احمقانه خوځښتونو ته چې کړي مې دي پام اړوم.

39.       پوهېدل بسيا نه دي، بايد اقدام وکړو. غوښتل بسيا نه دي، بايد کار وکړو.

40.       که غواړئ چې د کار کوونکو د کار نه کړلو د دليل په اړه ښه پوه شى، د هېندارې خوا ته ولاړ شى او په غلچکي ډول ورته وګورئ.

41.       جلسه چې ښه اداره نه شي، د وخت له تېرولو پرته بله ګټه نه لري.

42.       د راتلونکې د اټکل لپاره تر ټولو غوره لار د هغې جوړول دي.

43.       يو خوښ او راضي پېرودونکى خپل رضايت دريو کسانو ته وايي، خو يو ناراضي پېرودونکي۲۰ کسان خبروي.

44.       څوک مه سپکوئ، د دې په اړه چې څوک په پرمختګ کې د درېدنې لامل شوي د بحث پر ځاى د دې په اړه چې کوم شيان د پرمختګ خنډ دي، بحث وکړئ.

45.       هغه وخت له کار څخه لاس واخلئ چې کار مو ترسره شوى وي، نه هغه وخت چې ستړي شوي ياستئ.


نورموضوعات:
ژباړن: انبيا ژمن - څنګه کولاى شو په نورو نيوکه وکړو؟ (27.01.2010)
د سترو خيالونو ځواک - ژباړن: انبيا ژمن (17.01.2010)
ښه مديريت، غوره پايلې - ژباړن: انبيا ژمن (16.01.2010)
دروسې لومړی وزير ولاديمير پوتين په نړۍ کي دريم سړۍ دی چي زيات قدرت لري (10.01.2010)
د پروژې مديريت او د هغه طلايي قوانين - ژباړن: انبيا ژمن (09.01.2010)
داڅېرې دهېرېدونه دي - حبيب الله غمخور (07.01.2010)
ښاغلي هاري ته د ښاغلی عمر پاڅون سرخلاصی لیک (05.01.2010)
د مديريت په اړه ۱۶۰ ټکي - ژباړن: انبيا ژمن (29.12.2009)
د داکټر، انجينر او نامتو کېمیاپوه الفرېډ نـوبـل پېژندنه - ژباړن : مختار احمد احسان (26.12.2009)
ژباړن : مختار احمد احسان - د نــوبــل ستره نړیواله افتخاري جایزه (21.12.2009)
په سوداګرۍ کې د مارکېټ موندنې رول - ژباړن: انبيا ژمن (19.12.2009)
پنځوونکي وګړي كومې ځانګړتياوې لري؟ (17.12.2009)
ذکاوتونه او قضایا - لیکنه: زاهد جلالی (15.12.2009)
کندهارۍ خزانه ښه نوښت - حبيب وقار (14.12.2009)
بريالي سوداګر او د هغوى ځانګړتياوې - ژباړن: انبيا ژمن (13.12.2009)
اېنديانا څوك وو؟ - د سپوږمۍ ملكزۍ ليكنه (12.12.2009)
د رښتينولۍ پر لور - رفيع الله ستانکزی (12.12.2009)
زلزله - ديپلوم انجينېر اسدالله ملكزى (11.12.2009)
د يوه ښه پلورونکي د برياليتوب راز (11.12.2009)
کالي _ داړتيا له پوره کولو تر وړتيا ښودلو پورې - اجمل روهي (11.12.2009)
د نړی روغتیا سازمان د ټولو هیوادو په روغتیایی ستونزو اود چاپیریال سره د هغوی د اړیکوپه باب یو رپوټ خپور کړی دی (10.12.2009)
دزړه دناروغۍ په هکله ديوی څيړنی پايلی - پوهنمل حاجی محمد نوزادی (05.12.2009)
د بدلون مديريت په اړه ۱۰۱ ټکي - ژباړن: انبيا ژمن (30.11.2009)
ددجال د راتګ لپاره لاره اواره ول - حاجی نیک محمد ولاړ (30.11.2009)
لسګوني وصيتونه (06.11.2009)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

دوه جنایتکاران او ملی خاینین چې افغان ولس یې یې محاکمه غواړي
::| تازه موضوعات
د طبیعت آفتونه دالله تعالی امر که د طبیعت خپلواک غضب ؟- عبدالرحمن فرقانی
دځینو سبو ګټې - شکرالله طاهري
ډیر ځله کریکټ په فکراو پلان ګټل کیږي - شکرالله طاهري
د تاریخ عجیب تصادف !- نثار احمد صمد
د ځینومیوو ګټې - شکرالله طاهري
ژباړن: انبیا ژمن - وخت سره زر دی
د يوه نوي کار د پيل لپاره ١٠ ټکي - ژباړن: انبيا ژمن

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]