Dawat Independent Media Center (DIMC)دعوت - ډیر ځله کریکټ په فکراو پلان ګټل کیږي - شکرالله طاهري
  کورپاڼه
  زموږ سره اړیکه
  English Page
 
 
 
 
 
پاکستان، طالبان او د پښتنو سيمو قبايلايزيشن - احسان الله مومند ; دځوانوعلمي، ادبي اوفرهنگی څېروپه وياړنړيوال کنفرانس اومشاعره ; په کاناډا کې دارواښادالحاج غلام محی الدین زرملوال د فاتحې خبرتیا ; غزل - انورالحق يرغل ; د تعصب او ملي نفاق د اتل اوبنسټ ايښودونکي د مړينې کا لېزه - حميد راز
::| لټون ټکي:       [پرمختللی لټون]
 
ټول موضوعات  
  روانې چارې
  شعر او ادب
  صفحه دری
  خبرتیاوې او پیغامونه
  نړیوالې رسنۍ او چارې
  څېړنېزې لیکنې
  پښتو او پښتانه
  مرکې Interviews
  ګډوډ معلومات او لېکنې
  کتابونه او کتاب پلورنځي
  افغاني ژورنالیزم
  اسلام پوهنه
  ښځه او ټولنه
  ویدیوVideo
  چاپیریالEnvironment
  دعوت او لوستونکي
  اړیکېContact
  دعوت ټلویزیون Dawat TV
  ::| خبرلیک
ستاسو نوم :
ستاسو برېښنالیک :
 
 
 
ګډوډ معلومات او لېکنې
 
ډیر ځله کریکټ په فکراو پلان ګټل کیږي - شکرالله طاهري
Saturday, 10.07.2010, 12:21pm (GMT)

ډیر ځله  کریکټ په فکراو پلان ګټل کیږي

شکرالله طاهري

د خواشینی خبره ده چې د افغانستان دکریکټ ټیم دلومړي ډویژن په لوبو چې همدا اوس په هالینډ کې دوام لري دلومړی او دوهم مقام لکه څنګه چې ټول نړی ورته سترګې په لاره وه حاصله نه کړه . خو مایوسه کیږو به نه ځکه چې زمونږ لوبډله لا ډیر ځوان اودومره دنورو په شان د تجربې خاوند ندي خو دوخت په تیریدو سر به انشالله ښه کیږي . کریکټ نه یواځې دا چې فزیکي لوبه ده ، د دماغ کارول هم په کې ضرورې او حتمي وي ، په مختلف حالاتو کې مختلف طور او طریقې په کارولو سره کریکټ ګټل کیږي .

 زمونږ بیټسمینانو متاسفانه په څو میچونو کې ډیر په ډار ډار سره لوبه وکړل، هریو سره همدا ډار وو چې زر اوټ نشي یوهم د ډیروڅلوریزو او شپږیزو دوهلو هڅه ونه کړه . خو ټولو ته څرګنده ده چې کریکت اکثرا په شپږیز او څلوریز ګټل کیږي . زمونږد ټیم ډیر کسان دسکاتلیند سره په لوبه کې داحتیاط سره سره بیا هم په دوه او درې منډوکې اوټ شول .

 په کریکټ کې خو دا کار شته کله کله بخت یاري نه کوي او ډیر ښه ټکړه بیټسمینان هم په صفر کې اوټ کیږي خودوې خپله حوصله دلاسه نه ورکوي. اول دوهم دریم او حتا څلورم بیټسمینان ډیر کوښښ کوي چې ډیر څلوریزه او شپږیزه ووهي ځکه په سنګل منډو اخیستل کریکټ ګټل آسانه نه ده .البته په ټیسټ میچونو او لوبو کې بیا بیله خبره ده . اوپننګ بیټسمینان دهمدې دپاره دي چې په ډیر زړورتیا لوبه وکړي ، کله کله خو تر څلورو بیټسمینانو پورې ټیمونه په ډیر تیزي سره لوبه کوي ترهغه چې درې یا څلور بیټسمین دلاسه نه وي ورکړی همدا کار دوام پیداکوي او دښمن ټیم ته داسې یو هدف ورکوي چې غاښ ماتونکې وي ، که چیرې پدې جریان کې دری یا څلور کسان زر اوټ شي او ډیر اوورز هم پاتې وي بیا کریکټ یو بل شکل ځان ته اختیاروي ، پدې وخت کې نو بیا احتیاط څخه کار آخیستل غلط کار نوي .

خو زمونږ ټیم په یو لوبه کې سره ددې چې شپږ لوبغاړي ریزرف درلودل او ۱۵ اوورز ورته پاتې وه په ډیر ډار، ډار سره لوبه کول خوبیا هم په ډیرمشکل سره دوې لوبه وګټل . که دا طریقه او دارنګ لوبه دوام پیدا کړي، زه فکر نه کوم چې مونږ به دهندوستان او پاکستان غوندې ټیمونو څنګ ته ودریږو . آسترالیا ، انګلینډ ، پاکستان هندوستان اونور ټیمونه چې دې مقام ته رسیدلي دي هریو بیټسمین یې په (۵۰)پنځوسو بالونو کې سینچري یا سلیزه جوړوي خو زمونږ یو بیټسمن په یوه لوبه چې څو ورځې مخکې تیره شوه ۵۵ بالونوکې کې ۲۸ منډې په ډیر کړاوسره جوړکړ. زه دا نه وایم چې زمونږ لوبغاړي ټکړه او با استعداده ندي . دوې ډیر با استعداده دي ځکه دوې په ډیر کم وخت ځانونه دې مقام ته رسولي .خو یو مشکل لري او هغه دا چې تجربه نلري او دا دوخت په تیریدو سره حاصلیږي ،دوې یو څه وخت ته ضرورت لري ترڅو تجربه خپله ددوې حوصله افزایې وکړي اوهریو دخپل تجربې سره بیا دکیپتان او دټیم سره مرسته وکړي .اګرچې دا د یو ښه لایق او با تجربه کوچ او کیپټان کار دی چې یو ټیم څنګه لارښوونه کوي خو په کوم ځایونوکې چې دهغه فکر ونه رسیږي بیا دا نور تجربه لرونکي لوبغاړې ورسره مرسته کوي .لکه په آسترالیاکې چې( ریکي پواینټنګ) کیپتان وو (شین وان) او (آدم ګلیلکرست) ورسره مرسته کوله . زما ښه په یاد دی چې حمید حسن د۲۰/۲۰ورلډ کپ ۲۰۱۰ نه وروسته کله مو چې سوت افریقا ته لوبه بایلوده وویل : (که چیرې ټول لوبغاړې زما په شان په زړورتوب سره لوبه کړای وای دا لوبه مو ګټلې وه ) . ډیرخلک په آسترالیا کې ورسره په دې خبره موافق دي . اوس نو زمونږ ټیم ته دا پکاردی ترڅو په خپل تیروتنو ځانونه پوه کړي ، او نوو تاکتیکونو نه ځان خبر کړي نو بیا بری ددوې تر قدمونو لاندې دي . تاسې وګوری چې دآیرلینډ ټیم دتیر کال په پرتله سږکال څومره ښه لوبې وکړل . زمونږ لوبغاړې هم کولای شي چې دتیر شوو غلطیانو څخه پند واخلي او دنوو تجربو نه زده کړه وکړي او ځانونه دنورو مشهورو ملکونو لوبغاړوځای ته ورسوي . یو ټیم ترڅو چې خپل اصلي هدف ته رسیږي ترهغې به ډیر داسې ترخه اوخواږه مزلونه وهي. په ډیر کم وخت چې زمونږ تکړه لوبغاړې ځان دې مقام ته رسولي دي که دپلان شوې کریکټ په لورې قدم واخلي ، انشا الله دهریو لوبې دګټلو توان او استعداد په دوې کې شته . کامیاب کریکټټر هغه څوک دی چې په کم توپونوکې ډیر منډې جوړکړي ، لکه ( شاهد افرید ي) . څوڅوځله په ډیر کم پالونوکې زیاتې منډې جوړکړی ، خو کله کله داسې هم شوی چې شاهد په صفر ( duck ) سوځیدلی ، خو لکه څنګه چې ګورو دهغه جرئت او زړورتیا ده چې هغه یې نن دکیپتانی مقام ته رسولی او په ټوله نړی کې( دبوم ، بوم ) په نامه شهرت لري .

دنوروبریالیتوبونوپه هیله. په درناوې

( شکرالله طاهري سیدني آسترالیا )


نورموضوعات:
د تاریخ عجیب تصادف !- نثار احمد صمد (04.07.2010)
سګریټ د طب او شریعت له نظره - زاهد جلالی (03.07.2010)
د ځینومیوو ګټې - شکرالله طاهري (27.06.2010)
ژباړن: انبیا ژمن - وخت سره زر دی (26.06.2010)
د يوه نوي کار د پيل لپاره ١٠ ټکي - ژباړن: انبيا ژمن (20.06.2010)
پوهنمل حاجی محمد نوزادی - د ملاریا ناروغی او د مخنیوۍ لاری چاری یی (16.06.2010)
د وخت مديريت 6 - ژباړن: انبيا ژمن (13.06.2010)
دکریکټ دلانجې حل - شکرالله طاهري (08.06.2010)
د وخت مديريت )۵( - ژباړن: انبيا ژمن (31.05.2010)
دنړۍ په اړه ځيني په زړه پوري معلومات - ليکوال:عصمت الله عزام (31.05.2010)
دهيتومنت (هلمند- شريف الله دوست سرواني (16.05.2010)
شکرالله طاهري - د سرو مرچکو ګټې (14.05.2010)
د وخت مديريت ۴ - ژباړن: انبيا ژمن (10.05.2010)
د دیني عالم او مفتي، مولوي ګل رحمن «دیوبندي»، دفتواو یوه څنډه- قریب الرحمن سعید (08.05.2010)
شکرالله طاهري - دهندوستان څخه دکریکت لوبه ګټل کیده (04.05.2010)
نړيوال معلومات (03.05.2010)
زرلښته حفيظ - د ډولکي بابا زيارت (29.04.2010)
قریب الرحمن سعید- دستر دیني عالم او مفتي، مولوي ګل رحمن «دیوبندي»، دفتواو یوه څنډه (28.04.2010)
خليل الله قتيل زوى - د ښاغلي ډيپلوم انجنير غلام دستگيرړنگ لنډه پېژندنه (25.04.2010)
ژباړن: انبيا ژمن - د وخت مديريت (17.04.2010)
ايران او اسرائيلوپه اړوند جالبي خبري (14.04.2010)
مبارزالحاج غلام محی الدين زرملوال صاحب پر موږ ټولوحق لري (07.04.2010)
حبیب الله رفیع - د بشپړتابه اړتیا او وړتیا (05.04.2010)
د شخصيت په جوړولو كښې د مور برخه او ارزښت - الحاج فضل الله رشتين (05.04.2010)
دشعر تابلو - حنان حبیبزی (24.03.2010)



 
  ::| Events
September 2010  
Su Mo Tu We Th Fr Sa
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
  خبرونه په انځورونو کي

دوه جنایتکاران او ملی خاینین چې افغان ولس یې یې محاکمه غواړي
::| تازه موضوعات
د طبیعت آفتونه دالله تعالی امر که د طبیعت خپلواک غضب ؟- عبدالرحمن فرقانی
دځینو سبو ګټې - شکرالله طاهري
ډیر ځله کریکټ په فکراو پلان ګټل کیږي - شکرالله طاهري
د تاریخ عجیب تصادف !- نثار احمد صمد
د ځینومیوو ګټې - شکرالله طاهري
ژباړن: انبیا ژمن - وخت سره زر دی
د يوه نوي کار د پيل لپاره ١٠ ټکي - ژباړن: انبيا ژمن

dawatnet@start.no
[سرپاڼه]